یادښتونه

د انسان‌مجلې د ژور تأثر او درد پیغام

نن اته بجې د افغان روشنفکرۍ یو نخبه فعال او مطرح دیني عالم، مولوي عبدالغفور پېروز د انسانیت او روښانفکرۍ دوښمنانو په کندهار ښار کې د تل لپاره راڅخه بېل کړ.

مرحوم پېروز چې د روانې ناحقې جګړې یو معترض لیکوال او مبارز و، نن د همدې شومې جګړې ښکار شو او هغه غږ چې د عدالت، تفکر، صله رحمۍ، زغم، حوصلې او له تاوتریخوالي څخه د لرېوالي لپاره یې هر ساه او هر حرکت قرباني کړی و، خپله قرباني شو.

پېروز چې له اسلام څخه د یو متفاوته، سوله غوښتونکي، او زغم دیني تفسیر وړاندې کاوه، او د یو ځېرکانه تحلیلي ځواک څښتن و، په دې توانېدلی و چې زموږ د عصر یوه لویه پیمانه ځوان روښانفکره جریان د ځان او افکارو پلوی کړي.

پېروز نه یوازې دا چې د دین له سوله ییز متن سره یې مینه درلوده، د دې جغرافیې په هر انسان له زړه دردېده او په همدې موخه یې شپه او ورځ د یوه روښانه راتلونکي لپاره لیکنې کولې.

پېروز د خاص دیني تبحر ترڅنګ ډېر بادرایته او کاریزماتیک شخصیت درلود. په سیاسي اوضاع د ده پوهه، له نارواوو سره د دې مقابله، د هوښیارو، با درکو او سنجیده ځوانانو سره د ده اړیکې او زموږ د عصر په ټوله روښانفکره فضاء د ده د عالمانه نظریاتو او نقش تاثیرات تر دې ډېر پياوړي او ځواکمن وو، چې موږ یې یادوو.

د مرحوم عبدالغفور پېروز مرګ روښانتیا، تفکر او نوي روښانه کهول ته سور څراغ دی. دا سور څراغ د هغه وژونکو او جاهلانو له لوري دی چې د پېروز سوله ییز او مدني نقش نشي زغملی. ټول روشنفکره جریانونه باید آګاه وي چې د بربري زمانې د قاتلینو پنجې تر هغه زیاتې وژونکې او سخت زړې شوي دي چې فکر یې کېده.

ځوانیمرګ پېروز د ښې او بدې مفکورې جګړې راڅخه واخیست. افغان روڼ‌اندي باید پوه شي چې مبارزه او مقابله یې په افرادو او اشخاصو متکي نه ده، بلکې مبارزه د هغه تفکر پر وړاندې ده چې د روښانه ذهنونو او فکرونو تحمل نه لري. د پېروز قاتله مفکوره باید زموږ دا تعهد په یاد وساتي چې د انسانیت، صله رحمۍ، عدل او عقلانیت لارویان به د مرحوم پېروز لار او فکر هېڅکله هېر نه کړي او د همدې لارې سرسپرده مبارزین به وي.

په درناوي

انسان مجله

کابل – افغانستان / ۱۷ ثور ۱۳۹۶

ستاسو نظر