یادښتونه

د مجروح فلسفي بنسټ پیغام

د پوهاند دوکتور سید بهاءالدین مجروح د دوه ورځیني سیمنیار په مناسبت

سږ کال د پوهاند دوکتور سید بهاءالدین مجروح د مړینې نهه ویشت کاله پوره کېږي چې د نامالومو وسله والو له خوا په پېښور کې په خورا مرموز ډول په قتل ورسېد. دا چې د پوهاند مجروح له مړینې څه کم درې لسیزې تېریږي، نه یاد یې ځورونکی او خواشینونکی و.

نهه ویشت کاله وړاندې د پوهاند مجروح فزیکي ترور داسې ستراتېژي ګڼل کېده چې د دې عظیم فیلسوف افکار، ځای او راتلونکي نسل ته پيغامونه به هم له منځه یوسي؛ خو داسې ونه شول او نن په خورا درنښت او قوت دوکتور بهاءالدین مجروح د ځوان نسل لپاره د تېر اتو لسیزو د فلسفي تفکر تاریخي نقطه رامنځته کوي. نن د دوکتور مجروح په یاد په کابل پوهنتون کې د دوه ورځني سیمینار جوړېدل او د مجروح په نوم د فلسفي بنسټ شتون د ده قاتلینو او ټولو هغه د متحجرو افکارو درلودونکو ته ښکاره پیغام لري، چې نور د نوي فکر، روښانتیا، بدلون، او انتقادي ذهنیت په پلمه څوک نشي قتل کولای.

مرحوم سید بهاءالدین مجروح چې په غرب کې یې فلسفه لوستې وه، او بیا یې په شرق کې د هغې د انتقال او په هغه مفاهیمو د استوار تفکر نوي معرفت د ایجاد لپاره کار کاوه، په ډېر جراات ویلی شو چې هغه په افغانستان کې د غرب فلسفې د پلار او ستر معلم حیثیت درلود.

د پوهاند مجروح په افکارو کې د عدم تشدد، عقلانیت، تفکر، اعتدال او له افراطیت او خشونت سره د مقابلې او محکومیت پراخ منابع موجود دي؛ چې پنځوس کاله وړاندې متن یې اوس هم د هماغومره فرهنګي بار، بستر او زمینې اساس ږدي. د دوکتور مجروح له لیکلیو ادبي او خصوصاٌ فلسفي لیکنو او آثارو څه باندې شپېته کاله تېریږي. د هغه مهال د فکر او حاکم فرهنګ او عقلانیت ته په کتو د فلسفي تفکر او مفاهیمو مطرح کول، پوهاند مجروح د خپل وخت او د اوسنۍ زمانې د فلسفې لپاره د پام وړ مفاهیم استخراج کړي دي چې لا هم کارنده رول لري. د ژبې او تحلیل په برخه کې د مجروح دا نقش د دې توانمندي لري چې د اوس لپاره هم لومړیتوب ورکړل شي.

دا چې نن د کابل پوهنتون له لوري د فیلسوف بهاءالدین مجروح دوه ورځینی سیمینار جوړیږي د دې ښودنه کوي چې د اوس افغاني سیاستونه د سیاسي عقلانیت او تفکر له مخې د ځانګړې ستاینې او قدردانۍ وړ دي. زموږ ژبې لا هم د ژورو فلسفي مفاهیمو، موډرنو افکارو او د نویو انساني او ساینسي علومو له پاره مناسب ظرف او رغښت نه لري او دا خورا سخته ده چې په مرسته یې وکولای شو د اوس وخت عمیق فلسفي مباحث په دې ژبو کې مطرح او وړاندې کړو.

مجروح فلسفي بنسټ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د کابل پوهنتون له مشرتابه څخه د ځانګړې مننې په کولو سره باور لري او جدي تاکید کوي چې د خشونت او افراطیت د محوء کولو او د زغم، فرهنګ، اعتدال او د غوره تفکر په رامنځته کولو کې باید دولت او په ځانګړي ډول د کابل پوهنتون جدي ګامونه واخلي او د ژبې، فرهنګ، متن، ادبیاتو او اروايي شناخت په برخه کې د ځانګړیو تحقیقاتو، مطالعاتو او رسنیزو پروګرامونو د تطبیق لپاره هڅه او هاند لا ګړندی کړي.

دا چې یاد بنسټ د فلسفې په برخه کې د افغانستان په کچه لومړنی او یوازینی دی او هغه هم د یو حقدار افغان فیلسوف په نوم نومول شوی دی، په افغانستان کې د فلسفې ټولې کورنۍ ته دا ډاډ هم ورکوي چې د تحجر، انسان‌وژنې، خشونت او جاهلانه چاپېریال په دې زمانه کې د راڼه راتلونکي او زغم په موخه خپل ټول مطالعات، بحثونه، تحقیقات، او ونډې به په دې متمرکزوي چې د دې جغرافیې د انسان لپاره د ژوند او له ژوند څخه د لذت ګڼې فکري سرچینې او ادبیات تولید کړي.

په پای کې د مجروح فلسفي بنست ژمنه کوي چې د پوهاند مجروح ژوند، افکارو او پيغامونو ته به په پوره امانت کار کوي او د دې ترڅنګ به په هېواد کې د فلسفي تفکر، عقلانیت، انسانپالنې، زغم، فرهنګي کثرت، او د افراطیت او خشونت پر وړاندې د تفکر او ادبیاتو د تولید تعهد څرګندوي.

په خورا درناوي

مجروح فلسفي بنسټ

کابل – افغانستان

نېټه: ۱۲/ ثور/ ۱۳۹۶

ستاسو نظر