ګالري یادښتونه

فرخنده؛ له جنایت ورهاخوا

یکشنبه د ثور په شپږمه د فرخندې له مرګ څخه څلوېښت ورځې اوښتی. هغه فرخنده چې د کابل په زړه کې یې په ډېره بېرحمانه ډول مړه کړه او بیا یې ور ورواچوه. خو په همدې څلوېښتو ورځو کې نه د فرخندې لپاره عدالت پرځای شو او نه یې ګناه ښکاره شوه او نه د هغو قاتلینو او مجرمینو آسیب شناسی شوه چې فرخنده یې له منځه یوړه.
ولې فرخنده د ښار په منځ کې چې پایتخت یې بولو په دومره وحشیانه ډول قتل شی؟ ددې خلکو دینی، روانی، ټولنیز، فکری او بلاخره انسانی ډسپلین د کوم شی یادونه کوی؟؟
ښه؛ او بلاخره وروستۍ نتیجه همدا شوه چې فرخنده نوره نشته!
انسان مجلې، جامعه‌ی باز ورځپاڼې، طلیعه ټولنیز بنسټ او ودان افغانستان په ګډه د دې پېښې د مسله شناسۍ په موخه غونډه را وبلله چې په کې د ټولنپوهنې، روان پوهنې، سیاست، دین، او ګڼو نورو خواوو له مخې په کې تر لکچرونو او پرېزنټېشنونو ورهاخوا ازاد بحث او ډیالوګ هم وشو.
د فرخندې د پېښې د آسیب شناسۍ او د مسله شناسۍ په برخه کې دا مجلس په خپل ډول کې لومړنۍ و. د غونډې ویناوالو په کې د ازادو خبرو کولو صلاحیت درلود او ګډونوالو په کې د ډیالوګ او مباحثې فرصت.
فرخنده، ټولنپوهنیز اړخ او مذهبی وندالیزم؛
استاد محمد اسلم جوادی چې د ټولنپوهنې متخصص او استاد دی د فرخندې د پېښې په اړه په خپل لیکچر کې وویل چې دا پېښه د ټولنپوهنې له نقطه نظره په دوو برخو ویشلی او څېړلی شو. لومړی دا چې ایا دا پېښه یوه استثنایی قضیه وه؟ او دویم دا چې ایا دا پېښه د یو عادی او نورمال تفکر زېږنده ده چې موږ یې د بیا لپاره هم د ترسره کېدو امید درلودای شو؟
ښاغلی استاد جوادی په خپلو خبرو کې د ونډالیسم یادونه وکړه چې په علمی مباحثو کې یې د اوباش ګرۍ په مانا هم کارولی شو. یانې وندالیسم هغه اصطلاح ده چې خلک یې له مخې کوښښ کوی تر څو د تخریب او خشونت په مرسته ښه ځایونه او خلک له منځه یوسی. استاد جوادی وړاندې وویل چې وندالیزم ټولنیز، مذهبی اوګڼ نور اړخونه هم لری چې فرخنده هم ددې ټولو عواملو مشترکه قربانی ده.
استاد جوادی وویل چې فرخنده د یو اوباشی تفکر ښکار شوه او دا یوه استثنایی پېښه نه بلکې د وګړیو د نورمل ذهنیت زېږنده ده او هر وخت بیا هم داسې کار کېدای شی.
استاد جوادی زیاته کړه چې له مذهبی متنونو افراطی تفسیر او تعبیر په دې برخه کې مرسته کړې او خلکو صلاحیت خپل کړی تر څو د همداسې تفسیرونو په استناد د خشونت لپاره لارې چارې ولټوی.
استاد جوادی په پېښه کې د ښکېلو لوریو یادونه وکړه ټول یې د اوباشی تفکر او ذهنیت خاوندان دی او له دین او مذهب څخه سالم تفسیر نه لری.
