ادبیات

د ولتر یوه کیسه او پښتو نکلونه

د ولتر بشپړ نوم  (فرانسوا ماري اروئي  Francois Marie Arouet) و، نوموړی پر ۱۶۹۴ زیږدي په پاریس کې وزېږیده. لس کلن و، چې د (ژزویت وروڼو) ښوونځي ته ولاړ، هلته یې لرغوني ادبیات، معاني، بیان  او لاتین ژبه زده کړه. له ځوانېدوسره سم يې  پلار هڅه وکړه، چې دی دحقوقو لوستل پیل کړي او قاضي شي، خو ده ونه منله او دایې غوره وګڼله چې لیکوال شي او دادبیاتو لمن ونیسي (۳ : ۱۰ مخ). همداسې وشول، ولتر لیکوال شو، شعرونه، نندارلیکونه (نمایشنامې)، لنډې کیسې، ناولونه، تاریخي څېړنې، فرهنګ لیکنه، فلسفه او دتاریخ دفلسفې په ګډون ګڼ اثار ترې پاتې شول او بالاخره تر پینځه اتیا کاله  ژوند وروسته پر ۱۷۷۸زیږدي کې ومړ.

ولتردخپلې زمانې دویښتیايي او روښانتیايي بهیر یوفعال مبارز هم و، چې هاغه مهال په اروپاکې دتعصب او تورفکرۍ پروړاندې روان و. ولتر د رنسانس یا بیا راوېښېدو د عصر داوج دکلونو له نوموتو لیکوالو څخه و. دولتر نوم روښانتیايي  دورې په لومړنیو دوه درې نومونو کې، دژان ژاک روسواو مونتسکیو ترڅنګ یادیږي. (۱- ۳۶۴ مخ).

  دده کیسې او نندارلیکونه دګڼو فلسفي او فکري پیغامونو رسوونکي وو. دی له لومړنیو لیکوالو او څېړونکیوڅخه و، چې دتاریخ دفلسفې مفهوم یې رامنځته کړ. دی دخپلې روښانتیايي مبارزې په ترڅ کې زنداني شو، له خپلې سیمې څخه وتلو او مساپرۍ ته اړ شو، خو خپله مبارزه یې پرې نه ښوده. ده هاغه مهال دعیسوي متعصبو کشیشانو ریښتینې څېرې داسې انځورولې :

((زموږ کشیشان او زاهدان هغسې نه دي لکه خلک یې چې ګڼي،بلکې دازموږ جهل دی، چې دهغوی پردروغجنواو ککړو چپنو یې دعلم دجامو نوم ایښی دی.))  (ولتر ۱۰ مخ).

دولتر اثار ډېر دي :  محمد (ص)، اودیپ، ایرن او زاییر په نامه نندارلیکونه.دکیسو او افسانو مجموعې.

voltaire

د روښانتیا د پير مطرح او مشهور فیلسوف فرانسوا ماری آرویه

د تاریخ په برخه کې : دولسم شارل، څوارلسم لويي، روسي څار ستر پتر. دفلسفې او تاریخ په برخه کې ځينې نورې لیکنې.

دده یوشمېر کیسې دنړۍ دبېلابېلو سیمو او تاریخی مدني حوزو په چاپېریالونو پورې اړه لري. اروپا، منځنی ختیځ، اسیايي هېوادونه  یې دخپلو کیسو لپاره دفرهنګي ـ جغرافیايي بسترونو په توګه غوره کړې دي.

