ټام سایر

کار او ساتیری – د ټام سایر دویمه برخه

مارک ټواین

ژباړن: دولت محمد لودین

د شنبې سهار شو. رڼا په هر لور تیته شوه. تازه هوا ولګېده. دا ورځ د خوشاله ژوند ورځ وه. مرغانو سندرې کولې. ټول موسک و. ټام په لاس کې د چونې ستل او برس نېولي و. د کور ترڅنګ لارې ته راووت. هغه کار چې ده ته سپارلی شو مترو، ډېر لوی ورته ښکارېده. کار ته به یې چې وکتل زړه به یې ولوېد. هغه کټارې چې سپینولو ته ورسپارل شوې وي «۳» متره جګې او »۳۰« اوږدې وې. ټام ته خپلې ترور ویلي و چې دا به ټولې سپینوي.

ټام ورو برس په ستل کې وواهه او د کټارو په یوه تخته یې کش کړ. بیا یې برس په ستل کې د چونې په ګړوب کې ککړ کړ او هغه تخته یې سپینه کړه. بیا په یوه بېرل کېناست او خپل کار ته یې وکاته. له ځان سره یې وویل:

« څو چې دغه کار خلاصوم ورځ به تېره وي.»

په دې وخت «جیم» چې یو نیګرو هلک هلک دی ستل ورسره دی له وره راووت.

پخوا به ټام هېڅ خوښ نه و، چې اوبه راوړي. مګر اوس چې په کار ‌ېر ستړی شوی و، چې جېم یې ولېد زړه کې یې وګرځېدل، هلته د کوهي په غاړه په هلکان او نجونې سره ګ‌ې ناست او ولاړ وي او خپل، خپل وار ته به ګوري.

نو وې ویل:

ـ جیمه! زه د تا لپاره له کوهي نه اوبه راوړم او ته زما په ځای دغه دیوال سپین کړه!

جیم سر وښوراوه وې ویل:

ـ ښاغلی ټامه! زه دا کار نه شم کولی مشرې ترور مې ماته ویلي چې اوبه ژر راوړه او په لاره کې چاسره مه دریږه.

ـ اووو جیمه! د هغې خبرو ته هېڅ چرت مه وهه! دا د هغې عادت دی هر وخت همداسې خبرې کوي، ته دا ستل راکړه په یوه دفیفه کې به درته اوبه راوړم، هغه به هېڅ خبره هم نه شي.

حیم وویل:

ـ اوو ښاغلی ټامه! زه داسې نه شم کولی. که مشره ترور مې خبره شي پوټکی به مې وباسي.

ټام په لوړ غږ وویل:

ـ هغه! هغه څوک نه وهي . ‌ډېرې خبرې کوي مګر څوک نه په عذابوي، پرته له چېغو او غالمغاله نور هېڅ نه کوي، او نه نور څه وايي. جیمه! دا مرۍ به درکړم ته وګوره دا تکه سپینه د مرمرو مرۍ به درکړم.

حیم په فکر کې شو. ټام جیم ته مرۍ ور وښودله وې ویل:

ـ جېمه! ته وګوره دا څنګه ښه سپینه مرۍ ده. داسې مرۍ به دې هېڅ لېدلې نه وي!

جېم وویل:

ټامه! دا ‌ډېره ښه مرۍ ده. خو زه د خپلې مشرې ترور نه ډېر ویریږم.

ـ پرته له دې د پښې ګوتمۍ به هم دروښایم.

په دې وخت کې چې جیم ستل په ځمکه کېښود، او د پښې ګوتمۍ ته یې سر ټیټ کړ په ډېره مینه یې ورته وکاته.

په همدې مهال پالۍ ترور له کوره راووته په لاس کښې یې کوتک نیولی دی. دوی چې پالۍ ترور ولېده، جېم ستل واخیست او په کوڅه کښې یې د ستل سره منډې وهلې. ټام په ډېره بېړه د کټارو په سپینولو لګیا شو.

 ټام چې یو څه کار وکړ په چرت کې شو. د دغې ورځې لپاره یې هر څه د ساتیرۍ فکرونه چې کړي و ټول یې سترګو، سترګو ته کېدل. بېکاره هلکان ورته راتلل ده به چې کار کاوه ټوکې به یې ورباندې کولې. ټام به په دغو ټوکو او خبرو له ډېره قهره اور اخیست. بیا یې جیب ته لاس تېر کړ، مرۍ، د لوبو سامان او د ښېښې یوه ماته ټوټه یې راوایستله له ځان سره یې وویل:

ـ دغه شیان مې بیخي له فکره وتلي و څنګه مې دا هېر کړي و؟

یو فکر ور پیدا شو. د لوبو شیان یې ټول بېرته جېب کې کېښودل. بیا یې خپل کار پیل کړ. داسې یې ښکاروله لکه له کار سره چې ډېره مینه لري. (بن) چکري شان په ښکته په کوڅه راغی. ده ټام ته وکتل، پورې وې خندل.  ټام هغسې د کټارو په سپېنولو لګیا و، او هغه ته یې هېڅ نه کتل. بن مړه خوړله ټام ته یې وویل:

ـ ګوره لکه زوړ، تا لکه چې کار موندلی کار کوې؟

ټام مخ ور واړاوه په حیرانۍ یې وویل:

ـ بنه دا ته یې! زه ستا په راتګ هېڅ خبر نه شوم.

