یادښتونه

بشرپال فلسفی بهیر – زیارتونه

shrine

موضوع: زیارتونه؛ مفهوم او تاریخ
بحث: خالد نجیم
راپور: مبارز ولی خان
ځای: باچان خان انسټیټوټ
وخت: جمعه ۲۲/ اګست/ ۲۰۱۴ د ماسپښین دوه بجې
ښاغلی خالد نجیم وویل، انسان سره له هغه وخت پوښتنې پیدا شوې چې خپل شعور یې یو نه یو ډول ترلاسه کړ. انسان چې په لومړی دور کې یې معصومانه شعور درلود، ځان ته د دې پوښتنو ځوابونه پیدا نکړای شو، نو دې بیا روایاتو او دودونو ته بلکې توهماتو ته پناه یوړله.
په توهماتو، دودونو او روایاتو کې د زیارت رول هم تر ټولو اړین دی. ښاغلی خالد نجیم په خپل ښکلی انداز او دروند غږ کې وویل؛ انسان په لومړنیو کې د شعور د نه درلودلو له امله ډېر کمزوری پاتې شوی دی، همدا علت دی چې دی به نه پوهیده چې باید ژوند څنګه وکړی، همدا راز دی په د هم نه پوهېده چې باید له ځان څخه څنګه دفاع وکړی، خو د هغه وخت نور ځناورو ده ته د لار روښانولو یوه لاره وګرځېده. ده به د خپل ژوند ډېر

شیان او بیا په ځانګړی توګه د ځان دفاع له نورو ځناورو زده کوله. ده له نورو ځناورو څخه په تقلید ځان ته له ډبرو او لرګیو بیلابیل الات جوړ کړل.
لومړنۍ انسان نه پوهېده چې ښخول څه ته وایی او دا کار څنګه ترسره کیږی، خو غالب امکان دی، چې ده دا کار هم له نورو ژوندیو ځناورو زده کړی وی، هغه دا چې په پخوانی وخت کې یو مرغه خپله هم نوع مرغه له وژلو وروسته تر خاورو لاندې کړ، هغه داسې چې مرغه په خپله مشوکه کې دا مړ ځناور را واخیست او پر ځمکه یې کېښود، له دې وروسته یې په خپلو منګولو پر هغه خاوره واچوله او په دې ډول یې دا هم نوع مرغه تر خاورو لاندې کړ. غالبا د انسان لپاره به دا لومړنۍ تجربه وی چې انسان د انسان د ښخولو په موخه له ځناورو زده کړه کوی.
داسې اټکل کېږی چې د لومړنیو انسانانو ژوند ډېر اوږد و، که څه هم هغه وخت آفات ډېر وو.

