ګالري یادښتونه

هیومنیسټ مشال خان څه ویل؟

د مردان په خان عبدالولي خان پوهنتون کې د ژورنالیزم او ټولیز اړیکو د پوهنځۍ پنځه ویشت کلن مشال خان د تېرې چهارشنبې په ورځ په دې تور چې ګواکې ولې یې دیني مقدسات په درناوي نه دي یاد کړي، په ډېر وحشیانه، بربري، غیر انساني او د جهالت د دورې د خونکارو له لوري په قتل ورسید. آه L

مشال خان به ویل چې هیومنسټ دی. له انسانانو سره پرته له هر ډول تمایز مینه لري. د خپل شخصي فیسبوکي اکاونټ د نوم په امتداد یې هم ځانته د بشرپال لقب ایښی و. نن پښتنه جغرافیه د یو انساني پیغام رسونکې مشال قاتله ده. L

مشال خان د شخصي فیسبوکي یادښتونو نه یو ډېر مودب، آرام، عمیق او له انساني ټولنې سره د بې حده مینې مجنون ښکاري. یو ځای لیکي:

زموږ اصلي هویت، انسانیت دی.

د مشال خان شخصیتي ځانګړې:

د مشال خان له فېسبوکي یادښتونو دا ښکاري چې دی په یوازیتوب کې خوښ، د ځانګړي خوی څښتن او آرام انسان دی. په تېرو څه کم دوه کلنو فېسبوکي یادښتونو کې د مشال خان په خوی او شخصیت کې د خشونت هېڅ نښه نه ښکاري. دی یو ځای لیکي:

«له احمقانو سره تر ناستې یوازیتوب غوره دی. زه ترې تل خوند اخلم. ښه ده چې له ځان سره کېنې، ځان پیدا کړې او ځان وښايي».

مشال خان داسې ښکاري چې له بې عقلو او لوده مخلوق سره یې نه لګیږي. د خپل مزاج پورې متعلق د شخصیت پیدا کولو کې نه دی توانیدلی چې وفادار دوست ومومي. دی د ستر یوناني مفکر او فیلسوف یورپېدیس یوه وینا رانقلوي:

«یو وفادار دوست تر زرو خپلوانو ښه دی».

مشال خان له خپل چارچاپېر راضي نه برېښي. خپه، ناراضه او نارامه دی. دا نارامي د دې باعث شوې چې حتی ووايي:

«رښتیا دا دي چې زما هم خلک دومره نه خوښیږي او د خلکو هم نه خوښېږم».

مشال خان یو ځای د امریکايي مشهور ناول لیکوال مارک ټواین یوه مشهوره جمله هم لیکلې چې وايي:

«څومره چې خلک پېژنم، له خپل سپي سره مې نوره مینه زیاتیږي».

مشال خان پوښتنې لري! سختې او زیاتې. دا ورته سخته ده چې پرته له پوښتنو مطرح کولو ژوند وکړي او دا ورته د زغم نه ده چې همداسې ناپوهه اوسي.

«یا راته په ناپوهۍ کې سعادت او خوښي راکړه، یا د پوهې د ترلاسه کولو تحمل او زغم»!

پښتون مشال خان

مشال خان د مارچ په څلورویشتمه له مشال راډیو سره په خبرو کې ویلي و چې په پښتنو میین دی او بیا یې په هماغه ورځ لیکلي و چې لر او بر یو پښتون دی.

مشال خان د فخر افغان باچا خان سرسخت پلوی او د خدايي خدمتګارۍ جذاب لاروی و. باچا خان ته د پنځه ویشت کلن روښانه پښتون درناوی او قدر د هغه د عمیق شعور، پوهې، تدبر او آينده نګرۍ نښه ده.

د فېسبوک په یوه یادښت کې یې، د باچا خان پر پلویانو، خدايي خدمتګارانو او ټولو پښتنو د عزت او وقار په موخه پنجابي ریاست مخاطب کړی او ویلي یې دي:

«پنجابي سامراجانو شیطانانو! پښتنو ته سپک مه ګورئ

د باچا خان بابا ډېر غټ کمی راته محسوسیږي نن.

ټول خدايي خدمتګارانو ته اپیل دی چې په یو پوه شئ. ځان کې شعور پیدا کړئ. د باچا خان بابا نظریه په منظر عام راولئ خلکو ته.

د بابا د قبر خاورې ښکلول غواړي. هره خبره دې رښتینه ثابتیږي».

مشال خان له پنجابي ریاست سره چې کوم فکري او سیاسي مشکل لري، هغه یې په یو بل فېسبوکي یادښت کې په ډېر متفاوت، ځانګړي او په پوره اعتماد به نفس سره بیان کړی دی. مشال خان لیکي:

«زه مشال خان یوسفزی، له پنجاب څخه غواړم چې له خیبر پښتونخوا سره پر پوله دیوال جوړ کړي، تر څو هغه تروریستان چې شین چای څکي، شلوار کمیس اغوندي او پښتو خبرې کوي، ونشي کولای پنجاب ته ننوځي».