زموږ په ټولنیز تفکر او سیاست کې د انسان ځای؛
څېړندوی عبدالغفور لېوال د خپل پرېزنټېشن په سر کې چې د ټولنې او سیاست له مخې په دې پېښه غږېده، وویل؛
ارزښتونه د انسان لپاره که انسان د ارزښتونو لپاره؟
زموږ د نن ورځې اصلی پوښتنه همدا ده، چې ارزښتونه د انسان د خیرښېګڼې لپاره استخدامیږی، که انسان باید دارزښتونو قربانی شی؟
داپوښتنه پراډاکسی پوښتنه ده:
ځینې ارزښتونه دقربانۍ وړتیا لری؟
خپلواکی، هېواد او هغه څه چې موږ یې په (ناموسی) ماهیت سره پېژنو.
خو داهرڅه بیا هم د (انسان) لپاره دی.
ښاغلی استاد لېوال وړاندې وویل چې؛ فرخنده د یو جلاد ذهنیت قربانی شوه او په پانګوالی ټولنه کې د انسان او انسان اړیکه د (بادار) او (غلام) اړیکه ده او ددې اړیکې معیار ګټه ده خو دا ګټه نه ده مالومه چې توره ده که سپینه؟
استاد زیاته کړه چې؛ هر څومره چې دا ګټه په اخلاقی، عاطفی او ټولنیزو معیارونو برابره وی په هماغه کچه د دې اړیکې ماهیت سپین دی او که له پورتنیو معیارونو سره په ټکر کې وی نو بیا د ګټې جنون (جنون مفاد) پېښیږی…
استاد د همدې رابطې له مخې وویل چې افغانی ټولنه د نړۍ پر مخ د څو په ګوتو شمیر ټولنو ځینې یوه ده چې د انسان رابطه له انسان سره د (جلاد) او (قربانی) پر اړیکه بدله شوې او یو انسان بل انسان د خپلو ګټو لپاره استخداموی او حیثیت او وقار یې تر پوښتنې لاندې راولی او قربانی کوی یې چې فرخنده متاسفانه د همداسې یوې اړیکې او ذهنیت قربانی شوه.
په داسې ټولنو کې چې د (جلاد) او (قربانی) اړیکه په کې په ډېر قوت سره پالل کېږی خلک مجبور دی چې هغه ډول فکر وکړی چې (جلاد) یې کوی، او دا د جلاد ذهنیت تر ټولو لومړۍ غوښتنه ده. عام وګړی باید خپل عقاید هغسې تفسیر او تعبیر کړی چې جلاد یې تفسیروی او خلک یې باید ومنی او دا هغه ځای دی چې (انسان) د عقایدو د جبری تفسیر قربانی کېږی.
استاد زیاته کړه ددې ټولو مسایلو با وجود غمیزه چېرته ده؟
غمیزه دلته ده:
چې له قربانی اکثریت سره د جلاد حاکمیت په یوه:
۱٫ ټولنیز عادت
۲٫ فرهنګ
۳٫ او مقدس امر بدل شی.
او بالاخره قربانی دا منی چې دی د همدې لپاره پیدا شوی دی چې باید قربانی وی.
استاد لېوال د یادو خبرو پر دوام وویل چې د داسې یو غمیزې په پایله کې بلاخره څه پېښېدونکی دی:
• د اعتراض Protest روحیه له منځه ځی.
• یو لوی بلکې بشپړ اکثریت د قربانی او یو کوچنۍ اقلیت د جلاد پر دریځونو ټینګیږی.
• د ټولنیزې پاملرنې په محراق کې د (انسان) ځای د جلاد ځواک، حاکمیت او ګټې نیسې، چې په خپله د مقدسو ښکارندو په توګه رامنځته شوې دی.
• دغه ډاینامیک او بالقوه ځواک د پردیو له خوا کاریدلای شی.
• او بالاخره جلاد ذهنیت دومره عامیږی، چې د هغه لپاره د انسان قربانی کیدل په یوه عادی امر بدلیدلای شی.
