ټام سایر

د یکشنبې په ورځ په ښوونځي کې د ځان ښودل

مارک ټواین

ژباړن: دولت محمد لودین

څلورمه برخه:

د یکشنبې ورځ یوه بله ښایسته ورځ وه، لمر په ډېره ښکلا خپلې زرینې وړانګې په هر لور غوړولی وې. ټام له خپلې کورنۍ سره یو ځای سبا ناری وکړ، له سبا ناري نه وروسته ټولو په ګډه لاسونه پورته کړل او دعا یې وکړه. ټام پاڅېد ځانته کېناست چې خپله کورنۍ وظیفه ترسره کړي. کورنۍ دنده د اشعارو زده کول وو، ټام ټول اشعار له سترګو تېر کړل. غوښتل یې کوم لنډ شعر پیدا کړي بلاخره د یو لنډ شعر په یادولو یې پیل وکړ. مګر ټام د شعر زده کولو ته زړه تنګولای نشو. ځکه ده ته د شعر زده کولو دا ښه ښکارېده چې د خپل جیب له سامانونو سره ولوبیږی. بلاخره په ډېر زحمت یې لږ شعر زده کړ. چې هغه هم نیم نیمګړی وو. څه صحیح او څه غلط . بیا ماري دده کتاب په لاس کې ونیو او ورته یې وویل: اشعار دې راته ولوله. ټام شروع وکړه چې په یادو ورته خپل یاد کړی شعر ووایې.

“هو ـ بینوایان.نیک مرغی ده. ـ بینوایان ـ آ ـ آ ـ “ په همدغه ډول ټام به چې هر ټکی وایه په هغه کې به بند بند کېده او په هره برخه کې به ماري ورسره مرسته کوله ـ په پای کې ماري ورته وویل:

“ښه دې نه دی زده کړی ـ باید چې ښه یې زده کړې، ځه لاړ شه، ښه یې زده کړه ـ یو ښه شی به درکړم” ټام ورته وویل: “ماري دا به څه شی وي؟” ماري ورته وویل: “ټامه! باور دې نه کېږي ګوره زه چې درته ووایم ښه شی دی، نو ښه دی.”

“ماري ما ستا خبره ومنله ـ ته رښتیا وایې ـ زه به بیا کوښښ وکړم.”

ټام دویم ځل بیا کوښښ وکړ ـ په ځان یې ډير زحمت وګاله او اشعار یې زده کړل ـ پس له دې ورته ماري یو بي لاستي چاقو ورکړـ چې د یو پنځه ویشت پولي نه ډېر نه ارزیده ـ په دې باندې ټام دومره خوشحاله شو چې په هېڅ شي به دومره خوشحاله شوی نه وائ.

ټام له خپل چاقو سره په لوبو اخته و ـ او هغه یې په یو او بل شي ازمایه ـ ماري ورته غږ کړ، د یکشنبې ښوونځي ته ځان تیار کړه چې ځو.

