یادښتونه

د تأثر او خواشینۍ پیغام

تاریخ لا هم د افغان‌انسان لپاره له خشونت، جنګ، تېریو او غنیمتونو څخه ډک دی. د تېر په اړه حسرت او تاریخي نوستالوژي لا هم انسان‌محوره او عقلاني نه ده. د تېر برم احیاء او تېر وخت ته ورستنېدل د افغان‌انسان تر ټولو شدیده او متشنجه ذهني تراژيدي ګڼل کېدای شي؛ په داسې یوه مرحله کې د تاریخ پوهنې یوه لویه هستي له لاسه ورکول، ځورونکې او متاثره کوونکې ده.

پوهاند محمد حسن کاکړ د تاریخ د یو متخصص او اکاډمیک شخصیت په توګه په لومړي ځل له تاریخ څخه ځانګړی هیومانیستي فهم مطرح کړ. مرحوم کاکړ چې د انسانپالنې په اخلاقي پرنسیپونو پوه و او د پوره اعتقاد تر څنګ یې دا مبحث په تاریخ نګاری کې په جدیت مراعات کړ. پوهاند کاکړ د بنسټپالنې پر وړاندې د یو معاصر تاریخ نګار نقش لوبولی دی. مرحوم حسن کاکړ په هېواد کې جاري افراطیت د یو جریان په حیث تاریخ ته وسپاره او له هغه څخه هر ډول عاطفي او احساساتي شاته کېدل یې خپل شأن ته بهتره ونه بلل.

کاکړ د تاریخ نګارۍ په برخه کې فلسفي او علمي پوهه درلوده. دی د تاریخ اماتور لیکوال نه و. دی د علم پر فلسفه بلد و، او تاریخ یې هم د اجتماعي او انساني علومو د یوې څانګې په حیث چې ځانګړی ارزښت لري، جدي بللی و.

د مرحوم کاکړ بله مهمه ځانګړنه، د ده ځانګړی جراات او صریح لحن و. ده په خپل وار ګڼ تاریخي روایات چې د ځانګړو عاطفي او اخلاقي مناسبتونو په اساس پټ پاتې شوي وو، روښانه کړل.

انسان‌مجله ټولو علمي بنسټونو او موډرنو اصلاحي نهضتونو ته د پوهاند محمد حسن کاکړ د مړینې د ژور تأثر له امله د تسلیت مراتب وړاندې کوي او ځان ژمن بولي چې د مرحوم پوهاند کاکړ د یاد، کارونو او نقش په تلپاتې کېدا کې خپل اصلي نقش ولوبوي.

یاد یې دې تل پاتې وي.

په درنښت

انسان مجله – کابل، افغانستان.

شنبه، د جدي اتلسمه ۱۳۹۵ هجري لمریز

ستاسو نظر