یادښتونه

د ثریا د نمانځنې غرض/ د انسان مجلې یادښت

له هغې خپلواکۍ ۹۸ کاله تېریږي چې یو ځوان پاچا له خپلې ملکې سره په ګډه په کال ۱۹۱۹ کې ترلاسه کړه. افغانستان د دې ترڅنګ چې د برم او غورځنګونو هېواد و، په تاریخي لحاظ په دې هېواد کې د سیاسي پرېکړو، فرهنګي نهضتونو او ټولنیزو ریفورمونو په محراق کې د ښځو عدم حضور، د یوې ثابتې نرواکۍ مثال لري.

ملکه ثریا چې په ۲۰ کلنۍ د یو نوي افغانستان ملکه شوه، افغانستان له یوې عمیقې او متشنجې کورنۍ ګډوډۍ سره لاس او ګرېوان و. ملکه د یو غښتلي انسان په څېر د خپل مېړه تر څنګ ودرېده او د پلار، مېړه او خپلو هغو افکارو تطبیق ته یې ملا وتړله چې حتی د اوسمهال افغانستان لپاره هم خوب او خیال ګڼل کېږي.

ملکه ثریا په ۱۸۹۹کال کې زیږیدلې او په ۱۹۱۳کال یې له شهزاده امان الله خان سره د کابل په شهرارا ماڼۍ کې واده وکړ. دغې ښکلې او زیرکې ښځې په ترکي، فرانسوي او عربي ژبو هم روانې خبرې کولې شوای. شاه امان الله خان د محمود طرزي او ملکه ثریا د افکارو سره سم د سیاسي استقلال له ګټلو وروسته په ټولنیزو تحولاتو کې د ښځو نقش ته پوره توجه وکړه چې د حمایت نسوان په نوم د انجمن تر څنګ یې د نجونو مکتبونه جوړ او یو شمېر نجونې یې د ډاکټرۍ او نرسنګ د زده کړو لپاره ترکیې ته ولېږلې. د ملکې ثریا په هڅو امان الله خان په ولور محدودیتونه ولګول، د ښځو لپاره یې د واده عمر ۱۸او د هلکانو لپاره ۲۲ کاله وټاکه. په ۱۹۲۸کال کې د ملکه ثریا په وړاندیز د «ښځو د ملاتړ انجمن» جوړ شو چې د کابل دولس تنو هوښیارو ښځو یې اداره او د شاه امان الله خان خور کبراجان یې مشري په غاړه واخیسته او د لومړي ځل لپاره ښځې په دولتي چارو کې له نرانو سره شریکې شوې. ملکه ثریا خپله د مستوراتو ښوونځي مشري په غاړه واخیسته او د ارشاد النسوان په نوم مجله یې راوویسته چې د ملکې مور (اسمارسمیه) چلوله او ملکې ثریا به دغې مجلې ته د ښځو د حقونو د ارزښت په اړه مقالې لیکلې. ملکې ثریا یوه محکمه جوړه کړه چې د هغو ښځو شکایت واوریدل شي چې میړونه یې وهي، نفقه نه ورکوي یا يې بې له کوم دلیله طلاقوي.

د ملکې ثریا پورتني ټول ریفورمونه د افغانستان په څېر په یوه نرواکه ټولنه کې مطرح کېدل. نرواکه هغه ټولنه ده چې د قدرت منابع د نارینه‌وو په لاس کې وي. د دې ټولنې یوه مشخصه دا هم ده مخکې تر دې چې د ټولنې نرواکي بنسټونه ښځې وځپي، د ټولنې بنسټیز تعصبونه دي چې ښځې ځپي. همدا د نرواکې ټولنې خاصیت دی چې ټولنیز جوړښتونه یې کله په ضمني او کله هم صراحتاْ ښځې دویمه درجه مخلوق ګڼي. ثریا هڅه وکړه چې د ټولنې بنسټیز تعصبونه چلینج کړي، د قدرت په منابعو ښځې واک پیدا کړي او په دې لړ کې ښځې چې دویم درجه مخلوق ګڼل کېږي، د ټولنې دا خاصیت له سوال سره مخ کړي. ثریا د همدې تفکر او وجود له مخې د ستاینې او احترام وړ ده چې په شدت نرواکه ټولنه کې یې د یو ځپل شوي او مظلوم انساني قشر د آزادۍ لپاره مبارزه کړې ده.

د اماني دورې یو شمېر محافظه کار منتقدین باور لري چې د ثریا او امان‌الله چټکو ریفورمونو دا هېواد له ګړنګ سره مخ کړ، یانې د هغه وخت اصلاحاتو منفي آزادۍ ته لاره پرانیسته؛ خو دا هېروي چې د فرد اصالت د یوې خپلواکې ټولنې اصلي شاخصه ده. د منفي او مثبتې آزادۍ شتون د یوې ټولنې لازمې غوښتنې دي تر څو فردي استقلال حفظ شي. د هغه ټول اصلاحي پروګرامونه د فردي استقلال په تامین او د یوې انساني ټولنې په تشکیل کې ښکارنده رول لاره.