ماري ورته یو ستل اوبه او یوه چکۍ صابون ورکړ چې ځان پاک ومینځي ـ ټام ستل او صابون له ځانه سره واخیستل او له وره نه ووت، صابون یې لوند کړ ـ  مګر په ځان یې ونه واهه ـ ځکه هغه اوبه چې ده د ځان مینځلو لپاره راوړې وې ـ هغه یې په وښو وشیندلې ـ کورته راغی او په دروغو یې د ځان په وچولو پیل وکړ ـ د ماري ورته پام شو ـ ځان پاکی یې ځنې کش کړ که ګوري چې هېڅ اوبه یې په ځان نه دي اچولي ـ ورته په قهر شوه ټامه نه شرمېږې، چې له اوبو څخه وېریږې ـ ټام بیا صابون او ستل له ځانه سره واخیستل ستل یې له اوبو څخه ‌ډک کړ سترګې یې پټې کړې او اوبه یې په ځان واچولې ـ صابون یې چالاکه چالاکه په ځان وواهه ـ بیا یې په ځان اوبه واچولې بېرته راغی صابون او اوبه یې له ځانه څڅېدلې چې د ځان په وچولو یې شروع وکړه ـ هغه وخت چې ځان یې وچ کړ ـ معلومه شوه چې ځان یې ښه مینځلی نه و، د غوږونو نه تر زنې یوه لیکه وچې پاتې وه، چې نه صابون او نه اوبه ورسېدلې وې د اورمېږ یوه برخه یې هم تکه توره پاتې وه داسې ښکارېده لکه توره خاوره. بیا خپله ماري له لاسه ونیوه ښه یې ومینځه او ویښتان یې ورته ږمنځ کړل او کړۍ کړۍ یې کړه. ټام چې ځان وچ کړ او د وېښتانو کړۍ یې ولیدی که څه هم ډېر ښکلی ښکارېده مګر له ځانه سره یې وویل: په دې ډول د وېښتانو کړۍ کړۍ کول یوازې د نجونو کار دی ـ بیا ماري د ټام هغه درېشي راواخسته چې له دوه کالو راهیسې یې یوازې د یکشنبې په ورځ اغوستله، ټام درېشي واغوسته، تڼۍ یې وتړلې او خولۍ یې په سر کړه ـ په دې وخت کې، دې ډېر ښه او ښکلی ښکارېده ـ مګر سره له دې ټام ډېر ناآرامه او نا راحته و، ځکه هغه نه غوښتل چې ځان او کالي یې ټول سپېڅلي وي ـ زړه یې و چې بوټان په پښو نه کړي ـ لوڅې پښې ولاړ شي ـ خو دا ارزو یې له سره نه شوه ځکه په دې وخت کې ماري نوي بوټان په لاس کې نېولي او کوټې ته ورننوتله ـ ټام ته یې وویل: دا په پښو کړه ټام چغې کړې بوټان نه په پښو کوم ـ نه یې په پښو کوم!

ماري ورته په ډېره خوږه ژبه ویل، ټام ډېر هوښیار هلک دی، په خپله په ډېره مینه بوټان په پښو کوي ـ ټام خپل بوټان په پښو کړل سید او ماري لا پخوا تیار وو، درې واړه د یکشنبې د ورځې ښوونځي ته روان شول، یانې هغه ځای ته روان شول چې ماري او سید ورسره ډېره مینه درلوده او د ټام ور څخه زړه چاوده.

د یکشنبې ښوونځي په کلیسا کې له نهو بجو څخه تر لس نیمو بجو پورې دوام درلود. دوی درې واړه چې ښوونځي ته ورسېدل، ماري او سید دواړه ننوتل او ټام په وره کې ودرید ده په دغه درېدلو کې یو لوی مقصد درلود ـ په دې وخت کې یې یو ملګری راغی ورته یې وویل:

“بیله دا ژیړ ټیکس به دې راکړې” هغه وویل: “هو”

“ته د دې په بدل کې څه شی غواړې؟”

بیل ورته وویل: “څه شی به راکړې؟”

“دغه د قند یوه ټوټه او د کب دغه کونډه.”

بیل ځنې دا شیان واخیستل او خپل ژېړ ټیکس یې ټام ته ورکړ.

لږ وروسته ټام د لوبو خپلې دوې مردکۍ په دوو سرو ټیکسونو بدلې کړې ـ ټام ودرید او د نورو هلکانو د راتګ په امید و، په همدې ترتیب یې خپل دغه تجارت او راکړه ورکړه جاري وساتله او په رنګارنګ ټیکسونو یې د خپلو لوبو شیان بدل کړل پس له دې ټام د یوې لویې ډلې سپېڅلو هلکانو او نجونو سره کلیسا ته ننوت په ټاکلي ځای کې کېناست.

یو هلک چې ورسره نژدی ناست و، په خبرو یې ورسره پیل وکړ، ښوونکي د دوی خبرې او غالمغال چپ کړل شا په شا یې کېنول، ټام یوه دقیقه هم مهلت ونکړای شو ـ هغه هلک چې مخته یې ناست و، د هغه وېښتان یې کش کړل، هلک چې مخ ور واړوه، که ګوري ټام خپلې مخې ته پروت کتاب ته په ځیر ځیر ګوري او په خپل کار ډېر مصروف دی د ټام ټول ټولګیوال په شور ماشور اخته وو، هېڅ یو ارام او هوسا ناست نه و، هر یوه ارزو لرله چې ښوونکی به ورسره مرسته وکړي ځکه د هېچا اشعار زده نه وو، هر چا به چې اشعار زده کړي وو، هغه ته به ټيکسونه ورکول کیده ـ له دې کبله هر یو لږ تر لږه یو یو ټیکس درلود، یو آبي ټيکس هغه چا ته ورکول کېده چې دوه اشعار بی یې زده وو، لس آبي ټيکسونه د یوه سره ټيکس مساوي وو، لس سره ټيکسونه له یوه ژیړ ټيکس سره برابر وو، هغه چا به چې لس ژیړ ټيکسونه یا د لسو ژیړو ټيکسونو معادل د نورو رنګونو ټيکسونه درلودل، ښوونکي به هغه ته یو ټوک انجیل ورکاوه. د یوه انجیل بیه پنځوس روپۍ وه. هغه چا به چې یو انجیل د انعام په توګه اخیسته، د ده دغه انعام دا مانا لرله چې دوه زره اشعار یې زده کړي دي. ماري هم دوه انجیله اخیستي وو، او د دغه انعام لپاره یې دوه کاله د اشعارو په زده کړه تېر کړي وو.