هغه کیسه، چې موږ پرې خبرې کوو، لویې برخې یې په افغانستان کې پېښیږي. دولترد ژوندزمانه په افغانستان کې ددوو افغان سترواکیو درامنځ ته کېدو له وخت سره برابره ده.  په ۱۷۰۹ ز کې چې ستر ملي مشرمیرویس خان نیکه خپل ملي پاڅون له کندهار څخه پیلاوه، ولتر پینځلس کلن و او کله چې بل ستر ټولواک اعلیحضرت احمدشاه بابا دخپلې لویې  افغاني امپراتورۍ بنسټ کېښوده( ۱۷۴۷ز) نو ولتر ترپنځوس کلنۍ اوښتی و، داهاغه مهال دی، چې کندهار دنړۍ دنوموتو او سترو پلازمېنو په کتار کې پېژندل شوی و. دولتر دیادې کیسې پېښې له کندهار څخه پیلیږي، ترکابل او کشمیر پورې رسیږي. ښکاره ده، چې دولتر داافسانه دهغه دخپلې زمانې کیسه نه ده، ځکه اسطوره یي افسانو ته تاریخي زمانه نه شو ټاکلی، خو داوخت کابل، کندهار او کشمیر ټول په لوی افغانستان کې شامل وو، ځکه خو ولتر دخپلې کیسې قلمرو دهغې زمانې سترافغانستان ټاکلی دی.

دولتر داکیسه (سپین او تور) نومیږي، چې  (دکندهار شاهزوی) په نامه هم مشهوره ده. داکومه تاریخي کیسه نه ده، چې په ټاکلې تاریخي زمانه کې دې د معلومو کرکټرونو په ونډه پرمخ ولاړه شي، بلکې یوه داسې افسانه ده چې اتل یې یوکندهاری شاهزوی دی. (سپین او تور)  افسانه دپېښو او کرکټرونو او پیغام له نظره دملي هیندارې دمجموعې هغو پښتو نکلونو ته ډېره ورته ده، چې دستر افغان فولکلوریست ارواښادمحمدګل نوري په همت دپښتني بډای فولکلور له زیرمې څخه راټول شوي دي. زموږ ددغې پرتلیزې څېړنې موخه هم له پښتو فولکلوریکو نکلونو سره دنامتو فیلسوف فرانسوي ولتر دکیسې پرتلنه اوشننه ده. دولتر کیسه یوه فلسفي فرضیه پرمخ وړي اودجبر او اختیار ترمنځ دانسان دژوند اوروان دکشمکش پېښه تمثیلوي.

خو راځئ لومړی دولتر دکیسې لنډیز ولولو،کیسه داسې پیلیږی :

دکندهار په سیمه کې به داسې څوک نه وي، چې دځوان رستم پرکیسه نه وي، خبر. دی دهېواد دیوه میرزا زوی و(میرزا دفرانسوي مارکي او الماني بارون په څېر یوڅوک دی). [په افغانستان کې کېدای شي دغه مقام له خان، امیر، سردار یا سیمه ییز پاچا سره انډول وګڼو. داسې ښکاري، چې ولتر دمیرزا مقام دکورګاني مغولانو له درباره اخیستی وي].

د رستم پلار و مور غوښتل ددوی زوی دمیرزایانو له کورنۍ څخه یوه ښکلې نجلۍ دکوژدې لپاره خوښه کړي او دوی ټول سره کورکهول شي، خو قسمت بل څه و.

یوه ورځ رستم دکابل په بازار کې دکشمیر دپاچا لور ولیده او پرې مین شو. دکابل بازار دنړۍ ترټولو ستر بازاردی او دبصرې یا حاجي طرخان تر بازارونو ډېر مهم دی، ځکه خو دکشمیر پاچا له خپلې لورسره ددغه بازار لیدلوته راغلی و.هو ریښتیا کابل ته دهغوی دراتلو لامل یوبل کار هم و. دکشمیر پاچا دوه ګرانبیه څيزونه درلودل :  لومړی دګوتې دبند په څېر غټ الماس او دوهمه داسې یوه نیزه، چې پخپله به هرځای چې خاوند یې غوښتله تللای شوه. دا الماس او نیزه له پاچا څخهدهغه یوه خدمتګاردرویش غلاکړل. درویش دواړه څیزونه دپاچا لورته ورکړي وو، چې له ځانه سره یې پټ وساتي، ځکه دنجلۍ برخلیک په همدې دوه څيزونو پورې تړلی و.

پاچا په خپلو دغو ورکو پسې دکابل بازار ته راغی،دکابل په بازار کې رستم او دکشمیر شاهزۍ یو پربل مینان شول، شاهزۍ غټ الماس رستم ته دمینې دیادګار په توګه وروسپاره او رستم هم وعده ورکړه، چې ژر به ځان کشمیر ته ورورسوي او هلته به یې سره لیدل وشي.

