ادبیات

د غني خان فلسفي افکار

پوهنیار آصف بهاند

د غني خان د شعر شاعرۍ، آثارو او افكارو په بېلا بېلو اړخونو باندې تر اوسه پورې ډېره لږه څېړنه شوې ده. د همدې لږو څېړنو په ترڅ كې ټولو ليكوالو او څېړونكو ده ته فلسفي يا ليونى فلسفي ويلي دي. هر ليكوال كه د غني په باب هر څومره څه ليكلي دي، كه يوه كرښه او يوه جمله هم وي، هغه به دا وي، چۍ: غني فلسفي دى، غني ليونى فلسفي دى غني فلسفي شاعر دى او …. خو يوه هم نه دي ويلي چې  دده فلسفه څه ده او كوم ډول فلسفي افكار د ده پا آثارو او اشعارو كې دخيل دي. نو زما غوندې عادي څېړونكي ته به دا ګران كار دي، چې دده د فلسفې افكارو په باب څه ووايم، خو سره له دې هم دغه كار ته ما ملا وتړله. په پيل كې مسئاله لږ څه ساده راته ښكارېده، كله چې مې كار پيل كړ، نو پته را ته ولګېده، چې د غره جګولو ته مې ملا تړلې ده. په دې مقاله كې به زه په لنډ ډول د غني په فلسفي افكارو وغږېږم. لومړى به هغو ليكولانو هغه نظريات يو وار وګورو، چې په هغو كې غني خان ليونى، ليونى، ليونى فلسفي او فلسفي شاعر بلل شوى دى.

غني خان د يوه ټاكلي زماني واټن او د طبقاتي تركيب له پلوه د يوې معجون مركب ټولنې د بېلا بېلو اقتصادي، اجتماعي، سياسي او فلسفي افكارو څو بعدي جونګ دى، چې څوك يې ليونى ګڼي، يوه سياست پوه بللى، ځينو د سرلښكرو لقب وركړى او په پاى كې ډېرو خلكو فلسفي يا ليونى فلسفي ورته ويلى دى.

كلونه پخوا استاد ګل پاچا الفت د غني د پلوشو په ډېره لنډه مقدمه ګوټي كې دده د فلسفي توب او ليونتوب په باب ليكلي و: (دده په مستانه ليونتوب كې شاعرانه هوښيارتيا او بيداري پټه ده او په ملنډو كې يې ډېر د مقصد ټكي نغښتي دي، ځكه ورته ليونى فلسفي هم وايي.

پياوړي محقق ښاغلي همېش خليل د غني خان د فلسفي توب او ليونتوب په باب  د الفت صاحب همدغه كلمات په خپل اثر پښتانه ليكوال تكراروي او د غني له پاره همدغه د ليوني فلسفي لقب داسي تكراروي: (د دغه نوم نه وړاندې ادبي دنيا كې غني خان ليونى لسفي پېژندلى شو او د خپلو مزاحيه شعرونو له كبله چې اكثر به په اووه ورځنۍ مجله (پښتون) كې شاېع كېدل، هم ددغه مجلې په ذريعه ليونى فلسفي نه صرف په خپل ماحول كې بلكې تر لېرې لېرې مشهور شو.

په دوى پسې استاد بېنوا د اوسني ليكوال په دريم ټوك كې د غني خان د معرفي په لړ كې ده ته ليونى فلسفي او د فلسفي شاعر القاب كارولي دي، استاد بېنوا د ده فلسفي توب او لينتوب ته داسي اشاده كړې ده: (… دده دا لومړنى شعر ليكل ګواكې د پښتو په ادبي دنيا كې د يو نوي مبتكر او فلسفي شاعر لومړى ګام ايښودل و. …) د ښاغلي غني په افكارو كې تر بند وروسته څه نا څه تحول پيدا شو تر بند پخوا كه يوازې شاعر و، اوس فيلسوف هم شو او هغه وخت كه يې يوازې د پښتون غم خوړ، اوس د انسانيت غم خور هم شو، دده د شاو خوا خلكو ژوند ورته ټوكي مسخې ښكاره شوې، او دده د خيالاتو غزونې دده  د شاو خوا محيط په تنګناى كې نه ځلېدل، نو ځكه له خپل محيط او خپلې اجتماع څخه بې پروا شو او د خپل شا وخوا په تصنعي او ساختګي ژوند پورې يې ټوكي او مسخرې شروع كړې او د حقيقي انسانيت په لټون پسې يې هڅه وكړه او د ليونى مين په څېر يې وركه لټوله، ځكه نو په (ليوني فلسفي) مشهور شو…)

