یادښتونه

بشرپال فلسفی بهیر – فروید

موضوع: زیګموند فروید
بحث: فهیم کریم
راپور: مبارز ولی خان
ځای: باچا خان انسټیټوټ
وخت: جمعه/ ۲۰۱۴/ ۰۷/ ۲۵ / ماسپښین دوه بجې

فروید متکلم، فلسفی، ساینسپوه، ارواپوه یا یو لوی انسان
نن د میلادی کال ۲۰۱۴ په ۲۵ مه په بشرپال فلسفی بهیر کې د ښاغلی فهیم کریم لخوا د فروید پر شخصی ژوند، اروایی نظریاتو، ټولنیزې تیورۍ او اثارو ژور فلسفی او ساینسی بحث وشو چې په کې د انسان ژور ژنټیکی، ساینسی، ډیالیکټیکی، لرغونی او کوانټمی اړخونه په علمی او ساینسی چوکاټ کې په آزاده توګه له څېړلو، ارزولو او کتلو وروسته وستایل او ځینې یې رد شول.
که څه هم د فروید سایکوانالایسیس (Psychoanalysis) په لاندې شرایطو برابر او د ډېرو روانی اصولو سره ټکر کې دی خو ولې فروید ترې دفاع کوله او د شعور لاشعور ټوله فلسفه یې پر لاندنیو ټکیو ولاړه و:

freud theory

همدا راز د افغانستان بشرپالې ټولنې غړی ښاغلی ولی خان بشرمل د فروید پر پورتنی نظر د کره کتنې له مخې د فروید د نظر په اتکاء خپل نظر داسې مطرح کړ:

kwk basharmal suggestion

همداسې د فروید د سایکو سیکسول (Psychosexual) نظریات هم د یادونې دی، چې وروسته یونګ او ایریکسن پرې ډېر کار وکړ خو داسې ښکاری لکه د فروید دا پړاونه د شیکسپیر له پړاونو لږ ډېر اغیزمن دی. فروید دا پړاونه په لاندنې ډول تشریح کوی چې وروسته د کیرن هارنی لخوا پر درېیم پړاو (Phallic) باندې جدی کره کتنه وشوه او ویې وویل چې ښځه د تناسل نه درلودلو تشویش نلری خو ولې له دوی سره شته تشویش د دوی محرومیت دی، چې سړی په مستقله توګه د دوی پر ضد کاروی او دوی یې په تر دې بریده تر استحصال لاندې ساتلی دی.
فروید د جنسی ودې پړاونه (Psychosexual Concepts):

ګڼه        پړاو                                     ټاکلی عمر                                                ځانګړتیاوې او کړنې
۱ Oral څټل/ د خولې مرحله            له زېږون وروسته تر یونیم یا دوه کالو پورې    خوله خوځول، پر بل چا تکیه کول
۲ Anal لواط یا معقدی مرحله       یو دوه کالو څخه تر دریو کالو پورې               تشناب ته تګ، اخیستلو او ورکولو تجربه ترلاسه کول
۳ Phallic آلتی/ په ډګه/ مېړانوله         دریو کالو څخه تر شپږو کالو پورې                قصد، درک او ځان ته یو څه ویل
۴ Latency پوښلی/ پټ/ خوندی           شپږ کالو څخه تر دولس کالو پورې              د سیکس پټول
۵ Genital جنسی/ تناسلی               دولس څخه تر ځوانۍ پورې (اتلس کالو پورې) سیکس عادی ګڼل او ترسره کول

