یادښتونه

بشرپال فلسفی بهیر – روشنگری

the age reasom

موضوع: روښانتیا دوره
بحث: خان ولی خان بشرمل
ځای: باچا خان انسټیټوټ
نېټه: ۱۸/ جولایی/ ۲۰۱۴ – جمعه، د ماسپښین دوه بجې
راپور: مبارز ولی خان
نن په بشرپال فلسفی بهیر کې د خان ولی خان بشرمل  لخوا پر روښانتیا یا روشنګرۍ (The Enlightenment or The Age of Reason) اوږد بحث وشو. ټاکل شوې وه، چې پر روشنګری به ښاغلی مجیب الرحمان ساپی بحث کوی خو د ځینو شخصی بوختیاوو له امله نوموړی ونه توانید، چې په بهیر کې ګډون وکړی. خان ولی خان بشرمل د خبرو په  سر کې د سمیریانو، ابرهمیانو او  بابلیانو مادی ماشومانه فلسفی ونډې ته په اشارې سره د دې دور کوچنۍ عقلی هلې ځلې وستایلی او پراخ بحث یې پرې وکړ. نوموړی  فلسفی دورې په شعوری او غیر شعوری ډولونو په لاندنې توګه وویشلې:

philosophical periods

ښاغلی بشرمل په ابراهیمیانو کې د لومړۍ عینی ژبپوهنې پر اساس د ډېرو شیانو بابل او یونان ته د راتلو په اړه وویل؛ چې ابراهیمیانو ډېر شیان د خپلې ژبپوهنې پر اساس بابل او یونان ته ورکړی دی. غالباْ د تالیس دا خبره چې نړۍ له اوبو جوړه ده، د ابراهیمی له ( ) ټکی څخه ډېره اغېزمنه وه، ولې چې د دې ټکی مانا هم اوبه دی او ابراهیمیانو اوبو او د غوایی ښکر ته تر ټولو ډېر ارزښت ورکاوه.
همداسې وروسته یې په خپلو خبرو کې د فیثاغورث خیال پرستۍ ته هم اشاره وکړه، چې په هغه کې یې د نوموړی د اعدادو جوړښت، د خیال او مادې  د رامنځته کېدو تصور وڅېړه.

belongs to enlightenment

خان ولی خان بشرمل د روشنګرۍ په اړه وویل چې دا د  اولسمې پېړۍ برکت و، چې د سائنس په مرسته توهمات، خرافات او له عقله لرې پلیتونوسی او اپلاتونی سیوری وهلی نظریات کمزوری شول. روښانتیا ته هلته زمینه برابره شوه، چې کله ګلیلیو، نیوټن او کوپرنیکس د معاصر سائنس ډبره کېښودو کې تر ټولو مخکې ګام واخیست. د دې فلسفی تشریح وروسته هابس، جان لاک او ډیکارټ وکړه. همداسې بشرمل د ډینس ډیډرو په اړه هم خبرې وکړې. ډیډرو د عقل په ملاتړ او د کلیسا پر ضد اولس ټوکه قاموسونه ولیکل. دنوموړی په اند کلیسائی ملایان او پاچاهان تر ټولو ستر وحشیان دی، دوی د خلکو پرضد له کرکی او تشدد کار اخلی، دی وایی:
“د بشریت مشکلات تر هغه وخته نشی ختمېدلی ، تر څو چې وروستی پاچا  د وروستی پروهت د  کولمو ‎ په دار ونه ځړول شی.”
نوموړی په خپلو خبرو کې د جان لاک حقیقت ته د رسېدلو لار په لاندنیو برخو وویشله:

