یادښتونه

بشرپال فلسفی بهیر – ایډیالیزم او ماټریالیزم

idealism  materialism lecture

موضوع: ایدیالیزم او ماتریالیزم
بحث: فرید بارانی
راپور: مبارز ولی خان
ځای: باچان خان انسټیټوټ
وخت: جمعه ۱۵/ اګست/ ۲۰۱۴ د ماسپښین دوه بجې
تبصره:
د تاریخ په اوږدو کې ایډیالیزم او ماټریالیزم دوه اړین مکتبونه پاتې شوی دی. دوی نه یوازې چې له فلسفې مخکې یې د فکر بدلولو په موخه یې خپله ونډه درلودې ده، بلکې د هغه وخت د رسمی او غیر رسمی ادارو زینت هم پاتې شوی دی. نامتو ماټریالیسټ فریډریک انګلز وایی: د بشری مغزونو وده له لومړنیو مادی وسایلو را منځته شوې ده او دا وده په بشپړه توګه پر انسانی مادی زیار ولاړه ده. کله چې انسان له ونو او غرونو را ښکته کیږی، نو سمې ته مخه کوی، یانې د خپل منځی روابطو او یو ځای کېدو له امله ټولنیز خوی خپلوی، چې وروسته دا خوی په ټولنیز زیار اوړی، په دې ډول بیا ټولنیز کلی زیار ټولنه د نویو نویو اختراعاتو څښتنه ګرځوی.
بل لوری ته مارګون په د باور دی چې ټولنه د وحشی، بربری او کرنیز انقلاب له برکته وده کړې ده. همداسې ډاروین د بیلابیلو ارګنیزمونو ترمنځ شته تضاد په ګوته کوی او د ټولنې د ودې علت یې ګڼی، له دوی څخه ډېر مخکې تالیس ټوله نړۍ اوبو ګڼی. ګومان کوی، چې له دې ټول شیان راپیدا شوی دی. هیریکلټیس وایی: چې هر شی په دوام او حرکت کې دی، همدا دوام د انسانی او حیوانی ژوند دوام دی. ارستو هم وایی: چې یو څه شته چې دې نړۍ ته د دوام زمینه برابروی، خو ولې ارستو دا حقیقت ګنی او بیا دا حقیقت له ازلی ځواک سره تړی.
ارسټوفین
همداسې د ایډیالیزم له نظره دا نړۍ په د خاطر دوام لری، چې اصل یې یو نامالوم ځواک او د دې نامولوم ځواک په اړه اټکل کول او مالومول ناشونی دی. بلکې دوی دا هر څه یانې د نوښت او د نړۍ د رامنځته کېدو ترڅنګ د نویو مادی شیانو رامنځته کیده هم د یو نامولوم ځواک زیږنده ګنی چې بشری او حیوانی ځواکونو ته د دوی د وړتیا مطابق وس وربښی او بیا څه رامنځته کېږی. یانې د دوی اصل هغه څه دی، چې په اړه ویل شوو، چې هر نا لیدونکی ځواک ځواک دی او دا ځواک بشری مادی مغزه هڅوی تر څو ذهنیت رامنځته شی او کله چې د دې ذهنیت په ترڅ کې یو مادی شی راپیدا شی، نو په لنډو او صفا ټکو کې دا مادی شیان د دې ازلی ځواک زېږنده ده نه دا چې د مادی مغزونو زېږنده ده.
ایډیالیسټی ډوله نظریاتو نه یوازې انسان له مادی شیانو لرې وساته بلکې په تاریخی توګه دې کار انسان د توهماتو، خرافاتو، وهمونو، وسوسو او ذهنی ناروغیو ښکار کړ. دې کار انسانی ذهنیت له بیلابیلو نالیدونکو ځواکونو سره ښکیل کړ. بیا به انسان زیار کیښ تر څو د هغو نظریاتو په اړه چې مادی اساس نلری وغږیږی، وکړیږی او له ځانه ورک شی، چې اساس به یې تش خیال و.