ښاغلی څېړندوی عبدالغفور لېوال د خپلو خبرو په دوام او د پایلې په ټوګه د دې سترې معضلې حل لاره په ګوته کړه چې:
انسان باید خپل ځای ته راستون شی
هره ښېګڼه د انسان لپاره
او
ټول ارزښتونه د انسان لپاره
خو؛
دا شعور څنګه عام کړو؟
استاد د همدې حل د تفسیر او شرحې په برخه کې د شعور د عامولو په خاطر وویل چې د داسې تفکر د عامولو لپاره ټوله لار او مسیر په سختیو، ګیوتنونو او سلاخیو دی او سخته مبارزه غواړی.
مریض روان او شخصیتی اختلالونو د فرخندې په قربانې کې ونډه درلوده؛
د روان پوهنې له مخې د فرخندې پر پېښې په لومړۍ ځل ډیالوګ او خبرې وشوې. استاد شرف الدین عظیمی په خپلو خبرو کې وویل چې فرخنده د هغو کسانو له لوری مړه شوه چې اکثرو یې روانی ستونزې درلودې او د شخصیتی اختلالونو تر څنګ په سادیسم هم اخته و.
استاد عظیمی د خپلو خبرو په لړ کې وویل؛ کله چې په ټولنه کې د شخصیت اختلالات، جنسیتی ستونزې، اروایی مشکلات او ګڼ نور عوامل رشد وکړی، د دا ډول پېښو د بیا بیا کېدو زیات امکانات لیدل کېږی او پرته له شکه چې په دې پېښه کې یادو ټولو عواملو نقش درلود.
استاد عظیمی وویل چې دا پېښه د روان پوهنې له مخې سادیست عمل نه و، بلکه ښکېل ګڼ کسان په کې سادیستی ناروغان و او که ددې کسانو او په کې د دخیلو وګړیو دقیقه اسیب شناسی وشی ممکن د سادیسم تر څنګ ګڼې نورې اروایی ستونزې هم ولری.
استاد عظیمی په دې پېښه کې د غیرت، غرور، د شخصیتی ستونزو او اختلالونو، جنسیتی مشکلاتو او ګڼو نورو مسایلو یادونه وکړه چې په کې یې ونډه درلوده.
ښاغلی عظیمی په خپلو خبرو کې وویل چې په ټولنه او خلکو کې د خودکم بینۍ احساس یو ډول ټولنیز او جمعی حقارت رامنځته کړی دی او معمولا خلک په دې لټه کې وی چې یو ډول نه یو ډول ورته ثواب ورسیږی او ځان په یو داسې عمل کې دخیل کړی چې د ثواب تر څنګ پرې افتخار هم وکړی. عظیمی صاحب د شریف بغلانی مثال ورکړ چې د همدې ټولنې پیداوار دی او د پوهنتون ویلو او ښو دندو د ترسره کولو تر څنګ یې د دې پېښې د یو اصلی عامل په توګه په خپل دې کار افتخار هم کړی و.
استاد عظیمی د نصاب او ښې ښوونې او روزنې یادونه هم وکړه چې د خلکو د ذهنیت په روزنه او انکشاف کې بې دریغه ونډه لری او په دې مورد کې د غونډې د ګډونوالو نظریات او مباحثې د پام وړ نوی او تازه نظریات او تجربې درلودې.
د بشرپالنې مهم باور دا دی چې له روانی اړخه انسانی اړتیاوې پوره شی؛
د بشرپالنې د تیورۍ او هیومانیستیک ارواپوهنې له مخې د انسانی اړتیاوو پر ماهیت ښاغلی عبدالودود بشریار خبرې وکړې او ویې ویل چې دولت دنده لری تر څو د خپلو خلکو انسانی اړتیاوې پوره کړی او هغوی ته وړ امکانات مهیا کړی.
ښاغلی بشریار زیاته کړه چې د فرخندې په پېښه کې دې مسلې هم زیات اهمیت درلود چې په ټولیز ډول خلک په جدی ډول د انسانی اړتیاوې له نه پوره کېدو سره مخ دی او په سیاسی لحاظ دولت دنده لری چې د انسانی اړتیاو په پوره کولو کې جدی کار وکړی.
غونډه د ډاکتر محب الله زغم په خبرو پیل او د ښاغلی زغم صاحب په خبرو پای ته ورسېده.

ستاسو نظر