ولې انسان؟

ولې انسان؟ [هنر او خلاقیت]

انسان غواړی  د طبیعت یوه برخه هغه ډول وپنځوی، چې دی یې غواړی. له انسان سره د هنر لرغونی ملګرتوب له همدې ځایه رازېږېدلی دی.
په خورا لرغونیو سمڅو کې د لومړنیو انسانانو په لاس کښلی انځورونه ښیی، چې انسانانو ځناور، ونې، لمر او لارې هغسې انځور کړی، چې د دوی ذهن غوښتلې.
دا بېل بحث دی، چې دغو لومړنیو انسانانو دا انځورونه د خوند لپاره نه، بلکې د ګټې اخیستنې لپاره انځور کړی دی، خو دغوا تنه یې خورا اوږده رسم کړې وه او د اس غاړه یې رالنډه کړې ده.
لومړنیو انسانانو غوښتل چې غوا تر اصلی اندازې ډیره اوږده وی، چې ډیرې شیدې ورکړی او د اس غاړه لنډه وی، چې دوی پرې اسانه سپاره ش، له دې  ډول انځورولو څخه لاندې پایلې اخیستلای شو:
• لومړنیو انسانانو خپلې هیلې دانځورونو په مرسته نورو نسلونو ته پریښودې.
• په طبیعت کې دبدلون راوستلو اراده یې تمثیلوله.
• د دوی لپاره موجود طبیعت نه، ایډیال طبیعت غوره او ارزښتمن ښکارېده.
• د لومړیو انسانانو په روح او فکر کې د نوښت او هنری تومنې لومړیو ځواکونو سر راپورته کاوه، چې د هنر د تاریخ تاداو یې کېښود.
• د نننی هنر منطق کومه نوې خبره نه ده، د هماغې زړې وسوسې او تلوسې یو پرمختللی او پېچلی شکل دی، چې رنګارنګی او تنوع په کې راغلې ده.