یو هلک پنځه څلور پنځه انجیله ګټلي وو، ده یو وخت په یوه وار بې له کومې دمې درې زره اشعار ویلي وو، مګر پس له دې په بل وخت کې په دومره فعالیت قادر نه شو.

له دې کبله چې جایزه تر لاسه کړي، هر هلک او نجلۍ به د اشعارو په زده کولو کې له حده زیات کوښښ کاوه، په دې کار کې به ډېر لږ شاګردان بریالي کېدل.

ټام د دغې جایزې لپاره چې انجیل واخلي هېڅ اشعار نه زده کول او نه یې کوم تکلیف او ربړه په ځان تېروله.

خو تل به په همدغه فکر او آرزو و، چې یو انجیل د جاېزې په توګه واخلي. ښوونکی چې نری غوندې جګ سړی و، د شاګردانو مخکې ودرید او په خبرو یې پیل وکړ.

کتاب یې په یو لاس کې نیولای و او یوه ګوته یې د کتاب په پاڼو کې دننه نیولې وه داسې وضعیت یې غوره کړه و، لکه د یکشنبې د ورځې نورو ښوونکو به چې درلود.

هغه وویل:”زه غواړم تاسې باید داسې کېنئ لکه چې سبق ته کېنئ دلته کېنئ! داسې کېنئ همدغسې رنګ کېنئ! داسې کېناستل دې اوس هم زه یوه نجلۍ وینم چې د باندې ګوري هغلته په ونه کې له یوې مرغۍ سره په خبرو اخته ده غالمغال مه کوئ سم کېنئ سره له دې چې ښوونکي ډېر ټينګار کاوه مګر غالمغال ورک نه شو ـ په ټولګي کې شور ماشور و، ماري او سید سره په خپلو کې خبرې کولې، ټام هم د خپلې شوخۍ او مستۍ نه لاس نه اخیسته، د ښوونکي آواز په ډېر چوپ شئ چوپ شئ ویلو ټپ ودرید، سره له دې هم ټام د خپلو کړو نه وانه وښت.

په تیره ډېر غالمغال او شور ماشور هغه وخت شروع شو چې ښاغلی تاچر له یوه نوراني سړي سره راننوت. یو ځلمی او یوه ښایسته نجلۍ هم ورسره وه ټولګي ته راننوتل.

ټام نیغ کېناست او نجلۍ ته یې ځیر ځير کاته، زړه یې تښ پښ شو ځکه دا هماغه نجلۍ و چې ټام ورباندی مین و او د دې د لاس غورځېدلی ګل یې له ځانه سره د نښې په توګه ساته، پس له دې ټام له ځان سره په فکر کې شو، د خپلو وېښتانو او بڼې ښکلا او سینګار ته یې توجه وکړه ـ غوښتل یې چې ځان ښکلی او جالب ښکاره کړي چې د دغه نجلۍ فکر ځانته جلب کړي.

مېلمنو ته قدرمن ځای ورکړل شو، ښوونکي چې خپلې خبرې وکړې بیا یې شاګردانو ته مخ واړوه او ویې ویل څوک جایزه اخیستلای شي؟ مګر د هلکانو او نجونو مخه د هغه ځلمي خوا ته ګرځېدلې وه ـ ځکه دغه ډېر ښایسته او ښکلی ځلمی و ـ هلکانو او نجونو دا رنګه ښکلی لا تراوسه پورې هېڅ لیدلی نه و ـ دوی په دغه فکر کې وو، چې دغه ځوان به څه ووایي او څه به وکړي، دی د یوې سیمې قاضي و، چې له دغه ځایه دولس میله لرې پرته وه.