دا نظریات وروسته په منظم ډول اداری خوی خپلوی او په یونان، بابل، مصر او هند کې پرې خورا ژور کار کیږی، بلکې دا خیال لوی لوی مفکرین را زېږوی چې د مادیت پرستۍ پر وړاندې په خپل دریځ کلک دریږی. څرنګه چې یوه خبره مالومه ده او هغه دا چې ماده د نړۍ را منځته کېدو په وجود راغلې ده او هغه په وجود راوړنکی یې هم باید وجود لرونکی و اوسی، خو ولې مادیت پرستان دا منی، البته ایډیالیسټان بیا یوازې موجود منی، چې هغه هم د مادیت ګرانو په اند هم هغسې ده، لکه د ایډیالیسټانو خیال نه ایډیالسیټان!
د اسمان، لمر، سپوږمۍ، خدایی سندرې، ځمکې، غوا، سپی، پیشو، شپون او پسه له عبادت او پرستش څخه داسې ښکاری چې په دې کې هم د ایډیالیسټی فکر غالب دخل شته دی. ولې چې لومړنیو مخلوقاتو به هم پر یو بل باور کاوه او د دوی ژوند به هم له یو بل سره تړلی وو، حال دا چې په دوی کې ځنې په د پوهیدل چې د دوی راکړه ورکړه هم مادی و، خو ولې دې راکړې ورکړې ته به یې خیالی او مذهبی ځواک وربښه چې وروسته په سنتی توګه له یوې قبیلې څخه بلې قبیلې ته انتقال شوه.
په بابل کې د ستورو پېژندنې علم، په مصر کې د جغرافیې علم او په یونان او هند کې د تخیل، مادې او مذهبی علم هغه څه وو، چې هغه وخت هم د خیال مطلق او غیر مطلق ښکار وو. ارسټوفین د ځمکې د رامنځته کېدو په اړه وایی؛ چې یو وخت خدای ډېر لوی و، ده ځان ته غرور پیدا کړ، له دې څخه د خلکو تنګیده، په دې مانا چې په وروستی پړاو کې خدای ګوټی پرېکړه وکړه، چې ځان په دوه مساوی برخو وویشی، چې یو یې سړی او بل یې ښځه. همدا علت دی، چې نن هم سړی او مېرمن زیار باسی چې سره یو شی او هغه څه سره وکړی چې تنده یې پرې ماتیږی.
د برها دار نیا د اپنشد په تخلیق کې د بشری ژوند جالب تفصیل د یو انګلیس هیوم په انګریزی متن کې راغلی دی.

په تنهایی کې هغه خوشحاله نه و، هغه نورو ته اړتیا پیدا کړه. هغه دومر ه لوی و، لکه دسړی او مېرمنې د یو ځای کېدلو په صورت کې. بیا هغه خپل جسد په دوو برخو ووېشه. یوه پتی (مېړه) او بله پتنی (مېرمن) نومېده. پتی له پتنی سره یو ځای شو او په دې ډول ترې بشریت رامنځته شو. پتنی فکر وکړ، چې هغه  زما خوا ته ولې راځی؟ په داسې صورت کې چې زه یې له خپله ذاته رامنځته کړم، زه ولې  پټه نه شم، همدا علت دی هغه د غوا په څېره کې رابرسېره شوه او هغه غوایی شو.  بیا هغه له غوا سره یو ځای شو، چې له دې چارپایان رامنځته شول.  بیا هغه خره شوله او هغه خر. خر د هغه خوا ته لاړ او د سمو په څېر ځناور رامنځته شول. بیا هغه وزه شوله او هغه پسه. له دې وروسته هغه بیا مېږه شوله او هغه بل مږ، بیا د دوی له اختلاط وروسته رمه رامنځته شوله.  همداسې هغه د ټولو ځناورو ان تر دې چې د چینجیو شکل یې هم خپل کړ. هغه په د پوهېده چې هغه مخلوق دی، ځکه چې د ټول مخلوق زېږون له هغه رامنځته شوی و. په همدې اساس  وروسته د ویدانت ودانۍ رامنځته شوه.
ماټریالیسټان څنګه با حواصه، احساساتی، د پیسو ملګری او مادیت غوښتونکی ګڼل کیږی، کیدای شی، دا یوه کلیواله شننه وی، خو ولې ماټریالیزم د فلسفی ژورو او ډیالیکټیکی ځانګړتیاوو او د تاریخ مادی څېړنې ته په رښتینی سترګه ګوری نه په هغه سترګه چې سترګه یې مادی اړخ ونلری.