راځو دې ته چې د  قبرونو یا د ځینو قبرونو درناوی یا احترام څنګه رامنځته شوی او دا چې د خلکو عقیده څنګه ورباندې زیاته شوې ده.
ښاغلی خالد وویل دا مالومه خبره ده، چې په ټولو مذهبونو کې د مړی ښخولو یا سوزولو بیلابیل دودونه شته، خو دا هغه وخت رامنځته کیږی، چې کله ټولنې د یووالی په صورت کې سره خپل منځی اړیکې پیدا کړی، ټولنیز چاپیریال رامنځته شو، داسې د ټولنیز فکر په ترڅ کې مذهب سر راپورته کړ، چې وروسته یې د حالاتو پر وړاندې بیلابیل نظریات او دودونه له ځان سره راوړل. د تکامل د پړاونو په جریان کې اخر مذهب پر دوی حاکم شو.  البته د دې کار تر ټولو اړین رول دا کیدای شی، چې د ځایی خلکو مشرانو دا تکل وکړ چې تر څو د مذهب په واسطه یو نظم رامنځته کړی.  اخر په مذهبی دودونو کې یو دود د مړی د ښخولو هم رامنځته شو. زیاتره به هغه قبرونو ته  ډېر قدر کېده چې دا به د یو قومی مشر یا قبایلی مشر قبر و. خلکو به دې ته د مشر په سترګه کتل او د دې قبرونو ته به له مړینی وروسته هم ورتلل. خو ښاغلی خالد نجیم د دې ترڅنګ زیاتوی: د مړیو د ښخولو نظریه د شتمنیو سره تړلې خبره ده، ولې چې د ډېرو مړیو ترڅنګ به د دوی شتمنی هم ښخېدې. همدا علت دی، چې په هغه وخت کې هم ځینې خلکو له دې قبرونو څخه سره او سپین زر یا بل کوم قیمتی شی غلا کول.
د راپور لیکوال له نظره د لومړنیو دورو په اړه لرغون پوهان په دې باور دی چې دوه ډوله قبرونه وو، یو هغه چې انسانی جسد به پکې ښخېده او بل هغه چې د انسان شتمنی او روح به پکې ښخیده. دا کیندنې په ډنمارک کې له بیلابیلو ځایونو څخه په لاس راغلی دی. په پخوانیو دورو کې چې کله د روح لپاره بیل ځای پرېښودل کېده، نو د دې مطلب دی چې پخوانیو خلکو کې هم د روح تصور غالب شوی و. یانې خلک په دې پوهېده چې د جسد ترڅنګ یو بل ځواک هم شته چې د انسان د سافټ ویر کار ورکوی.
ښاغلی خالد نجیم وویل: د دې ټولو کړنو ترڅنګ د هغه وخت لږو ډېرو باشعوره خلکو هڅه کوله چې د ټولنې ترمنځ دا کار دود او د یو ډسپلین په توګه وساتی. خو بل لوری ته هغه کس چې په ټولنه کې به یې مال او دولت درلود، د مشر رول خپلوی. دی چې کله مړ کیږی نو خلک خپه کیږی، ولې چې د ډېرو خلکو رزق د دې سړی سره تړلی و. بیا یې خلک له مړینې وروسته هم احترام کوی؛ او په مذهبی دودونو کې به یې ګډون کاوه او د دې سړی زیارت ته به ورتلل. خو له دې سره تړلی تقدس ددې سړی میراثی شتمنیو ته هم لاره برابروی. همدا اقتصادی اړخ دی، چې د زیارت تقدس یې پیاوړی کړ.
د ښاغلی خالد نجیم په اند؛ دا تصور د لرغونپوهانو له څېړنو داسې ښکاری چې تر فرعونی دور پورې پاتې شوی دی. له دې سره تړلی نظریات دا وو چې له مرګ وروسته هم ژوند شته دی.
د ښاغلی خالد نجیم د خبرو په ملاتړ ویلی شو چې د ډېرو پخوانیو قبرونو څخه د خوراک څښاک وسایل هم را کښل شوی دی. د مړی خپلوانو به فکر کاوه، چې دی چیرته وږی نه شی. بلکې د چین وګړیو به له هغه مړی سره چې مالدار به و؛ پوځیان او هنرمندان هم ښخول تر څو مړی له دې خوند واخلی. همداسې دوی سره به د خوراک څښاک وسایل په دې خاطر اېښودل کېدل، تر څو مړی د اړتیا په وخت کې ترې استفاده وکړی. بل لوری ته که چیرې زمونږ افغانی ټولنې ته وکتل شی، نو په ډېرو قبایلی ټولنو کې لا تراوسه دا نظریات شته دی، چې که یو څوک مړی په خوب کې ووینی، نو هرومرو باید دا سړی د دې مړی خپلوان خبر کړی او که دا مړی د دې سړی خپل وی نو بیا په دې صورت کې باید دا سړی په خپله د کلی خلکو ته خیرات وکړی تر څو په بدل کې یې د مړی لوږه ماته شی. د دې خیرات په ورکولو به مړی تر یو نا اټکل شوی وخت پورې، تر څو چې قیامت راځی په بااستراحته خوب ویده شی.

titona

د ښاغلی خالد نجیم په اند؛ دا تصور د لرغونپوهانو له څېړنو داسې ښکاری چې تر فرعونی دور پورې پاتې شوی دی. له دې سره تړلی نظریات دا وو چې له مرګ وروسته هم ژوند شته دی.