ښاغلی تاچر د قاضی ورور و، او زوړ سړی د دغه قاضي پلار و، هغه ښځه د قاضي ماینه وه او ښکلې نجلۍ یې لور وه.

په دې حال کې چې ټولو به په تعجب او حیرانتیا د میلمنو طرف ته کتل، ښاغلی چیف تاچر له ځایه پاڅېد د نورو میلمنو سره یوځای شاګردانو ته ورنژدې شو او په پوښتنو یې پیل وکړ ـ چا چې ښه جوابونه ورکول، ده او قاضی به په ګډه تر ټولو لومړی په چکچکو پیل کاوه.

په دغه حال کې هر چا غوښتل چې د میلمنو پام ځانته وګرځوي.

ښوونکي به ځان په دې ښوده چې په شاګردانو به یې امر کاوه، داسې کوئ! هغسې کوئ! کتابدار به ځان په دې ښوده چې له یوه ځایه به یې بل ځای ته چټک چټک تګ راتګ کاوه تخرګونه او لاسونه به یې له کتابونو نه ډک وو.

ځوانو ښځو به د ځانونو ښودنه په دې ډول کوله چې په ډېر ښایسته ډول به یې ځانونه د شاګردانو خواته کاږه نیولي وو، او شوخو هلکانو او وړو نجونو هم کوښښ کاوه چې ځانونه ښه او زړه راښکونکي ښکاره کړي ـ همدارنګه وړو وړو هلکانو او نور هر څه چې هلته وو کوښښ یې کاوه چې ځانونه مېلمنو ته ښکلي وښیي.

په خپله قاضي هم غوښتل چې ځان نور هم ښکلی او ښایسته وښیي.

ځکه کله کله به یې خپله خوږه او خوندوره مسکا کوله.

په دې وخت کې ښوونکی پاڅېد ـ انجیل یې لاس کې نیولی او خپلو شاګردانو ته یې وویل:”زما له ګرانو شاګردانو څخه به کوم یو د دغې ښکلې جایزې خاوند شي؟”

که څه هم څو زده کوونکو ژېړ ټيکسونه اخیستی وو ښوونکي ته ـ ښه معلومه وه چې د هیچا ټیکسونه به دغې اندازې ته رسیدلې نه وي چې جایزه ورباندې یوسي. ښوونکي بیا شاګردانو ته وویل:”نن سهار به زما کوم یو ښه شاګرد پوره ټیکسونه ولري چې دغه انجیل واخلي؟”

ښوونکي بیا یوه شېبه په ټولګي کې خپلو شاګردانو ته وکتل او ویې ویل: څوک پوره ټیکسونه لري چې دغه انجیل واخلي؟ دا وار ټام سایر له خپله ځایه پورته شو او د کلیسا مخ ته یې ځان ورساوه او ویې ویل:”زه نهه ژېړ ټیکسونه، نهه سره ټیکسونه او لس آبي ټیکسونه لرم! ایا دا د یو انجیل د اخیستلو لپاره کافي او پوره ټیکسونه نه دي؟” د دغو خبرو په اورېدو شاګردان لا دومره حیران نه وو لکه ښوونکی چې حیران او په تعجب کې شو ـ ځکه شاګردانو ته د ټام تجارت معلوم و، مګر ښوونکی د ټام له دغه فعالیت څخه ناخبره وو، ښوونکي هېڅ تصور نه کاوه چې ټام سایر دې په راتلونکو لسو کالونو کې د دغسط جایزې په وړلو بریالی شي، مګر کار د حساب و، ښوونکی هم مجبور و، چې حساب ته غاړه کېږدي او هر څوک که په پوره اندازه ټیکسونه لري باید انجیل ورته ورکړي. ښوونکي ټیکسونه وشمارل، پوره او کافي اندازه وو، بیا یې ټام ته په قدرمن او عزتمند ځای کې د قاضی ترڅنګه ځای ورکړ.

ښوونکي وویل: ملګرو!”زه ډېر خوښ یم چې نن زما د زیارکښو شاګردانو له ډلې یو بل شاګرد د جایزې په اخیستلو بریالی شو، دا وړوکی کار نه دی، دا د ډېر زیار او زحمت نتیجه ده زه په ډېره مینه دغه انجیل خپل دغه زیار کښ شاګرد ته ورکوم چې د ده له پاره دغه بریالیتوب لویه ویاړنه او افتخار دی.”

