ادبیات

دا انسان په څه لګیا دی؟

کله کله سړی زړور شي او ځان پوښتي:

اخر زه څوک یم، څه شی یم، تر دې له مخه چېرې وم او ژوند له دومره تجربو سره ما ته څه معنا لري؟

نوم خو پلار او مور- د دود دستور له مخې- راکړ،

وزن خو د خاورو، اوبو اورونو او بادونو سړو تودو فصلونو راکړ،

فکرونه، انګېرنې، اخلاق، باورونه؛ خو ټول مکتب او مدرسې راکړل او هغو د زمانې له معتبرو کتابونو را اخستي او د کتاب پاڼې د چنار د ډډو وچې تراشلې سپینې غوښې دي!

دا ژوند- او بیا داسې ژوند- چا فرماېلي؟ او بیا:

زه ولې لیکل کوم؟ او ته یې ولې لولې؟ او دا بل ولې انتظار دی؟؟؟

***

دا ډول پوښتنې هم عجیبه غشي دي، د سړي د کلونو او عمرونو د باورونو، ارمانونو، انګېرنو، عادتونو او فکرونو برجونه او زیارت شوي څلي، په دې زړه زړه ولي او غار غار وردوي! ځکه نو ځان له سړي زخمي زخمي شي.

زه دغسې یم، خو له دومره ژوبلېدلو سره سره، ساه را په کې هوسا شي او زړه مې سپک شي، تاسو څرنګه؟

نو که زړه کوئ، راځئ راسره؛ پوښتنې همدغه شېبه تیارې دي.

***

کلتور او عنعنه یې وزن کړئ ټوله په یوه عاشقانه بې پروایۍ ارزي!

تاریخ وزن کړئ، ټول په یوه «آه» ارزي، ټول د یوې اوښکې بیعه پوره کولای شي؟

ایا دا ټول په زړه کې د یوه عاشقانه درد په وس برابر دي؟

انسان ولې راپېل شوی؟

انسان ولې؟

نو:

«زه څوک یم؟

څه شی یم؟

تر دې له مخه چېرې وم؟

ژوند له دومره تجربو سره په څه معنا دی؟»

دا وږي له کومه شول؟ دا درجې، رتبې او عزتونه او ذلتونه له کومه شول؟

علم مو د څه لپاره دی؟ ساینسي او کلتوري او مدني انقلاب څه کولای شي؟

د ایدز او ایبولا ضد واکسین به زموږ کوم درد را دوا کړلای شي؟

زړونه به مو څوک او څه شی را جوړ کړلای شي؟

د مالګې او بورې هېر خوند به بیا له کوم کار او پرمختګه په لاس راشي؟

جنت مو څه شو، «باغ عدن» مو کومو غلو یوړ؟

د «باغ» له واقعیت یا اسطورې را بېلېدلو را وروسته، دغه د ډبرو، ژېړو، مسو، وسپنو انقلابونه او عصرونه د څه درد دوا شول؟

باغ نشته او که زه نه یم؟

دغه باغونه، چې عربو او عجمو د ذهني جنت په نقشه او اندازه جوړ کړي او ډیزاین کړي، څه شي او چا د ژوند مزې ترې لوټلي؟

ذهن او ذهني پوهې مو ولې زړونه نشي خړوبولای؟

د ننني متوسط امریکایي یا اروپایي خواړه او اوبه او د ژوند وسایل، نه د (سکندر) په خېال کې ګرځېدل، نه (تیمچن خان) ته عرب او عجب کیمیاګرانو جوړولای شول او نه د چین په بازارونو کې موندل کېدل، خو یو هم چین پسې نشي رسېدای.

***

دا سوالونه به زړه ته څه راکړي؟ زه ولې خپلې تمدني غوښې د دغو سوالونو په امبورونو را ژوبلوم؟

ښایي سوالونه هغه تیلي څراغونه وي، چې زما «ځان» راویښي!

بیا ځان ته مخامخ کښېنم او پوښتم:

یې انوره، وفا…او سمندره! «ته څوک یې؟ تر دې ژوند له مخه چېرې وې؟ او ژوند له دومره تجربو سره تا ته څه معنا لري؟»

***

ذهن بېوسه دی. ذهن دننه نه ځي. ذهن «ځان» ته نه ورځي. دا یې وس نه دی. ذهن نازک او لطیف خو مادي هم دی! او «ځان» تر مادې ډېر ډېر قدیمي دی، دومره له مخه چې هغه وخت «زمان» نه ؤ پیدا شوی.

هوووو! «ځان» تر زمان له مخه او ور وروسته دی. ځان په مادي ځان کې دی؛ خو مادي نه دی.

نو: «ته څوک یې؟

تر دې له مخه چېرې وې؟

او ژوند له دومره تجربو سره په څه معنا دی؟»

***

د اوس لپاره همدومره!

یادښت: دا لیکنه د انسان مجلې څلورمې ګڼې چاپ کړې ده.

ستاسو نظر