د پېښور يونيورسټي د پښتو اكاډيمۍ په مياشتنۍ خپرونه (پښتو مجله) كې چې د اعتراف نمبر په نامه نومول شوې ده، د غني خان په باب جالبه څېړنه شوې ده. ښاغلي فضل غني غني د غني خان په باب د ( غني خان د پښتو ادب د شلمې صدي شخصيت ) تر سرليك لاندې لكه د نورو ليكوالانو او پوهانو په شان غني خان ته د ليوني فلسفي خطاب كړى دى. ده ويلي دي: ( … د شعر او ادب په آسمان كې اوس هم ډېر داسې روښانه ستوريى شته دي چې خپله يې منلې ده او د بل يې هډو اورېدلې نه ده، او په دغو ستورو كې چې كوم ستوري د ټولو نه زياته رڼا كوي، نو هغه زموږه ليونى فلسفي دى او هم دغه سبب دى چې لېونى فلسفي ته زه د خپل دور د ادب د ګردې نړۍ عموماً او د پښتو ادب خصوصاً د ټولو نه لوى انسان وايم، خو دغه ليونى فلسفي هم چا معاف كړېي نه دي. ..)

دغه راز د همدې مقالې په يوه بله برخه كې داسې لولو: ( غني خان يو عظيم فلسفي دى خو دا فلسفي لكه د نورو په شان په كنډو كپرو سر شوى نه دى…)

په همدې مجله كې صادق الله نومي ليكوال هم د غني خان په باب همدې ته ورته نظريات لري، دى وايي: ( غني خان ځان ته ليونى وايي) او همدارنګه د غنهي خان په باب دغسې نور جملات لكه: (… او (غني) زموږ د دوران متفكر او فلسفي دى….)

په خپله غني خان هم د خپلو اشعارو په ډېرو برخو كې، خصوصاً د خپلو اشعارو په مقطع كې د خپل تخلص او يا نوم پر ځاى د ځان له پاره د ليوني كلمه كاروي ښايي په همدې وجه او يا هم دده د فلسفي افكارو، بغاوت، سركشي او عصيان په خاطر نورو شاعرانو او ليكوالانو ده ته د فلسفي شاعر او ليوني فلسفي خطاب كړى وي. دا څو بيتونه د نمونې په ډول وګورئ.

يا زه جوړ يم دا كل خلك ليوني دي

يا دوى جوړ دي، بس يو زه يم ليونى.

(پلوشې، ص ۲۴)

زړه هسې بښمه او ايمان په ټيپر نه خرڅوم

ځكه ليونى يم خلكه ځكه ليونى يم

(پلوشې، ص ۴۸)

مست رنګين شيرين جهان د ليوني دى

ورته خاندي ډك د ميني ليونى

(پلوشې، ص ۲۵)

دا دعا د ليوني ده پاك رب كه قبلوله

كړه راښكې په واړو ماشو، تيږه سره ده سيلى

پلوشې، ص ۱۷۳

كه د لوېديځ او ختيځ د فلسفې نظرياتو او افكارو له مخې د غني خان د فلسفې افكارو څېړنه وشي، نو دده د اشعارو په استناد ويلاى شم، چې دده په اشعارو كې د ډېرو شرقي او غربي فلسفو څرك لګېږي.