ـ زه لمبا ته ځم ټامه ستا نه ده خوښه چې ته هم راسره لمیا ته لاړ شې؟ ته خو کار کوې. ته خو نه شي تلای. او که تللې شې!؟

ټام هلک ته یوه شېبه کتل بیا یې وویل:

ـ ته کار څه شي ته وایې؟

بن وویل:

ـ ولې دا کار نه دی؟

ټام بېرته د کټارو په چونه کولو پیل وکړ. یوه شېبه وروسته یې بیا وویل:

البته دا به یا کار وي یا نه خو زه پوهېږم چې ټام سایر ورباندې ښه ښکاري.

ـ دا راته مه وایه چې ته له دې کار سره مینه لرې.

ټام بېرته برس په کټارو ښکته پورته کړ. بیا یې پوښتنه وکړه:

دا کار به مې ولې خوښ نه شي په تېره د کټارو سپینول چې کله، کله پیدا کیږي.

بن د مڼې خوړل بس کړل. داسې فکر یې نه کاوه چې ټام به د دغه کار سره دومره مینه ولري. لږ د ټام کار ته ځېر شو، ټام په مینه، مینه  کټارې سپینوي. یو ځای چې سپین کړي بیا په شا ولاړ شي، او خپل کار ته په مینه وګوري. بیا په کار پیل وکړي کوم ځای چې له پآمه ښه ورنشي بیا ورباندې برس تېروي. د بن هم دغه کار سره مینه پیدا شوه. ټام ته یې وویل:

ګوره ټامه ! ته خو دا برس راکړه چې زه هم یوه شېبه کار ورباندې وکړم.

ټام ورته وویل:

بنه! نه، نه داسې نه کیږي پالۍ ترور دې کار ته ډېره توجه لري. ما به تاته اجازه درکړې وای چې تا هم ورباندې ځان ازمایلی وای. خو په زرو هلکانو کې به هم داسې هلک پیدا نه شي چې دا په ښه شان وکړي.

ـ ښه دا ‌ډېر سخت کار دی؟ ته خو مې پریږده چې زه خپل وس وکړم لو وخت اجازه راکړه. ټامه! که زه ستا په ځای وای ما به خامخا اجازه درکړې وای.

ـ بنه ! زه داسې نه شم کولی پالۍ ترور خپه کیږي.

جېم هم ‌ډېر وس وکړ خو پالۍ ترور پرې نښود. سید هم خپل کوښښونه وکړل، غوښتل یې دغه کار چې زه یې کړم ده ته وسپارل شي خو ترور مې ور ونه سپاره. که بې له مانه بل چاته اجازه وای دا کار به مې کړای وای.

بن وویل:

ـ ته خو مې یو وار پریږده، زه به یې په ‌‌ډېر غور سپینې کړم. ګوره دا نېمه مڼه به هم درکړم.

ـ نه، نه زه ویریږم.

ـ دا مڼه به غونډه درکړم.

ټام په ناخواله وضعه وکتل برس یې کېښود او مڼه یې واخیسته. لاړ سیوري ته په بېرل کېناست. ده مڼه خوړله او بن په تاوده لمر کښې د خولو ډک په کار لګیا دی. برس په مینه، مینه ښکته پورته خوځوي.  نور هلکان هم راغلل له ټام او بن سره په خوږو خبرو لګیا شول. لږ وروسته بن ستړی شو، (بل فیشر) ورڅخه برس واخیست، په بدل کې یې ټام ته مردکۍ ورکړه. (بل) چې ستړی شو بیا ټام (جان میلر) ته وار ورکړ. هغه ورته یو مړ موږک او یو تار چې موږک ورباندې تړلې و ورکړ. همداسې هر هلک به راته ټام ته به یې یو څه ورکړل ټام به د کار کولو اجازه ورکړه. تر څو ساتونو اسوده او دمه ناست و. نورو د ده لپاره کار کاوه. ټام هم له کار کولو خلاص و. ملګري یې هم خوشاله و. ملګرو د لوبو شیان هم ورکول. نور هلکان هم راغلل اول یې وخندل خو بیا یې وغوښتل چې دوی ته هم د سپینولو اجازه ورکړل شي.

چې ماسپیښن شو ټام ته د لوبو ډېر شیان په لاس ورغلي و. او د ‌ډېرې شتمنۍ سره یې لوبې کولې. یعنې یوه داسې کیلې یې لرله چې کولپ نه پرې خلاصېده، یوه ورسره سپېنه غاړکۍ وه خو سپی یې نه لاره. یو د چاقو لاستی و. یوه اسماني رنګه ښیښه ورسره وه چې هغې کې به یې ځان لېد.  یو مړ موږک، یوه نوې مردکۍ او د نارنجو څلو پوټکي. تر څو چې دا کټارې سپېندې په ټآم دا وخت ډېر ښه تېر شو. کټارې درې وارې سپینې شوې وې. که چونه نه وای خلاصه ټام به دکوڅې له هلکانو د لوبو ټول شیان اخیستي وای.

په اخر کې ټام له ځانه سره وویل خیر په هر صورت نن ورځ ښه تېره شوه که څوک غواړي چې ډېر شیان وګټي باید ډېر او سخت کار وکړي. له ځان سره یې ویل چې دا ‌ډېره شیان چې زه یې اوس لرم زما د نن ورځې د سخت کار برکت دی

د دویمې برخې پای

ستاسو نظر