سرمقالې

هنر او ټولنیز ډینامیزم

د انسان مجلې د دویمې ګڼې سرمقاله

د هنر تر ټولو ستر خلاقیت شاید په دې کې وی، چې د ټولنیز ژوند پر ټولو اړخونو، مذهبی اعتقاداتو، اخلاقی باورنو، عاداتو او ادابو، پر ټولنه د حاکمو سیاستونو او په ټوله کې د ټولنې پر معنوی فرهنګ ژورې اغیزې پرې باسی. هنر د خپلې خلاقې ونډې په مرسته د ټولنیزو بدلونونو ټاکونکی دی او شکل ور کوی او د انسانانو له لومړنی ژوند څخه را نیولې بیا ان تر ننه هنر په پوره مانا د ټولنیزو تحرکاتو یو مهم محور و.
هنر شاید یوازینۍ هغه هڅه وی، چې په کې د یو انسان محوره تحول ډینامیک خصوصیات پیدا کولای شو. هره ټولنه د هماغه هنر لایقه ده چې لری یې، لومړی په دې چې یا به له هنر سره مینه کوی او یا به یې زغمی او دویم دا هنرمندان، چې د هماغې ټولنې غړی دی، خپل هنری اثار به د خپلې ټولنې له مناسباتو سره سم را منځته کوی. د دې ټکی هدف په دې کې دی چې دوی دواړه په هیڅ ډول نه شی کولای چې یا له یو بل څخه پردی و اوسی. که ټولنې او هنرمند ونه شو کړای چې ځانونه په یو بل کې سره وپیی، نو ټولنه له هنر څخه په ټولنیز تغیر او تحرک کې هېڅ ډول ګټه نه شی اخیستلای.
هنر له ټولنیز ژوند څخه را څاڅی. ددې لپاره چې وتوانېږو د هنر له بېلابیلو مقولاتو یوه خورا مهمه او کلی مقوله وټاکو، مهمه ده، چې د هنر او هنر پنځونې د مقولاتو په تجزیه او تحلیل وپوهېږو. هر هنر خپل تخنیک لری او خپله ماده. د هنر تخنیک ټول هغه فنون او وسایل دی، چې د هنر په پنځولو کې ترې ګټه اخیستل کېږی او د هنر ماده ټول هغه حسی عناصر دی، چې موجودیت یې یو هنری اثر زېږوی.
شعر، موسیقی، نڅا، مجسمه جوړونه، تیاتر او نورې هڅې چې نن مهال د هنر تر چتر لاندې راټولیږی، د انسان له ژوند سره سمې پیلیږی. لومړنی انسان چې څنګه د کار توکی او د جنګ توکی او همدا راز خوراک او کور کالی ځان ته برابرول، هنری کارونو ته به یې هم لاس اچاوه. (لاندهولم Lundholm، ۱۹۵۳) د هنر د منشاء په اړه اته خورا مهم لیدلوری وړاندې کوی:
۱٫ هنرونه د (لوبو له غریزې) سرچینه اخلی. (د شیللر او اسپنسر نظر)
۲٫ هنرونه د (ښکلا له غریزې) څخه رامنځته کېږی. (مارشال)
۳٫ هنرونه د (ځان ښودنې له غریزې) څخه پیدا کېږی. (بالدوین)
۴٫ هنرونه د (لوبو د غریزې) او د (ځان ښودنې د غریزې) له یووالې څخه زیږی. (لانګ فلد)
۵٫ هنرونه د (تطابق د غریزې) محصول دی. (الکساندر)
۶٫ هنرونه له (جنسی غریزې) را پورته کېږی. (فروید)
۷٫ هنرونه له ګڼو فطری غریزو څخه را منځته کېږی. (مک دوګال)
۸٫ هنرونه په لومړی سر کې د ژوند د یو شمیر عملی اړتیاوو د رفع کولو په موخه رامنځته کېږی. (هرن)
پرته له اتم لیدلوری نور ټول یې هنر له غریزو څخه زېږېدلی ګڼی، چې بیا په لویه کې د لوبو، جنسی او ښکلا پرستۍ غریزو پر سترو کټګوریو وېشل کېږی.
