یادښتونه

د انسان مجلې د تاثر پیغام

ګڼه: لومړی
نېټه: ۱۹/ حمل/ ۱۳۹۴
په ډېره خواشینۍ سره مو د محور ورځپاڼې (۷۸۲) نمبر ګڼه چې د حمل د ۱۹مې ۱۳۹۴ کال وروستۍ ګڼه وه، د محور ورځپاڼې د بندیدو واورېدل.
محور ورځپاڼه چې له نشراتو یې کم څلور کاله تېر شوی دی د هېواد په رسنیز تاریخ او بهیر کې یې ونډه بې سارې او استثنایی وه.
د انسانی وقار، کرامت، درنښت او ارزښتونو لپاره یې نشرات همیشنۍ باور و. په ملی ګټو باورمندی، د افراطیت او تشدد پر وړاندې یې واضح دریځ، د انسانی باورنو قدردانی او په فردی آزادۍ یې باور ددې رسنیزو هڅو رښتینی بېلګې وې چې محور ورځپاڼه په ټولو ژورنالیستیکی او مسلکی دستوراتو باندې اګاه ده.
انسان مجله د خپل ژور خپګان او تاثر په څرګندولو سره ددې خبرې یادول ضرور ګڼی چې ددې ورځپاڼې له چلوونکو او د امتیاز له خاوندانو څخه د دوی د ښو او مسلکی نشراتو او د ملی ګټو ته د وفادارۍ له مخې قدردانی وشی او وستایل شی.
انسان مجله باور لری چې د هېواد په روشنفکرانه بهیر کې د محور ورځپاڼې ونډه مهمه او ارزښتناکه وه او له ټولو هغه ملی بنسټونو څخه په کلکه غواړی چې پرې نه ږدی، (محور) د همېش لپاره بنده شی، بلکه د بیا پیل لپاره یې جدی اقدامات وشی او اساسی لارې چارې ورته وسنجول شی.
انسان مجله په پای کې د محور ورځپاڼې له ټولو چلوونکو او د امتیاز له خاوندانو مننه کوی، چې د خپلو مسلکی نشراتو له مخې یې د همیش لپاره د انسان قدر کړی دی، له انسان سره یې مینه څرګنده کړې ده او په دې برخه کې خپله انسانی دنده ترسره کړې ده.
ژوندی دې وی انسانیت
ژوندۍ دې وی د بیان د آزادۍ سپېڅلې داعیه

درنښت
کابل – افغانستان

ستاسو نظر