یادښتونه

بشرپال فلسفی بهیر – ایروټیک ادبیات

موضوع: ایروټیک ادبیات
بحث: نصرت الهام
راپور: مبارز ولی خان
ځای: باچا خان انسټیټوټ
وخت: جمعه، ماسپښین ۲ بجې – ۸/ ۸/ ۲۰۱۴
تبصره:
بشرپال فلسفی بهیر د مالومو او نامالومو فلسفی، ساینسی، ادبی، ډیالکټیکی، روانی او طبی نظریاتو لټون  لپاره یو منظم پلیټ فورم دی. دا بهیر د نړۍ له ډېرو سترو سترو علمی ځایونو ځان کم نه ګڼی، بلکې اعاده لری، چې د نړۍ د ډېرو سترو فلسفیانو، ساینس پوهانو او عالمانو په څیر لویه علمی پانګه ایجادولی شی. په همدې اساس زیار ایستل کیږی، چې په دې بهیر کې هر ډول نظریات چې د ملت په ګټه او د روڼ اندۍ اساس ږدی، بحث کیږی، څېړل کیږی،  ښې ګڼې او بد ګڼې یې ارزول کیږی تر څو په افغان وطن کې هم ځوانان وکولای شی، بیلابیل مکتبونه  اختراع او د نړۍ په علمی پانګه کې ونډه ولری
ښه بېلګه یې په تیره اونۍ کې پر ایروټیکو ادبیاتو د ښاغلی نصرت الهام لخوا بحث او د ملګرو ګډون دی. د ایروټیکو ادبیاتو پیل له بیلابیلو کلتورونو شوی دی چې له مورواکۍ نظام څخه واخله تر ننی پلارواکی نظام پورې حسابیږی. په لومړنیو یانې په وحشی، بربری او کرنیز اوښتون کې د ادبیاتو په اړه لیکل شوی شواهد نشته، خو ولې د هغه وخت د اړتیا او غوښتنې مطابق خلکو یا د هغه وخت پوه خلکو پر ډبرو او غرونو کې انځورګری کوله. همدا انځور ګری د دوی لیکدود پېژندل شوی دی.
په دی کې پر ډبرو د غټو غټو ښځو لکه ونیس خدای ګوټی واضحه اندامونه انځور شوی دی. د دوی د واضحه اندامونو انځور کول د بېلګې په توګه د ګېډې، کوناټیو ، تیونو او  د ننۍ دور مطابق باپرده برخو انځورګری په دې مانا اخیستلی شو، چې دا د هغه وخت د سیکسی احساساتو ترڅنګ، مذهبی او مادی اړخونه څرګندوی.
د بېلګې په توګه د مور په ګېډه کې د ماشوم پاتې کیدل، له سینې شیدې څکل او بیا په ځآنګړی توګه د مېرمنې هغه ځایونه چې په هغه وخت کې به بربنډ وو، مالومداره خبره و، چې ډېرو عادی وګړیو ته هم مالومه و، چې له دې د بل انسان راتګ یا زیږون ممکن دی. همدا علت دی، چې په هغه وخت کې یانې له نن څخه ۳۵۰۰۰ یا ۲۵۰۰۰ کاله وړاندې په مورواکی نظام کې د ښځو لویو اندامونو هم د مذهبی افکارو په ټینګوالی کې تر ډېره بریده د مادی اړخ په واسطه ډېره مرسته کړې ده.
د پخوانی او منځنی پخوانی دورونو له انځورګرۍ او قبرونو داسې ښکاری چې هغه وخت هم ایروټیک ادبیات په غیرشعوری توګه په ټولنه کې شته وو. بیا وروسته له سومریانو، بابلیانو، عبرانیانو او هندوانو ونیسه تر عربانو او اروپایانو را ورسیدل.