ستر فرانسوي فيلسوف اوګوست كونت وايي، چې بشري تاريخ له دريو فلسفي مرحلو نه تېر شوى دى، په بل عبارت انسان د خپل تكامل له نقطر نظره څخه له دريو اساسي مرحلو نه تېر شوى دى، هغه مرحلې دا دي:

  • رباني يا ديني مرحله: د خداى او نورو ماوراى طبيعي قواوو په باب پكې تفكر موجود دى، چې انسان هيڅ ډول شك او ترديد نه پكي لري.
  • فلسفي يا ميتا فزيكي مرحله: په دې مرحله كې له انسان سره د بېلا بېلو شيانو په باره كې شك او ترديد پيدا كېږي او په دې ډول د هر څه په باب سوال كول پيل كېږي.
  • پوزيتيوليزم يا تحقيقي او تجربي مرحله: هغه مرحله ده چې په هغې كې يوازې هغه شيان واقعي او حقيقي دي، چې انسان كولاى شي د تجربې له لارې په هغو باندې قاطع يقين ته ورسېږي. دې مرحلې ته د تجربه ګرايي مرحله هم ويل كېږي.

كه د غني اشعار له سره تر پايه په ځير سره وكتل شي نو ليدل كېږي، چې له دغو درې ګونو مرحلو نه د هرې مرحلې افكار پكې ليدل كېږي. د ساري په توګه د لومړنۍ مرحلې مثال: په دغه نمونه كې ليدل كېږي چې غني خان د خداى په باب هيڅ ډول ترديد نه لري، بلكې تائيدوي يې، وګورئ:

چا ته غر كړې اوري چا ته پوله كړې غر

هر زړه تا ته معلوم هر راز تا ته ظاهر

د كافر ته آقا، د مومن ته مولا

ته جيزس برهما، ته يزدان ته الله

لارې ستا د محل، څوك اوږدې څوك وړې

مسافر ستا د در، هر امت هر سړى

هر يو وايي لار زما نېغه، ستا ده خظا

څوك دې لږ څوك دې ډېر خو همه دي رښتيا

كه انسان دى پيدا، بيا باد شاد دنيا

مرحبا، مرحبا، مرحبا مرحبا

(پلوشې، ص ۵)

زما په نظر د غني خان د داسي فلسفي افكارو (رباني يا ديني افكار) د رامنځ ته كېدو لوى دليل دا دى چې له يوې خوا دى  په يوه معجون مركبه طبقاتي ټولنه كې زېږېدلى او لوى شوى  دى، او له بلې خوا دى په يوه مذهبي مسلمانه كورنۍ كې سترګې پرانستې دي چې مذهب يا مذهبي طرز تفكر له پلرونو او له پېړيو را په دې خوا په كې پاتې دى. دا ډول مثالونه د غني خان په اشعارو او افكارو كې په ندرت ميندل كېږي.

د اګوست كونت د درې ګونو فلسفي مرحلو د ظطرحې له مخې كه د غني خان اشعار او فلسفي افكار وڅېړل شي، ليدل كېږي چې د دويمې مرحلې يعني د فلسفې يا ميتافيزيكي مرحلې مثالونه زښت ډېر تر سترګو كېږي. په دغې مرحله كې چې له انسان سره د طبيعت د بېلا بېلو پديدو په باب پوښتنه پيدا كېږي او هر شي ته د شك او ترديد په نظر ګوري، غني خان هم له ټولو پديدو سره انتقادي برخورد كوي. او ډېرې پوښتنې طرح كوي، دا مثال وګورئ.

خدايه ولي؟

خدايه! عقل چې و زړه دې ولې راكړ؟

په يو ملك كې دوه خود سره بادشاهان

بادشاهي او فقيري دې ولې يو كړه!

د ژوندون په هره سا كې مرګ پنهان

ولې غم لكه آسمان په جهان خور دى!