رستم دوه باوري خدمتګاران درلودل، چې دده کارونه یې کول، یو یې (زبرجد) نومېده، ښکلی او دنګ سړی و، او دتکو سپینو نجونو په څېر سپین هم و.دارمنیانو په څېر صمیمي او ځانتیری و او دګبرو په شان پوه او هوښیار. بل خدمتګار(ابنوس) نومیده، ابنوس تورغنمرنګی او ښکلی ځوان و، چې تر زبرجده هم چالاک و او هم هوښیار، دده لپاره پر دنیا سخت کار نه و، چې دی یې ونه شي کړلای.

رستم کشمیر ته دخپل سفر پرېکړه دوی دواړوته واوروله، زبرجد هڅه وکړه، چې رستم  له دې پریکړې څخه راوګرځوي، خو ابنوس ورسره ومنله او رستم یې دغه سفرته نور هم وهڅاوه. دسفر اړتیاوې یې چمتوکړې او په پټه یې دالماسو غمی له خپل بادارڅخه غلا کړ او یو بدل الماس یې ـ چې اصلي ته ډېر ورته وـ دهغه پرځای کېښود، اصلي الماس یې له یوه ارمني سره په زر روپۍ ګرو کړ او پیسې یې دسفر پر اړتیاو ولګولې. ترسفر وړاندې رستم دووپال نیوونکیو ته ورغی او له هغوی څخه یې دخپل سفر په اړه پوښتنه وکړه، دواړو پال لیدونکیو مبهمې او ګونګې خبرې ورته وکړې او رستم ونه پوهېده چې سفر به یې بریالی وي، که نه ؟  خو په هرصورت دمینې زور واو سفر پیل شو، چې له کابل څخه راووتل نو پر یوه ګڼ ځنګله ورپېښ شول، هلته یې دمه وکړه، چې دغرمې ډوډۍ وخوري. همداچې ویې غوښتل له پیل څخه اړتیا وړ لوښی راکوز کړي او اسونه دڅر لپاره پریږدي، چې ګوري زبرجد او ابنوس دواړه نه شته. مریانو په دوی پسې پلټنه پیل کړه، ډېرې نارې یې وکړې خو ستومانه راستانه شول او رستم ته یې وویل:

زبرجد او ابنوس مو  ونه لیدل، خو هلته مو یوټپوس او یو ګوربت ولیدل چې سره په جنګ وو او ټپوس د ګوربت بڼکې راشکولې. رستم له خپلو مریانو سره هغه لوري ته ورغلل، خو نه ټپوس واو نه هم ګوربت، بلکې داځل یې هلته یو لوی کرګدن ولیده، چې ددوی له پیل سره جنګ کوي او غواړي په خپل ښکر یې ووهي، خو پیل یې په خړتوم له ځانه شړي. کرګدن چې رستم ولیده، نو وتښتېده او دوی خپل پیل راروان کړ، کله چې ددمې ځای ته راورسېدل، که ګوري اسونه چا تښتولي دي.  رستم او دهغه پاتې ملګري ددې هرڅه په لیدلو ستومانه او ناهیلي کیږي، خو بیا هم دمینې زور دی، رستم کلکه ژمنه کوي، چې دخپلې ښکلې مینې دلیدو لپاره ځان کشمیرته ورسوي. په لاره کې یوځل رستم یو بزګر کلیوال ګوري، چې خپل خر وهي. رستم کلیوال منع کوي او خر ورڅخه اخلي. خر له رستم څخه مننه کوي او کله چې دسفر دادامې لپاره پر خره سپریږي، نو څه ګوري، چې خر په پوره چالاکۍ دی بېرته دکندهار په لوري بیایي، رستم نورهم حیرانیږي، پرلاره خپل خر له یوچا سره بدلوي او په بدل کې یې ورڅخه اوښان اخلي او بېرته دکشمير په خوا خوځیږي. ناڅاپه پرلاره له سیلاو سره مخامخ کیږي، یوځل پرېکړه کوي، بېرته وګرځي، خو چې سهار راپاڅيږي، پرسیلاو یو ښکلی مرمرین پول ګوري، همداچې له پله څخه تیریږي،نو ګوري، چې پول راغورځي. داپېښې رستم له عجیبو فکرونو او اندېښنو سره مخامخوي، وړاندې یوداسې غر په مخه ورځي، چې لوړوالی یې دبابل تربرجه هم لوړ دی او داسې ستوغ دی، چې ختل پرې ناشوني دي، شاته پول نړیدلی دی او رستم له خپلو ملګرو سره حیران دی، چې څه وکړي. ناڅاپه په غره کې یو تونل مومي او چې ورڅخه تیریږي، نو په یوه ښکلې شنه ورشو ورپېښیږي، چې له ګلانو څخه ډکه ده. دشنې دښتې په یوڅنډه کې یوه ښکلې سیمه ودانه ده او خلک یې په نڅا او خوشالیو بوخت دي. رستم او ملګري یې له چا څخه پوښتي، چې داکوم ځای دی او داخلک ولې خوشاله دي. یو څوک ورته وايي : دا کشمیر دی او نن  له (باربابو) نومي سړي سره د شاهزۍ دواده جشن دی. رستم چې دا خبره اوري، نو بېهوښه کیږي، کشمیری کوربه ورته دوه لایقه طبیبان راغواړي: طبیبان چې راځي نو د رستم له خولې څخه اوري : چې زبرجده ! زبرجده! ته چیرې یې؟ تا خو ریښتیا ویلي وو!) دده دخبرو په اورېدو سره لومړی طبیب وايي : دناروغ له ژبې څخه ښکاري، چې کندهاری دی اوددې لپاره چې جوړ شي، باید کندهار ته یې ورسوو، خو بل طبیب وايي : نه دا ناروغ مین دی او دناروغي درملنه یې داده، چې دشاهزۍ واده ته ولاړ شي او هلته وناڅي. کوربه چې دطبیبانو اختلاف ګوري، نودواړه رخصتوي او رستم ته وايي، چې شاهزۍ داواده نه دی منلی او په خپله ماڼۍ کې ژاړي. رستم په دې خبره خوشالیږي او له کوربه څخه پوښتي، چې ولې پاچا خپله لورپه زوره باربابو ته ورکوي؟ کشمیری ورته وايي : پاچاخپل دوه ګرانبیه څيزونه ورک کړي، چې یوالماس او یوه نیزه ده. اوس باربابو یو الماس موندلی او پاچا ته یې راوړی او دالماس په بدل کې شاهزۍ غواړي.  رستم ځان دپاچا ماڼۍ ته رسوي او اعلان کوي، چې الماس له ده سره دی. پاچا چې دواړه الماسونه ګوري نو حیران پاتې شي، چې اوس به څه کوي؟ رستم پاچا ته وړاندیزکوي، چې دی حاضر دی له باربابو سره جګړه وکړي، هرچا چې داجګړه وګټله نو شاهزۍ به دهغه شي. جګړه پېښیږي او رستم خپل سیال وژني او دهغه زغره اغوندي، خلک په خوشالۍ سره چیغې وهي : اې ښکلې شاهزۍ راشه او وګوره ستا راتلونکي مېړه خپل سیال مات کړ! شاهزۍ چې له پاسه ورګوري نو دباربابو دزغرې په لیدو سره فکر کوي، چې ګټونکی باربابو دی، ځکه خو خپله وروستۍ وسله کاروي. هماغه نیزه راباسي او له پاسه رستم پرې ولي. رستم دنیزې دپرهار له زوره چیغه وهي او شاهزۍ دخپل مین غږ پېژني. په منډه منډه ځان وررسوي، کله چې خپل ګران مین په وینو کې ډوب ویني نو یوځل یې ښکلوي او بیا نیزه پرخپل ټټر ننباسي او ځای پرځای وژل کیږي. رستم چې دزنکندن په حال کې دی یوناڅاپه زبرجد او ابنوس ویني او ورته وايي، چې ولې یې دده ژوند تر دې بریده رارسولی دی؟ دواړه ځواب ورکوي،چې موږ پرتا مقررې دنیکۍ او بدۍ پرېښتسې یو. زبرجد دجبر اونیکۍ پرښته ده او ستا دژوند دژغورلو لپاره يې هڅه کوله خو ابنوس دبدۍ او اختیار پرښته واو ته یې هڅولې چې پرمخ ولاړ شې. پرلاره هغه خر زبرجد و، چې غوښتل یې تا بېرته کندهار ته ورسوي، هغه طبیب چې کورته یې ستا د ستنولو سپارښتنه کوله، سیلاو، باز، کرګدن او هره هغه پېښه چې کشمیر ته یې ستا دراتلو مخه نیوله ټول دزبرجد کارونه و، خو هغه پول، ټپوس، دوهم طبیب، په غره کې لار او ټول چې ته یې تردې ځایه راوستلې دابنوس کارونه وو.