لیکوال علی عباس جلالپوری لیکی:
یونانیان به هم د ویونیسیس په لاریونونو کې د نارینو جنسی الې د مجسمې په ډول‎ له ځان سره نیولې او روان به وو.  د لاریون په پای کې به یوه بلنه ورکول کېده، چې Comus  نومېږی. په دې بلنه کې به چې کومې فاحشې سندرې  ویل کېدې ، هغوی ته Oides  ویل کېږی. Comedy هم له دې کلیمو اخیستل شوې ده. د ارستو له نظره  کمیډی له دې لاریونونو څخه رامنځته شوې ده. د پخوانی مصر په موسمی لمانځنو کې د نارینه جنسی نښه  د لرګی له سر سره تړل شوې وه، بیا به له یوه پړی سره تړل شوې وه، چې په زوره به کش کېده او پورته به شړل کېده.(۲)
د یادونی ده، چې د هومر اودیسیه (Odyssey) هم له دې ټوکو ټاکلو راخیستل شوې ده. خو معاصر ایروټیک ادبیات د پښتو نومتو شاعر خوشال خان خټک په شعرونو کې هم شته دی. خوشال بابا د پښتو یوازنۍ شاعر و، چې په خپله شاعرۍ کې یې د علم ډېره برخه راغونډه کړې و. ده به ایروټیکه شاعری د عادی خلکو د را ویښولو په موخه کوله. که څه هم دا علم د یونیانو او ایټالویانو په دربارونو کې د خوند اخیستلو په موخه کارېده، خو ولې کوم ډول علمی بڼه یې نه درلوده، بیا په ځانګړی توګه په اټالیا کې یې هیڅ علمی بڼه نه درلوده، د ایټالیا پخوانی خلک وحشی او واک خوښوونکی تېر شوی دی. داسې دوی سیکس او ایروټیک ادبیات هم د خپلې شتمنۍ په حیث شمارل. خو ولې یونانیانو دې ادبیاتو ته یو څه علمی بڼه ورکړې ده، چې د هومر او هیریکلیټس له علمی پانګو څخه له ورایه څرګندیږی.
البته په کلاسیکه نړۍ کې د خوشال بابا د ایروټیک ادبیاتو بېلګې بیا په اروپا کې هم نه ښکاری، دا په داسې صورت کې چې په اروپا کې د خوشال بابا له شاعرۍ تقریبا لسګونه کاله وروسته په اروپا کې په ۱۷، ۱۸، ۱۹ او شلمه پیړۍ کې ایروټیک ادبیاتو ته کار کیږی، چې په اتلسمه پیړۍ کې پرې  بندیز لګیږی. یانی په اروپا کې د خوشال بابا په ډول شعرونه نه زغمل کېدل. خوشال بابا په خپل یو شعر کې د صحت د سالم ساتلوپه موخه یو څه نصحیتونه کوی:

په معنى کې قیمتى لکه ګوهر
که هرڅو ورباندې عشق شی زورور
څو رب آس شی په یوه ګوزار ډنګر
که سړى یې شی له قدر نه خبر
چې تر تا وی ښځه لاندې ته یې زبر
په دخول کې ډېر یاوه مکړه ذکر
چې تر دا نه دارو نشته معتبر
پس له خوبه یې ورجوړ کړه په سهر
پس له غسله ښه څه وخوره مختصر
په بادام او په پسته طایفی څر
یو چڼه، لوبیا، ګاځره بل ټېپر
د جماع لذت به بیا مومی بیشتر
هر سړى دې ځنې وکاندې حذر
چې یې لور نه وى زوولى یا پسر
که دې ځاى شی په هغې دنیا سقر

د حکمت ویل به وایم مختصر
په هفته کې صحبت یوځله بایده دى
د صحبت په کار کې ډېر فکر بایده دى
دا د ملا اوبه یې واړه در ګوهر دی
په ډېر رنګه دخول کېږی بهتر یې دا دى
چې دې عمر تر پنځوسو کالو تېر شی
که قوت زیاتوې تل خوره شودې پۍ
په مړه ګېډه صحبت په شومه مکړه
چې حاجت د غسل وشی زر ولامبه
د شهوت چې ضعیفی لرې کوینه
دا څلور توکه نفاخ او مبهی دی
که د غره د مږ په تریخی ځان ککړ کړې
د زړې ښځى صحبت دى لکه زهر
د هغې ښځې صحبت لکه دارو دى
که دې لاس په بکره بر شی پرې یې مه ږده

ښاغلی نصرت الهام د خبرو په پیل کې وویل، چې زه له خبرو مخکې یو وړاندیز لرم، هغه دا چې باید موږ خپلو موضوعاتو ته د لېکچر په ځای د بحث نوم ورکړو، ولې چې له تر لېکچر رسېدو فاصله شته ده. همداسې یې له راغلیو مېلمنو مننه وکړه.