ماټریالیزم اعاده لری چې د نړۍ له لومړنی څرخی څرخ څخه ونیسه تر اوسه پورې چې څومره اختراعات او انکشافات شوی دی، مادی دی او د مادې له برکته ترسره شوی دی. د دوی په اند هغه څه چې د خیالی خیال په مرسته ترسره کیږی، نه شونی دی او نه لیدونکی دی، نوڅنګه به د دوی وجود او موجود رامنځته شی. خو بیا هم ماټریالیسټان د ارستو، کانټ، هیګل او نورو ایډیالسټانو کړنې د ستاینې وړ ګنی او دوی د ماټریالیسټی اختراعاتو په فکری بهیر کې تر یو حده شامل ګڼی، البته د دوی د خیال توان هم له چا کم نه ګڼی، بلکې وایی که د دوی خیالات غیر مادی یا غیر وجودی نه وایئ نو کولای یې شول چې نننیو نوښتونو ته په لویه کچه کریډیټ او ښه والی ور وبښی.
کانټ ډېر ښه وکړل چې د فلسفې له پیل څخه ونیسه تر خپله وخت پورې په انتقادی ډول د فلسفې بیا له سره څېړنه او کتنه وکړه، دوی خیالی غیر  وجودی خیالات په حسیاتو پورې وتړل، خو ولې کانټ دې غیر وجودی ته په رښتینې توګه د غیر وجودی خیالاتو له پیمانو کتنه وکړه. د کانټ تر ټولو ستره تیروتنه دا وه چې ویل یې؛ موږ خیالات او له دې زیږدونکی اختراعات حس کولای شو، خو اصل ته یې رسېدل چې په داخل کې یې پراته وی، ناشونې دی، همدا علت دی چې رښتینی اصل ته رسېدل ناشونی دی.
بل لوری ته عینی خیالی فلسفی هیګل بیا دا خیالات په چاپیریال کې شته عناصرو سره وتړل او دی وایی چې دا ټول خیالات خپل منځی تضاد نه لری، بلکې دا تضادات په حقیقی دنیا کې هم شته. البته هیګل دا ونه ویل چې دا تضادات څنګه ترسره کیږی او څنګه حقیقی دنیا له بدلون سره مخ کوی. غالب امکان دی، چې د هیګل شننې او څېړنې هم تر ډېره بریده له مادې لرې وی، همدا علت دی، چې دا خلا مارکس پوره کړه او ډیالیکټیک ته یې ساینسی بڼه ورکړه.
خو ولې همدا د دې نظریاتو زور و، چې په لومړی ځل یې د ګلیلیو، کوپرنیکس، جان لاک او تهامس په څېر فلسفیان یې رامنځته کړل او د نړۍ تشریح یې د منځنیو پېړیو تورو خرافاتو او توهماتو څخه را وباسله او دې ته یې دنیاوی رنګ ورکړ چې په پایله کې یې خیالی کلیسا چې د ارستو په نظریاتو یې توره پټۍ (Dogma) تړلې وه له خاورو سره خاورې کړه. اروپا خپل سفر د ساینس په مرسته له مادی اړخه پیل کړ، د هغه مادی اړخه چې عربو له یونیانو اخیستی و او د سخت دریزه ملایانو د کارونو او کړنو له لاسه یې وبایله. داسې همدا فلسفی ساینسی علم اړ ویستل شو تر څو غرب ته بیرته د چوکاټ د ورستوالی او تندیدلو له امله کډه وکړی. همداسې وشول، چې دا علم د کلیسا په ماتې اروپا ته ځان ورساوه او هلته یې د تمدن نوې ډبره کېښوده چې نننۍ اروپا یې تر ټولو ښه بېلګه ده، خو البته هلته هم که د نویو ننګونو مخنیوی ونشو نو مجبورا دا به بیرته یو بل چوکاټ ته ځان ور رسوی چې دا به د اروپا په پرتله ډېر معاصر وی بلکې د پرمختګ، روڼ اندی او معاصرتوب لا غښتلی عناصر به په ځان کې ولری.