د بهیر په سر کې ښاغلی فهیم کریم د فروید شخصی ژوند ته په اشارې وویل: فروید په ۱۸۵۶ کې د شرقی مورایا ته څېرمه د فرایبورګ په کوچنی ښار کې وزیږید. په کوچنیوالی کې یې پرې نوم سلېمان زیګزماند کېښود، زیګزماند یو المانی نوم دی چې د بریالیتوب مانا ورکوی او سلیمان یې تازه مړ شوی نیکه و چې پلار یې په خپل زوی د درناوی لپاره کېښود. وروسته یې نوم زیګیزماند شلومو فروید شو! چې بیا یې له خپل نوم څخه شلومو وغورځاوه او زیګزماند یې پر زیګموند بدل کړ. په کور کې تر پایه زیګی بلل کېده! چون دی یهودی و ولې تر پایه یهودی مذهبی مراسمو ته ژمن پاتې نه شو او تر سره یې نه کړل. د ژوند زیاته برخه یې د المان په وین کې تېره کړې، د طب فاکولته یې ولوسته او بیا یې وروسته کلینیکی ارواپوهنې ته مخه کړه.
پر کلینکی ارواپوهنه کې یې لومړی کار له ارنست جونز سره په ګډه وکړ چې پر هیستریا یوه څېړنه وه، بیا وروسته د یو شمیر فکری اختلافاتو او د مالی ستونزو  له امله یې ملګرتیا پای ته ورسوله.
فروید په لومړی ځل په ۱۸۹۶ کې د Psychoanalysis اصطلاح د یو نوی روش د توصیف لپاره وکاروله.  په ۱۹۰۲ کې یې د چهارشنبې ارواپوهنې ټولنه جوړه کړه. په ۱۹۰۸ کې یې د وین د روانکاوی ټولنه را منځته کړه او بلاخره یې دوه کاله وروسته په کال ۱۹۱۰ کې یې د روانکاوی نړیوال انجمن د یونګ په مشرۍ تاسیس کړ.
په ۱۹۲۳ کې یې د سرطان یو شمیر ابتدایی علایم تشخیص شول، هغې د خولې سرطان درلود او د ژوند تر پایه یې ۳۰ د جراحۍ عملیات تر سره کړل. فروید به د ورځې ۲۰ سګرټه څکول او کله یې چې مرض هم تشخیص شو سګرټ څکول یې بند نه کړل. دلته تر ډېره بریده فروید په ګوته کول غواړی چې له مرګ څخه نه ډاریږی او نه هم نوموړی ورته د حل لاره وینی. خو ولې دی په روانی توګه دې وېرې ته اماده و، همدا علت دی، چې د ډاکټرانو له تشخیص وروسته هم فروید د سیګرټ څکولو ته ادامه ورکړه.
په ۱۹۳۳ کې چې کله هټلر قدرت تر لاسه کړ د روانکاوی د له منځه وړلو لپاره یې له تاوتریخوالی ډکه مبارزه پیل او د فروید ټول کتابونه یې وسول.
فروید د همدې پېښې په تاثر وایی: “ګورئ چې څومره پرمختګ مو کړی دی، که په منځنۍ پېړۍ کې وائ نو موږ یې سوزولو ولې اوس مو یوازې په کتابتونو اکتفا کوی.”