ښاغلی الهام د خپلو خبرو پیل څه داسې وکړ؛ یو هغه کتابونه، هغه ناولونه او لنډې کیسې دی، چې په یو نسبی هنری معیار چاپ شوی وی، خو یوازې د شهوانی موخو لپاره لوستل کېږی او یوازې د پورنوګرافۍ حیثیت لری، دا ډول کتابونه ډېری مهال لکه د بربنډو فلمونو پټ پلورل کیږی.
په دې برخه کې له دې په ټیټ معیار لیکل کېدونکې کیسې دی، پرېوتی سکسی داستانونه دی او په انټرنټ خپریږی، دغه ډول داستانونه په انګلیسی اردو، فارسی او عربی کې هم شته، خو په فارسی او اردو ژبه کې د دې داستانونو ارزوونکی وایی، چې دغه ډول داستانونه د ګوتو په شمار څو لیکوال لری او د ټولو ژبه او انداز نژدې یو شی دی، خو په انګلیسی کې بیا ځینې سایټونه شته چې خلک پکې د خپل سیکس کیسه لیکی او نور پرې تبصرې کوی، دا هم یو ډول لیکوالی ده، خو دا کوم ادبی حیثیت او ځای ځایګی نه لری.
ورپسې په جدی او هنری پنځونو کې د سکس او شهوت سره تړلی مفاهیم او موضوعات دی، چې په پښتو ژبه کې هم د پام وړ لیکل پکې شوی دی.
همداسې ښاغلی الهام د خوشال بابا یادونه وکړه او ویې ویل چې نوموړی سیکس نه یوازې د خوند اخیستلو په حیث خپلوی او خلک ورته هڅوی بلکې دی د سیکس له لارې د کمزوریو یا ناروغو خلکو تداوی ته هم لاره مساعدوی. ده وروسته د خوشال بابا یو شعر هم ولوست. نوموړی له دې لوی مفکر وروسته په اوسنیو لیکوالانو کې د سوله مل شینواری او عصمت قانع یادونه هم وکړه، چې دوی هم د مذاح له لارې د ټولنې د اصلاح او لارښوونې کار ترسره کوی.
ښاغلی الهام په خپلو خبرو کې سیکس د ټولنیزو چوکاټونو په دایره کې یو صحی کار وباله. بلکې دی زیاتوی چې هغه ادبیات چې د سیکس یا شهوانی هڅونو تشریحات پکې شوی وی، یوازې د خلکو سیکس ته را ماتولو کار ترې ندی اخیستل پکار دی. بلکې له دې ډول لارښوونو داسې کارونه رامنځته کېدل پکار دی، چې د ټولنې خیر پکې وی بلکې مناسبه لارښوونه هم پکې پکار ده.
ده زیاته کړه، چې په افغانستان کې د انسانی جسد ډېرو برخو نوم اخیستل ښه نه ګڼل کېږی، دا په داسې صورت کې چې دا برخې موږ په ډېرو شیانو کې کاروو.  ان تر دې چې له دې ډېر د کار شیان رامنځته کیږی، خو ولې موږ یې کارول ښه نه ګڼو، البته په پرمختللی ټولنو کې بیا د دې ډول دودونو ملا ماته شوې ده، بلکې پر دا برخو څېړنې روانې دی او د دې برخو په اړه خبرې کول هېڅ عیب نه ګڼل کیږی. لنډ دا چې ښاغلی الهام د دې برخو د یادولو په اړه په افغان ټولنه کې زغم برابرولو ماده پیدا کولو اړتیا ته اشاره و.