موسیقی تر ټولو لوړ هنر ګڼل کېږی، ځکه ټول هنرونه غواړی ور وڅکېږی او ځان ور ورسوی. ولې؟  که څه هم انځوریز هنرونه ورڅخه زاړه ایسی.
یو لامل یې ښایی داوی، چې موسیقی  نشته میلوډۍ هستوی او د طبیعت پر شتو یو څه ورزیاتوی.
انځورګری، خو د هغه څه ترسیم دی، چې یو موډل یې په طبیعت کې شته. تیاتر هم د انسانانو د طبیعی خوځښتونو هغه پېښې دی، چې مانا یې نوې وی. نڅا هم د انسانی تجسم هغه خیالی خوځښت دی، چې په عادی ژوند کې یې نه شو لیدلای. خو د موسیقی تر میلوډۍ وړاندې موډل (چې نوی وی) بل نه شته، ځکه دا د غږونو هغه تنظیم او تقسیم دی، چې یوازې  د انسان له ذهنه زېږی او د بل انسان ذهن ورسره عادت کوی، د عادت کولو همدغه پروسه د نګه (خالص) خوند سرچینه هم ګڼل کېږی.
شعر د کلیماتو او نڅا  د بدن د خوځښتونو په مرسته همداسې هڅه کوی، انځورګری یې د رنګونو او کرښو په مرسته او تیاتر یې د خبرو او تمثیل په مرسته ترسره کوی، ټول هنرونه غواړی  د انسان ذهن وژباړی او د بل انسان ذهن یې له درک څخه په خوند اخیستلو روږدی کړی، همدا دی د هنر منطق او ماهیت .
عجیبه ده، چې هنر د بشریت تر ټولو انسانمحوره هڅه ده، ځکه خو ډېره خالصه او له هر ډول ریا، دوکې او چل څخه پاکه ده. هنر هغو دروغو ته ورته دی، چې پر انسان یې مثبت اغېز د هر ډول ریښتیا له ګټې څخه ډېر دی.
که تاسو پر لاره روان یاست او غواړئ یوه هدف ته ځان ورسوئ، په حقیقت کې یو ګټور کارکوئ، خو که ناڅئ  نو هیڅ ګټور کار نه کوئ، خو اهمیت او ارزښت یې تر عادی پرلاره تللو څخه ډیر دی، ځکه تاسو ښکلا پنځوئ او ښکلا د بشریت ستره ورکه ده، چې تل یې روح ورپسې سرګردانه دی.
یو مهال مې د معاصرې شاعرۍ پر بهیر کره کتنه کوله، ډیر ځله د ژمن او ناژمن هنر له دیالېکتیکی ټکرونو سره مخامخ شوم، التزام او عدم التزام مې مخې ته راتلل، هغه مهال مې د خپل دې کتاب پر لومړۍ پاڼه ولیکل :
(( نه هنر د هنر لپاره ! )) او نه هم (( هنر دژوند لپاره ! ))، بلکې  (( هنر او ژوند دواړه د انسان لپاره )).
کلونه وروسته مې د خپلې دغې پایلنیونې تفسیر ته زړه وشو، چې دادی څو کرښې به یې له تاسو درنو سره شریکې کړم.
هنر، ادبیات او بشری علوم، د هرې ټولنې له ټولنیز، اقتصادی، فرهنګی او سیاسی بدلونونو سره موضوعی بدلون مومی او ډېرځله د منځپانګې بدلون د فورم او شکل بدلون هم له ځانه سره لری.
د بېلګې په توګه سېمبولیزم د نولسمې پېړۍ د پای په لسیزو کې د درېیو سترو شاعرانو هر یو ه شارل بودلر (Charles Baudelaire)( ۱۸۲۱ـ ۱۸۶۷)، ارتور رمبو (Arthur Rimbaud) (۱۸۵۴ـ ۱۸۹۱) او ستفان مالارمه (Stephan Mallarme) (۱۸۴۲ـ ۱۸۹۸) له خوا مطرح شو، دغو درېیو واړو شاعرانو د اروپا په معاصره شاعرۍ کې یو د پام وړ بدلون راوست. همدوی د ( نوی شعر) د پېلوونکو په توګه هم ګڼل کېږی، که څه هم تر دوی وړاندې نامتو امریکایی شاعر ادګار الن پو (Edgar Allan Poe) (۱۸۰۹ـ ۱۸۴۹) په شعر کې د نویو سېمبولونو کارونه لوړې څوکې ( اوج) ته ورسوله، تردې بریده چې د اروپایی سېمبولیزم پلار شارل بودلر د هغه (پو) له اثارو سره د بې کچې مینې له امله د هغه یو شمېر شعرونه او کیسې فرانسوی ته وژباړلې.
د سېمبولیزم مخکښان په پیل کې په ابهام تورن وو، ځینو ویل : هغوی هغه څه چې غواړی ویې وایی نه یې شی ویلی او هغه څه چې نه یې غواړی ویې وایی داسې یې وایی چې نور پرې نه پوهېږی. خو د دوی د اثارو په اړه قضاوتونه ژر بدل شول ډېر ژر هغوی مینه وال وموندل او ډېرو هڅه وکړه چې د هغوی شعرونه تفسیر او تعبیر کړی.
په دې توګه وینو چې سېمبولیزم او سېمبولیستانو ورو – ورو د لویدیځ پر ادبیاتو خپل اغېز زیات کړ، وروسته د دغه مکتب لاروی له فرانسې څخه انګلستان، روسیې او جرمنی ته ورسېدل، په انګلستان کې جرج مور سېمبولیک اثار وژباړل او وروسته ځوانو شاعرانو ریچارد لوګایی ین، ویلیام باتلریتیز، ارنست داونسن او لیونل جانسن په لندن کې سره را غونډېدل او د سېمبولېستانو هغسې مجالس یې جوړول لکه په فرانسه کې به چې د مالارمه په کور کې جوړېدل.