په ۱۹۳۹ کې وروسته له زیاتو ستونزو، د نازیزم ظهور، نړیوال جنګ، نژادی توپیرونه او د جراحۍ ډېرو سختو عملیاتو فروید ډېر وځوراوه. د همدې کال د سپتامبر په ۲۳ مه یې له ډاکتر څخه د اتانازی غوښتنه وکړه او د مورفین د لوړ دوز په تزریق کولو یې له نړۍ سترګې پټې کړې. وروسته دده له وصیت سره سم یې جسد وسوځول شو او ایرې یې په یوه یونانی ګلدانۍ کې چې دده محبوبه عتیقه وه په یادګار وساتل شوې.
ښاغلی فهیم کریم د فرویډ علمی نظریاتو او لاسته راوړنو په اړه په تفصیل سره خبرې وکړی، نوموړی وایی د فروید په باور روانی دستګاه له دوو برخو جوړه ده:
یو یې جسمانی برخه ده چې مغز او عصبی سیسټم دی او بل شعوری اعمال دی چې تر سره کوو یې!
همداسې ښاغلی فهیم کریم د فرویډ د ایډ (ID)، ایګو (Ego) او سوپر ایګو (Superego)  باندې هم تفصیلی خبرې وکړی. نوموړی وویل چې:
ایډ؛ د انسان د ذاتی اړتیاوو ارضا کول د اید دنده ده!
اید په سر کې د یوې ریفلکسی دستګاه په شکل مطرح شو، ولې وروسته دې حالت هم کار ور نه کړ. د ناکامۍ او محرومیت په نتیجه کې د اید تکامل لومړنۍ پروسه نومیږی. د ایډ د غبرګون لپاه درې شیان ضرور دی: حسی اعصاب، حرکی غړی او د دوی سره د رابطې یو عصبی سیسټم.
ایډ ټول کړه وړه پر حسی کانولونو تر لاسه کوی، چې بیا د ادراک تر پروسې وروسته په ذهن کې د ادراک پر خاطره بدلیږی – د ایډ لپاره د خوړلو خاطره د خوړولو حیثیت لری، یانې ایډ د ذهنی تصویر او واقعی شیانو تر منځ توپیر نه شی درک کولای. ایډ اخلاق، منطق او استدلال نه منی بلکې د غرایزو ارضا غواړی، ایډ د همدې کار لپاره دوه لارې لری یا یې باید له ذهنی لارې پوره کړی یا باید ایګو ته تسلیم شی. فروید اید له جمعی لاشعور سره هم تړی.
ایګو؛ د وګړی او محیط تر منځ د معقولو اړیکو سازمان ته ایګو وایو. ایګو د شخصیت تعادل ساتی او د ایډ او سوپر ایګو د څارنې دنده پر مخ بیایی. ایګو د لذت اصل نه منی بلکې د واقعیت اصل منی. د فروید په باور واقعی اصل د ثانوی پروسې په مرسته تامینیږی چې سړی د تفکر او عملی اقدام په وسیله واقعی شیانو ته رسوی.
سوپر ایګو؛ د شخصیت اخلاقی او قضایی برخه ده، سوپر ایګو تر ډېر ایډیال او مثالتوب ښکاره کوی نه واقعیت/ ماشوم له مور او پلاره د ښه او بد، ګناه او ثواب زده کوی او همدا اخلاقیات را خپلوی او ورو ورو زده کوی چې یوازې ارضا مهمه نه ده بلکې د مور او پلار رضا هم مهمه ده.
