یادښتونه

بشرپال فلسفی بهیر – بشرپالنه

بشرپال فلسفی بهیر
موضوع: بشرپالنه / هیومنیزم
بحث: عبدالودود بشریار
راپور: مبارز ولی خان
ځای: باچا خان انسټیټوټ
وخت: جمعه/ ۲۰۱۴/ ۰۸/ ۲۹ / ماسپښین دوه بجې
پرله پسې اوومه غونډه

په بشرپال فلسفی بهیر کې د عبدالودود بشریار (پښتونځار) لخوا پر بشرپالنه  (Humanism) لیکچر وړاندې شو. ښاغلی فهیم کریم د خبرو په پیل کې له ښاغلی عبدالودود بشریار څخه هیله وکړه، چې دریځ ته ورشی او خپل لیکچر وړاندې کړی.
ښاغلی بشریار خپل لیکچر له یوې فلسفی پوښتنې پیل کړ: آیا دا کاینات د انسان لپاره دی که دا انسان د  کایناتو لپاره ؟
نوموړی وویل: که څه هم پر بشرپالنه غږیدل یوه پیچلې مسله ده، خو   زیار به وباسو، چې تر خپله حده  پورې تاسو ته مالومات وړاندې کړو.  لومړی باید دا خبره وشی، چې انسان د بشرپالنې منځټکی دی او بشرپالنه ټوله پر انسان څرخی. کله چې انسان د بشرپالنې منځټکی دی نو لومړی باید پر انسان او په بیلابېلو ژبو کې د انسان لپاره  د کلمو پر رامنځته کیدو، ماناو، مفاهیمو او ریښو  بحث وکړو. تر څو له ټکی پیل وکړو او همداسې مخته ولاړ شو.
نوموړی وویل چې د بشرپالنې پر بیلا بېلو اړخونو به خبرې وکړی، خو د وخت د کمښت له امله پر  ټولو ټکو رڼا وانه چول شوه. ښاغلی بشریار په خپلو خبرو کې د خپلې موضوع عمده ټکی په دې ډول وښوول.
• لومړی، په بیلا بیلا ژبو کې د انسان اړوند کلمو څېړل.
• په بین النهرین، پخوانی مصر، کریت، پخوانی یونان، زاړه هند کې د انسان  په اړه تصورات
• د اناکسی مینډر،بیګ بینګ، ډارون له نظره انسان
• د یونان په ښاری دولت کې بشرپالنه
• بشرپالنه او پر میتافزیکی قوت باورونه
• ایا د انسان خوشحالی په دې کې ده چې د هرې چارې منځټکی و اوسی؟
• د بشرپالنې ډولونه
• طبیعت او انسان
• انسانی اړتیاو ته پاملرنه
• د انسان ژوند او د حکومتونو مسوولیتونه
ښاغلی بشریار وویل، چې باید لومړی پر دې پوه شو چې د انسان کلمه له کوم ځای څخه راغلې ده.
لومړی، د انسان مانا:
نوموړی وویل: ویل کیږی چې انسان کلمه له اصله  عربی ده. د ((انسان)) کلمې په اړه زما تر سترګو دوه نظرونه تېرشوې دی. لومړی دا چې انسان کلمه له ((اُنس))، (مینې، الفت، علاقې، تړاو…) څخه راوتلې ده. په  دې اساس ویل کیږی،انسان هغه موجود دی چې له هرڅه سره (اُنس) اخېستای او له هر شی سره عادت کیدای شی یا په بل ‌ډول له هرې پدیدې سره جوړیدای شی. یا په انسان کې مینه او الفت شته دی.
بل نظر دا دی چې ((انسان)) کلمه له ((نسی))، (هیریدل، فراموشی…) څخه راوتلې ده. ددې نظر لارویان وایی چې انسان هیروونکی دی، ژر خپلې بدۍ، تېروتنې (ګناهونه) هېروی او له همدې کبله انسان بلل شوی دی. یو شمېر داسې روایتونه هم شته چې وایی ((انسان)) کلمه د ((نسیان)) کلمې اوړون (قلب) دی. اوړون یوه  ژبپوهنیزه اصطلاح ده چې دیوې کلمې یو یا څو غږونه پکې خپل ځایونه یو بل ته پرېږدی. په پښتو کې یې د ((پښه- ښپه))، (()) ښې بېلګې دی.