په بشرپال فلسفی بهیر کې پر همدې موضوعاتو د ډېرو ملګرو او ښاغلی فرید بارانی لخوا لیکچر بحث وشو. ښاغلی فرید بارانی د خپلو خبرو په سر کې پر سپینه تخته یو څه موضوعات ولیکل او بیا یې خپلې خبرې داسې پیل کړې؛ زه نه ایډیالیسټ او نه ماټریالیسټ یم خو یو ریالیسټ یم. همدا علت دی، چې د تشریحاتو پیمانې به مو تر ډېره بریده ریالیسټی  اړخ ولری. نوموړی په اشارو کې دی خبرې ته هم په خندا اشاره وکړه، چې زما د شعری ټولګه چاپ کېدونکې ده، خو زه حیران یم چې زما پر دا کتاب باندې ښاغلی وفا سمندر  ۹ مخه سریزه لیکلې دی او په زه یې پکې ایډیالیسټ معرفی کړی یم، حال دا چې زه یو ایډیالیسټ نه یم!
له دې خبرې وروسته  ښاغلی بارانی یوه نرمه مسکا وکړه، دی وایی:
هر بشپړ فلسفی مکتب یا جریان باید درې اصله ولری:
لمړی: دینی یا اعتقادی اصل
دوهم: اقتصادی اصل
درېیم: سیاسی یا حکومتی اصل
یانې یو فلسفی مکتب باید دغو دریو اصلونو ته په ټولنه کې ځواب ووایی. دی زیاتوی؛ که چېرې دې شیانو ته ځواب ونه ویل شی، نو موږ ویلی شو چې دا فلسفه د کار نده. عموماْ د فلسفی مکتبونو مهم اصل میتافزیکی باور نه دی. ښه بیلګه یې د کارل مارکس پر مارکسیزم کار دی، ده دا کار د ټولنې اقتصادی وېش او کړنو ته په کتو مطرح کړی دی. یانې د باور برخه د یو اصل په توګه خپل ارزښت درلود نه د ټولنې د اصلی مجبوریتونو دلیل. د بارانی صیب دا برخه تر ډېره بریده تر عینی فلسفې ور غځېدلې ده. یانې د ټولنې ارزښتونو او اړتیاوو ته په کتلو د یو شی ارزښت معیاری او قانونی کول.
همداسې نوموړی مثالیت پرستی مهمې څانګې، میټافزیکی برخې ته داسې راځی؛ دا چې ولې په فلسفی مکتبونو کې عقیدوی برخه ډېره د بحث وړ ده، دوه علتونه لری:
الف: د خدای شته والی او نه شته والی د فلسفې له اساسی پوښتنو څخه ده (د یادونې ده چې دا بحثونه د یونانی فلسفې ترڅنګ د مصریانو او بابلیانو میټافزیکی برخه جوړوی چې د ارسټوفین په نظر کارونې ته یې اړتیا نشته، ولې چې یونانیانو به د مصریانو او بابلیانو په پرتله پر شته شیانو ډېر غور کاوه، خو ولې بابلیانو او مصریانو به د اړتیا له مخې له ظاهری شته شیانو خدای ګوټی تشکیلول)
ب: پر یوه میتافزیکی ځواک باور د هرې ټولنې د اکثریت غړو له ذات سره معنوی تړاو لری چې نه منل یې ورته سخته تمامیږی.
خو بارانی صیب د ټولنې معنوی اړتیاوو ته کومه ځانګړې اشاره ونکړه بلکې یوازې له دې جمله یې مانا و، چې میټافزیکی برخوردونه ساتل او پالل د ټولنې اړیتاوې پوره کوی.
په فلسفه کې د خدای مفهومونه: ښاغلی بارانی وویل چې؛ جوهر، میتافزیکی ځواک، کانشیسنیس، فکر، ذهن، روح، اراده، قوی تفکر او نور په فلسفه کې معمولاْ د خدای په مفهوم کارېدلی دی. ښاغلی بارانی یې په خپلو خبرو کې په تفصیل سره یادونه وکړه. له دې ټولو موضاعاتو کېدای شی د ښاغلی بارانی صیب هدف هم هغه د میټافزیکی فلسفیانو استدلال و چې میټافزیکی فلسفی د اختراعاتو او فکر رامنځته کولو کې اړین رول پلی کړی دی. دا اټکل ماټریالیسټان هم تر یو بریده ورسره منی.
ښاغلی بارانی له یادو خبرو وروسته خپل لیکچر ته راغی او د ایډیالیزم په اړه یې تفصیلی خبرې وکړې، ده د ایډیالیزم ظاهری مانا داسې تشریح کړه:
ایډیالیزم:
یونانی کلمه ده له idea  نه اخیستل شوې او شکل، ظاهر او نمونه مانا ورکوی.