[یادونه: مشال خان همدا یادښت د ستر پښتون مشر میروس خان نیکه، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، باچا خان او د عبدالصمد خان اڅکزي ګډ انځور، د ښونځیو د ماشومانو، پښتني نڅا، پښتنو پېغلو، ساینس او پښتون سنتي کلتور ګڼ عکسونه خپاره کړي دي.]

مشال خان په خپل ځانګړي او د نقد په یو منحصر به فرد انداز د پاکستاني وطنپرستۍ معیار تشریح کوي او لیکي:

«تاریخ پټ کړه او له هندوانو کرکه وکړه. دا هغه څه دي چې موږ ته په ښوونځیو کې تدریسیږي».

مشال خان او دیني مقدساتو ته بې اعتنايي:

د مشال خان په مرګ پورې تړلي تورونه وايي چې ګواکې دیني مقدسات ته بې اعتناء و او کوم وخت یې د دیني مسایلو په اړه هغه لازمې خبرې نه دي کړي، چې په کار وې. خو د مشال خان په تېرو دوه کلنو فېسبوکي یادښتونو کې په هېڅ ډول داسې کوم متن او خبره نه ده شوې، چې هغه دې په کوم ډول هم دیني توهین وبلل شي. حتی مشال خان د خپل یو دوست فرحان خان زاده د پلار د مړینې په تاثر کې لیکي چې ورته د مغفرت دعا وکړئ:

«د فرحان خان زاده والد محترم صیب (خان جي) وفات شوی. ټولو ته د دعا خواست دی».

همدا راز د مشال خان په اړه وروسته دا هم وویل شول چې د ده په آدرس ټول شوي د دیني توهین پوسټونه د ده د بدنامۍ لپاره وو او د ده په نوم په مستعارو ای ډي ګانو دا شیان لیکل کېدل. مشال خان خپله هم په ۲۶ ډیسمبر ۲۰۱۶ د خپلو نژدې دوستانو په یادونه لیکلي و چې د ده د بلیک میل کولو لپاره نوې ای ډي جوړې شوي او هڅه کوي چې د ده شخصیت منفي وښيي.

«کوم چا زما په نوم مستعار اکاونټ جوړ کړی دی. او دا کس معلومیږي چې زموږ په خپلو ملګري کې وي، چې هڅه کوي غلطې خبرې زما په نوم اي ډي نه بلې مستعارې ای ډي چې د نجلۍ په نوم ده، ولېږي او هڅه کوي په دې ډول ما بدنام کړي. ملګري وګورئ. کوم څوک کوښښ کوي چې زما منفي انځور وښيي».

Qoute MashalKhan

دا ډېر بد او مزخرف دی. دا باید ودریږي، دوی له دې کاره چې موږ یې کوو، درد ویني

لاندې د مشال خان له تېرو دوه کلونو فېسبوکي یادښتونو څخه د ده افکارو او روح ته ننوتلی شئ. هغه عمیق پښتون هیومانیسټ اوس نشته چې حتی له سپي سره یې د انساني چلند لپاره پر نورو انسانانو غږ کاوه. هغه پښتون هیومانیسټ اوس نشته چې خشونت، کرکه، بدي، قتل یې په نفس، ذات او خټه کې نه و. دا د جبر او کرکې ملک په پښتنه خاوره د انسانپالنې د بل شوي مشال قتلګاه ده.

  • له کله نه چې تللی یې. ښار خپه دی، ځای یخ او زما روح تش. زه د شپې نشم ویده کېدای. زه دلته یم او زه دلته نه یم.
  • دا سړی هېڅوک نه دی. دا سړی هېڅ نوم نه لري.
  • که یو انسان ټرانسجینډر وي، نو دا د هغه خپله مسله ده. د هغه کیسې داسې سر بازار اچتول، ښه خبره نه ده، د هغه بې عزتي کول هم غلطه خبره ده او خندا کول خو بلکل نه ده په کار. انتهايي د اخلاقو نه لاندې خبره ده. ټرانسجینډر هم یو انسان وي، نورو ته په کار دي د هغه مرسته وکړي.
  • موږ مړ قوم یو، موږ سره د مړو قدر وي.
  • د پښتو ټولنې تر ټولو فضول کار په پیسو ځان ته ګډول دي. او څوک یې چې ګډوي هغوی نه زیات کم ظرفه خلک ما ته نور نه ښکاري.

انسانیت په کار دی.