د الهام د شلو دقیقو خبرو وروسته غیر معمولا د پوښتنو لړۍ پیل شوه، چې په دا کې لومړۍ پوښتنه ښاغلی حمید خان وکړه، دې  وپوښتل: چې ایا ممکنه ده، چې د افغان انسان بنسټیزه اړتیا پوره شی چې یو په کې  دا هم ده چې تاسو پرې خبرې وکړې؟ همداسې د دې پوښتنې ترڅنګ نوموړی یوه بله پوښتنه دا هم وکړه چې دلته په افغانستان کې ستاسو موضوع سره سم چاپیریال رامنځته کېدای شی؟
ښاغلی الهام په ځواب کې وویل: دا چې موږ پرې خبرې وکړې او هغه ادبیات چې شهوانی هڅونې رامنځته کوی، فکر کوم په دا خاطر ندی لیکل پکار چې له اخلاقی او طبی چوکاټونو څخه ووځی. د دې ډول کیسو لیکل هدف دا ندی چې خوند ترې واخلو بلکې د لارښوونی ترڅنګ نور هم ډېر څه پکې لیکل پکار دی.
لا ښاغلی الهام خپل ځواب بشپړه کړای نه و، چې ښاغلی حمید خان پر ور زیاته کړه، زما هدف د دې څخه د خوشال بابا دې خبرو ته علمی او ټولنیز بڼه ورکول دی، چې تاسو په خپلو خبرو کې ورته اشاره وکړه.
ځواب یې ورته دا وه؛ په اردو ژبه کې ځینې شیان شته دی، چې دی خبرو ته پکې اشاری شوې دی، د بیلګی په توګه “زه د چا لور نه یم”، ښاغلی الهام خپل ځوابونه لنډول غوښتل همدا علت و، چې ډېر ځوابونه او تشریحات یې ملګرو ته ورنکړل.
زه فکر کوم، سیکس یوه روانی اړتیا ده، حمید خان بیا په چټکی سره درېیمه پوښتنه وکړه، د حمید خان له پوښتنو داسې ښکاریدل چې د موضوع په اړه تر ډېره بریده د یو مالوم او نه مالوم تلوسې ښکار و.
مقابل لوری ښاغلی الهام د دانش خپرندویه ټولنې د یو کتاب په اړه وویل، چې دانش خپرندویه ټولنې یو کتاب د جنسی لوڅ رازونه په نوم چاپ کړ، چې په کې د انسانی جنسی الاتو نومونه په ولسی پښتو لیکل شوی و، له دې وروسته یو چا دانش کتابتون ته تلیفون وکړ، چې هلکه دا دې څومره بد کتاب چاپ کړی دی؟ دا خو له اخلاقی چوکاټونو وتلی دی؟
دا په داسې صورت کې چې دا کتاب کولای شی، د ډېر افغانانو پښتو ویونکو مشکل ور حل کړی خو ولې ځینو د علم دوښمنانو ته دا د منلو وړ نده. که څه هم د ښاغلی حمید خان تلوسه په دا خبرو نه ماتیده، خو شاید د ښآغلی الهام له دې خبرو څخه هدف د آزادو خبرو په وړاندې د ځینو سخت دریزیو دریځ څرګندول وو. هغه دا چې دا خلک څومره سخت دریځ لری.
د بحث په جریان کې ښاغلی خالد نجیم په خپل نوبت وویل، چې په دې وروستیو ورځو کې یو چا په فیسبوک کې یو متن پورته کړی و، چې له هغې هم د شهوانی ځانګړتیاو څرک مالومیده، که څه هم زموږ افغانان دې ته په بده سترګه ګوری، خو ولې دا دومره بد ندی، بلکې دا هر څه په عربی کې هم شته دی او دا برخه د ادبیاتو یوه عادی برخه ده.  اصلا خبره دا ده، چې له دې ډول ادبیاتو څخه ۱۵ کلن، ۱۶ کلن او تر ۲۲ کلنې پورې ځوانان خوند اخلی خو ولې له دې عمر پوخ خلک بیا له دې څخه ډېر څه زده کوی.
نوموړی د خپل استدلال لپاره د یوې لنډې کیسې خبره هم وکړه، ده وویل چې هغه څه چې د مسایلو حل پکې شتون ولری، باید ترې ډار ونکړو بلکې په آزاده توګه یې وڅېړو او د خپلو مشکلاتو حل پکې راوباسو.