پس له دې ښوونکی ټام ته نژدې شو او انجیل یې ورکړ.

هغه ټولګیوالو چې خپل ټیکسونه په نورو شیانو ورسره بدل کړي وو ـ ځانونو باندی یې ملامتیا او پړه راښکله.

“امي لاورنسه” ډېره مغروره او خوشحاله وه، د دې په زړه کې دغه آرزو وه چې ټام ورته یو وار وګوري ـ مګر ټام ورته تر پایه هېڅ ونه کتل، دا په دې راز چې ټام ورته ولې نه ګوري نه پوهېده ـ نو ځکه ډیره خپه او مشوشه ښکاریده بیا یې ټام ته وکتل که اوس یې پام شوی وي او یو وار راته وګوري که ګوري چې ټام د هغې ښکلې نجلۍ سترګو ته د سترګو په کونجو په غلا غلا ګوري په دې کار امي ډېره خپه شوه او ټام نه یې زړه تور شو.

قاضي خپل لاس د ټام په سر کېښود او ورته ویل یې، ته ډېر ښه سړی یې، بیا یې پوښتنه ځنې وکړه چې نوم دې څه دی مګر ټام کې د خبرو کولو مجال او قدرت نه و، ځکه ټام ته دغه سړی ډېر ستر شخص و ـ ځکه چې دی د هغې ښکلې نجلۍ پلار و، چې ټام ورباندې میین و، او له هر څه نه ورباندې ګرانه وه.

بلاخره ټام په ډېر زحمت سره خپل نوم واخیست، یوازې دومره یې وویل:”ټام”

قاضي ورته وویل”نه، یوازې ټام نه دی، پوره نوم دې ووایه!”

ښوونکي ورته وویل: شاباس، وایه! توماس.

بیا ټام خپل پوره نوم واخیست ویې ویل:”توماس سایر” قاضي وویل:”دا ډېر ښه او پوه هلک دی او ډېر ښه ځلمی دی” دوه زره اشعار زښت ډېر اشعار دي، رښتیا چې د دومره اشعارو زده کول سخت کار دی.

ټامه! دا ستا د زیار نتیجه ده، تل به د خپل زیار له برکته خوشحاله اوسې ـ هغه هلک په خپل راتلونکي ژوند کې د لویو سر لوړیو سره مخامخ کېږي چې ډېر زیار او زحمت په ځان تېروي ـ ته موږه وګوره ـ موږ چې تر دغه ځایه رسېدلي یو، دا ټول زموږ د زیار او کوښښ برکت دی، زموږ د استادانو د کوښښونو او پاملرنې نتیجه ده، اوس د خپلو استادانو د کوښښونو او پاملرنو نتیجه ده، اوس د خپلو استادانو نه ډېر خوشحاله یو او په قدر یې پوره پوه شوي یو ـ توماسه! دغه جایزه تا ته له ډیرو پیسو څخه زیات ارزښت لري ـ توماسه! دغه جایزه چې اوس تا واخیسته دا مانا لري چې تا دوه زره اشعار زده کړي دي، ته د دوولسو اشرافو نومونه واخله! ټام لکه څنګه چې چپ و؛ او هېڅ یې ونه ویل، هماغسې چپ و، او هېڅ یې ونه ویل. بیا ورته قاضي وویل: د دوو لومړنیو اشرافو نومونه به راته واخلې؟

ټام حیران پاتې شو ـ ځمکې ته یې وکتل او د خپلې کورتۍ توکمې یې وتړلې، په دې وخت کې د ښوونکي زړه هم کښانده شو ـ له ځان سره یې وویل: خبرې ولې نه کوي! د دغسې اسانه پوښتنې ځواب هم نه شې ویلی؟ اوه، قاضي ور څخه ولې پوښتنې کوي! بیا ده پخپله ورسره په خبرو پیل وکړ”ټوماسه مه وېرېږه” مګر سره له دې هم ټام ځواب ورنکړ.

بیا هغه ښځه ورته ورغله ویل یې:”زه پوهیږم زما پوښتنو ته ځواب راکوي.” ټام د دې د پوښتنې په ځواب کې وویل:”دوه لومړني داود او جیانټ نومیږي.”

د څلورمې برخې پای

ستاسو نظر