خدايه ولې خوشحالي دې كړه نايابه؟!

ولې جوړ دې كړه ننګي د ګل د پاڼو؟

خداي ولې نشه بيايي له شرابه؟

ولې ښايست او رنګ دې دواړه خور او ورور كړه

ولې ولې دې جهان كړ ډك په رنګ!؟

ولې كوڼ دې زهن پيدا په جهان نه كړم

خدايه! ولې دې آواز پوست كړ د چنګ؟!

ولې ما ته دې عطا كر فكر و خيال؟

ولې ولې په رڼا ورځې خوبونه؟

خدايه! ولې دې ځواني هر چا له وركړه؟

خدايه!ولې دې پيدا كړل اميدونه؟!

ولې جوړ دې د يار سترګو كې جنت كړ؟

ولې تريخ دې كړ بېلتون او خوږ وصال؟

خدايه ولې دې سپوږمۍ له رڼا وركړه؟!

چې زنګي مې د مستې په مهين تال؟

ولې جوړ دې كړ ازغى د ګل په خوا كې؟

ولې زړه مې پاك خو جسم مې ناولى؟

ولې ما له دې د ولې طاقت راكړ؟

خدايه ولې، خدايه ولې، خدايه ولې؟!

(پلوشې، ص ۱۲)

دلته ليدل كېږي چې غني خان د مرګ، ژوند، خندا، ژړا، د ځان په باب د طبيعت او نورو پديدو او شيانو په باب پوښتنې طرح كوي، چې په نيغه توګه د كونت د طرحې له مخې په دويمه يعني فلسفي يا ميتافيزيكي مرحلې كې راځي.

دې ته ورته نور فلسفي نظريات د غني خان په اشعارو كې زښت ډېر دي، په لاندې شعر كې ليدل كېږي، چې غني خان داسي پوښتنې را منځ ته كوي، ژوند او مرګ څه دى؟ پيدايښت يعني څه؟ شرخ او ننګ ولې رامنځ ته كېږي؟ د مرګ او ددې په باب چې ولې انسان تش لاس راځي او تش لاس پېرته ځي؟ ولې ځان ته دين او ايمان جوړوي؟ ولې ځان ته ډار پيدا كوي؟ ګور څه وي؟ عزت، دولت او ښه بد څه ته وايي؟ او په پاى كې وايي، چې په يوه واړه سر كې ولې دومره كيسې او فكرونوه پيدا كېږي. وګورئ:

څه له پاره

چا د ځانه جوړ جهان كړ د عالمو

ډك د لوړو د ژورو ورانو سمو

زرغون شوى په اميد ژوندى په طمعو

شو پيدا له كومې موره له كوم پلاره

څه د پاره، څه د پاره، څه د پاره

موږ بربنډ له كومې راشو په تش لاس؟

ولې واغوندو د ننګ شرم لباس؟

ولې جوړ كړو دين ايمان ويره وسواس؟

په تش لاس كوم خوا ته ځو چې ژوند شي خلاص

په كوم ملك په كوم وطن په كومه لاره

دا ويرونه دا غوغا دا شور د څه دى؟

دا چې زه ورته وايم كور دا كور د څه دى؟

اوه، دا سوځي چې عالم دا اور د څه دى؟

زندګي څه دى، مرګ څه دى ګور څه دى

چا پسې څه پسې څه له بېقرار؟

عزت څه دى، طاقت څومره، دولت څه وي؟

ولې ما ته چې وي، ښه بل ته ښه نه وي؟

 څه وي څوك چې جهان نه وى عالم  نه وي؟

كوم خوا تښتي مړه رڼا ګلونه سوي؟

يو وروكى سر او دا قصې بې شماره

څه د پاره، څه د پاره، څه د پاره

(پلوشې، ص ۱۳)

ددغه فلسفې طرز تفكر مثالونه د غني خان په اشعارو كې زښت ډېر دي. دغه راز د كونت د ويش د دريمي مرحلې  مثالونه هم د غني خان په اشعارو كې ليدل كېږي خو مثالونه يې كم دي.

