ټام سایر

لومړۍ برخه – ټایم سایر ناول

مارک ټواین

ژباړن: دولت محمد لودین

Twain

سیمویل لنګهورن کلمنزد امریکايي لیکوال مارک ټواین بشپړ نوم دی چې اصلي شهرت یې یوازې په مارک ټواین موندلی دی. په ۲۳ نومبر ۱۸۳۵ کې زېږدلی او په ۲۱ اپریل ۱۹۱۰ کې وفات شوی دی. د ټایم سایر د ناولونو مجموعې مارک ټواین نړیوال شهرت ته ورساوه. انسان مجله یې دلته پښتو شوې بڼه چې کلونه وړاندې د پښتو ټولنې په زیار چاپ شوې، بیا خپروي.

ځواب نه ورکول کیږی.
ـ ټامه!
ښځه ځان سره غږیږی:
ـ (دا هلک چیرې تللی دی؟
تاته وایم ټامه!)

غږونو ته له یوې خوا هم ځواب نه ورکول کیږی.بوډۍ خپلې عینکې ښکته کړې.او د عیتکو د پاسه یې کوټه کې وکتل.بیا یې عینکې پورته جګې کړې.او د عیتکو لاندې یې یوې او بلې خواته وکتل.دې به ډېر کم په عینکو کې کتل، ځکه دا د (ډول) لپاره وې.
شا خوا یې وکتل.وې ویل:
که په لاس مې راغلې نو زه به…

امسا یې واخېسته په بستره یې چوخ کړه خو پرته له یوې زړې پیشو یې نور هېڅ ونه موندل.له ځان سره یې وویل:
(ما د ټام غوندې هلک هېڅ نه دی لېدلی)
د باغ وره ته ولاړه.په وره کې ودرېده.په باغ کې یې سترګې واړولې.بیا یې له ځانه سره وویل:
(ټام نه شته).

سر یې هسک کړ.چېغه یې کړه.
ـ وه ټامه!

په دې وخت کې یې د شا لخوا د «څه وایې!» غږ له غوږونو ته ورسېده.ژر ور وګرځېده چې دا هلک له لمنې نه کلک ونیسی.
ـ ما باید پخلنځی کې لټولی وای تا هلته څه کول؟
هلک وویل:
ـ هېڅ مې نه کول.
بو‌‌ډۍ وویل:
ـ څه دې نه کول!لاسونو ته دې وګوره، خولې ته دې وګوره.دا نو څه شی دی؟
ـ پالۍ ترور زه نه پوهېږم
ـ ښه!زه پوهېږم دا مربا ده، څو وارې مې درته ویلی، که مربا پرې نږدې پوټکی به دې وباسم.
بیا یې په چېغه کې وویل:
ـ ته هغه لرګی چې په مېز پورت دی راکړه!
ټام پالۍ ترور ته لرګی ورکړ.لرګی پورته په هوا کې و.چې اوس به ورباندې ټام واهه کېده.ټام چېغه کړه:
ـ اهو پالۍ ترور!شاته دې وګوره!
څو چې پالۍ ترور بېرته مخ را اړاوه، هلک په یوه ترپ له وره وتلی و، د لرګیو په کټارو وخوت.د سترګو په رپ کې پناه شو.
پالۍ ترور تر لږ وخت پورې یخوا بل حیران، حیران وکتل.بیا له ځان سره موسکۍ شوه:
«تندر درباندې پرېوځه هلکه.زه ستا له چلونو هېڅ خبره نه یم.ده خو ماسره داسې چل تر اوسه نه و کړی.زاړه د وړو په چلونو نه پوهېږی.دا هلک له ‌ېرو چلونو څخه ډک دی.دی زما د مړې خور زوی دی، زړه مې ورباندې نه کیږیچې وې وهم، دی به نن له غرمې وروسته ښوونځی ته ولاړ نه شی.باید سیا یې جزایی کړم او یو سخت کار وروسپارم.
دا خو به ډېره سخته وی چې سباته ټام په یوه سخته کار لګیا وی، ځکه ټول هلکان به رخصت وی خپلې ساتیرۍ به کوی.او دی به په جزایی کار اخته وی.خو که داسې ونه کړم تربیه یې خرابیږیاو بد تربیه کیږی.»

لکه څرنګه چې پالۍ ترور ویلی و، هماغسې وشوه، یعنې ټام پس له غرمې نه ولاړ.تر ناوخته پورې یې لوبې او ساتیری کوله، بیا کور ته ورغی. ټام به په دغه ورځ له غرمې وروسته له (جیم) سره لرګی ماتول، جېم یو حبشی هلک و، لرګی به یې ماتول او ټام به ورسره مرسته کوله.په دې وخت کې به د ټام مشر ورور چې (سید) نومېده، یو غلی او چوپ هلک و هم دلته به و.

