ادبیات

د لیکوالۍ او شاعرۍ اړوند د سارتر باورونه

په تیرو لسیزو کې ان کله چې دافغانستان دلیکوالو ټولنه ایجادشوې نه وه زیاتره ادب پیژندونکی اوپه دې هکله دنظر خاوندان په دې باور وو چې ادب دژوند له پاره اوادب داولسونو دخدمت له پاره یا په بل عبارت ژمن اوپلوی ادب په واقعیت کې دپخوانی شوروی دایدیالوژی تر اغیز لاندې را پورته شو کوم چې نظام یې دایدیالوژۍ په بنسټ ولاړ وو ·دې باورونو هغه مهال دیو ډول تحجر او مټکور ذهن نماینده گی کوله .یا تش په نامه دکارگرو اوبزگرو دحقوقو داعادې اوتر لاسه کولو اودهغو دخبرتیا دلوړولو په لار کې دمبارزې په نوم کارول کیده .
ددې تیورې یا٬ ژمن ادب٬٬ له پاره په محافلواوغونډو کې دگورکی اوڅو تنونورو نومونه زیات یادیدل ،په بل عبارت چې دا یو ډول رواج اودود گرځیدلی وو چې باید تقلید اوتعقیب شی . رسمی اداراتو سپارښتنو دامساله نوره هم بې خونده کوله . په هماغه وخت کې هم دا تگ لاره دیو شمیر روښانفکرانو له خوا له ننگونو سره مخامخ شوه • په ځینو مقالو اوویناوو کې جوتیدله چې ادبیات ددستور اولارښوونی په بنیاد وده نه کوی بلکې دادانسان درک ، اخځ ، احساس اوعاطفی چلند سره اړه لری • طبیعی خبره ده چې دهغه شخصیت اوتفکر هم په کې اغیز لری .
خو دمسالی یو بل اړخ که وگورو په لویدیځه نړۍ کې داسې لیکوالان اودفکر خاوندان ول چې له دې موضوُع سره یې خلاقانه چلند کړی دی . دمثال په توگه یو له دغوشخصیتونو اوفلاسفه وو څخه فرانسوی فیلسوف ژان پل سارتر دی چې په بیلابیلو زمانی مقاطعو کې په دی اړند عملی اوپراگماتیک نظریات وړاندی کړی دی . دې کې شک شته چې سارتر په خپل وخت کې یو کیڼ اړخی نظر لرونکی مفکر وو . خو همدغه سارتر دتحجر اودوگماتیزم سره نه پخلاکیدونکی شخصیت هم و• وایی اوداسې مشهوره وه چې سارتر په اروپاکې دروښانفکری مواضعودپیژندلو له پاره دمعیار اومحک حیثیت درلود .دمثال په توگه دالجزایر دخپلواکې په برخه کې دهغه دریځ کاملا دفرانس فانون اونورو روښانفکرانو سره یو شان وو اوالبرت کامو سره په ضدیت اومخالفت کې واقع وو• ادوارد سعید په خپل یو اثرکې لیکی چې که استعمار یو نظام دی مقاومت هم پهدې ټکې پوهیدلی دی چې هغههم داستعمار په وړاندې یو نظام دی ·سارتر دځمکې په سر دوزخیان اثر په سریزه کې لیکی : (( واقعی نړۍ په دوه برخو ویشل شوې ده یوه دبلې پهوړاندې دجنگ په حالکې پنځه سوه ملیونه خلک اوپنځه میلیارده اودوه سوه بومی خلک )) البته دا بیله مساله ده چې زیات څه ویلو ته اړه لری · سارتر یو مهال دشوروی دوخت دنظام پلوی فیلسوف وو خو کله چې مسکو ته ولاړ اوهلته یې داستالین رژیم اودهغه کردار ولیده په راستنیدو سره کاملا دغه تگ لارې مخالف دریځ غوره کړ•په همدغه مهال یې یوه نمایشنامه ولیکله چې( ککړ لاسونه  ) نومیږی .