ښاغلی بشریار د ځینو دلیلونو په اساس وویل: ښایی ((انسان)) کلمه د اسرایلو له ژبې  عبرانۍ څخه اخېستل شوې وی او یا هم کیدای شی چې د بین النهرین  په ځینو  ژبو پورې تړاو ولری. ځکه  ډېر اسلامی او عربی اصطلاحات له مصر او بین النهرین څخه اخېستل شوې دی.
دویم، د ((ادم))  او ((بشر)) ریښې او ماناوې:
ښاغلی بشریار وویل چې ((ادم)) کلمه د بین النهرین په ژبو کې خاورې ته وایی، دا کلمه او د ادم اړوندد خلقت تصور  له بین النهرین څخه وروسته عبرانۍ او عربۍ ته ولېږدید. د اسلام له خوریدو سره د ((ادم)) او ((بنی ادم)) نومونې پښتو، پارسۍ او ځینو نورو شرقی ژبو ته هم ننوتې.
ښاغلی بشریار وویل چې د اسلام تر خوریدو د مخه د رومی امپراتورۍ په وسیله دعیسایت  له خوریدوسره د((ادم)) کلمه او تصور د رومی امپراتورۍ ډېرو ژبو او ټولنو ته هم  لېږدول شوې وه چې اوس په ډېرو اروپایی ژبو کې د ((ادم)) نوم په لږ ډېر غږیز بدلون موجود دی، لکه په انګلیسی کې چې ورته ایډم Adam وایی.
ښاغلی بشریار وویل چې په اسلامی اصطلاحاتو کې انسان ته بشر هم ویل شوی دی، چې دا کلمه له ((بَشَره))، (پوستکی، پوټکی…) څخه اخېستل شوې ده. په دې ډول ((بشر)) هغه حیوان ته ویل شوی چې پوستکی یې ښکاری.
دریم، د ((مرد))، ((مردم)) ریښې او ماناوې:
ښاغلی بشریار د پارسی ((مرد)) او ((مردم)) په اړه هم خبرې وکړې. نوموړی وویل: په پارسۍ کې د انسان لپاره د(مَرت ، مَرث ،مرد) کلمې کارول شوې دی.  پارسی پوهان د دغو درو کلمو ریښه یوه بولی. ځینی پارسیپوهان وایی چې  ((من)) کلمه هم په پارسۍ کې د ((انسان)) لپاره کاریدلې او تر اوسه یې ځینې ترکیبونه ژوندی دی لکه: (( هومن= خوب من ( انسان خوب  یا ښه انسان)، بهمن (بهترین انسان)، دشمن (بدانسان).
څلورم، د ((سړی))، ((مېړه)) ماناوې:
ښاغلی بشریار وویل که په بېلابېلو ژبو کې د (انسان)  لپاره کلمې  وڅېړل شی نو دا واقعیت ترې روښانیږی چې په پخوانیو وختونو کې یوازې نارینه،  انسانان ګڼل شوی  او ښځې په انسانانو کې ندی شمېرل شوی چې باید په دې برخه کې د نړۍ په سطحه بشپړې څېړنې ترسره شی، تر څو دا واقعیت لا روښان شی.
نوموړی وویل که څه هم په دې برخه کې ځینې خورې ورې څېړنې موجودې دی خو د نړۍ په ټولو ژبو کې د انسان د کلمې څېړل به د انسان په اړه د پخوانیو انسانانو ننګېرنې لا ښې روښانه کړی.
نوموړی وویل: په پښتو کې د (مېړه) کلمه د پارسۍ له (مرد، مرث، مرت) سره هم آرې cognate ده او ښایی چې یو وخت به داکلمه  په پښتو کې  د انسان لپاره کاریدلې وی. په دې اړه د پښتو زاړه اثار هم لټول غواړی.