دکیسې اصلي برخه دلته پای ته رسیږي.  تر دې وروسته رستم په کندهار کې ګورو، چې داټوله کیسه یې په خوب لیدلې وي او په حقیقت کې دی ژوندی وي. له زبرجد او ابنوس څخه چې پوښتنه کوي، هغوی ورته  دداسې توتي یادونه کوي، چې ټولې پخوانۍ کیسې یې زده دي او دنوح ع په کښتۍ کې هم ژوندی و.

خو دا دکیسې دپای لپاره یوه داسې برخه ده، چې ولتر غوښتي دي، خپله کیسه پای ته ورسوي.

دکیسې اصلي برخه دهغو نکلونو له بېلابېلو پېښو سره ډېر ورته والی لري، چې موږ یې په (ملي هینداره) کې لولو.

په یاده افسانه کې دولتر اصلي هدف دهغه خپل فلسفي تېزس دی. دی غواړي وښيي، چې انسان دجبر او اختیار ترمنځ سرګردانه دی. رستم دکیسې په پای کې دواړو پرېښتو (زبرجد او ابنوس) ته وايي،چې ستاسو خواري ځکه بې مانا وه، چې زما برخلیک ستاسو دکړنو پربنسټ نه شو بدلېدلای. ایا هغه څه چې په ازلي قسمت کې لیکل شوي بدلېدای شي، که نه ؟ که نه شي بدلېدلای، نو دانسان اراده او اختیار څه شو؟ که بدلیږي نو ولې یې په ازل کې ورته لیکلي دي؟

دادانسانانو زړه پوښتنه، تلوسه، اندیښنه او فکر دی. ایا موږ مجبور یو که مختار، که دواړه؟

دلته به د ولتر فلسفي تېزس پریږدو رابه شو، ځینو هغو مشابهتونو ته چې دولتر داافسانه یې له پښتو نکلونو سره لري.

دکیسې اصلي ډینامیک یه محرکه ځواک مینه ده. هرڅه له مینې راپیلیږي،  مینه ده چې له ټولو خنډنو سره سره رستم دکشمیر په لوري بیايي. هندوستان دپښتني اسطورو او افسانو لپاره ترټولو جذابه زمکه ده، دملي هیندارې په ګڼو کیسو کې دمینې اتل دخپلې معشوقې دترلاسه کولو لپاره دهندوستان سفر پیلوي. دملي هیندارې ګڼ نکلونه هم دمینې دمحرکه ځواک په مرسته پرمخ ځي. دپتې خان اورابیا په کیسه کې لولو، چې پتې خان له خپلو شپیته جوړه بړیڅو یارانو سره دهندوستان لار نیسي او هماغلته وژل کیږي.