د ایډیالیستانو منشاء په یونان کې سوفسطایانو ته ګرځی، هغوی چې د خلکو د حقوقی ستونزو لپاره یې وکالت خونې جوړې کړې وې او په غلطو استدلالونو به یې حق باطل او باطل حق ښکاره کاوه. دلته د ښاغلی بارانی مانا د سبط حسن خبرو او دلایلو ته نږدې ښکاری، نوموړی هم په خپل کتاب د “د تیر وخت هدیری” کې لیکی چې؛ د خپل وخت پاچاهانو د چاپلوسو لیکوالانو او پوهانو په مرسته د عادی خلکو د خپل علم په واسطه استحصال کړی دی، دوی به د خپلو لومړنیو ازمویل شویو علم په مرسته د خلکو تیر ایستلو په موخه کار کاوه، دوی به بېلابېلې تجربې کولې د کامیابۍ په صورت کې به یې پر خلکو عملی کولې. په داسې صورت کې چې دوی ته به یې اخطارونو ورکړی تر څو خیراتونه او صدقې ورکړی کنه د پوهانو له اټکل سره سم به باد او بارانونو کیده، دا په دا خاطر چې دوی د باد او باران فکر پیمانې کشف کړې وې او د دوی ډېر اټکلونه به د ستورو د حرکت د اټکل او وریځو تاوېدلو را تاوېدلو په دلایلو سم ثابتېدل.
همداسې په لومړی پړاو کې یې د ایډیالیزم عمده استدلالونه وڅېړل. دی وایی چې ایډیالیسټان اعاده کوی چې:
• روح اصالت لری
• ماده د روح زېږنده ده
• څېزونه خارجی واقیعت نه لری بلکه هرڅه ذهنی دی
په دویم پړاو کې بارانی صیب پر ماټریالیزم باندې خبرې وکړې او عمده استدلالونه یې وڅیړل:
مټریالیزم:
له میټا نه اخیستل شوې او د مادې مانا ورکوی.
ویل کیږی چې د فلسفې پلار تالیس لومړی فیلسوف وو چې نړۍ ته د منشاء پیداکولو په لټه کې شو، له کور نه راووت، په یوه ټاپو وزمه کې مېشت شو چې شاوخوا یې ټول سمندر و او له اوبو پرته بل څه نه ښکارېدل، دلته د فکر کولو په موخه تر څو ورځو مېشت شو، ویې لیدل چې د نباتاتو سلګونه ډولونه له اوبو وده کوی، ماهیان په اوبو کې ګرځی، له آسمانه اوبه راتوییږی، انسان، حیوانات، نباتات په اوبو کې ژوندی دی. نو ویې انګېرل چې د ټولو موجوداتو منشاء او خدای اوبه دی.
خو د تالیس د ماټریالیزم په باور چې ښاغلی بارانی بیان کړ، یو څه نور شیان هم کېدای شی، چې په هغه کې د مصر تمدن تر ډېره بریده رول پلی کړی دی، ولې چې مصریانو هم یو وخت اوبو ته خدای ویل، بل لوری ته دوی د خدای تر څنګ اوبو تر ټولو اړین شی ګڼل چې له امله یې حیوانات ژوند کولای شو، د یادونې ده چې دې نظریاتو له تالیس څخه زر کاله وړاندې شتون درلود.
ښاغلی بارانی زیاتوی چې همداسې هیریکلیټس چې نوموړی د معصومانه ډیالیکټیک پلار ګڼل کېږی، ځکه هغه به ویل: که تاسو په اوبو کې یوه غوټه وخورئ او وروسته له یوې شېبې بېرته راووځئ، نو تاسو هغه کس نه یاست چې یوه شېبه مخکې وای. ده همدومره په حرکت، تحول او تکامل باور درلود.