د غني د فلسفي افكارو په لړ كې بل فلسفي ګرايش چې زما تر سترګو شو هغه ايراسيوناليزم (ضد عقل) غير عقليت دى، يعني داسې طرز تفكر چې عقل نه مني په دغه فلسفي طرز تفكر (ايراسيوناليزم) كې ويل كېږي چې عقل هغې ډېوې ته ورته دى، چې په يوه لويه دښتنه كې ايښې وي او رڼا يې ټولې دښتې ته نه رسېږي او ډېره په دښته كې بې ګټې سوځي. په دغه فلسفي طرز تفكر يا فلسفي مكتب كې ويل كېږي په ټولنه كې چې هر څومره د ټولنې يو غړى پوه وي، هغومره په عذاب وي، مولانا هم دا فلسفه داسې بيان كړې ده:

هر كه او بيدارتر پر درد تر

هر كه آو آګاه تر رخ زردتر

(۷)

او غني خان هم د همدې فلسفې پر بنا له خپلې پوهې نه شكايت كوي او په دې ډول د ايراسيوناليستي افكارو په رڼا كې وايي، چې انسان د خپلو علمي خبرو او پوهې په سبب بربادېږي. دده د ايراسيوناليستي افكارو ښه نمونه د ده په دې شعر كې ليدلاى شو:

قسمت

ګوره طاوس مړ كړ ښيسته وزرو

ابليس برباد كړ علمي خبرو

سيپئ ويده وه د سينه په تل كې

زړګى يې و چاود سرو ملغلرو

ګلاب خپل رنګ او خپل بوى تالا كړ

منصور په دار شو چې باخبر و

پتنګ خپل نرم زړګي ستي كړ

ميږى برباد كړ خپلو وزرو

غني پوهېږي، ځكه  ژړېږي

څه ښه به ژوندو كه ژوند د خرو

(پلوشې، ۳۳)

د غني خان د ايراسيوناليستي افكارو تر ټولو غوره نمونه دده په پلوشې كې بس دى افلاطون، تر سرليك لاندې راغلې ده، چې يو څو بيتونه يې دا دي:

بس دى افلاطونه، فلسفه دې سنبال كېږده

غو نو وړوكى دى زما نه

لاندې كړم له پښو څنګه د سر مقام رڼا

غونډ دې كړه دامونه خپل او تهه دې جال كېږده

عقل عقل عقل څه دى كفر كفر كفر دى

عقل چې يې ګير كړي دى غلام غلام زما

زه يې چې را ونيسم نو وړوكى دى زما نه

لاندې كړم له پښو څنګه د سر مقام زما

بس دى افلاطونه! خپله ډول  ډبلۍ پورته كړه

دا مندر د حسن دى ته مخ د عقل كور ته كړه

ته نيولى نه شې لېونتوب ته جلال پرېږده

كينه افلاطونه! فلسفه دې سنبال كېږده

اې د رڼا زويه دلته لړې او خوبونه دي

ستا تله قطرې تلي او دلته دريابونه دي!

سل كاله منطق كې يو ساعت د وصال كېږده

زوى شه د منصور په تور ډېران كې هلال كېږده

(پلوشې، ۲۰۷ – ۲۰۸)

دلته ليدل كېږي، چې د ايراسيوناليستي فلسفي افكارو پر بنا د عقل او منطق ټولې خبرې د احساس او ميني تابع دي، يعني  تر عقل، احساس او مينه ښه ګڼل شوي دي. كله كله د غني په فلسفي افكارو كې ديالكتيكي تمايلات هم ليدل كېږي د ساري په توګه په دې لاندې شعر كې ګورو چې دى ژوند او مرګ، خوشحالي او غم او داسي نور شيان يو له بل سره تړلي بولي او وايي، چې كه يو نه وي بل به يې هيڅ ډول مفهوم هم و نه لري.

