ټام سایر

په یوې نوې نجلۍ میینېدل

مارک ټواین

ژباړن: دولت محمد لودین

درېیمه برخه

ټام کور ته روان شو چې پالۍ ترور خبره چې کار خلاص شو.د پالۍ ترور د ګنډلو ماشین یې ولېد چې پر څوکۍ د کړکۍ څنګ ته ایښی.چوپتیا ده.د اوړي په زړه پورې هوا. ترور پر مښکۍ وړې، د مچانو بڼهاری دی.د پالۍ ترور سره په کور کې هېڅوک نشته د هغې یوازینۍ ملګرې پېشو ده.دا هم د دې څنګ ته وېده ده.

ـ پالۍ ترور اجازه ده چې لاړ شم او لوبې وکړم؟

ـ ولې لاړې شې تا څومره کار کړی ؟

ـ ټول کار تمام شو.

ترور یې وویل:

ـ ټامه دروغ راته مه وایه.

ټام په خندا وویل:

نه دروغ نه وایم.تمام شوی دی راشه ته یې په خپله وګوره.

 پالۍ ترور هېڅ باور نه کاوه چې ټول به بشپړ شوی وي.ورسره ولاړه چې په خپله یې وګوري، خو هېڅ باور یې نه کاوه په دې فکر کې وه چې په دومره لږ وخت کې نېم کار تمام شوی هم وي توره ده.هغې کټارې ولېدې ډېرې ښکلې ښکاریدې.درې وارې په ښه توګه سپینې شوې دي.پالۍ ترور حیرانه شوه.وې ویل:

ـ ټامه! چې دې په زړه ښه وي څرنګ ښه کار کوې.خو بد خوی دې دا دی چې هر وخت کار نه کوې.ځه ولاړ شه لوبې دې کوه.فکر دې اوسه چې هره اوونۍ کې کومه ورځ ناوخته راغلې  پوټکی به ډډ کړم.

ترور په ټام مهربانه شوه.پخلنځي ته یې بوتلو او یوه تکه سره مڼه یې ورکړه. خو چې د هغې فکر بلې خواته شو ټام په چالاکۍ بله مڼه هم پورته کړه او په جېب کې یې واچوله، د سترګو په رپ کې له کوره ووت. د باندې یې ولېدل چې سید ( د ده ورور)  په میدان کې روان دی.ټام نزدې ورغی موټي یې له خاورو ټک کړل ور وې شېندل. څو چې پالۍ ترور د ده پخوانی حېرانونکی کار هېراوه ا د سیده کومک ته ورسېده، ټام له کټارو اوښتی و.ټام ځکه دا کار وکړ چې د سید په لېدو ور یاد شول چې ترور ته یې د ده شیطاني کړې وه او دی یې په دومره زحمتونو اخته کړ.

ټام د هغه کور تر څنګ تېریده چې په هغې کې ( جېف تر اچره) اوسېده.په باغ کې یې یوه نوې نجلۍ ولېده.د باغکې غوندې ښکلې یې سترګې یې لرلې.اوږدو طلايي ویښتانو یې په اوږو څپې وهلې.د اوړي اسماني رنګه دریشي یې اغوستې وه.

ټام چې ولېده زړه یې وښوېده. (امی لاورنس) سره چې ده له ډېره پخوا راهیسې مینه درلوده اوس یې له خیال خاطره ووتله.هغې ورته یوه اوونۍ مخکې ویلي و چې ( زه تاسره ډېره مینه لرم) ځکه په دې اوونۍ کې ټام ډېر خوشاله و.خو اوس د دې نوې نجلې په لېدو تر هېره شوه. له زړه یې ووتله.داسې ورته ښکارېده لکه پردۍ او نابلده نجلۍ چې هېڅکله یې نه وي لېدلې.ټام تر هغو ښکلې نجلۍ ته په مینه کتل، تر څو چې پوه شو دا هم راباندې وپوهېده او وې پېژندلم.پس له دې یې ځان ناګاره واچاوه.ښکلې نجلې ته یې ځان داسې ښوده چې زه هېڅ خبر نه یم چې ته نزدې ولاړه یې.بیا یې په ماشومانه لوبو پیل وکړ.تر یو وخت یې همداسې بې عقله، بې عقله ماشومانه لوبې کولې.خو د سترګو په کونجو کې یې هغه څارله.کله چې د کور خواته روانه شوه.ټام په منډه ځان کټارو ته ورساوه او څارله یې.ټام غوښتل چې دا کور ته نزدې شي او دی یې یو څه وخت د کور د باندې ورته ودریږي.نجلۍ چې کور ته نزدې شوه یوه شېبه ودرېده.بیا د وره لور ته روانه شوه.کله چې ور ته ورسېده د ټام زړه وغورځېده خو ټام لږ خوشاله هم شو.

