ولې انسان؟

ولې انسان؟

انسان، ایا اوس هم د بشری هڅو په محراق کې دی؟  دا پوښتنه د نړۍ په سطحه له یوې خوا او د افغانستان په څېر یوه وروسته پاتې ټولنه کې له بله اړخه د پام وړ ده. پوښتنه جدی ده د قدرت، پانګې او مارکیټ په دې ځانځانۍ کې د (انسان) ځای چېرته دی؟  دې پوښتنې ته  به ځواب تر هغو سخت او مبهم وی، چې (انسان) د یوه کلی، عمومی  یا هم انتزاعی مفهوم په توګه مطرح وی، خو که ددې پرځای پوښتنه لږه ځانګړې او عینی  کړو، نو د ځواب موندلو هڅې ته لږ ورلنډېدلای شو، نو راځئ پوښتنه داسی مطرح کړو، چې (د انسان د ژوند د شرایطو د ښه والی لپاره هڅه) چېرته ده؟
په اروپا کې د رنسانس له لمر څرک سره یو ځای د پوهې، تکنولوژۍ، سیاست او بلکې ټولو ټولیزو او ټولنیزو هڅو مرکز ته  د وګړیو د بشری ژوند د شرایطو د ښه والی لپاره هر اړخیزه هڅه پیل شوه. د مثبته علومو د پرمختګ، پراخو اختراعاتو او کشفونو زمینه هم ځکه رامنځته شوه، چې هر چا د انسانی ژوند د ضرورتونو د پوره کولو هڅه کوله، په سیاسی او ټولنیزو اړیکو کې د (حق) مسله رامنځته شوه  او (د هر انسان حق) د ټول سیاسی تفکر، انسانی اړیکو او ګردو ټولنیزو پوهنو بنسټ بدل کړ. که څه هم ډېرځله داسې پېښېدل چې، انسان، د انسان د ژوند د شرایطو ښه والی ، حق او نور مډرن مفاهیم د سیاسی شعارونو، اوزارو او د سیالیو لپاره د ډله ییزو یاهم ایډیولوژیکو کاراخیستنو لپاره کارېدل، چې د دې مفاهیمو د سولېدنی، بې اعتبار کېدلو او بازاری کېدلو وېره یې رامنځته کوله، خو بیا هم په پېړیو پېړیو د بشری ټولنو د ټولیزو کړنو او افکارو په مرکز کې پاتې شول. د انسانی ژوند د شرایطو د ښه والی هڅو نوی اقتصادی، سیاسی نظریات رامنځته کړل، نوی نظریات کله کله په سیاسی ـ فکری لارو بدل شول او دا لارې او مکتبونه پخپله په ایډیولوژیو واوښتل او کله چې د ایډیولوژیو پلویانو د خپلو باورونو او فکری لارو په پالنه او واک ته راوستلو کې د زیاتی (افراط) لوری ونیو، نو ژر څرګنده شوه، چې دې چارې پخپله د انسانی ژوند د شرایطو د ښه والی پرځای د انسان او انسانیت د فکر او عمل پر خلاف وکارېدل، چې په دې بڼه د خپلې وجودی هستۍ، هدف او انګېزې پرخلاف په داسی ښامار بدل شول، چې د نورو تر خوړلو وروسته یې ځان هم وخوړ. په نولسمه او شلمه پېړۍ کې یو نیم چپ ـ انقلابی غورځنګ، چې له سوسیالیستی او یا کمونیستی فکر څخه خړوبېدل، له همداسی ایډیولوژیک افراطی برخلیک سره مخامخ شول.  د انسان د ژوند د شرایطو د ښه والی هڅه او له دې هڅې څخه د شعاری ابزاری کار اخیستنې سیاست په یوه ډیالیکټیکی تقابل کې سره ودرېدل او په دې توګه موږ د نوې زمانې له فکری – فلسفی  ربړی سره مخامخ شو.
د انسان محوره تفکر لپاره زیانونه (آفتونه) را څرګند شول، له یوې خوا د انسانی ژوند د شرایطو د ښه والی لپاره د هڅې شعاری کیدل او له هغې څخه اوزاری (د وسیلې په توګه) کار اخیستنه وه  او بله دا چې په دې بهیر کې د فکری مکتبونو پرمختګ تر دې بریده، چې په ایډیولوژیو او هغه هم افراطی هغو بدلېدل او بېرته د مخالفو یا بېلو افکارو خاوندو انسانانو د ځپلو لپاره ور څخه کار اخیستل کېده.
ددې بحث بنیادی پوښتنه داده چې، انسانانو ته د یوې ښېګڼې د رسولو په نامه، انسانانو ته زیان رسول څه مانا درلودلای شی؟ او دا هماغه ستونزه ده، چې معاصرو سیاستونو راپېښه کړې ده.