فلسفه

واوره فلسفه د ليونتوب د ليوني نه

دا آيت خو نه دى خو قرآن كې ما ويلي دي

مرګ او زندګي يوه د غم او يو خوشحالي يو ده

ژوند چې چېرته نه وي مرګى چا هلته ليدلى دى

زړه لكه د چا دى خوشحالي غم يې شراب دي

تږي به رخصت شي تا خو غم ته نسكور كړى دى

خوند كه يې جدا وي، ده نشه يوه د دواړو

دواړو كې حمار لږ د ساقي د سترګو تلى دى

مرګ كي پټ دى راز د مرګ ژوندى پرې نه پوهېږي

دا آيت خو نه دى، خو قرآن كې ما ويلي دي

(پلوشې، ص ۶۸)

د غني خان په فلسفي افكارو كې كله كله اته ايستي فلسفي افكار هم نه ليدل كېږي. دده دغه ډول فلسفي افكار د داستايوفسكي له اته ايستي افكارو سره ښه اړخ لګوي.

داستايوفسكي د خپلو اته ايستي افكارو په لړ كې له هغې دنيا، دوزخ، جنت او نورو ماوراطبيعي قواوو څخه سركشي، بغاوت او حتي انكار كوي. دغه ټولې خبرې داستايوفسكي د مشهور اثر (د كارامازوف ورونه) د قهرمانانو له خولې اورېدل كېږي.

غني خان سره له دې چې په يوه مذهبي ټولنه او كورنۍ كې زېږېدلى، لوى شوى او زده كړه يې كړې ده، نو بيا هم كله كله اته ايستي فلسفي افكار دده په شعر كې ليدل كېږي دده په پانوس نومي شعري مجموعه كې د (وايي ملاجان) تر سرليك لاندې يو شعر دى، چې دده د اته ايستي فلسفې افكارو غوره نمونه بلل كېږي. د غني خان په اشعارو كې دغه فلسفي افكار لږ څه صعيف دي او مثالونه يې ډېر لږ تر سترګو كېږي.

غنی خان سره له دې چې په یوه مذهبي ټولنه او کورنۍ کې زېږېدلی، لوی شوی او زده کړه یې کړې ده، نوبیا هم کله کله اته ایستي فلسفي افکار دده په شعر کې لیدل کېږي. دده په پانوس نومی شعری مجموعه کې د «وایي ملاجان» ترسر لیک لاندې یو شعر دی چې دده د اته ایستي فلسفي افکارو غوره نمونه بلل کیږي. ([۱]) دغنی خان په اشعارو کې دغه فلسفي افکار لږ څه ضعیف دی او مثالونه یی ډير لږ تر سترګو کیږي.

د غنی خان د فلسفي افکارو ډيره برخه نیهیلستي فلسفي افکار جوړوي. په بله وینا د غنی خان په فلسفي افکارو کې نیهیلستی ګرایش قوی دي، دغه نهیلیزم انقلابی نهیلیزم دی، پې د ارتجاعی نظام پرضد یی موخمګیری کړې ده، دلته به دغنی په باغی توب، سرکشۍ، خودۍ، نه تسلیم او عصیان باندې لنډې خبرې وکړم.