د هنر او ټولنیز شعور او تحول د متقابلې اړیکې او په یو بل کې یې د ونډې او ارزښت په اړه، کله هنر او کله هم ټولنه خپل مهم ارزښت ثابتوی. ولې درېیم څېز چې دواړو ته په مساویانه ډول په ټولنیز برخورد او متقابل اغېز کې وڼده ورکوی، هغه برخه او چاره ده چې په مستقل ډول د ټولنې په تغیر او تحول کې د هنر پر اغېزو او دوه اړخیزو تاثیراتو کې څېړنه او کار کوی. یادې ویشنې داسې کېږی:
لومړی: هنر او ټولنه؛ دا کسان د ټولنې او هنر تر منځ د اړیکې د ټینګولو په لټه کې دی.
دوهم: هنر په ټولنه کې؛ ددې لارې پوهان هڅه کوی چې په ټولنه کې د هنر ځای او موقف پیدا کړی او ویې پلټی.
درېیم: هنر د ټولنې په حیث؛ یعنې ټول هغه متقابل عکس العملونه، بنسټونه او شیان په داسې ډول سره بدلون مومی، تر څو هغه څه چې هنر یې ګڼو تر لاسه کړی.
ستر فیلسوف کارل مارکس (Karl Heinrich Marx: 1818-1883) چې د هنر د ټولنیز ډینامیزم په برخه کې د کلاسیک نظر خاوند ګڼل کېږی، د هنر او ټولنیزې ونډې په اړه په خپلو تحلیلونو کې د روبنا او زېربنا له یوې الګو څخه استفاده کوی. د مارکس د خپل مفهوم پر اساس اقتصادی واقعیتونه د ټولو ایډیالوژیو رېښه (زېربنا) دی، چې هنر هم یو له دې اېډیالوژیو څخه دی. نو په دې ډول اقتصادی واقعیتونه کولای شی، چې د هنر په څېر د داسې ډېرو ایډیالوژیو رامنځته کوونکی و اوسی او که چېرې په یوه ټولنه کې اقتصادی وضعه او د تولید ډول واوښت نو هنر او هنری ټولنه به هم واوړی.
فیلسوف مېشل فوکو (Michel Foucault: 1926-1984) د ټولنیز تحرک د هنری خلاقیت هغه مهم اړخونه را سپړی، چې شاید په یاده برخه کې خورا مهم او د پام وړ و اوسی. مېشل فوکو په ټولنیز تغیر او بدلون کې د هنری اثارو خلاقیت پلټی او درې مهم ټکی وړاندې کوی:
لومړی: هنری اثار کولای شی، چې د خپلې دورې ټوله فکری او فرهنګی فضا منعکسه کړی.
دوهم: هنری اثار کولای شی چې د لیدونکی په ذهن کې د فرد او انسانی شخصیت تر منځ تصور وننګوی.
درېیم: د هنری سبکونو او مفاهیمو په مرسته کولای شو، چې انسان بیا له سره تعریف کړو.
ددې ټولو موضوعاتو سره سره یوه بله خورا مهمه موضوع چې زمونږ د بحث سره به زیات اړخ ولګوی، هغه په ټولنیزو واقعیتونو او بدلونونو کې د هنری سبکونو او شکلونو بدلیدل دی. مونږ د فکر کولو لپاره په هر وخت کې یو هنری شکل او فورم ته اړتیا درلوده، چې بیا همدې شکل او فورم د فکری غوښتنو سره سم په مختلفو تاریخی دورو کې بدلون کاوه. که له اسلام څخه دمخه او د لومړنیو انسانی تجاربو څخه یې را ونیسو، ګېل ګمېش هغه لومړنی اسطوره وه، چې موږ انسانانو به یې په مرسته فکر کاوه او لومړنی انسان ته یې د فکر کولو جراات او قوت ورکاوه، وروسته ورو ورو د اسطورې ارزښت کمېده او ددې وجه هم شاید دا وه چې نور د هغه مهال انسان نشوای کولای د هغه وخت د یاد هنری فورم په مرسته خپل فکر تغذیه کړای شی. د اسطورې د ارزښت په کمېدو، حماسې خپل اهمیت پیدا کاوه، چې دا هم بیا په خپل وار د فکر او بدلون یوه مهمه