همداسې د مټریالیزم استدلالونه ښاغلی بارانی داسې بیان کړل:
• ماده اصالت لری
• روح حقیقت نه لری بلکې ماده په خپله هغه شی دی چې هر څه کنټرولوی
• د څېزونو واقیعت عینی دی
همداسې ښاغلی بارانی په خپلو خبرو کې مسلمانان ریالسټان معرفی کړل، دی استدلال کوی، مټریالیستانو د تاریخ په اوږدو کې د الهی ادیانو پیروان ایډیالیستان بللی دی چې دا سوچ یې کاملن غلط و. د الهی ادیانو پیروان نه ایډیالییستان دی او نه هم مټریالیستان. که مسلمانان فرض کړو، دوی د مادې عینی موجودیت منی خو اصالت یې نه منی، او روح ته اصالت ورکوی او د هرڅه منشاء خدای بولی. بنأ مسلمانان ایډیالیستان نه دی بلکه رئالیستان دی.
خو البته که د ښاغلی بارانی د دې خبرو په غبرګون کې د ارسټوفین ۲۱۰۰ کاله مخکې خبره، چې له خپل پلار څخه یې پوښتلی وو، مطرح شی، چې؛
[ارسټوفین: پلاره زه چا پیدا کړی یم؟
پلار: “خدای”
ارسټوفین: “پلاره خدای چا پیدا کړی دی”؟
پلار: “چپ شه”!]

خو ماټریالسټان له هر شی څخه مطلق نه تشکیلوی بلکې د تغیر او بدلون غوښتونکی او معاصر ماټریالیسټ د شته او په شته کې د شته تضاد لټون کوی.
ښاغلی بارانی خپل درېیم مکتب رئالیسم  ته لاړ چې په اند یې ټول مسلمانان د دې مکتب پیروکاران دی. (عین ګرایی یا واقعیت ګرایی)  البته پوښتنه پیدا کیږی، چې دا کوم ډول رئالیزم دی چې له امله یې مسلمانان په ټوله نړۍ کې او بیا په اسیا یا عربو کې د نړۍ په ټولو ۵۰۰ لوړو پوهنتونونو کې یو مثالی پوهنتون نلری، بلکې ټول علم مطلقیت او کنګلتیا خپله کړې ده؟
بهرحال ښاغلی بارانی زیاتوی:
افلاطون، له تالیس نه نیولې بیا تر خپل عصر پورې فلسفی نظریات لولی، پرې فکر کوی او بیا خپل نظرونه وړاندې کوی، هغه هیڅ کله د دینی باور نه رئالیست شوی نه دی.  افلاطون وایی چې په میتافزیک نړۍ کې د انواعو عالی شکلونه وجود لری چې دغه عالی شکلونه دا څېزونه له هماغه میتافزیک نه کنترولی او تکامل ته یې رسوی. اپلاتون نوره خبره نه غزوی، ګیچ کیږی، او هیڅ کله هم د یوه واحد خدای نوم نه اخلی چې د دنیا کنترول دې د هغه په لاس کې وی.
د بارانی صیب د نظر پر وړاندې دا خبره کیدای شی، چې اپلاتون د یو مطلق ځواک منوونکی و، همدا علت دی، چې د مصریانو، بابلیانو او هندوانو په پرتله یې د یو ځواک لمن نیولې وه، بلکې ده به دا ځواک په ټولو شیانو قادر باله. داسې څرګندیږی، چې اپلاتون هم د خپل استاد سوکرات په څیر د یو واحد ځواک منوونکی و، بلکې د خیالاتو پاچاهی یې د روڼ اندۍ په راتګ او د کلیسا په ماتېدو له منځه ولاړه. که نور نه نو د غنی په نظریاتو کې خو تر اوسه پروت دی.

ښاغلی بارانی د خپلو خبرو په لړ کې په خورا باور مندۍ او پوره هوش سره وویل چې اپلاتون هېڅکله یو ایدیالیست نه وه… دې خبرې یې د بهیر په جریان کې زیاتې پوښتنې او بحثونه را پورته کړل او مسله تر وروستی حده بې پایلې پاتې شوه.

د رئالیسم استدلالونه:
• د هرڅه منشاء خدای دی
• ماده هغه ډول چې ده، پېژندلی شو (واقعیت)، نه هغه ډول چې باید وی (حقیقت).