له عیني دلایلو او شواهدو داسې ښکاري چې غنی خان له ابتدا نه د یوه آزاد طبیعت او ازاد فکر خاوند و چې په لومړي ګام کې یی دغه بغاوت، سرکشي او عصیان نه خپل کهول یعنی خپل پلار او ورونو پیل کړی دی. که څه هم کله کله دده پلار له ده نه راضی دی. مثلاً د خان عبدالغفار خان د قید په وخت کې د پلار له سیاسي کړنلارې سره ځینی فعالیتونه باندې لاس پوری کوي. خو سره له دې هم ډير ځله دده له نه منلو او سرکشۍ نه سر ټکوي. د غنی خان د آزاد طبیعت، یاغی توب او نه منلو په باب دده پلار داسې ویلي دي: «…. زما اراده خو تاته د خط لیکلو نه وه، دا نه چې ګنې زما تا سره محبت نشته دی، بلکې ددې له پاره چې ته د یو عجیبه خیال او عجیبه اصولو سړی یی همیشه هغه کوي چې څه ستا زړه یی غواړي، خواه که په هغه ستا نقصان هم وي. د هیچا د مشورې پابند او متحاج نه یی په دې وجه تاته لیکل نه لیکل برابر دي….». «ستا یو خط ماته په احمد آباد جیلخانه کې رسیدلی و. د هغه په لوستومې زړه ډير خوشحاله شوی و. لیکن وروستو زه ډیر خفه شوم چې څه وخت ماته معلومه شوه چې ته لیکي یو څه اوکوې بل څه….»

خوږه غنی جانه! چې یو سړی یو طرف ته خو غلطي کوي او بل طرف ته هغه غلطۍ ته غلطي نه وایي نو د هغه اصلاح مشکله ده.

دولي متعلق چې ستاکوم خیال دی دا بالکل غلط دی. دولي په شانته ورور به د کمر خلقووي. د هغه چې ستا سره کومه مینه او محبت دی هغه ماته معلوم دی تاهم یو کال د مال انتظام کړی او هغه هم یو کال وکړو چې څه آمد وشو تاپه کومه طریقه خرڅ کړو او هغه په کومه طریقه؟

حقیقت دادی چې هغه ستا په شان آزاد نه دی….

خوږه غنی جانه! زه حیران یم چې تاته زما فیصله ولې داسې بده ښکاره شوه…. زه همیشه ستا په معامله کې د صبر نه کار اخلم، او اکثر به صبر ما ستا محبت مجبوره کوی. ما هیچری تاسره د یو پښتون پلار په شان سلوک کړی نه دی.

بلکی د دوستانو په شان سلوک مې درسره کړی دی. لیکن تا زما ددې سلکو نه همیشه ناجایزه (ګټه) اغشتې ده او بالکل خود سره شوې، که چیرې زه د پدری نظره تانه پیژنم نو دا نور خلق ولی ستا نه شکایت کوي؟ ([۲])

دغنی خان د پلار له دغو شکایت آمیزه خبرونه ښکاري چې غنی خان له وړوکوالي نه همداسې آزاد طبیعته، نه منونکی او باغی و او ورو ورو دا عنصر دده په وجود کې د وخت په تیرېدو سره قوي شوی ترڅو چې دده په اشعارو او آثارو کې د یوه فلسفي جریان یا فلسفي طرز تفکر په ډول رامنځ ته شو چې همدا بغاوت او سرکشي یی اوس اوس د فلسفي افکارو زیاته برخه جوړوي، چې د نیهیلیزم په بڼه پکې څرګند شوی دي، او لکه د بینوا صاحب خبره «په همداسې ټولنه او همداسې شرایطو کې همداسې بغاوت «مقدس بغاوت» ته صرورت دی څو چې لومړی هغه مغروره، غضبناکه او پر ځان مین «ایګوخان» او یا ایګو خان ډوله کسان پر خپل ځای کېنوي، سریی وکوتي او د «یوازې زه» لعنتي فکر یی له مغزو څخه وباسي او بیا هغه پر سجده ورته پروت پریونی او د اهمې اخیستی ډارن مریي د حقیقی انسانیت لوري ته راهنمايي کړی([۳]) او د غنی خان د بغاوت مقصد هم همداسې دی چې ډارن مريي او مريي ډوله خلک له خوبه پاڅوي او د حقیقی انسانیت لوري ته یی رهنمايي کړي.