سوپرایکو دوې برخې لری یو ارمانی بل وجدان. د سوپر ایګو لمړنۍ هدف د هغو چارو کنټرول دی چې ټولنې ته خطر پېښوی لکه جنسی تجاوز او نور یانې باید د قانون تابع واوسی.
د فروید کتاب شناسی
ښاغلی فهیم کریم د زیګموند د اثارو په باب وویل چې فروید د خپل ژوند یو خواریکښ لیکوال وه، دده ټول اثار موږ په دریو برخو ویشلی شو: (۱) د فروید اصلی او محوری اثار (۲) د فروید کلینکی او اروایی مطالعات (۳) پر نورو شاعرانو او هنرمندانو د فروید لیکنې
اصلی او محوری اثار
ښاغلی کریم وویل چې؛ له کال ۱۹۵۳ څخه تر ۱۹۷۲ پورې ۲۴ اثار د جیمز استراوچی له لوری او انا فروید په مرسته په لندن کې چاپ شول، دا هغه اثار وو چې له المانۍ انګلیسی ته ژباړل شوی و.
دلته یې یوازې له یو شمیر خاصو اثارو څخه یادونه وشوه!
ټوکې او له ناخوداګاه ضمیر سره یې اړیکې؛ د فروید یو ځانګړی اثر دی چې د ټوکو او لاشعور سره د شته اړیکو پر باور ولاړ دی. په دې کتاب کې فروید په دې باوری دی چې ټوکې له رویا سره یو شمیر مشترک مفاهیم لری (هر یو، یو ظاهری مفهوم لری او بل عاطفی او پټ)، فروید زیاتوی چې؛ ټول هغه جریانونه چې ټوکې پرې جوړیږی د رویا په رامنځته کېدا هم ونډه لری.
ښاغلی کریم زیاته کړه:
[ټوکې څه ډول کولای شی هغه غرض چې لری یې ورته ورسیږی؟
دا هغه غریزه (که شهوانی وی که د کرکې او کینې) چې مخته یې خنډونه پراته وی ارضا کوی، اوس که وغواړی چې په سم ډول ارضا شی نو موانع یې مخته پراته دی. په ټوکو کې دا خنډونه لرې غورځول کیږی او کولای شو چې هغه منبع لذت کسب کړو چې مخ ته یې خنډ پروت و او هغه یې د لاسرسی نه لرې کړې و.] ښاغلی کریم پر دې کتاب د وروستی نظر په حیث وویل چې:
د کرکې او کینې ټوکې له ځان څخه د دفاع او تجاوز وسیله ده، او زشتې او قبیحې ټوکې د شهوانی غریزې د ارضا باعث ګرځی.
توتم او تابو؛ د فروید انټروپولوژیک اثر چې په کې یې د تمدن، دین او سکس سربېره پر یو شمیر خاصو او ځانګړو برخو بحثونه کړی دی. دا کتاب ټول ټال څلور برخې لری؛ (۱) له محارمو سره د زنا وېره (۲)  تابو او د عواطفو دوګاناګی (۳) پر ارواحو، جادو او د ذهنیتونو پر مطلق قدرت باندې اعتقاد (۴) د توتمیسم د کوچنیوالی د دورې بیا راګرځېدل.
موسی او واحدنیت
تمدن او ناخوالې یې
د یو وهم راتلونکی
او ګڼ نور مهم او محوری اثار