مومن خان دشرینو د ولور ترلاسه کولو لپاره هندوستان ته ځي او هلته ښاماروژني. ظریف خان دمابۍ په مینه کې دهندوستان لاره نیسي، پرشاپاڼې مین علیبیګ دهندوستان ددکن لاره ونیوله او دکشمیر دپيریانو دپاچا زوی نیمبولا ل یا لمبولال له کشمیره راغی او دلته په پښتني سیمه کې پر شاهزۍ مین شواو بیا پسې ومړ.  هندوستان او کشمیر دپښتنو لپاره دافسانو، مینو، عجایبو او ګټې وټې هېوادو. ټولنیزه ـ تاریخي  ارواپوهنه له موږ سره مرسته کوي، چې له هندوستان سره خپلې لرغوني لاشعوري اړیکي بیامومو. موږ په قومي او تاریخي لاشعورکې له دغه هېوادسره ګډې رواني انګېزې لرو. ولتر هم خپله افسانه کټ مټ پرهماغه لاره بیايي، چې دپښتنو پخوانیو افسانه ویونکیو به دخپلو کیسو کاروان پرې  بووه. دملي هیندارې په څو نکلونو کې دولتر دافسانې په څېرد ټاکل شوي تقدیر او ازلي قسمت په وړاندې دانساني ارادې پاڅون او بریا ګورو. (دباچا زوی، مالداره اوسپی) په کیسه کې شاهزوی له خپل محتوم قسمت سره مبارزه کوي او بالاخره خپلې مینې ته رسیږي.  زبزبانه ښاپيرۍ او انارژړان او سیب خندان افسانې دهمداسې مبارزو کیسې دي. دشاترحسن کیسه موږ ته راښيي، چې څنګه هوښیار شاتر دخپل مجبور برخلیک په وړاندې دارادې په مرسته راپاڅيږي او خپل تقدیر بدلوي.

دقطب خان او نازو په کیسه کې د زبرجد او ابنوس په څېر له دوو داسې خدمتګارانو سره مخامخ کیږو، چې ـ که څه هم دواړه سره وروڼه دي، خو دافسانې داتلانو په برخلیک کې سره متضادې کړنې ترسره کوي، دادواړه وروڼه (بلو) او (میرو) نومیږي. بلو پرنازو مین دی او له ادم خان څخه یې په شرط کې ګټلې ده، کله چې قطب خان له نازوسره واده کوي، نو (میرو) جشن جوړوي،(بلو) چې له قطب خان سره دنازو پرسر رقیب دی دخپل ورور دوښمني اخلي، تردې چې غواړي ویې وژني. بلو دزبرجد په څېر قطب خان له نازو څخه راګرځوي، خو میرو یې سره یوځای کوي. دقطب خان او نازو مرګ درستم او کشمیرۍ شاهزۍ مرګ ته ډېر ورته دی.

دملي هیندارې په ګڼو کیسو کې ځناور او افسانوي موجودات دانساني برخلیک او ژوند وفکرپر زمکه دژوندیو سېمبولونو په څېر کارول شوي دي. دولتر په کیسه کې مو ولیدل، چې خر، پیل، کرګدن، ټپوس، ګوربت او نور ژوي دکیسې سېمبولیکې پېښې تمثیلوي. په لاره کې دپول ورانېدل او جوړيدل هغه ژور سېمبولیک لاشعوري تمثیل دی، چې هم دولتر په افسانه او هم دظریف خان او مابۍ په کیسه کې یې بېلګې لولو:

((باره ظريف سندوخان خلاص كړه، هغه د ده دښمن راجا او ماينه يې ورته راوايستله، هغه نور ځوانان هم ټوله روغ رمټ د سندوخانو راووتله، باره يې ظريف خان ته آفرين وركى، ډېره دنيا يې وركړه دستي يې آسان ورځين كړه سړي يې ورسره كړه ويل تاسي د ده نوكران ياست، ظريف خان هم دستي مخ د كور پر خوا را رهي سو، راغله پول تيار سوى دئ، پر لاري يو لوى غر دئ شنې كوتري پكښي ګرځي، د هې خوا شهين پسي راوالوت، دا كوتري يې پسي واخيستلې، د ظريف خان خپل خور و ورور و مابۍ ور په ياد سوله چي دا كټ مټ لكه د خدري ظلم نو يې ناره وكړه:

ول كه پوري غر درې درې دئ – تړلى په پنجرې دئ

كوترې راغلې شهين پسې دئ – څوك چي نه لري د موره

د هغو زړګي وي واى – هاى هاى ذرې ذرې دئ

چي يعني څوك چي د موره زوكړي ورور نه لري يو سر وي خود بې دغسي زړه ذرې ذرې وي.))   (۲-  ۲۵۲ مخ.)