خو ولې ښاغلی الهام بیا وویل، چې نه داسې اصطلاحات یا کړنې چې د بیان وړ نه وی، باید ترې ډډه وشی، د خپل استدلال په موخه یې د انسانی بدن د ځینو برخو پټول اړین وګڼل، غالبا د خالد نجیم هدف له دې شیانو څخه نه و، بلکې علمی و.
د خبرو بهیر دومره جالب شو، چې ښاغلی فرید بارانی هم په خپل وار بلکې د خپل نظر په څرګندولو یې د خپل علم څرګندولی وکړه، ویې ویل: دا څه چې موږ وایو، سمه خبره ده، چې تر ادبیاتو پورې نه ده را رسیدلې خو ولې په عملی توګه د افغانستان وګړی ترې برخمن دی.
خو البته چې کله ترې لیکنه وغواړې نو بیا دې موضوع ته ارزښت نه ورکوی. همداسې ښاغلی بارانی د خپل موقف د لا قوی کولو په موخه د اسلام مثال هم راوړ، ده وویل، دا ډول ادبیات د اسلام په چوکاټ کې هم پر ځای شوی دی. دی زیاتوی په د کې هیڅ شک نشته، چې افغانان مذهب ته لومړیتوب ورکوی، که چېرې دوی ته دا مسایل د مذهب په چوکاټ کې مطرح شی، نو غالب امکان شته دی، چې دوی به پرې ښه پوه شی.
له دې خبرو سره سم الهام ژر وویل، هو داسې ډېرې خبرې شته دی، چې ملایانو پټې له ځان سره ساتلی دی. بلکې ملایانو ته پکار ده، چې د خلکو د ورخطاء کولو په ځای د خلکو د مسایلو حل کولو خبره وکړی
فهیم کریم له عادی خبرو څخه فلسفی او روانی موضوع ته داسې را ګرځی، ساډیزم کې سیکس خپل انتها ته رسیږی.
خو ښاغلی الهام د دې خبرو وروسته ناڅاپه وویل چې دا اصطلاحات په ادبیاتو کې نشته دی!
شته دی، دا یوه لویه برخه ده، فهیم کریم په خورا اطمینان وویل!
د بحث په جریان کې ښاغلی پرویز حبیب هم دریځ ته راغی او د هند د چاپېریال په اړه یې خپلی خاطرې له ګډونوالو سره شریکې کړې. ده زیاتره په بیلابیلو مذهبونو کې د سیکس په اړتیا باندې خبرې وکړې. نوموړی د شهوانی ځانګړتیاوو او معاصری اړتیاوو ته په کتنې سره وویل، چې دا یو تاریخی شالید لری، چې په تاویزم، بودیزم او جینټویزم کې تر سترګو کیږی. نوموړی د بیلابیلو هندی لیکوالانو تذکره وکړه، چې د نثر له لارې یې پر سیکس او د سیکس پر اړتیا آثار لیکلی دی.
ښاغلی بارانی له څه ویلو ډاډه وکړه خو ولې خپل یو شعر یې ګډونوالو ته ډالۍ کړ:
له ځانه وېره کوم
له خپل کاڼه وجدانه
له خپل ړانده شهوت نه
او له دې ښار نه
چې د تن د آزادۍ نجونې یې،
په خپل ذهنیت کې ارګاسم ته رسی
له ځانه وېره لرم،
له هغه درد نه چې په ژوند او په شفا بدل شو
له هغه مرګ نه چې د ژوند ښاغلې هیلې یې په لاس کې راکړې
… له وچو غرونو نه چې غېږ راکوی
او ددې ښار د زندانونو تقوا
او زمونږ د کلی فاحشه، چې باکره وخته
له دې اوږد بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې په راتلونکې اونۍ کې به ښاغلی فرید بارانی پر ایډیالیزم او ماټریالیزم خپل نظریات وړاندې کوی. همداسې دویمه اونۍ کې ښاغلی خالد نجیم مسوولیت په غاړه واخیست تر څو د زیارتونو په تېر، اوس او راتلونکی او ورسره په ښکېلو نظریاتو خبرې وکړی.

ستاسو نظر