نوموړی وویل: پارسی /رد/  او پښتو /ړ/  غږونه هم آری دی، لکه په ((اوړه)) = ((ارد))، ((سرد)) = ((سوړ، ساړه)) او نورو کې.
ښاغلی بشریار وویل: پښتو کې خاوند ته د ((مېړه)) کلمه کارول ښایی چې په ځمکواله او  جنګېره ټولنه کې د سړی په ډېر  اهمیت پورې تړاو ولری.
نوموړی وویل: د انسان لپاره په پښتو کې د سړی کلمه کاریدلې،چې اوس هم خلک ښځې او نر دواړو ته د (سړیتوب درلودل) ترکیب کاروی. ډیره عجیبه ده چې مونږ ښځې ته وایوچې ((پلانۍ هیڅ سړیتوب نلری.))
ښاغلی بشریار وویل: دا یوازې پښتنه ټولنه نده چې د انسانیت لپاره د نارینه وړتیاوې پکې معیار ګڼل شوی بلکې ډېرې نورې ټولنې هم شته چې ښځو ته یې په سپکه او سړی ته یې په جګه سترګه کتلی او لا ګوری. مونږ ته دا واقعیتوته له ژبنیو څېړنو په ښه ډول معلومیدای شی.
ښاغلی بشریار وویل: د کونړ ځینې پښتانه د غټ او پلن کس لپاره د (برماڼو) کلمه کاروی، ښایی چې دویمه برخه یې (من، منو، مانو، ماڼو) و اوسی چې په ډېرو هندو اروپایی ژبو کې د انسان لپاره کاریدلې او کاریږی.
نوموړی وویل په سنسکریټ کې هم (mann) سړی او انسان ته ویل شوی دی.  او په انګریزۍ کې هم د انسان لپاره man کلمه کاریدلې چې وروسته ترې woman کلمه چې په اصل کې wolf man ( لېوه انسان) مانا ورکوی، رامنځته شوې ده.
ښاغلی بشریار وویل : دا خبره راته ډېره عجیبه ده چې پخوانیو وګړو ښځې په انسانانو کې ندی شمېرلی او په دوی پسې یې  ډېر تورونه او خرافات تړلی دی، لکه زمونږ په ټولنه کې د ښځې او شیشکې تړاو، په عبرانی ټولنه کې د ښځې او چړچړی توب تړاو، په زړو انګریزانو کې د ښځې او لیوه تړاو نور.
همدغسې ښاغلی بشر یار وویل چې د دوښمن (دشمن) کلمه کې لومړۍ برخه (دش، دژ..) له:  دژ( غټه کلا)، دوزخ او ځینو نورو پښتو کلمو سره ژورې ریښې لری.
نوموړی وویل چې پخوانیو ټولنو کې ښځې یو ډول ملکیت او شتمنی ګڼل کیده او له همدې امله به مېړه ته د مالک، څښتن، خاوند کلمې کاریدې چې اوس هم کاریږی.
ښاغلی بشریارپه یو ځانګړی فلسفی سټایل کې وویل چې د مالک، څښتن، خاوند په کلمو کې (مافوق الفطرت) قدرت ته د اشارې څرک هم لګیږی. په بل عبارت مالک، څښتن، خاوند کلمې د مافوق الفطرت ځواک لپاره هم کاریږی.
د میرمنو د خرڅولو په حواله ښاغلی بشریار په یو فلسفی انداز کې وویل: اوس هم پارسی کې د (زن ګرفتن) ترکیب شته چې  په دې اساس ویلای شو چې ښځه به پخوا وختو کې د نورو مالونو په شان اخېستل کیده او خرڅول کیده. همدغسې په ځینو پښتو ګړدودو کې هم د (ښځې اخېستل) ترکیب موجود دی چې له پخوانیوراپاتې دی. دا اوسنی ولور  او پرښځه د پیسو اخېستل ټول د پخوا زمانې کیسې کوی چې ښځه به د مال په شان خرڅیده اواخېستل کیده.
نوموړی وویل: دبشری  حقونو مبارزانو ته پکار دی چې د ښځې پر سر د پیسو اخېستو دود  په کلکه وغندی تر څو ښځې خپل انسانی حقوق ترلاسه کړای شی او له بلې خوا په ټولنه کې انسانی کرامت ته پټ سپکاوی رابرسېره شی.