دوره وه، او مونږ د خپل حماسوی هنر د سترو بدلونونو او فکری رجحاناتو شاهدان یو. له دې را وروسته حماسه تنزل پیدا کوی او تغزل ورو ورو انسانی فکر جذبوی، تغزل د شعری هنر د خپل وخت هغه ستر هنری خلاقیت دی چې په مرسته یې تر ننه بشر ډېر انقلابی فکرونه کړی دی او د ټولنیز تغیر یوه مهم هنری فورم ګرځېدلی دی، چې دا هم بیا په خپل وار په هندی، عراقی او نورو هغو ډولونو سره وویشل شو او زمونږ په ادب کې یې لوی شهکارونه پرېښودل، تغزل په همدې پړاو کې د مثنوی فورم خپلوی، چې د افغانستان ستر مثنوی لیکونکی یې مولانا جلال الدین محمد بلخی وو، چې مثنوی یې بیا د خپل وخت ستر پلویان درلودل، په همدې ډول څومره چې معاصر وخت ته را نږدی کېږو، نوی شعر را پیدا کېږی چې یو ډول په شعر کې پر ازادی او خلاصون تاکید کوی یانې د قافیې او ردیف په نه موجودیت او په همدې توګه یو ډول د ټولنیز ژوند شعر تولیدیږی، چې نه روایت دی، نه حماسه او نه هم تغزل بلکې د انسانی ژوند ته متوجه هنری هڅه ده.
لنډۍ هم هغه لرغونۍ شعری هنری فورم او شکل دی چې د خپل وخت د پښتون ولس د خورا مهمو نړۍ لیدونو سرچینه وه. ستر انسانی قشر یې په مرسته د خپل عملی ژوند مهمې چارې پر مخ وړی دی. لنډۍ د عملی ژوند په ټولو برخو کې خورا مهم اهمیت درلود چې په مرسته به یې ملی مبارزې او جګړې کېدې، د دوو زړونو تر منځ د مینې مزې غځېدل، د کورنی ژوند، غم او ښادی مهمه او ژوندی وسیله وه.
له بله اړخه په لومړنۍ ټولنه کې جادو د انسان له ټولو فعالیتونو سره یو ځای و، لفظونه هم ذاتاْ جادو لری. کارل بوخر(Karl Buecher) په لومړی ځل دا نظریه وړاندې کړه، چې موسیقی پر غږ پیل شوه او غږ (د کار د شور) او (د توکیو د غږ) تکامل دی، او وروسته بیا د کار توکی د موسیقۍ د الاتو زېږنده ده. شعر او موسیقی هم د نورو هنرونو په څېر د لومړنیو ټولنو د کار او تولیدی هڅو پایله وه. ولې بیا ددې پر وړاندې پخوانی چین، یونان، بابل، هند او اسلامی نړۍ شعر او موسیقی د افلاکو له سرچینو بلله او یادې پنځونې ته یې لاهوتی بڼه ورکوله، چې حقیقت دا ډول نه وو.
په ټولنیز اهمیت کې د هنر په اړه په شرقی فلسفه کې شاید تر ټولو مهم او د بحث وړ تعریف د اقبال لاهوری وی چې، وایی: (له هنر څخه مراد د ابدی نشاط او حرارت اکتساب دی. ملتونه نشی کولای، چې له معجزې پرته را پورته شی. په هغه هنر کې چې د موسی د امسا او د عیسی د دم خاصیت نه وی، نو چندانی فایده به هم ونه لری).
اقبال یو بل ځای وایی: له علم او فلسفې څخه موخه د حقیقت کشفول دی او له هنر څخه مراد د حقیقت تجلا او تمثیل دی.
نو، د هنری خلاقیت په مرسته باید په ټولنیز تحرک فکر وشی، هنر باید د ټولنې د سالمو او منلیو مناسباتو سره سم وپنځول شی، د هنر او ناهنر تر منځ باید پر مرزونو ژور بحثونه تر سره شی، تر څو د یو سالم هنری جریان په مرسته په را ټوکېدلی افغانی رنسانس (بیارغښت) کې د پام وړ ونډه ولری چې بالاخره به یې نتیجه یو ارمانی او ایډیال افغان انسان وی.

ستاسو نظر