سېمبولیزم درهغه عصر درسیاسی، فرهنګی او ټولنیزو شرایطو زېږنده و، چې نه یوازې منځپانګه، بلکې تفکر او هنری فورم هم ورسره نوی شو.
رومانتیسیزم هم  له فیوډالی دوران څخه د پانګوالۍ دورې ته د ګوزار په اقتصادی عصر کې راڅرګند شو، چې د اروپایی انسان د هیلو او غوښتنو تمثیل یې کاوه.
زه غواړ م د پورتنۍ قاعدې او تېرو دواړو بېلګو له یادولو څخه ورو ورو پایلې ته ورلنډ شم.
موږ په شدت سره بې عاطفه کېږو، معنویات بایلو او د ګټې یا لا ډېرې ګټې پردې مو د انسانیت پر سترګو راخورېږی. موږ په یوه ځانګړی سیاسی، اقتصادی او فرهنګی عصر کې یو، چې تر هرڅه ډیر د انسانی عواطفو بېرته را ژوندی کولو ته اړتیا لرو. دا کار تر هرڅه او هرچا ډېر او ښه؛  هنر او ادبیات کولای شی.
زما دا خبره هیڅکله په دې مانا نه ده، چې زه به ګواکې هنر او ادبیاتو ته د التزام بند ورپه غاړه کوم.  غواړ م هنر او ادبیات یوه داسې انسانی ټولنه وژغوری، چې له حتمی سقوط سره مخامخ ده.
هغه پوښتنه یا ستونزه چې ما دغې غوښتنې ته اړکوی، د نړیوال کېدو په درشل کې  د دې نااعلان شوې ادعا ګواښ دی، چې (( په سیاست کې اخلاق نشته ! ))
نو که داسې وی، ایا معنویات مړه شوی دی.؟
که هو، نو  د درېیمې نړۍ هغه ټولنې به څوک ژغوری، چې د نړیوال کېدو له چټک کاروان سره یوځای مزل نه شی کړای  او ناچاره دی،  چې د دې چټک کاروان ترګامونو لاندې دل شی.
پورتنۍ ادعا موږ د معنویاتو تشې ته متوجه کوی، موږ هر څومره چې له عاطفې او اخلاقو څخه لرې کېږو، په حقیقت کې له انسانیت څخه ځان ورکوو.  ایا وخت یې نه دی چې انسانیت ته د بېرته راګرځېدو هڅه وکړو،  په دې لاره کې  به هنر او خلاقیت راسره مرسته وکړی.
بېرته راګرځو د لومړنیو انسانانو د سمڅو انځورونو ته، چې غوایې د ډېرو شیدو په هیله اوږده کړې وه او اس یې د اسانه سورلۍ په هیله رالنډ کړی و.  زموږ هیله داده چې سولې ته ورسیږو او د (یوازې ډیره ګټه ) ترڅنګ انسانی عواطف هم ولرو،  هنر او خلاقیت زموږ نننی ارمانونه څنګه انځورولای شی.؟
د (مدینه فاضله) انځورول نه غواړو، خو هنر او خلاقیت به انسانمحورۍ ته  راګرځوو. هنر او خلاقیت تللی دی، دومره درنې ژمنې او التزامونه یې منلی دی، چې نور د مسخ کېدو په حال کې دی، هنر و خلاقیت د تشو حماسو په نامه شعارونه ورکوی، سیاست کوی او د هغو ډلو لپاره په چوپړ بوخت دی، چې د تش په نامه هنرمند یا ادیب ګټې یې په لاس کې دی. ځکه خو وایو، چې که هنرو خلاقیت بېرته  په انسانی چورلیز ( محور) راوڅرخی، نه یوازې چې خپل اصلی  بهیر ته به ورسم شی، چې له بې ځایه التزام څخه به هم وژغورل شی.
انسان دطبیعت یوه برخه ده، د طبیعت دا برخه  د بل انسان په ذهن کې څنګه ارزول کیږی؟ هنر دې پوښتنې ته ځواب موندلای شی.  اخلاق د ټولنیزو قراردادونو هغه ټولګه ده، چې د انسان مادی وجود ته معنوی ماهیت وربښی او له بل انسان سره یې ګډ ټولنیز ژوند تنظیموی، ایا کولای شو، د هنر او خلاقیت په مرسته، دغه ټولنیز ارزښت وژغورو او د انسان د بشپړ مادی کېدو مخه ونیسو؟
دا د خواشینۍ ځای دی، چې زموږ ایډیاله بیا پنځونه دا وی، چې یو خیالی (انسان) انځور کړو.
مولانا پېړۍ پېړۍ پخوا ویلی وو :

دی شیخ با چراغ همی  گشت گرد شهر
کز دیو ودد ملولم وانسانم آرزوست
گفتندیافت می نشودجسته ایم ما
گفت آنک یافت می نشودآنم آرزوست

ایا مولانا هم په انسانیت پسې ستومانه   و؟
غواړم د افغانی رنسانس  د پیلامې لپاره پر معنوی ځواک تکیه وکړو او له هنرو خلاقیت څخه هیله ولرو، چې پر انسانمحوره تفکر  یې را پیل کړی. د طبیعت یوه برخه (انسان) به هغه ډول انځور کړو، چې غواړو یې. ګوندې وی، چې همدغه ایډیال انسان ته د ځان رسولو هڅه د هغه بشری بدلون پیلامه شی چې موږ ورته په تمه یو.

ستاسو نظر