مثبتې آزادۍ چې معمولاْ د دولت له لوري تامینیږي، محرومې او وروسته پاتې ښځې نشي کولای چې له دې خپلواکۍ څخه ګټه پورته کړي چې لوی لامل یې د فقر او تعلیم نشتون دی او په  پایله کې د دې باعث ګرځي چې د انتخاب محدود حدود ولري.  دا چې دولت مکلفیت لري تر څو دا آزادي تامین کړي، کومه چې تر پایه نه سترګو کېږي؛ نو دویمه لاره د تعاوني بنسټونو او د ملاتړو خوځښتونو رامنځته کول دي چې همدا مسوولیت ومني. ملکې ثریا د ښځو د ښوونې او روزنې، د حمایت نسوان په نوم د مدني انجمن او د ارشاد نسوان په نوم د یوې ځانګړې جریدې جوړول د دې تعهد ښودنه کوي چې د ښځو فردي آزادۍ ته یې درلوده.

ملکه ثریا چې د تېرو سلو کالو د سیاسي عقلانیت یو ډېر مشهور قرایت دی، د عزم او جراات یو ښځینه رول ماډل هم دی. ثریا چې د یو غریب او وروسته پاتې هېواد ملکه وه، د ښځو د ژوند د بدلون په پار یې د سلګونو اصلاحاتو په وړاندې کولو سره، د ښځو ژوند او راتلونکی له یو ډېر هر اړخیز تغیر په محراق کې لیده.

د نوي افغانستان ملکه؛ ملکه ثریا

ثریا یوه واقعي ښځه وه چې هېڅ نارینه توصیف یې نه درلود. له ثریا وروسته په افغانستان کې د ثریا طرد او د نقش د تکرار منع کېدل، هغه نارینه غچ و چې له ثریا اخیستل کېږي. د ښځو تعلیم، کار، مستقل عاید، د واده کولو پرېکړه، عدالت ته لاسرسۍ، اقتصادي خپلواکي، د سیاسي فعالیت اجازه، د ټولنیزو او فرهنګي فعالیتونو تر سره کول او تر ټولو مهمه یې دا چې ښځې باید د یو آزاد انسان په حیث ومنل شي او د نارینه‌وو له لوري ورته د حدودو تعین، واقعي انصاف نه دی. دې کارونو په لاشعوري ډول نارینه وګړي په قهر کړل او دا قهر نه یوازې تر ملکې، بلکې تر شاه امان‌الله خان هم ورسېد او حتی په دې قهر کې د دې هېواد لوی نابغه او روښانفکر علامه محمود طرزی هم د تاریخ پاڼو ته وسپارل شو.

د ملکې ثریا په حق کې ټول قضاوتونه د قهر، غوسې، تعصب او کینې له مخې شوې دي. په دې ځای کې د عقلانیت، تفکر او روښانتیا تشه، موږ د یوې غښتلې مېرمنې له پېژندنې محروم کړي یوو. ملکه ثریا د دې هېواد د یو ویاړ په حیث د هېرېدو نه، بلکې د تکرار حیثیت لري. د ملکې یاد ته ژمنتیا زموږ د کار، فعالیت او هڅو اصلي محور تشکیلوي. د ثریا د نمانځنې اصلي غوښتنه دا ده چې له ښځو سره د انسان په څېر چلند وشي. ملکه ثریا د جنسیتي کلیشو پر اساس د ټولو هغه محدودیتونو د وضع کېدو سره مخالفت درلود چې د نر او ښځې فکري او رواني استقلالیت یې سلباوه.

د انسان مجلې مشرتابه پلاوي د یوې مشترکې پرېکړې په صورت کې دا ومنله چې د انسان مجلې د پینځمې ګڼې په امتداد چې ښځو ته ځانګړې شوې ده، د خپلواکۍ ۹۸یمه کلیزه هم د دې واقعي مېرمنې په یاد لمانځي او د همدې پروګرام په امتداد به د انسان مجلې پینځمه ګڼه هم د دې مېرمنې متعالي روح ته ډالۍ کوي.

د افغانستان د خپلواکۍ د اته نویمې کلیزې د مناسبت په پار د ملکې د یاد په جریان کې د دارالامان ماڼۍ پر شاوخوا د یو لوی هنري او سمبولیک کار ترسره کول د دې پروګرام یوه سمبولیکه او هنري هڅه وه چې طرحه یې د مجلې له لوري وړاندې شوه.

انسان مجله باور لري چې تر دې وروسته به د تېر سل کلن تاریخي روایت په بیا شننه کې د دې تاریخ ښځینه تعبیر ته لاره پرانیزي او حداقل له ثریا وروسته؛ د یوې پېړۍ روایت به د ښځینه دید او تفکر په اساس تحلیل کوي. د سیاست، اقتصاد، فردي آزادۍ، معارف، پراختیا، عامه خدمتونو، بشري حقونو، او اکاډمیکو او بیروکراتیکو بنسټونو ته د ښځو لاسرسۍ له څومره بحثونو او ګواښونو سره مخ دی؟ د ثریا یاد د همدې ډیسکورس د پیل په موخه ټاکل شوی دی.

په درنښت

د انسان مجلې اداره

ستاسو نظر