دا سړی ټیی ټیټونه نومیږی. دې سړی څوک نه درلودل چې ښخ یې کړی، همدا علت دی چې ځان ته یې په خپله قبر جوړ کړ، کله چې په ځان پوه شوه، چې مری نو ورو ورو یې په منګولو قبر ته ځان ور خطاء کړ، د دې په اړه لیکوال هیریډل وایی؛ چې پر قبر نصب تخته د یو عیسوی ملا لخوا ورکړل شوې ده، خو دا نشو تایدوی چې دا سړی په خپله هم عیسوی و.

د مړیو ښخولو او عقایدو مادی څیړنه
فریډرک فیهلینډر او تیرجی اوستیګارډ

د بحث په جریان کې ښاغلی خالد نجیم وویل؛ غالب امکان دی، له دې کړنو وروسته په انسانانو کې د ژوند په نوم یو څه تصور رامنځته شوی وی. خو ولې بیا لیکوال سبط حسن د پخوانیو دودونو او کړنو په ارزونې سره د مرګ او ژوند تصور له پخوانیو فزیکی چاپیریال څخه را اخلی. د بېلګې په توګه له خزان څخه د مرګ او له سپرلی څخه د ژوند تصور اخیستل شوی دی، ولې چې په خزان کې به بوټی مړه شول او په سپرلی کې به بوټی شنه او هر لوری ته به ګلونه وو.
ښاغلی خالد نجیم د قبر دود یا د وخت په تېرېدو د دې پراخوالی له اقتصاد سره وتاړه بلکې نوموړی زیاته کړه؛ چې دا ټولنیزې، مذهبی او د شخصیت پالنې ځانګړتیاوې هم په خپل ذات کې لری چون د شخصیت پالنی له اړخه دا شی په خلکو کې دود شو، چې وروسته یې کلیسا، درمسار، جومات او نورو شیانو هم احترام پیدا کړ. اقتصادی اړخ یې هم دا ډول کېدای شی، که چېرې موږ وګورو نو د تېر وخت ډېرۍ پرېکړې او اقتصادی چارې له کلیسا سره تړلې وې، هندوانو به په زرګونه پېغلې په درمسارانو کې نڅولې، د دې نڅا له اقتصاد څخه ډېرې پیسې پنډتانو خپل ځان او بیا وروسته دا پنډتان په سیاسی او اقتصادی اړخونو کې تر ټولو زیات پیاوړی او محترم شول. داسې ویل کېږی، چې د سومنات پر بُت برید هم یو سیاسی او اقتصادی اړخ لری.
خالد نجیم زیاتوی که تاسو نن هم د زیارت احترام ته وګورئ، نو تاسو ته به مالومه شی، چې دا نن هم اقتصادی اړخ لری، دې د کربلا مثال ورکړ، چې نن هم د کرد، بلوچستان، اېران، ترکیې، سوریې، پاکستان، افغانستان، عربی هېوادونو څخه په میلیونونو خلک هر کال عبادت لپاره ځی. هلته دوی باقاعده پیسی مصرفوی، ټیکټ اخلی، خونې په کرایه اخلی او نور د څښاک او خوراک شیان اخلی.
ښاغلی خالد نجیم په خپلو خبرو بوخت و، چې ناڅاپه یو چا یې په خبرو کې مداخله وکړه، د دې مطلب دی، سعودی هم زموږ او د نړۍ په حاجیانو کاروبار کوی، اوبه را باندې پلوری او خپل سیاحت را باندې خرڅوی، چې دا وروستی کال یې ټولټال عواید ۴۰ میلیارډه امریکایی ډالر  و، یانې د افغانستان د لسو کالو نړیواله مرسته!