په هر صورت سارتر په یوه مقطع کې دشعر اونثر تر منځ یو ډول توپیر ته قایل دې اودتعهد په بنیاد ددواړو توپیر کوی هغه شعر یو نا متعهد ژانر بولی اونثر لیکوال دپیښو په وړاندې یو ډول مسول بولی • دهغه دا نظر دسارتر په مشهور کتاب ادبیات څه شې دی ؟کې څرگند دی • باید ووایو چې سارتر ددې مسالی سره هغه ډول چلندنه کاوه چې په شوروی اتحاد کې له ادبیاتو سره کیدلوبلکې دهغه چلند ډېر ژور اوله نوښت نه ډک وو، که په لومړی سر کې سارتر یوازې دلیکوال یا نثر لیکوونکی ژمنتوب ته قایل دی هغه هم میکانیکی اودستوری ژمنتوب نه بلکې دیو فلسفی تفکر اودنیستۍ اوهستۍ دفلسفی لیدتوگی په بنیاد وو ·
ژان پل سارتر پوښتنه کوی چې لیکوال څرنگه عمل کوی ؟ په ځواب کې وایی چې لیکوال لیکل کوی ۔ اودلیکلو له لارې نړۍ ته بدلون ورکوی • کله چې موږ خبرې کوو نو نړی بدلوو لیکوال هم دلیکلو له لارې نړی بدلوی • دهغه په عقیده عمل دازادۍ سره گډ اولازمی عنصر دی . یعنی دامکاناتو په چوکاټ کې داسې غوراوی اوانتخاب دی چې له مسوولیت سره هم یو ځای اوورسره اړیکه لری •دی یعنی لیکوال ځان مسوول بولی ۔نو موړی داسې استدلال کوی وایی کله چی دازادې اومسولیت لرلو په مقابل کې دنده لرل او دیو مسولیت په غاړه اخیستل سره لازم اوملزوم دی نو د نثر لیکوال داسې څوک دی چې ېو ډول دویمه درجه عمل ته لاس اچوی چې کیدای شی دهغه دا کړنه  لوڅوونکی اوڅرگندوونکی عمل وبولو. په دې اساس حق لرو اوځانته حق ورکوو چې دا پوښتنه را پورته کړو چې دنړی کومه برخه دې ته اړه لری چې په ډاگه شی اونورو ته وښوول شی اوددې څرگندولو اولوڅولو له لارې کوم بدلون رامنځ ته کیږی ؟۔ دسارتر په باور که لیکوال دنړۍ دېوی رڼا اوځلا په وړاندې چوپ کښینی یا سکوت وکړی نو حق لرو چې له هغه دا پوښتنه وکړو چې ولې دی داسې ویلی اوهاغه بل شان دې نه دی ویلی؟ اوس چې خبرې کوی غواړې یو حالت ته بدلون ورکړی ولې ددې چارې بدلون غواړې اودهاغه بلې چارې بدلون نه غواړی ؟
البته دا د سارتر یو نظر دی هغه دژوند په یوه پړاو کې شاعر له هر ډول مسولیته ازاد باله اوویل یې چې : سمه ده چې دنثر لیکوال یې هم لیکی اوشاعر یې هم لیکی خو ددې دواړو دعمل اوکړنی ترمنځه گډه وجهه اواړیکه نه شته ۔ بلکې یوازې دلاس حرکت دی چې توری کاږی . پر دې برسیره دده دونیا دهغه بل له دونیا نه توپیر لری ۔هغه څه چې دلیکوال له پاره رښتینی دی دشاعر له پاره نه دی ۔ سارتر له دې امله شاعر مسول نه بولی خولیکوال مسوول بولی• سارتر وایی : دواړه ،هم لیکوال اوهم شاعر دژبی په باب دوه بیلابیل چلندونه لری ۔ هغه په دې باور دی چې شاعر په ژبه کی پاتی راځی ۔ له کلماتو کار نه اخلی بلکې تر دې حده ویلی شو چې هغو ته گټه رسوی ۔ شاعر ان هغه کسان دی چې دژبی په کارولو سره نه بوختیږی یعنی نه غواړی هغه دوسېلی په توگه وکاروی ۔ خو لیکوال هغه څوک دی چې له ژبې نه دخپل مقصد ته درسیدو له پاره کار اخلی ۔پوښتنه داده چې ایا شاعر څه شی نه په ډاگه کوی ؟
په نتیجه کې (دسارتر ) له نظره شاعر په څه کې بدلون نه راولی ۔ سارتر دې پوښتنی ته بې پردی ځواب وایی ۔
سارتر وایی شاعران خبرې نه کوی چوپ هم نه کښینی خودهغو پیغام بل شی دی . پوښتنه پیدا کیږی چې شاعران کوم اوڅه ډول پیغام لری ؟ خو سارتر دامساله نه روښانوی . حقیقت دادی چې سارتر دشاعرانه کار دتکنیکی اړخ په پراخولوسره ټول شیان ناڅیزه اوبې مانا بولی . داسمه ده چې خپله کلمات دشاعر له پاره کیدای شی هدف وی. دشاعر له پاره دهرې کلیمی رنگ اوبوی خاص اهمیت لری . دشاعر له پاره کلیمه لکه یو بلورین جام اهمیت لری چې څه ډول وتوږل شی چې ټولې خواو ې یې د پام وړشی . دسارتر په باور شاعر یوماشوم نه دی چی دسیند په غاړه په شگو کې لوبی کوی اولاروی چې تیریږی دغه ماشوم ته گوری اودهغه دشگو سیل کوی . دسارتر خبره له دې زیاته بل څه نه ده ؟
هغه وایی : زما په باور شاعرانه شیبه تل د یو ډول تاءمل اوخیال شیبه ده اوپه پیل کې زیاتره وختونه په خپل ځان باندې دترحم شیبه ده . داسې شیبه چی له ځانه سره مینه کوی اوځا ن ته تسلی ورکوی. داسې شیبه چې غوښتنی یې دکلیماتو له منځه تیریږی مگر دهغو دارتباطی ځانگړنو اخواته عینیت اوتجسم پیدا کوی . هغه خپله خبره په داسې یو مثال کې روښانوی وایی : ایا شعر دېوی ښکلې نجلۍ غمگینه زمزمه نه ده چې دهندارې مخ ته ولاړه وی اوپه خپلو زلفو کې لاس وهی اومبارز لیکوال اودعمل سړی چې کله غواړی خپله خولۍ پورته کړی ،له کوټی بهر کیږی دهغې پر زلفو لاس راکاږی اوبیا ورسره دکار اومبارزې نه دفراغت په مهال دلیدلو وعده ټاکی .