خو په پښتو نکلونو کې هم دقسمت ځینې ازلي کرښې داسې تمثیل شوي دي، چې نه شي بدلیدلای. دجلات خان او شمایلې په کیسه کې لولو، چې سېټ سوداګر غواړي دافسانوي مرغه سر او زړه وخوري، ځکه دپاچاکېدو طلسم په همدې سر او زړه کې دی، خو قسمت داسې دی، چې پاچاهۍ ددوو وروڼو (مسلم او خنکار) په برخو دي، نو دلته  مینځه په ناخبرۍ کې دپخلي پرمهال زړه او سر دوی ته ورکوي او کیسه دزبرجد د له کرکټر سره سمه پرمخ ځي،  چې دجبر او ټاکل شوي برخلیک ته دتسلیمېدو سېمبول دی.

داسې نه ده، چې یوازې دولتر دافسانې اتل دکندهار شاهزوی دی، بلکې دافسانې ادبي، فلسفي او تمثیلي جوړښت هم داسې دی، چې دپښتني نکلونو رنګ او ځانګړنې په کې له ورایه ښکاري.  د ولتر  کمال په همدې کې دی، دهغه ځینې کیسې چې دمنځني ختیځ او عربو سیمو پېښې او کرکټرونه لري، کټ مټ عربي کیسو ته ورته دي او د(زرو یوه شپه) رنګ پر ې غالب دی. اروپايي کیسې یې دمنځنۍ دورې دمسیحي افسانو رنګ لري.

دابېله پوښتنه ده، چې ایا ولتر ته په هغه وخت کې دپښتو فولکلوریکو کیسو کومه لیکل شوې بېلګه یا شفاهي کیسه وررسېدلې وه که نه. ولتر خامخادپښتني فولکلور او په تېره بیا کیسو په اړه څه لوستي دي، چې دخپلې دغې کیسې لپاره یې کرکټر او سیمه افغاني هغه ټاکلې ده. که د (سپین او تور) کیسه راوژباړل شي او دارواښاد محمد ګل نوري په ځانګړي او خواږه سبک ولیکله شي، تاسوبه یې په ملي هینداره کې له راغلیو نکلونو سره په کوم ځانګړي توپیر ونه پوهیږئ. ماچې کله داکیسه لوستله فکرمې کاوه، چې دملي هندارې له ښکلي هار څخه یوګرانبیه غمی لویدلی او بیا دفرانسوي ولتر په رغوي کې موندل شوی او هلته ځلیدلی دی.

دولتر پر دې کیسه چې څومره تبصرې او شننې  شوي دي، دګڼو یې منځټکی دادی، چې ولتر څنګه په یوه خوږه افسانه کې یوه ژوره فلسفې مفکوره تمثیل کړې ده، په حقیقت کې خو دولتر دکار اهمیت او ارزښت هم په همدې کې دی. له دې اړخه کې دملي هیندارې نکلونه وڅېړو او ویې شنو په لسګونو داسې ژور فکري او فلسفي تمثیلونه په کې موندلای شو، چې نړیوال پیغام درلودلای شي.

غواړم سپارښتنه وکړم،چې دپښتنو دارواپوهنې، ټولنپوهنې، فکري – فلسفي، اساطیري او تاریخي ځانګړنو په پېژندلو کې پښتني فولکلور په عامه او ملي هینداره په خاصه توګه دبیا ـ بیا کتلو، لوستلو، څېړلو او شننې وړده.

موږپرداسې ستره هنري ادبي او فرهنګي خزانه  ناست یو، چې له بده مرغه ارزښت یې پخپله لاهم نه پېژنو.

سرچینې:

  1. ګرودر، یوستین. دنیای سوفي، د حسن کامشاد ژباړه، درېیم چاپ، انتشارات نیلوفر، ۱۳۸۱ ل، تهران.
  2. نوري، محمد ګل. ملي هینداره (بشپړ متن) د مطیع الله روهیال په زیار، درېیم چاپ، د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، ۱۳۸۹ل، کندهار.
  3. ولتر، شهزاده خانم بابل وپنج داستان دیګر، ترجمه ناصح ناطق، بنګاه ترجمه ونشر،دوهم چاپ، ۱۳۴۳ ش، تهران.

ستاسو نظر