نوموړی وویل: ښایی په پخوانیو ټولنو کې په تېره زمونږ پښتنه ټولنه کې به مېړه د خدایولۍ تر بریده تقدس درلود او ښایی چې عبادت یې هم شوی وی. په هندوانوکې د ستی رواج هم د ښځې د شتمنۍ ګڼلو او نورو توهماتو له تصوراتو څخه سرچینه اخېستې ده.
ښاغلی بشریار دکلمو له څېړنې وروسته فلسفی پوښتنې پیل کړې او ویې ویل: دا خو شود انسان د کلمو په اړه معلومات خو اوس سوالونه دا دی چې:
• ایا انسان له کوم بل ځای څخه ځمکې ته راغلی ؟
• ایا انسان پر همدې ځمکه پیدا شوی او اصلی کور یې همدا دی؟
• ایا انسان له لامکان او لازمان څخه راغلی په بل عبارت ایا انسان د زمان او مکان له پولو نه ورهاخو سیمې څخه راغلی دی؟
او بیا یې له لږ ځنډ وروسته وویل: دا ډېرې اړینې پوښتنې دی، مفکر انسان همېش فکر کړی، چې زه له کوم ځای څخه راغلی یم؟ ایا زه د ځمکې مالک یم او که د ځمکې  مالک بل څوک دی؟ که د ځمکې مالک زه یم نو زما مالک څوک دی؟… که زما مالک بل څوک دی نو دا زه څوک یم؟ مفکر انسان تل په داسې پوښتنو پسې ګرځیدلی چې بیلا بیلا ځوابونه یې ورته موندلی دی.
له دې پوښتنو وروسته نوموړی زیاته کړه: پخوانیو انسانانو د انسان په اړه بیلابیل نظریات درلودل. کله چې په لومړی ځل انسان کرنې ته مخه کړه او د سرګردانۍ له ژوند څخه یې یو څه ارام وموند او کافی وخت په لاس ورغی نوخپل چاپېرچل او ځان ته په کتو یې د ځان د پیدایښت په اړه ځینی ځوابونه رامنځته کړل.
نوموړی وویل چې په بین النهرین او پخوانی مصر کې  داسې کیسې موندل شوی چې پکې راغلی چې انسان له خاورې څخه رامنځته شوی دی. په ابراهیمی دینونو(یهودیت، عیسایت، اسلام) کې هم دا تصور شته چې انسان دټولې نړۍ د خالق لخوا له خاورې څخه رامنځته شو او وروسته پکې روح وپوکل شو او وروسته ترې د انسان د خوشحالۍ لپاره ښځه هم رامنځته کړای شوه.
ښاغلی بشریار وویل:په مصری اثارو کې په دې اړه چې انسان له کومه راغی، ډېر څه شته دی —– د پخوانی مصر په قبرونو کې داسې انځورونه موندل شوی، چې په هغو کې یو رب النوع  ناست دی او په انسان کې روح پوکی.
ښاغلی بشریار په خپل فلسفی اندز په ډاډه زړه وویل چې : د علمی تحقیقاتو وروسته نظریات بدل شول. عقل من انسان ته ځوابونه سوالونه شول او سوالونو ته نور ځوابونه موندل پکار ول چې دا ځوابونه باید په کره شواهدو او نغدو ثبوتونو ولاړ وی.
نوموړی وویل: یو شمېرپوهانو ویلی چې انسان له طبیعت څخه راټوکیدلی او د نورو ژوندی سرو په شان یې له ځمکې وده موندلې ده. لومړنی کس اناکسی منډر و چې په یونان کې یې له میلاد څخه څو پېړۍ وړاند  وویل چې انسان له کب (ماهی) څخه ارتقاکړې ده.
ښاغلی بشریار د تاریخ له اړخه د بیلابیلو تاریخی دورو او بدلونونو یادونه هم وکړه او په دې لړ کې یې له طبیعت سره د انسان د مبارزې او د انسان ارتقا ته هم ګوته ونیوه.