چې د وخت د کمښت له وجې پرې زیات بحث تر سره نه شو!
کلینکی او اروایی مطالعات
ښاغلی فهیم کریم د فروید پر کتاب شناسی تر بحث وروسته د فروید د کار یوه خورا مهمه برخه چې دده د کلینکی مطالعاتو بحث دی، خبرې وکړې. ښاغلی کریم وویل چې؛ له د دوو نقطه نظره د فروید کلینیکی او اروایی مطالعات د پام وړ ارزښت لری؛ لومړۍ هغه تکنیکونه او لارې چارې چې فروید یې وړاندیز کوی او بل د روانکاوی په ادبیاتو کې دا ډول مطالعات بې جوړې دی.
پر یو شمیر نړیوالو اثارو د فروید ارزونې
د فروید پر اثارو د بحث خورا مهمه او اساسی موضوع د نړیوالو شاعرانو او هنرمندانو پر اثارو یو شمیر ارزونکی بحثونه و. د لیکوالو او هنرمندانو په اثارو کې چې کوم څه د فروید لپاره د پام وړ و هغه انګیزه وه. یانې د فروید په باور انګیزې بلاخره له جنسی او یا د مرګ له غریزې سرچینې اخلی.
مثلاْ: (کوچنی رومان) د ینسن په ګردیوا کې خوب او توهم؛ د داستان د قهرمان رویاګانې دی
همدا ډول ښاغلی کریم پر دواینچی، مایکل انژ، داستایوسکی او ګڼو نورو نړیوالو لیکوالو باندې د فروید د خبرو لنډیز وړاندې کړ، او لنډ بحث یې وکړ.
ښاغلی کریم وایی: د فروید کوټه له مصری، یونانی او رومی عتیقو څخه جوړه وه، یانې ده تر ډېره د یو لرغنپوه او انټروپولژیست په ډول برخورد کاوه. د ژوند تر پایه یو ډېر سالم شخص نه، بار بار یې اروایی ناروغۍ تېرې کړی دی، د بېلګې په ډول د پلار مرګ یې، همدا راز یې د ډېرو نورو پوهانو په څېر د بیوګرافۍ موجودیت  رد کړ، ځکه خو یې هم تر پایه خپل شخصی ژوند لیک ونه لیکه.
ښاغلی فهیم کریم هم فروید له نقده پاک ونه ګاڼه بلکې زیاته یې کړه چې د نورو فلسفیانو، لرغونپوهانو او ساینس پوهانو په څېر فروید هم له نقد څخه خلاص نشو، بلکې ښاغلی فهیم کریم وویل چې فروید د خپل کار له پیل څخه بیا ان تر پایه او تر اوسه تر نقد لاندې دی. لومړنۍ فکری ستونزه یې له ارنست جونز سره د فکری او علمی اختلاف له وجې پیدا شوه. وروسته یې له خپلو شاګردانو یونګ او ادلر سره فکری ستونزې او اختلافات پیدا کړل چې حتی شاګردانو یې په ده پسې خپلې خبرې درلودې.
تر ټول زیات د فروید ټولنیز نظریات لکه پر جنسی غرایزو زیاته اتکا‌ء، د دین په اړه دده توضیحات، دده انټروپولوزیکې څېړنې او دده ټولنیز مطالعات د یو شمیر خاصو مواردو په تشخیص باندې نقد کېږی، کوم چې فروید د خپل ژوند پر مهال هغه مسایل مطرح کړی او واضح کړی و.
د ښاغلی فهیم کریم لیکچر قانونی ۲۵ دقیقې درلودې، له دې وروسته یې د پوښتنو لړۍ وه او وروسته د میلمانو نظرونه او بیا د ښاغلی فهیم کریم بحث راغونډول و، خو ولې د ښاغلی فهیم کریم لیکچر له قانونی دقیقو واوښت او د بحث د مشر په خبروای یې لیکچر له ۵۰ دقیقو وروسته پای ته ورسید، بیا وروسته د بهیر نورې برخو ته ښاغلی فهیم کریم ځوابونه وویل:
د بهیر په دویمه برخه کې ښاغلی خوشال خلیل وپوښتل چې د فروید د نظریاتو پر ټولنه څه اغیزې کېدای شی او ولې ورسره اختلاف کیږی؟
ښاغلی کریم یې په ځواب کې زیاته کړه؛ هغه په ټولنه کې د یو سنت ضد شخصیت په څېر پېژندل کېده. همدا علت دی، چې نه یوازې مسلمانان؛ یانې ایرانیان، افغانان او عربان ورسره اختلاف لری بلکې په خپله عیسوییان هم ورسره اختلاف لری! ښاغلی فهیم په داسې انداز کې پوښتنې ته لنډ ځواب ورکړ، چې ښایی څرګندول یې چې د فروید څخه مذهبی کړۍ زیاته کرکه او وېره لری. خو دلته خان ولی خان بشرمل ور زیاته کړه، چې د فروید نظریات په داسې حالت کې پیاوړی کیږی، چې په اروپا کې لومړۍ جنګ زور ونیو او کورنۍ نظام له ضربې سره مخامخ او په اروپا کې ټولنیزه ګډوډی وه. همدا علت دی، چې د فروید نظریات په اروپا کې ډېر غالب شول.