په دې ډول سارتر شعر دکلیماتو یوډول ښکلی اورلوبه بولی . خو بی خطره اور لوبه •
دادبیاتو اوشعرپه اړوند دسارتر مشهور اثر ( ادبیات څه شی دی ؟ ) دچاپ تروخته پورې نوموړی دشعر اوشاعر ژمنتوب اوتعهد نه منلو خو دولس کاله وروسته کله چې لیوپولد سدار سنگور د((تورې ارفه )) په نوم دتورپوستکو دشعرونو ټولگه په فرانسوی ژبه چاپ کړه · دهغې په لیدلو اولوستلو سره دسارتر فکر هم بدلون ومو ند .بلکې دتورې ارفه چاپ یې یو ژمن (متعهد) عمل وباله دتورې ارفه په چاپ باندې دسریزی نه داسې جوتیږی چې سارتر په مستعمره هیوادونو کې له جلا زاویی څخه دتورپوستکود شعر ارزونه کوی . هغه وایی : (( کله چې خوله بندونکی ددغه تور پوستو له خولو نه دچوپتیا پټۍ یا بنداژ لیری کوی نو څه هیله لری ؟ ایا ستاسو دستاینی سندره ووایی ؟ سارتر په دې متن کې دهستۍ اونیستۍ فلسفی بنیاد نه کار اخلی . په لومړی مخ کې دتورپوستو دلید اونظر یادونه کوی او لیکی چې موږ یعنی سپین پوستی باید دهغه تورپوستی لړزا اوخپگان احساس کړو .لیکوال وایی سپین نږدی څو پیړی اوزریزی راهیسې دخپل ځان له لیدو پرته په بل څه فکر نه کوی ،یوازې دځان په باب فکر کوی · په ځان مین دی  . سپین پوستکی په دې باور دی چې سپینان دفضیلت , حقیقت اوښکلا اوبرتر اصل لرونکی دی. دوی(سپین پوستکی ) باور لری چې تور رنگ دماتم اومرگ رنگ لری اوسپین پرې برتری لری . سارتر دغه اصل بدلوی اوسرچپه کوی یې وایی تور اوتور رنگ دشرابو رنگ دی اوسپین دډوبې شوې اودډوبیدو په حال کې درنگ الوتې بیړۍ رنگ دی .
سارتر وایی : دحقیقی انسان غوښه دتورو شرابو په رنگ ده .نوموړی دسورریالستی ادبیاتو اوشعر په اړوند ولیکل چې دتور پوستو شعر ددوه گونو ترمنځ هغه موجود توپیر له منځه وړی . بلکې دتورو په گټه یې بدلوی . سورریالیزم په یورپ کې وټوکیدو خو بی روحه شو اوپه انتیل کې وغوړید .
تور والی له دونیا سره یو ډول عاطفی چلند دی .سارتر وویل : (( هستی توره ده .. موږ اروپایان هسې غیر ضروری اولیری پراته موجودات یو .دلیرې پراته مفهوم دپردیوالی مانا ته اشاره ده . دتور شعر چې پلوی (دمستعمرو په گټه ) په رښتیا دانسانیت شعر دی . دټولو اودټولو له پاره شعر دی دفرانسوی ژبو شعر زموږ ددوران انقلابی شعر دی ))
سارتر چې لومړۍ یې لیکوال ژمن باله وروسته شاعر هم   ژمن بولی .
دسارتر دژمنتوب په ادبی نظریاتو باندې عمده انتقادونه دموریس بلانشو له خوا وشول ·دبلانشو په باور هر ادبی اثر په بیلابیلو ډولونو سره یو ډول ژمنتوب لری · بلانشو وایی چې ادبیات دواقعیت سره په ضدیت کې را منځ ته کیږی · لیکوال دخپل اثر په وړاندی ځان ژمن بولی هغه وایی ادبیات نه شی کولای دسیاست په خدمت کی را منځ ته شی داځکه چې سیاست دواقعیت یوه برخه ده اوادبیات دسیاست نفی ده اومهمه دا چې دځان نفی هم ده دلیکلو عمل له دې امله مهم دی چې دهر ډول قدرت پیژندنه ننگوی

ستاسو نظر