ټام چې کور کې د ماښام ډوډۍ وخوړله، پالۍ ترورې تر ډېرې پوښتنې کولې.ځکه هغسې سره دا سودا وه چې دی به له غرمې وروسته ښوونځی ته نه وی تللی.په ډېر فکر یې پوښتنې کولې چې د پوښتنو په واسطه ځانته رښتیا مالوم کړی.ویل یې:
ـ ټامه نن ښوونځی کې وروسته له غرمې ډېره ګرمی نه وه؟
ـ هو پالۍ ترورې، ګرمی وه.
ـ دا ګرمی بیخی زیاته نه وه؟
ـ هو، وه.
ـ ټامه لمبا ته نه وې تللی؟
په دې وخت کې ټام ته لږ ویره پیدا شوه، ترور ته یې وکاته چې په قهر ده او کنه؟ بیا یې وویل:
ـ نه ‌‌ډېره نه وه، بیخی ‌ډېره نه وه.
بو‌ډۍ لاس ور وغځاوه او د ټام په کمیس یې تېر کړ.په خوږه خوله یې ورته وویل:
ـ کالی خو دې هم تاوده نه دی.
دې وخت کې ټام له ځان سره وویل که ترور مې ډېرې پوښتنې زه باید څه وکړم؟ د خپلې ترور د پوښتنې ځواب کې یې وویل:
زموږ له ملګرو یو تن زموږ په سرونو اوبو واچولې، ته وګوره زما سره لا تر اوسه لوند دی.
ـ ستا په سر یې چې اوبه اچولې تا د کمیسه ګرېوان چې ما ګنډلی و، نه و پرانېستی؟ ته را دې خوا کړه چې وې وینم.
ټام خپل کوټ ویوست، بو‌ډۍ ته یې ګریوان ور وښود، چې تر اوسه ګنډلی و.
هغې وویل:
ـ ښه، نو ځه!ما ویل که لمبا ته تللی یې خو زما تصور غلط و.
په دې وخت کې چې ټام پریښودل کېده ، سید وویل:
ـ زه تصور کوم چې دا کمیس په سپین تار ګنډلی شوی و.مګر اوس په تور دی.
پالۍ ترور په غوسه شوه وې ویل:
ټامه دا ولې؟ ما خو په سپین ګنډلی و.
ټام د نورو خبرو اوریدو ته پاتې نه شو.لاړ له وره ووت، له وره چې وت خپل مشر ورور سید ته یې په قهر وویل:
ـ سیده!زه به درسره ګورم.

لږ وروسته ټام نه خپل ټول زحمتونه هېر شول.ښکته په کوڅه کې یې چکر واهه په دې فکر کې و چې څه وکړی؟
تر اوسه لا شپې تور څادر په ځمکه نه و غوړولی.ټام په خیال روان دی او شپېلۍ وهی.په دې وخت کې یې په یوه نااشنا هلک سترګې ولګېدې.تاڅاپه یې شپېلۍ بس کړه.
ټام د دغه ښار ټول هلکان پېژندل.مګر دغه هلک یې ونه پېژانده.له ځان سره یې وویل:
«دا به د خپل ښار نه راغلی وی.»
دا هلک له ټامه په ونه لوړ و.جامې یې هم ښې وې.ټام چې د دې هلک ښکلې دریشی، خولۍ او بوټونه ولیدل بیا یې چې خپلو جامو ته هم سترګې واړولې، په زړه یې د دې هلک جامې ځای نه شوې.په فکر کې شو چې کومه بهانه ورته پیدا کړی.دا هلک نه غږېده.که روان به شو ټام به هم روان شو او که به ودریده ټام به هم ودرېده.بیا دوی دواړه سره مخامخ شول، یو بل ته یې سره کتل، په پټه خوله سره تاوېدل، بالاخره ټام وویل:
ـ اوس به دې سم کړم.
ـ ته خو دې خپله وسه وکړه.
ټام ورته وویل:
ـ ښه!اوس به یې وګورې.
ـ ته دومره نر نه یې.
ټام وویل:
ـ هو!زه همدومره نر یم.
ـ نه، ته نه یې.
ـ زه یم.
ـ ته دومره نارینه نه یې.
ـ زه همدومره نر یم.
ـ نه یې!
یو سات دواړه غلی وو، هېڅ یې ونه ویل، بیا ټام وویل:
ـ ستا نوم څه دی؟
ـ څه غرض لرې چې د نوم پوښتنه کوې؟
ټام وویل:
ـ اوس به خپل غرض در ورښایم.
ـ ښه!څه چې دې له لاسه کیږی چې ایله ونه کړې.
ـ که دې سپوڼ وکړ، زه به…
ـسپوڼ، سپوڼ، سپوڼ!دا دی!