په تېره بیا په افغانستان کې دا ستونزه ډېره لویه ده. ډېرو سیاستوالو، ډلو او ګوندونو خپله مبارزه او ټولنیز کار په دې نامه راپیل کړی، چې ګواکې غواړی ددې هېواد انسانانو ته ګټه ورسوی، ازادی وروبښی، خیر ورواړوی او یاهم د هغوی د انسانی ژوند د شرایطو د ښه والی لپاره یو څه وکړای شی، خو ډېر ژر ښکاره شوه، چې همدوی خپل هدف ته د رسېدو لپاره ګڼ انسانان ووژل، خوار یې کړل او د دوی کړنو لوی انسانی ناتارونه وزېږول، ددې مشوړې سر چېرته دی او ولې په هر ظاهره انسانی خوځښت ضد انسانی پایله لری؟  هره هغه کړنه، چې  په کې انسان ته زیان رسېږی ـ دا زیان ارادی وی او ریښتینی  حقوقی مشروعیت ونه لری، ضد انسانی کړنه ده. موږ لږ تر لږه په تېرو څلوېښتو کلونو کې د سیاستونو په نامه څومره ضد انسانی کړنې لیدلې دی؟ ولې او د کوم ارزښت لپاره؟ ددې ټولو کړنو (چې ارادی هم وې) مشروعیت چیرته و؟  د ځواب ویلو ادرس نه شته!
د داسې کړنو یو عامل د انسان محوره تفکر تشه ده. یا له انسانی شعارونو څخه اوزاری کار اخیستنه ده او یا هم د سیاسی –  ایډیولوژیک تفکر افراطی کېدل دی.
په افغانستان کې دا ستونزه ځکه ډېره  لویه ده، چې دلته بېوزلی او محرومیت له یوې خوا او د ټولیزی پوهې (عامه شعور) ټیټه کچه له بلې خوا د منظمو فکری مکتبونو د رامنځته کېدو مخه نیسی، دلته له فرهنګی پلوه یو ځانګړی او ځانساتی ذهنیت حاکم دی.
ددې لپاره، چې د یوه متکامل او نوی انسان محوره تفکر د رامنځته کېدو، ودې او بشپړتیا لپاره لاره هواره شی، په دې هېواد کې د فکرپالنې یوه ملی ځواک ته اړتیا شته چې:
۱٫د تفکر په ارزښت پوه شی.
۲٫له تفکر څخه د ګټې اخیستنې او سمون راوستلو میکانیزمونه رامنځته کړای شی.
۳٫د تفکر د بشپړتیا لپاره بحث او مشاجرې ته  لاره هواره کړی.
۴٫د انسان محوره تفکر لپاره د افغانی ټولنې له شرایطو، ارزښتونو، ستونزو او خنډونو سره سم د پرمختګ او تکامل پر لارو چارو غور وکړی.
۵٫ددې تفکر پاللو په پایله کې وکړای شی، ددې هېواد د اوسېدونکیو د انسانی ژوند په شرایطو کې مثبت بدلون راولی، مانا تفکر له عمل سره وتړلی شی.
۶٫چې د انسان محوره تفکر د پرمختګ بهیر له انحراف، شعاری کېدو او افراط څخه وساتلای شی.
ددې بحث د پیل کېدو اسانه لاره دا ده، چې د (ولې انسان؟) پوښتنه له خپلو ټولو اړخونو سره په پراخه پیمانه مطرح شی. د تفکر او فلسفې اصلی کار د جدی پوښتنو رامنځته کول دی، که ځواب یې وموند یا یې ونه مونده،  خو پوښتنه باید تاسو تفکر ته مجبوره کړئ. د (ولې انسان؟) په اړه بېخی ډېرې پوښتنې لرو:
ولې انسان وژل کېږی؟ ولې انسان بېوزله دی؟ ولې انسان د هغو ارزښتونو قربانی کېږی، چې دده د هوساینې په نامه رامنځته شوی دی؟ ولې انسان د سیاسی لوبو ښکار دی؟ ولې یو انسان د بل انسان د ځواک غوښتنې د جنون ښکار ګرځی؟ ولې… او ولې؟ ایا د (حق) اصل د انسان د خیر ښېګڼې لپاره راپورته کېږی یا بېرته پر انسان د واکمنۍ ساتلو د فورمول په توګه؟ په دې توګه ګورو، چې (ولې انسان؟) یوه وړه پوښتنه نه ده، بلکې زښته ډېرې پوښتنې په ګېډه کې لری.
موږ لږ تر لږه په تېره (شلمه) پېړۍ کې ددې پوښتنې په اړه فکر ونه شو کړای او هېڅکله مو ورته د ځواب موندلو، خو لاڅه، چې پخپله د پوښتنې د طرحه کولو لپاره هم هڅه ونه کړه.
زه د فکر او فلسفې، پوهنې او هنر، عرفان او پېژاند (شناخت) له مینه والو هیله لرم، چې د یویشتمې پېړۍ په پیل کې ددې هېواد د انسان په اړه فکر کول پیل کړی، فکر له پوښتنو څخه را پیل کړی او د یوه نوی نسل له خوا یې ځواب موندلو ته لاره هواره کړی.

یاده لیکنه په لومړی ځل د انسان مجلې په لومړۍ ګڼه کې خپره شوې ده.

ستاسو نظر