ځکه مخکې له دې چې له سترګو یې پناه شي د خپل لاس ګل یې د کټارو خواته ور واچاوه.ټام په منډه له کټارو پّ ګل پسې واوښت.ګل ته نزدې یې سترګې په کوڅه کې ښکته پورته واړولې چې د چا ورته پام دی او کنه؟ بیا په ډېره مینه او احتیاط ورنزدې شو ګل یې پورته کړ.ګوښه ځای ته ولاړ ګریوان یې پرانیست ګل یې په زړه له پاسه په سېنه وټومبه.

ماښام د ډوډۍ په وخت ټام په غړیدلو سترګو له ترور نه بوره پټوله.هغې چې وکوت په کوتو یو ټس ورکړ.

ـ ترور! ته سید ته هېڅ نه وایې.که هغه هر څومره ورانی هم وکړي.

ـ سید تا غوندې ناکاره نه دی، که دې پریږدم هر وخت بوره پټوي.

دغه بو‌ډۍ ترور چې بلې کوټې ته ولاړه سید د بورې چینې لوښي‌ته لاس ور وړ.چې پورته کاوه یې له لاسه یې ولوېده.دړې وړې شو.ټام ډېر خوشاله شو، له خوشالۍ په جامو کې نه ځاییده.ترور چې راغله خبره به یې کړم او دغه نازولی سید به ښه وډبوي.

پالۍ ترور چې بېرته راغله ټام ګبڼۍ ونېوه چې ورته ووایي که څه هم ټام ځان سره ویلي و.که ترور پوښتنه وکړه حال به ورته ووایم خو اوس یې دومره صبر نه کېده چې د هغې پوښتنې ته وګوري.

ترور د لوښي په ماتېدو هېڅ خبره نه وه.ټام ځان اوچت یوې خواته کړ.پالۍ ترور چې په خپله مات لوښی ولېد بې له دې چې پوښتنه وکړي ټام ته یې مخ وروتړاوه.په ټام چې په قهرېده او غړمبی یې ورباندې شروع کاوه.ټام وارخطا شان په لږ لوړ غږ وویل:

پالۍ ترور دا سید مات کړی دی.

پالۍ ترور ودرېده.ټام ته یې په حیرانتیا وکتل وې ویل:

ټامه! همدا ته ورانکار یې هر وخت ورانی کوې.

 ټام ناهیلی فکرونو کې غرق شو.له ځان سره یې ویل:

ـ که زه رنځور پروت یم ترور به مې راباندې زهېره شي کنه؟ که د مرګ په حال مې وویني څه به وکړي؟

زه که له سیند نه کور ته مړ راوړل شم دا به څه ووايي؟ اوښکې به یې څنګه بهیږي؟ څنګه دعاووې به راته کوي؟ خدای پاک څخه به زما د بېرته را ژوندي کېدو څرنګ هیله کوي؟

 ټام په همدې چورتونو کې ډوب ناست و.چې ماري په کړکۍ راننوتله.له خوشالۍ یې له ځان سره سندرې هم ویلې.ټام چې څرنګ ولېده زر په بله کړکۍ ووت د سیند غاړې ته ولاړ.د سیند په غاړه کښتی پرته وه دی وروخوت. په ځان یې باور و چې یوازې هم کښتۍ بې له کومه تکلیفه چلولی شي.ګل ته یې پام شو چې په سینه یې ټومبلی و.له ګریوانه یې راوکیښ په مینه یې ورته وکتل.له ځان سره ویل:

دغه ښکلې نجلې که زما له زړه نه خبره شي زړه به یې راباندې وخوږیږي.په مهربانۍ به مې څنګ ته رانزدې شي.له غاړې به مې لاس چاپېر کړي.یا به یې زړه رانه تور شي له پامه به یې بد راشم.هېڅ پروا به مې ونه کړي.

ټام په خیالونو کې ډوب و.تر ډېره په بېړۍ کې ناست و بیا پورته شو او د کور په خوا روانه شو.کله چې د هغې ښکلې نجلۍ د کور مخته تېریده د شپې لس بجې وې. بېرته یې د مینې احساساتو په زړه کې غځونې وکړې او میینه یې په زړه وورېده. د ډېرې مینې له لاسه هک پک ودرېده. د نجلۍ کور ته یې په هیله کتل.چې که له کومې کړکۍ یې وویني.بې له دې چې یوه کړکۍ کې یې رڼا ولېده نور یې هېڅ هم ونه لېدل.مینې پرې زور وکړ اړ شو نزدې ورشي.له کټارو ور واوښت د رڼام کړکۍ لاندې په ځمکه ستوني ستخ پریوت.ګل یې په دواړو لاسونو زړه پورې ټېنګ ونېو ځان سره یې ویل:

دغه ژوند چې هېڅوک راسره مینه نلري که په مرګ بدل شي ډېر به ښه وي.سهار چې هغه ما دلته مړ وویني راباندې وبه ژاړي؟

په دې وخت کې کړکۍ پرانیستله شوه د نجلۍ یوې مزدورې د اوبو ډک ستل لاندې چپه کړ او ټام بېچاره لوند خیشت شو. همداسې لوند جګ شو له کټارو واوښت بیا د مینې پهلوان د کور په لور روان شو

د درېیمې برخې پای

ستاسو نظر