jonhn lock

خان ولی خان بشرمل زیاته کړه، چې د روشنګرۍ خوځښت درې په زړه پوری شعارونه او موخې درلودلې چې بشری دوستی، حقیقت ګرایی او معاصرتوب په خپلو خبرو او مرام کې مطرح کاوه. همدا علت دی، چې کندورسی په هغه وخت کې “د وېرې په ورځو” په نامه یو کتاب ولیکه او په کتاب کې نوموړی د فیوډلیزم پر ضد خبرې وکړې. همداسې نورو قاموسیانو هم په طب، فلسفه، د بیان آزادی او ټولنیزو علومو کې خپلې کړنې ترسره کړې، تر څو په ۱۸ پېړۍ کې اوضاع دې ته مساعده شی، چې په خلکو کې د بشردوستۍ، یووالی، وروروالۍ، درنښت او د زغم خویونه را پیدا کړی.
بشرمل زیاته کړه، د روښانتیا خوځښت له رنسانس وروسته تر ټولو لویه لاسته راوړنه وه، خو د رومانټیسیسزم له امله د دې خوځښت زیاتره نظریات تر خاورو لاندې شول.  د دې ټولو خبرو تر څنګ پر د روښانتیا پر بهیر پراخ بحث چې څه د پاسه ۵۰ دقیقې وخت یې واخیست. وروسته نورو ځوانانو ته وخت ورکړل شو، چې په هغه کې ښاغلی فرید بارانی په زړه پورې خبرې وکړی. نوموړی د روښانتیا د بهیر علاوه پر:
• د فلسفې پر ګټورتوب
• د فلسفې مکتبونه پر عدم قطعیت
• د مټریالیزم په باب څو ټکی
• د خلقت پیچلتیا (انسان)
په اړه خبرې وکړې. همداسې نوموړی پر خیال پرستۍ او مادیت ګرایی باندې هم خبرې وکړې. نوموړی د فلسفې په اړه وویل؛ چې یو عادی غیر علمی انسان خدای تر خپلو صفتو پورې محدوده ساتی، په ټوله کې یوه غیرعلمی سپین ږیری خدای ته د خپل ځان په څېر ګوری، مطلب دا، چې دا سپین ږیری فکر کوی چې خدای به دده په شان ضعیفه او بوډا وی. خو یو فلسفی بیا د خدای او کائنات په اړه له چوکاټونو ور ها خوا فکر کوی. هغه څه چې یو فلسفی کولای شی، یو عادی انسان یې نشی کولای.
نوموړی د ښاغلی بشرمل د خبرو په اړه هم یادونه وکړه او ویې وویل؛ چې بشرمل د تالیس، اناکسی مینډر، فیثا غورث او د اپلاتون د نظریاتو په اړه خبرې وکړې، په اصل کې خبره دا ده، چې علم هېڅکله مطلق نه پاتې کیږی، بلکې د زمان په بدلېدو او د طبیعی قوانینو په بدلېدو سره بدلون خوری. مانا دا چې په لنډو ټکو کې د مارکس د فلسفی درېیم قانون نفې نفې ته اشاره وکړه.
قایم الزاویه مثلث فیثاغورث کشف کړ او تر انشټین پورې د منلو وړ و، خو ولې د انشټین په دور کې نفی شو. چې د انشټین انشټین ستر دلیل او پخوانۍ نظریې باطلېدو عامل د نړۍ د کږوالی مطرح کول و، همداسې نیلز بون  به ویل چې هیڅ شی سل په سله کې مطلق نه دی، چې دا کلاسیک فزیک نفی کوی. شاید دلته د بارانی صیب پټ هدف د ماټریالیزم نفی وه. بارانی صیب زیاته کړه، چې هر څه پرله پسې په نفی کېدو دی.
هر څه ماده ده، نور هېڅ نشته!
د دې خبرې په اړه ښاغلی بارانی وویل؛ چې (هر څه ماده ده) علمی اساس لری. خو (نور هیڅ نشته) فلسفی او مافوق الفطرتی اړخ لری. د مور په ګېډه کې شته ماشوم د مور ګېډه کائنات ګڼی، حال دا دی چې نړۍ شته ده. د انسان د خلقت په اړه یې وویل، چې ډاروین له ډېرو ګرځیدو وروسته په دا باوری شو، چې د هر څه سرچینه حجره ده. یانې د نوموړی هغه ادعا چې انسان د طبعیت زیږنده ده، د بارانی صیب لخوا رد شوه. نوموړی زیاتوی؛ کله چې میکروسکوپ رامنځته شو، نو بیولوژی پوهانو په لومړی ځل حجره ولیده، په دا کې یې نیوکلیس، مایټروکنډریا، ګارجی کمپلیسک او کرموزومونه ولیدل. بارانی صیب وویل، چې په هر کرموزوم کې ۲۰۰۰۰ ژن شته دی او هر انسان ۱۰۰ ټریلیونه حجرې لری. کله چې میکروسکوپ اختراع شو، نو دا مالومه شوه، چې د ډاروین نظریه د تېروتنې ښکار وه. هر هغه شی چې د لابراتوار لاندې وی، علمی اساس نلری بلکې له لابراتوار څخه چې ووځی، نو علم دی.
بهیر د یو نیم ساعت بحث څخه وروسته پای ته ورسید.
په راتلونکې کې به ښاغلی فهیم کریم د فرویډ په اړه خبرې کوی.
د یادونې ده چې بشرپال فلسفی بهیر هره اونۍ د جمعې په ورځ ۰۲:۰۰ بجې په باچا خان انسټیټوټ کې ترسره کیږی.

ستاسو نظر