خو ښاغلی نجیم خپل بحث ته دوام ورکړ او د ګډونوالو پام یې له دې خبرو خپل بحث ته را واړوه. زه باید ووایم چې د قبر د دوام دوه علتونه کېدای شی؛ یو خو یې احترام زیات شو او بل دا چې عواید یې زیات وو. همداسې که دا خبره خپل وطن افغانستان ته راوړو نو ویلی شو چې ځینی خلک شته چې د هند له دیوبند څخه فارغ شوی، د هغو خلکو څخه سخته کرکه کوی، چې د زیارت سره مینه لری.
له دې وروسته خالد نجیم خپل خبرو کې د یوې تجربې خبره وکړه. دی وایی: زه له یو لرغونپوه سره ناست وم، دې لرغونپوه ماته وویل، چې کله انګلیسیان له دې سیمې وتل، نو په خلکو کې یې د زیارت د مقدس ګڼلو په اړه د ملایانو او پیرانو په مرسته لا زیات احترام پیدا کولو هڅه وکړه، د دې یو عمده علت دا و، چې دې بهرنیانو له دې سیمې څخه د ډېرو معادنو برخې ونه ایستل شوې. همدا علت دی، چې دوی لوی لوی قبرونه وکیندل او په خلکو کې یې د چهل ګزی تصور عام کړ. د دې ترڅنګ دوی خلکو کې د دې تصور پر وړاندې د درناوی تصور هم راپیدا کړ. همدا علت دی، چې نن هم موږ دې تقدس او درناوی ته بند پاتې یو. همداسې نوموړی خپله یوه بله تجربه له ملګرو سره شریکه کړه، هغه دا چې دی وایی؛ زه یو وخت وردګو ته تللی وم، زما کلی چې ډېرۍ خلک یې عام وګړی دی او په خپله کرنه کې بوخت او دا یې روزګار دی، عادی فکر کوی.
له دې خوندور بحث وروسته د بهیر دویمه برخه د پوښتنو لړۍ پیل شوه.
ښاغلی خیبر خپله لومړۍ خبره مطرح کړه، چې تاسو دا ټول مالومات د کومې علمی تیورۍ له مخې وړاندې کوئ؟ او بل دا چې د احترام ډولونه او په بیلابیلو مذهبونو کې اخلاقی چوکاټونه جلا دی؟
ښاغلی خالد په ځواب کې وویل: دا ښکاره او تر ډېره بریده مالومې خبرې دی، که څه هم پر دې بحث کول ښه نه ګڼل کیږی، خو ولې ځینې شیان حقیقت ته ډېر نږدې وی او زموږ هدف هم حقیقت ته نږدې کېدل دی. بل زه چې د کوم احترام خبره کوم، نو هغه هم په ډېرو مذهبونو کې یو شان دی. ولې چې د اخلاقیاتو چوکاټونو ډېر سره یو شان دی.  هو په اسلام کې هم دا بیلا بیل ډولونه لری، خو ولې دا د وخت په تېرېدو سره فرق کوی، بلکې په بیلابیلو ټولنو کې د تکامل سره سم بدلون مومی.
ښه بیلګه یې زموږ په ټولنه کې دا اوس هم شته، دلته اوس هم ژوندیو کسانو ته لاسونه او پښې په دې خاطر ور مچوی تر څو د دوی تداوی وکړئ شی.
خیبر بیا خپله دویمه پوښتنه مطرح کړه، تاسو ډېر شیان له مادی اړخه وڅېړل، ایا اصحابانو هم دا فکر کاوه، تر څو مکه یو تجارتی مرکز وګرځوی؟
د هغې وخت چیغه یوه لویه چیغه وه، هلته خلک له ډېرو دینونو لکه عیسویت، یهودیت او نورو مذهبونو په تنګ شوی وو، خلکو مینه او سوله غوښته، کله چې دا شیان رامنځته شی، نو بیا ټولنه سره یو ځای کیږی، همدا