• څېزونه عینی موجودیت لری
د علم عدم قطعیت:
علم محدود دی، قطعیت نه لری او تر ډېره زمونږ د حواسو محصول په کې ګډ دی. مونږ هغه څه ته علم ویلی شو چې لاسرسی ورته ولرو. هر هغه څه چې د لابراتوار پرته ترسره کیږی، علم نه دی. په دا استدلال د ښاغلی عبدالودود بشریار او فهیم کریم لخوا د غبرګون سره مخ شو، دوی ویل چې علم قطعیت لری او ځکه قطعیت لری چې د یوې دقیقې او سنجول شوې پروسې په نتیجه کې یوې پایلې ته رسېدلی حقیقت دی، بل لوری ته خان ولی خان بشرمل استدلال وکړ چې تر خپل ټاکلی چوکاټ پورې قطعیت لری او کېدای شی دا په راتلونکی کې یو بل حقیقت ځان ته غوره کړی.
ښاغلی بارانی د اقلیدوس په اړه هم وویل چې د پخوانی یونان په اسکندریه ښار کې ژوند کاوه، د هغه اقلیدوسی هندسه ۳۲ هندسی قضیې لری، او دا ۳۲ قضیې یوازې د یوه اصل پر بنسټ جوړې شوی دی، همدا چې مونږ د یوه خط او یوې نقطې نه یواځې یو موازی خط رسمولی شو، بل خط نه شو رسمولی بناء یو خط او هغه هم نه قطعه کیږی. د اقلیدوس مثلث ۱۸۰ درجې دی.
همداسې بارانی صیب د خپل علمی قطعیت په اړه نور دلیلونه راوړل او وایی: وروسته د اقلیدوس ستر المانی ریاضی پوه ریمان راځی او وایی چې د اقلیدوس هندسه او اصل نه منی، ځکه چې اقلیدوس د خپلو محاسباتو لپاره یوازې یو اطاق په نظر کې نیولی وو او ده یوه کروی ځمکه په نظر کې نیولې. همدا ده چې دی وایی چې ځمکه کروی ده او مونږ له یوې نقطې نه د خط په امتداد دوه موازی خطونه رسموو چې په قطبینو کې یو بل قطعه کوی. او په ریمان هندسی قضیو کې د اقلیدوس مثلث له ۱۸۰ درجې نه زیات دی، ځکه ځمکه کروی ده. نو ریمان هم راځی او د همدې اصل پر بنسټ ۳۲ هندسی قضیې جوړوی چې د اقلیدوس له ۳۲ قضیو سره متفاوتی دی.
وروسته یو بل فیلسوف لباچفسکی راځی او وایی چې زه په قطب کې کښېنم او وایم، کوم ټول خطونه چې تاسو رسموئ، ټول په یوه نقطه کې حتمن سره موازی دی ځکه چې د قطب نه شروع کیږی. یانې له یوې نقطې نه بې نهایت موازی خطونه ایستلی شو. او بله نوې هندسه یې رامنځ ته کړه چې ۳۲ قضیې یې درلودې او د ریمان او اقلیدوس له قضایاوو سره یې بشپړ توپیر درلود. او دده په هندسه کې د اقلیدوس مثلث له ۱۸۰ درجو نه کم دی.
د علم د عدم قطعیت په اړه د ښاغلی بارانی د استدلال په ځواب کې ښاغلی بشریار زیاته کړه؛
کله چې مونږ د اکسیجن او هایدروجن په اړه غږېږو نو ټول فلسفی مکتبونه، متخصصین، خلک، زده کوونکی او… نور یې په اړه یو ثابت او قاطع باور لری چې له یوځای کېدو نه وروسته اوبه جوړوی، ځکه مسئله قاطع ده او له لابراتوار څخه تېره شوې. او همدا هایدروجن او اکسیجن په هرځای کې، په هرو شرایطو کې، پر هر زمان او هر مکان کې د لابراتوار لاندې واحده پایله لری. د فلسفې په دنیا کې هرڅوک د خپل ذهن او حواسو محصولو پر بنسټ یوه لاره غوره کوی.
رئالیزم وایی چې هر څه د تغیر په حال کې دی او تکامل ته پر رسېدو هره شېبه د کائیناتو په بڅره بڅره وجود کې تغیر او تحول ایجادیږی نو له همدې امله دی چې مونږ د څېزونو حقیقت نه شو په ډاګه کولی بلکه یوازې د هغوی عینی موجودیت یا واقعیت منو. مثلاْ د جاذبې قانون، د نیوټن نه وړاندې هم هماغه قانون و، د نیوټن په وخت کې هم هماغه ثابت قانون و، د انیشتین په وخت کې هم، اوس هم او د نړۍ تر پایه به همدا قانون وی خو زمونږ فهم ددې قانون پر وړاندې متفاوت وو. انیشتین د نسبیت په مطرح کولو سره وویل چې دا فورمول کلی نه دی، وروسته کله چې نیلز بور ظهور وکړ هغه وویل چې د انیشتین نسبیت هم کارنده نه دی او هرڅه باید د زراتو تر کچې وڅېړل شی. نو زمونږ شناخت نسبی او متغییر دی.