  • لمر ته مخ ور واړوه، سیوري به دې شا ته پرېوځي
  • زما ګناه دا ده چې زه ستا د حقیقت نه واقفه یمه، اې سامراجه!
  • د خپل درون رڼا تعقیب کړه، لېونتوب مه پټوه
  • زه باور لرم زه پرواز کولای شم، زه باور لرم زه اسمان لمس کولای شم
  • شاهد آُفریدی هغه پخوانی ټوپک دی چې د غلو په راتګ سره ډېری وختونه کار نه کوي، خو چې کله د پاکۍ وخت وي، اکثر کار کوي.
  • زه هغه نړۍ غواړم چې له نژاد پرستۍ او اپریدي (شاهد افریدي) پاکه وي. لول
  • په شعوري ډول غلامي کول په اور کې تر سوځېدو زیات سخت دي.
  • پوهېږم چې ستړی یې، مګر راځه؛ همدا لاره ده.
  • هر څه د مینې لپاره قمار کړه، که غواړې ښه انسان اوسې.
  • مفکرین هېڅ ښوونکي ته اړتیا نه لري
  • لږه تنهايي، لږ درد، لږ باران او یو کتاب په کار دی.
  • نړی یو کتاب دی، هغوی چې سفر نه کوي، یوازې یوه پاڼه لولي.
  • کرښې ډېرې عجیبې وې، چې په خال باندې تېرې شي، وینې کوي یې! او که په ځمکه تېرې شي، سرحدونه جوړوي.
  • د مرګ کومې ته ورشي او ژوندون راوخلي ماله. مشال داسې ملنګ دی!
  • لفظونه د رښتیا ویلو پر ځای، د منافقت وسیله جوړه شوې ده.

ما ته وايي ته مې شه ملنګ د در

څومره خودپرسته پادشاهي غواړي

هغه سر چې په دار هم سربلند و

هغه سر به اوس په پښو کې د صنم ږدم؟

د وړو وړو خدایانو دې بنده کړم

لویه خدایه زه چا چا ته سجده کړم

ټولو هندي وروڼو او خویندو ته دې هولي مبارک وي

کاش چې دا لوی جشن سوله او بریالیتوب زموږ خلکو ته چې په هند او پاکستان کې اوسیږي راوړي.

په پاکستان کې یوازې د برېښنا او ګازو کمښت نه وي

دلته د علم او شعور، پوهاوي او وېښتیا، شرافت او دیانت، ایمان او یقین او انسانیت کمښت او لوډشیډینګ هم وي

نوی کال دی او برېښنا نشته

پاکستان ته ښه راغلاست

  • Just living is not enough. One must have sunshine, freedom and a little flower.
  • I will not follow where the path may lead, but I will go where there is no path and I will leave a trail.
  • When you do things from your soul, you feel a river moving in you, a joy
  • In 60 years, we have taught our children that our national identity is to hate someone, and we are doing it with those who are physically the nearest. Hostile with India and now hostile with Afghanistan
  • Die before death! Unlearn everything you know!
  • You are not a drop in the ocean. You are the entire ocean
  • Inside you there’s an artist you don’t know about… say yes quickly, if you know, if you’ve known it from before the beginning of the universe.
  • Wherever you go, east, west, north or south, think of it as a journey into yourself! The one who travels into itself travels the world.
  • Either grant me the bliss of the ignorant or give me the strength to bear the knowledge.
  • When the soul lies down in that grass
    the world is too full to talk about.
  • Sometimes I feel exasperated by Human beings…
  • Instead of resisting to changes, surrender. Let life be with you, not against you. If you think ‘My life will be upside down’ don’t worry. How do you know down is not better than upside?
  • Storms come and go, the big fish eats the little fish and I keep on battling…
  • If you are black or you are brown or you are gay or you are lesbian or you are Trans or you are Introvert, Anyone that is treating you unkindly, it’s only because they are afraid or they have been taught to be afraid of how important you are.
    Because being different means you make a difference. So f*** em….
  • I wanna give up on society and go live in a tree house…
  • What do we say to the God of Death? “Not today”
    #Game_of_Thrones
  • I am a Ghost among people!

د مشال خان مور رسنیو ته ویلي چې کله یې د خپل زوی لاسونه ښکلول، ګوتې یې ماتې وي. هغې له حکومته وغوښتل چې د وژونکو او تصویر اخیستونکو ته سزا ورکړي.

په پاکستان کې افغان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال صوابۍ زېده کلي ته د مشال خان د فاتحې لپاره ولاړ او د عوامي نېشنل ګوند د ګڼ شمېر مشرانو په ګډون یې د مشال کورنۍ ته تسلیت وړاندې کړ.

وروستی یادښت:

پورتني ټول یادښتونه د مشال خان له فېسبوک اکاونټ څخه اخیستل شوي دي. د ده یو شمېر یادښتونه شاید خپله د ده نه وي، ولې د ده په ذهنیت او افکارو مو پوهولی شي.

لاندې د مشال خان یوسفزي د انځورونو یوه ګالري.

ستاسو نظر

۱ نظر