ټام ورته وویل:
ـ ځانته دې ډېره لویه تمه کیږی؟ که مې قهر راغی یو لاس به شاته وتړم په یوه لاس به دې دربله کړم!
ـ ته چې دومره توریالۍ یې څه ایله کوې؟
ـ ښه سیل کوه زه به درسره جوړ شم.اهو!اهو!خولۍ ته یې وګوره.
هلک ورته وویل:
که رانه ویریږی نر دې ګڼم چې زما له سره دا وغورځوې.
ټام کړېکه کړه:
ـ زه نه ویریږم!
ـ نه ویریږې!
ـ نه ویریږم.
ـ ته زښت ډېر ویریږې!
دواړه هلکان سره نزدې شول.بیا دواړه په چوپه خوله سره تاوېدل.بیا دواړه اوږه، په اوږه شول.او د یو بل سترګو ته یې ګواښ، ګواښ کتل.ټام وویل:
ـ له دې ځایه لیرې شه!
ته په خپله لیرې شه!
ـ زه نه لیرې کیږم!
ـ زه هم نه لیرې کیږم!

بیا سره ودرېدل.زورونه یې ووهل.او یو بل یې سره پورې واهه.بد، بد یې سره وکتل.مګر یوه هم یو بل له ځایه سره ونه خوځول.دواړه ستړی شول.ودرېدل.ټام وویل:
ـ ته داسې یې لکه سپی یا موږک ته ودرې چې زه خپل مشر ورور ته ووایم څیرې به دې کړی!
ـ زه ګڼې ستا د مشر ورور نه ویریږم؟ زه هم مشر ورور لرم چې ستا له ورور نه غټ دی، دومره قوی دی چې ستا ورور به د دې دیوال نه ایسته وغورځوی.
ـ هېڅوک دومره غټ ورور نه لری.دا دروغ دی.
ـ ته چې څه وایې هغسې نه کوې.

ټام په ځمکه یوه کرښه و ایسته.او په تریو تندی یې وویل:
ـ زړور دې ګڼم که د دې کرښې نه پل واړوې.که ځای په ځای ونه دریږې، د دربلې قدر به دې وډبوم.
هغه هلک له واره له سرې کرښې واوښت او وې ویل:
ـ اوس راځه چې وګورو تا چې څه ویل هم هغسې وکړه!
ټام چېغه کړه:
ـ ډېر مې په قهر کوه.ګوره خپل ځان به دې پوټکی کړې.
ـ ولې ایله کوې؟ څه چې وایې باید وې کړې.
ـ د دوه پیسو لپاره به همداسې وکړم.

هلک دوه پیسې له جیبه راویستې، په خندا یې په رغوی کې ونیولې.ټام یې لاس وواهه.پسې په میدان ولویدې.په هماغه شېبه دواړه هلکان په خاورو کې د پېشو غوندې رغړېدل.یو د بل ویښتان او کالی یې کشکول.یو بل یې سره په پوزه، پوزه واهه.پس له ‌ېر کش مکش او رغړېدو ټام هغه بل هلک باندې ور واوښت، پر سېنه یې نېغ کېناست، سوکان یې ورته سم کړل.ټام ورته وویل:
ـ وایه!تسلیم یم.
نوی هلک زورونه وهل چې ځان خلاص کړی او په قهر، قهر یې چېغې وهلې.
خو د ټام لخوا « وایه تسلیم یم» او وهل چالان وو.
بلاخره نوی هلک ورو وویل:
ـ تسلیم یم.
ټام هلک پریښود ورته وې ویل:
ـ ځه!اوس دې لاس خلاص ځه چې دې له لاسه پوره وی ایله ونه کړې.

نوی هلک وْ.له خپلو کالیو یې خاورې څنډلې، په ژړا و.بیا یې شاوخوا مخ واړاوه ټام ته یې وویل:
ـ بل وخت به درسره ګورم.

ټام چې دا واورېدل کټ، کټ په خندا شو.ورته وې کتل او بېرته په خوشاله زړه روان شو.خو چې څرنګ د ټام ورته شا شوه دغه بېګانه هلک ټام د اوږو په منځ کې په تېږه وویشت، ټام ورپسې ور وګرځېده او تر کوره یې وځغلاوه.د کور وره کې ورته ودرېده او وې ویل:
ـ که نر یې د باندې به را ووځې.
هغه هلک فقط دومره وکړل چې له کړکۍ یې ورته کتل.د هلک مور راووتله ټام ته یې وویل:
ـ نتکاره، بې ننګه، شرېره!
بیا یې وشاړه.ټام په تلو کې وویل:
ـ اخر به مې ګوتو ته راشې.
په دغه شپه ټام کور ته ناوخته ورسېده.څرنګ چې په کړکۍ ورننوت پالۍ ترور یې ولېده چې ده ته په انتظار ناسته ده.هغې چې د ټام خړه، پړه بڼه او له ګردو ډک کالی یې ولېدل، له ځان سره یې پرېکړه وکړه چې سبا په رخصتۍ کې به ټام ته سخت کار ورسپاری

د لومړۍ برخې پای

ستاسو نظر