خلاصه دا چې زما د ذهن نه بهر دنیا عینی موجودیت لری خو زما شناخت د همدې عینی دنیا پر وړاندې ذهنی دی. او زمونږ د درک او حواسو په محدوده کې دغه شناخت نسبی دی، خلاصه موږ په دې مکتب کې ماده، هغه ډول چې ده منو یې، نه هغه ډول چې باید وی. رئالیستان یوه بله خبره هم کوی: ټول څېزونه نسبی دی خو د هغوی میتافزیکی بعد ثابت او مطلق دی. یانې د طبیعت بنسټیز قوانین تغییر نه کوی او مطلق دی.
د بارانی صیب دا نظریات کانټ او برکلی ته ډېر ورته دی، خو ولې دوی دا ونه ویل شوی، چې اصل ته ولې نشو رسیدی دا په داسې صورت کې چې نننی ساینس ډېرو هغو مفروضو ته چې وخت یو مفروضه ګڼل کېده رسیدلی دی.
له لېکچر وروسته د بحث دویمه برخه د پوښتنو ځوابونه پیلیږی. ښاغلی بشریار پوښتنه وکړه:
تاسو په کومو اساساتو باندې دا ټول فلسفی جریانونه په دریو برخو ووېشل؟
بارانی: زما په اند بحث له سوفسطایانو څخه راپیل کیږی. دوی ځان ته ادارې درلودې او ټینګار یې کاوه چې دې بحثونو ته وده ورکړی خو البته د خپلو مفاداتو په چوکاټ کې، له دې لنډو خبرو وروسته بارانی صیب وایی چېاپلاتون یو ریالیسټ دی، نه ایډیالیسټ!

خو بشریار صیب زیاته کړه، چې دا څنګه کیدای شی، اپلاتون خو هغه خیال واقعی ګڼی او خیال له مطلق سره ټینګه ریښه لری؟
بارانی: اپلاتون  ویلی دی، چې هر څه هغسې لیدلی شو، چې واقعت ولری نه حقیقت وی!
بشرمل وویل، اپلاتون منبع خیالی ده، او دا خیالی منبع مطلقه ده، همدا علت دی، چې ایډیالیسټ هر څه په هغه څه پریږدی چې هېڅ وجود نلری!
بشریار وویل نو مونږ څنګه قعطیت نلرو، بلکې زه خو باور لرم، چې علم قطعیت لری
حمید خان له موضوع لرې پوښتنه وکړه او ویې ویل: پخوانی نظریات ډېر پیاوړی دی او ولې اوس نشو کولای چې هغه ډول نظریات تشکیل کړو.
د ښاغلی حمید خان دې پوښتنې ته چا کوم ډول ځواب ونه وایه، خو وروسته ښاغلی بارانی د خپلو نظریاتو د دفاع په خاطر وویل، تالیس هلته راځی، چې په چاپیریال کې یوازې اوبه تر سترګو کیږی او هر څه له اوبو څخه پیدا کیږی، ګوری دا مسایل قطعیت ته ورسید
ښاغلی بشریار د بهیر په درېیمه برخه کې خبرې وکړې؛
برټرنډرسل په خپل یوه مقاله کې لیکی، ډار انسان له ډېرو مسایلو سره مخ کړی دی. کله چې انسان له توهماتو او وهمونو څخه خلاص شی، نو هغه انسان به علم وڅیړی. کله چې د انسان قعطیت کولای شی، چې انسان نویو تجربو ته یوسی، تر څو د سوفسطایانو خبره ده، هغه نه یوازې په سوفسطیانو کې مطرح شوې دی، بلکې همدا یا دې زیات نظریات په مصر او بحرالهند کې هم شته دی.
یادښت: راتلونکې جمعه مو بحث پر زیارتونو دی، دا بحث ښاغلی خالد نجیم کوی؛ وخت مو د ماسپښین دوه بجې دی.

ستاسو نظر