احسان طبري د خیام د همدي سرکشی او پرخاش په باب ویلي دی:

«د خیام په فلسفه کې باید دوه ډوله پرخاش سره بېل کړو، د موجوده ټولنیز نظام او خرافي معتقداتو پرضد پر خاش او د انسان د طبیعی سرنوشت او د طبیعت پرضد پرخاش….» ([۴])، د طبري همدا خبرې د غنی خان په باب هم ډیرې په ځای دی ځکه چې د غنی خان عصیان، سرکشی او پرخاش هم د انساني ژوند د جوړیدو په لاره کې د موجوده ټولنیز نظام، خرافي معتقداتو او د طبیعي سرنوشت  او د طبیعت پرضد پرخاش او عصیان دی.

د غنی خان د یاغي توب او سنت شکنۍ په باب ښاغلی فضل غنی داسې لیکلی دي: «هسې هم شلمه صدۍ، د بغاوت صدۍ ده، ولې د شعر او ادب په میدان کې په دې تر اوه پورې لا د تقلید راج دی. اوس هم لا په زړو لارو ګودرو تلل ښه کار کڼلی شي، او که چیرته څوک صابر غریب د آزاد نظم نوي تجربه کول وغواړی نو د بعضی کسانو په تندو دولس بجاوشي، او د ادب د قطارنه یی د ویستلو کوښښونه کیږي. د زړو لارونه بغاوت اوس هم بد ګڼلی شي او دا جرأت کول هم ډیر ګران کار دی قدامت پسند به د ترقي پسندۍ پیغور ورکوی او ترقی پسند ورته څه نور څه وايي.

خو بیا دا ځنګل د زمرونه خالي نه دی اوس هم په دې ځنګل کې داسې زمري شته دی چې زړو لارو ته د تللو نه یې نه یوازې دا چې په خپله بغاوت کړیدی. بلکې نورو خلکو ته یی هم دا تاکید کړی دی چې راځئ په ماپسې شئ، زه د نوي منزل د کاروان میریم. د شعر و ادب په آسمان کې اوس هم ډير داسې ورښانه ستوری شته دي چې خپله یی منلې ده او د بل یی هډو اوریدلې نه ده او دغو ستورو کې چې کوم ستوری د ټولونه زیاته رڼا کوي نو هغه زموږ لیونی فلسفي (غنی خان) دی….. »([۵])

له دې نظریاتو چې راتیر شو دده په خپلو شعري مجموعو (پلوشې د پنجرې چغار، پانوس) کې دده د سرکشۍ یاغي توب زښته ډيرې نمونې لیدلای شو چې ده له خپلې کورنۍ ټولنې خلکو طبیعی او وضعي قوانینو بزرګانو، سیاسي رهبرانو، ملکانو، ملایانو، حاکمانو او هر څه هر څه باندی انتقاد کړی دی او نه یی دي منلي، چې ښه مثالونه یی دپلوشې په دولسم او دیارلسم مخونو کی «خدایه ولې» او «څه دپاره» تر سر لیکونو لاندې راغلي دی چې مخکی يی مثالونه راوړل شول.

په پای کې باید وویل شی چې په یوه خاص فلسفی طرز دید پورې د غنی خان تړل، لږ څه ګران کار دی، په ده کې بیلا بیل فلسفی افکار څرګند شوي دي چې په خاصو زمانې وختونو یی د خاصو رواني حالاتو تر تاثیر لاندې لیکلی دي چې دلته د څو برجسته فلسفی تمایلاتو یادونه وشوه.

[۱] – د زیات معلومات له پاره وګورئ پانوس ص ۹.

[۲] – د باچا خان لیکونه، ص،ص،۷۸-۷۹، ۹۲،۹۴.

[۳] – ځانځانی ښامار، د بینوا صاحب د مقدمې دویم، دریم مخونه.

[۴] – برخی بر رسیها در باره جهان بینی ها وجنبش های اجتماعی در ایران، ص ۲۱۷.

[۵] – پښتو مجله، اعتراف نمبر، ص، ص، ۴۹-۵۰.

ستاسو نظر