یادښتونه

د بزګر د ورځې په مناسبت

bazgar

د بزګر د ورځې په مناسبت د افغانستان بشرپالې ټولنې اعلامیه

د بزگرانو ژوند وده غواړی
نېټه: ۰۲/۰۱/۱۳۹۳
ګڼه: AHA-K001

کرنې د انسانی تمدن په رامنځته کولو کې لویه ونډه درلودلې ده. د کرنیز اوښتون پیل د انسان ژوند ته ډېرې زیاتې اسانۍ په لاس ورکړې. کرنې انسان ته د فکر او تخلیق زمینه مساعده کړه او د انسان مېشتیدو ته یې لارې هوارې کړې. له کرنې سره انسان ته د فکر او تخلیق کافی وخت په لاس ورغی، چې په نتیجه کې یې انسان تر اوسنی ځایه عقلی ځواک پیدا کړ.
انسان په لومړیو کې د کرکیلې لپاره له ډېرو ساده وسایلو کار اخیست. خو ورو- ورو یې وسایلو ته پرمختیا ورکړه او تر څنګ یې کرنې هم ډېره وده ومونده. د کرنې په وده کې زرګونو کلونو کرنیزو تجربو، صنعتی اوښتون، د کرنیزو ماشینونو پرمختیا، د کرنې میکانیزه کولو، نویو تخنیکونو او د کرنې بېلابېلو پوهنو د کرنې پرمختیا کې بشپړه ونډه ودرلوده او لا هم په نوره نړۍ کې کرنې د کرنیزې پرمختیا لپاره نوې لارې چارې راوځی او له ډېرې لږې ځمکې، په لږ بشری ځواک، په لږ وخت کې ډېره ګټه پورته کېږی.
افغانستان کې شاوخوا ۸۵ (؟) سلنه وګړی پر کرنه او مالدارۍ اخته دی. خو بدبختانه د کرنې او مالدارۍ وسایل او تجربې یې دپخوا زمانې له وسایلو سره کوم توپیر نه لری او لکه  د پخوا زمانې په شان له ساده وسایلو څخه کار اخېستل کېږی او له ډېرې ځمکې + ‌ډېر بشری ځواک + ډېر وخت نه لږه ګټه پورته کېږی چې دا په یوویشتمه پېړۍ کې د افغانستان او افغانانو لپاره لویه غمیزه ده. دا هم ډېره د افسوس خبره ده، چې په اوسمهال کې نور کرنیز توکی خو لا پرېږدی، هان د سلاتو لپاره سابه (سبزیجات) هم له نورو هیوادونو څخه را واردیږی. او همداشان د مالدارۍ د کمزورتیا له امله شړومبې هم له خارج څخه ورادیږی.
افغان حکومت او نړیوالې مرستندویه ټولنې باید د افغانستان کرنیز سیسټم او مالدارۍ د علمی کولو او میکانیزه کولو لپاره پلان شوې هلې ځلې وکړی. د هغو هېوادونو له تجربو څخه ګټه پورته کړی چې د افغانستان په شان عینی او ذهنی حالات یې درلودل او په دې لار کې له هغو خلکو او پوهانو څخه چې په کرنیزو څانګو کې یې عصری زده کړې کړی، ګټه واخلی او همداشان د بزګرانو د روزنې لپاره علمی طرزالعملونه ترتیب کړی.

په درنښت
د افغانستان بشرپاله ټولنه
۰۲/۰۱/۱۳۹۳
کابل، افغانستان

ستاسو نظر