علت دی، چې بیا هلته اقتصادی پرمختګ رامنځته کېږی.
ښاغلی حمید خان: په پښتنې ټولنه کې څه کول پکار دی
ښاغلی خالد: هغه څه چې ګټه نلری باید یې ونه کارو

ښاغلی فهیم کریم وویل چې د مړی ښخول او د توهماتو خپلول روانی اړخ هم لری، خو ولې وروسته یې د ښاغلی خالد نجیم د خبرو په ملاتړ وویل، چې د مړو د ښخولو په پروسه کې د احترام او اقتصاد په څېر اړخونه هم شامل دی.
ښاغلی مجیب الرحمان صافی وویل، د مړی ښخول په دې مانا ده چې د یو شی وجود له منځه یوړل شی، تر څو له دې مشکلات رامنځته نشی. همداسې یې د هندوانو، مسلمانانو، عیسویانو په دودونو هم وغږیده چې دوی څنګه مړی ښخوی. د دې ترڅنګ نوموړی د یو لیکوال سلیمان روش مثال هم ورکړ، دی وایی اصل کې په لومړیو وختونو کې د بیت المقدس پالنې کوم اقتصادی ګټې نه درلودې همدا علت دی، چې مسلمانانو مکه خپله کعبه وګڼله.
له دې وروسته ښاغلی یاد په خپلو خبرو کې وویل: لومړۍ تصور د زیارت دی او د زیارت مانا د ارزښت دی. موږ پوهیږو، چې هر انسان د پرستش جذبه لری، همدا علت دی، چې د وخت په تیرېدو د درمسار، کلیسه او جومات شان تصورات راپیدا شول. که چېرې د ارواپوهنې له اړخه وګورو، نو موږ پر دې پوهېږو، چې هر انسان یوې تکیې ته اړتیا لری.
خو زه بیا فکر کوم چې دا تکیه هغه وخت راپیدا کیږی، چې د مادی وسایلو د نه شتون او کافی شعور نه درلودلو له امله رامنځته کیږی.
یاد په خپلو خبرو کې وویل؛ له رنسانس څخه مخکې کلیسا لومړۍ د خلکو د جذبولو په موخه اذان رامنځته کړ، بیا یې د شهادت تصور، تر څو وکولای شی، خپل وطن، مذهب او اقتصاد د دې لارې خوندې کړی. البته د هغه وخت اقتصاد ته د نن وخت چنده ویلی شو.

د هغې وخت چیغه یوه لویه چیغه وه، هلته خلک له ډېرو دینونو لکه عیسویت، یهودیت او نورو مذهبونو په تنګ شوی وو، خلکو مینه او سوله غوښته، کله چې دا شیان رامنځته شی، نو بیا ټولنه سره یو ځای کیږی، همدا علت دی، چې بیا هلته اقتصادی پرمختګ رامنځته کېږی.
همداسې ډاکټر کریمی صیب د (Autolysis)، (Lysosomal Enzyme) او (Putrefaction) په اړه هم بشپړه خبرې وکړی. نوموړی وویل، چې د شخص د مړینې وروسته یو ځانګړی ډول مکروب پیدا کیږی، دې مکروب ته (Normal Flora Bacteria) وایی، دا موږ ته هیڅ نه وایی، خو که موقع په لاس ورغله نو بیا ډېر تاوان رسوی  او بیلابیل ناروغی ایجادوی.
ډاکټر صیب وویل؛ چې غالب ګمان کیدای شی، پخوانی انسان ته دا فکر پیدا شوی وی، چې مړی ښخول ښه کار دی، همدا ښه کار په ثواب دود شوی دی. خو ولې دا ښه کار ډېر انسانان له مرګ څخه خوندې ساتلی دی. ولې کېدای شی، دوی ته  له مړیو څخه کوم ډول تاوان رسېدلی وی بیا دوی وروسته دا تاوان د مړی په ښخولو له منځه وړی.
ژبپوه عبدالودود بشریار د فلسفې له اړخه مرګ، قبر او احساسات وڅېړل، دی وایی؛ چې ایا یو څوک شته دی، چې پر ما ګران دی، هغه یو داسې حالت ته رسیږی، چې له دې وروسته به یې زه بیا ونه موم، ایا اوس زما دا حق نه جوړیږی، چې یو چرته یې خوندې کړم، که دا غواړم نو ولې یې غواړم؟
همداسې نوموړی د ښاغلی یاد صیب خبرې (یو چا ته پناه وړلو یا تکیه) ته هم اشاره وکړه، چې بشریار صیب دا د مازلو له اړتیاوو سره تشبیح کړ. همداسې په خپلو وروستی خبرو کې یې د شیطان وسوسو ته هم اشاره وکړه. په دې ډول بهیر له یو اوږد فلسفی بحث وروسته پای ته ورسید.
یادښت: راتلونکې اونۍ د جمعې په ورځ مو بحث پر هیومنیزم دی، چې ښاغلی عبدالودود بشریار یې تر سره کوی.

ستاسو نظر