چون وخت کم و، عبدالودود بشریار زیار وایست چې په کم وخت کې ډېر موضوعات ټول او اوریدونکو ته  وړاندې کړی نو له دې وروسته یې پر کرنیز اوښتون چې اټکل یې ۱۰۰۰۰ کاله وړاندې ګڼل کیږی یادونه  وکړه.
نوموړی وویل چې د کرنیز انقلاب په را تګ سره د انسان  له کمالاتو ډکې بشپړتیا ته مخه کړه او زیار یې وایست چې له نوی دورنه خپلې اړتیاوې پوره کړی.
نوموړی وویل چې د کرنیز اوښتون په رامنځته کیدوسره انسان ته کافی وخت په لاس ورغی او په استفاده یې ترې نوی- نوی انکشفات او اختراعات وکړل. د دې اختراعاتو له امله انسانی مغزه نوره وده هم وکړه. او تر اوسنی حده را ورسید.
د لیکچر د وخت د پای ته رسیدو له امله داسې ښکاریده چې ډېراړین موضوعات او د ځینو شیانو تفصیل پاتې شول ، خو ولې دګډونوالو له پوښتنو وروسته موضوعات تر څه  حده روښانه شول.
د خبرو په پای کې ښاغلی خوشال خلیل وویل: زه غواړم چې دې خبرو ته یو څه ور اضافه کړم او پوښتنه هم مطرح کړم، هغه دا چې زه دې ته تشویش لرم، چې ولې افغان انسان په خپل ذات کې د ارادې توان نلری او نه زیار باسی چې پر خپله اراده کنټرول ومومی. ښه بېلګه یې دا ده، چې مونږ هر کار کوو، نو دې ته مو فکر نه وی، چې څه بدګنې او ښې ګنی به ولری؟ بس دا وایو، چې دا کارکوم. خو دا فکر نه کوو، چې زده کړه، واده، خوراک څښاک او کاروبار هم پلان ته اړتیا لری. خو ولې له دې ټولو کارو څخه مونږ محروم یو! همداسې کله چې له کانکور یا پوهنتون څخه خلاصیږو، نو بیا هم دې ته مو فکر نه وی چې چېرې ځو او څه انتخابوو؟
له ښاغلی خوشال خلیل وروسته ښاغلی بارانی موضوع ته په اشاره وویل، چې موضوع ډېره خوندوره  ده، کاش چې لږ ډېر وخت مو درلودای چې پر دا مو پراخ بحث کړی وای. نوموړی زیاتوی، مونږ په خپلو موضاعوتو کې پر داسې موضوعاتو غږیږو، چې ډېری برخه یې احتمالی وی. کله چې مونږ د مادې خبره کوو، نو تر ډېره بریده ویلای شو، چې دا یوازې تر نظریاتو پورې اړه لری. ولې چې دا خبرې له لابراتور څخه ندی تیرې شوی همدا علت دی، چې دا نظریات رښتینی‎ بڼه نلری، بلکې د دوی د رښتینولۍ په موخه د دې نظریاتو له لابراتوار څخه تیریدل اړین دی.
د ځینو پوښتنو په ځواب کې ښاغلی بشریار وویل، د نړۍ علومو ډېر پرمختګ کړی، بلکې اوس کولای شو چې د ډېرو علومو ژورو ته ورکوز شو او په نړۍ کې له شته مراحلو تېر او راتلونکی نړۍ په قوی علمی اساساتو تشکیل کړو.
ښاغلی بشریار پر دې باور لری او په خپلو خبرو کې یې وار په وار ویلی دی، چې انسان باید خپل ژوند په لاس کې واخلی، چې دا ځواک او وړتیاوې په انسان کې شته دی. همداشان ښاغلی بشریار یادونه وکړه چې د بشرپالنې پر سیاسی نظریاتو او نورو اړخونو به په کوم بل لیکچر کې وغږیږی. (پای)
یادښت: ورپسې بحث د ښاغلی میراحمد یاد له لوری په رنسانس کې د مذهبی رنسانس په اړه وټاکل شو.

ستاسو نظر