یادښتونه

په شاهین قول اردو کې د قتل عام په ویر کې د افغانستان بشرپالې ټولنې اعلامیه

ګڼه: ۰۱۷۰۲

نېټه: ۰۲/۰۲/۲۰۱۷

هر چيرې چې انسان وژل کیږي، دا واقعیت په خپله روښانیږي چې دغلته لا انساني کلتور او تفکر سمه وده نده کړې او توحش حاکم دی. په افغانستان کې روانې جګړې رنګارنګ ظلم او بربریت ته لار هواره کړې او لکونه انسانان پکې وژل شوي دي. له وژل شويو انسانانو اولادونه او کورنۍ پاتې دي چې په زښتو ډیرو کړاونو، فقر، ناپوهۍ او بې خوندۍ کې ژوند تيروي. د وژنې دا لړۍ لا هم روانه ده، څوک په يوه نامه وژنه توجیې کوي او څوک په بل نامه انسان وژنه خپل حق بولي.

هر څوک: سياسي يا غیرسياسي، ايډيالوژيک لوري چې انسان وژني او له دې لارې ځانونه قدرت ته رسول غواړي په اصل کې د انسانیت لار پريږدي او دتوحش لار نیسي.

په بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د ملي اردو پر پوځیانو ډله ییز ځانمرګی برید په داسې حال کې چې دیني مراسم یې ترسره کول، غیر انساني کاردی او دا څرګندوي چې افغان انسانان لا هم د انسان نماګانو لخوا ژوند ته نه پريښوول کیږي او په هيڅ ځای کې د دوی له لاسه ښه ورځ نلري.

د ایډیالوژیکو باورونو او افکارو د تفاوت، جلاوالي او تنوع له امله د انسانانو قتل عام، د بشري تاریخ يوغیر انساني، خشن او ځان غوښتوونکی عمل بلل کېدای شي. دا چې د ایډیالوژیکو او منجمدو نظریاتو په مرسته د انسان قتل، ځورول او توهین روا وبلل شي، په عملي ډول ستر جنایت ترسره کول دي. یو کلي او جهان شموله قاعده باید دا وي چې انسان د هیڅ ډول تاوتریخوالي قرباني ونه ګرځي.

دې برید دا په ډاګه کړه چې قاتلین خپل عقاید او تقدسات هم د سیاسي – ایډیالوژیکو تمایلاتو لپاره قرباني کوي او پر هیڅ ډول انساني ارزښتونو باور نلري.

قاتلانو، ظالمانو او انسان دوښمنو تل کوښښ کړی چې انسان وژنې ته په يو ډول نه يو ډول برات ورکړي او باوري پشتوانه ورته وتراشي چې دا چاره له انساني عملي ژوند، خیر ښېګڼې او سعادت سره په ټکر او جدل کې واقع شوې ده.

افغانستان بشرپاله ټولنه دا برید په کلکه غندي او د پېښې د قربانیانو له کورنیو د زغم هيله لري.

د افغانستان بشرپاله ټولنه هر هغه برید چې د انسان په وژنه، درد او کړاو پای ته رسي، په کلکه غندي او د ارام، سوکاله او سعادتمن افغانستان او نړۍ په زیان يې بولي.

موږ پر افغان حکومت هم غږ کوو چې د انساني اړتیاوو په پوره کولو خپل سیاست متمرکز کړي او ټول سیاستونه د انسانانو د ضرورتونو د رفع کولو لپاره په کار واچوي.

همداشان مونږ پر ټولو ښکيلو لوریو غږ کوو چې خپل مسایل په متمدن انساني ډول هوار کړي او له هرې هغې لارې لاس واخلي چې د انسان وينه پکې تویږي او د انسان د درد او خوارۍ سبب ګرځي. دا لوري که خارجي وي يا داخلي ټول باید خپل سیاستونه انساني کړي او د انساني اړتياو په پوره کولو یې متمرکز وګرځوي.

همداشان له حکومت نه غواړو چې دوژل شويو کسانو کورنۍ او پاتې کسان یوازې پرې نه ږدي. له دوی سره د تشریفاتي مرستو او شعارونو پر ځای داسې مرستې وکړي چې ژوند يې تامین او اړتياوې يې پوره کړای شي.

په درنښت

ستاسو نظر