عبدالودود پښتونځار چې په دا وروستیو کې یې خپل تخلص د ملګرو په خوښه او د افغانستان بشرپالی ټولنې په وړاندیز په بشریار بدل کړ، د بهیر په درېیمه برخه کې د خبرو په موخه ګډون وکړ او د خپل ځانګړی سټایل په مرسته یې د ښاغلی فهیم کریم په لېکچر کې یو اړخ، تابو (Taboo) ته اشاره وکړه، ده وویل، چې داسې ډېر اصطلاحات او عملی کړنې او دودونه شته چې د تېر زوکړه او تاریخی لاشعوری بهیر برخه ده، ده وویل چې مخکې په لیکچر کې  د تابو په اړه هم خبره وشوه، چې زه دې ته په تاریخی شالید کې ګورم، زه د تاریخی اخذونو او څېړنو په اساس وایم، چې غالب ګمان د دې خبرې کیدای شی، چې زمونږ  د بشریت توتم، مسجدالحرام او حرام هم له دې شیانو څخه اخیستل شوی وی.
ښاغلی بشریار په خپل ځانګړی فسلفی انداز کې وویل چې په تاریخی شالید کې هغه وخت چې کله انسانانو په ځنګلونو کې ژوند کاوه نو د ځنګل شتمنۍ وېشلو دود هم له هغه پیر څخه را پیل شوی دی. بیخې داسې لکه د ښکار په دور کې د مرغیو ویشل، د ځینو ځانګړیو مرغیو غوښه او سیمه ویشل هم شامل دی، همدا علت دی، چې زموږ په ټولنه کې په غیر ساینسی توګه د ځینو ځناورو غوښه خوړولو او نه خوړلو دود هم رامنځته شو. یانی د حرام او حلال تصور هم له دې توتم څخه را اخیستل شوی دی.
ښاغلی نصرت الهام په خپل وار د یو فلم یادونه وکړه او ویی ویل چې کېدای شی، د دې فلم په کتلو موږ ډېرو نه لیدلو حقایقو ته ورسیږو. د ښاغلی الهام صیب یادونه له یو انګلیسی فلم څخه وه چې (inception) نومیده ، او په کې د لاشعور او شعور په اړه ډېر کیسې پرتې وې.
د بهیر په وروستیو شېبو کې ښاغلی خوشال خلیل د فروید د جنسی نظریې (Psychosexual Concepts) څخه یادونه وکړه او دا یې بېرته له افغانی ټولنې سره پرتله کړه. ښاغلی خوشال خلیل په خپلو خبرو کې د افغانی لاشعور او ژوندی سنتی روڼ انده کړنو یادونه وکړه. ښاغلی خلیل دا هم وویل چې څنګه افغانی ټولنه په شعوری توګه له خپلو غنی دودونو څخه لرې وساتل شوه. نوموړی په اوسنی اوضاع د خواشینۍ او تعجب ترڅنګ تشریح هم وړاندې کړه چې زمونږ ټولنه ولې له تېرو دودونو څخه  لاس په سر شوه.
نوموړی زیاتوی، موږ واقعا د داسې روڼ انده کلتور څښتنان یو، چې اروپا په هغه وخت کې ترې محرومه وه، خو په دا هر څوک پوهیږی، چې د دې کلتور په وړاندې چا له چا څخه کار واخیست او دا یې وړاندې کړ.
همداسې خان ولی خان بشرمل او عبدالودود بشریار د فروید پر افراطی نظریاتو نیوکه وکړه، عبدالودود بشریار د علی عباس جلالپوری یادونه وکړه چې هغې هم د فروید له نظریاتو ناخوښې ښوودلی و، عبدالودود بشریار زیاتوی زه که څه هم د فروید نظریات په فلسفی توګه څېړم او کره کتنه پرې کول غواړم خو ولې له ډېرو نظریاتو یې خوښې څرګندوم. واقعا د نوموړی کار په ځینو موردو کې د ستاینې وړ دی ځکه چې علمی کار دی.
بل لوری ته ښاغلی خوشال خلیل وویل، د علی عباس جلالپوری عینکې شرقی دی او فروید غربی دی، همدا علت دی چې ډېر یې د معیار وړ نشو ګڼلی بلکې د شرق په چاپیریال کې پرې حساب کېدای شی.
له دې ژورو خبرو وروسته بهیر له دوه دوامداره ساعتو بحث وروسته پای ته ورسید.
یادونه: راتلونکې اونۍ یانې د روان میلادی کال د اګست په اتمه د جمعی په ورځ دوه بجې په باچا خان انسټیټوټ کې د ښاغلی نصرت الهام له لوری پر ایروتیکو ادبیاتو خبرې کېږی.

ستاسو نظر