ادبیات

د حمزه بابا د فلسفی او تصوفی لیدتوگې لنډه ارزونه

په دې مقاله کې غواړو په لنډه توگه  په لاندې ټکو رڼا واچوو:
• دشاعرپه توگه د حمزه بابا دزیږیدو چاپیریال او دظهور حالات  اودپښتنې ټولنې بحران
• دوخت ددحالاتو سره دحمزه بابا چلند اوځواب
• دحمزه بابا تصوف اوعرفان اود پښتنوپه فرهنگ کې دتصوفی افکارو څرنگوالى.
• حمزه بابا دیوه پښتون په توگه اوکه دیو صوفی په حیث

(۱)
مدخل: پښتونخوا او حمزه بابا

دنولسمې پیړۍ په پاى اودشلمې پیړۍ په اوایلو کې دپښتونخوا سیمه  د سختوتوفانی  پیښو ډگر وه. په دغه وختونو کې شمال مغربی سرحدی صوبه یا پښتونخوااوازاده قبایلی  سیمه  په درې برخو وویشل شوه.
۱٫ دایالت داخلی ضلعې چې دبرتانوی حکومت دلاسبرۍ لاندې وى اوهیڅ ډول قانون  په کې موجود نه وو.
۲٫ هغه کوچنی  فیودالی دولتونه چې دریاستونو په شکل موجود و. دغه سیمې  چې په دننه کې دفیودالی سیمه ییزو خانانو له خوا اداره کیدلې  اودبهرنی سیاست له پلوه دبرتانوی هند پورې تړلی وى.
۳٫ قبایلی سیمی چې نه خو دافغانستان دحکومت تر کنترول لاندې وې اونه دبرتانوی استعمار ترلاس لاندې وى بلکې دیو ډول قبیلوی دود اودستور له مخې اداره کیدلې.

د نولسمې پیړۍ په پاى کې په پښتنو سیمو کې تجارتی بورژوازۍ وده پیل کړه. پیسو داجناسو اودکالاو دتبادلې ځاى ونیوه. ځمکه دلویو خانانو اوفیودالانو په لاس کې متمرکزه کیدله. په دغه وخت کې دانگلیس حکومت ملا ماتوونکی ټکسونه یا مالیات  وضع کړل. دا مهال دپښتنو ملی بورژوازی چې نسبتا رادیکاله بڼه یی درلوده هم سر  راپورته کړ . خو فیودالی اوقبایلی مناسبات لا په عمده ډول سره په قبایلی اوازادو سیمو کې لاسبری و.

د شلمې پیړۍ په لومړۍ اودویمه لسیزه کې دپښتنو ملی ازادی بخښوونکی  غورځنگ سر راپورته کړچې دغه غورځنگ دپاکستان تر جوړیدو پورې دپښتنو په سیاست، فرهنگ اوټولنیز ژوند خپله اغیزه و ښندله . په دې ډول دپښتنو په فرهنگی اقتصادی اوسیاسی ژوند باندې څه ویل دازادۍ له پاره ددغه  غورځنگ باندې له څه ویلو پرته   یا دهغه په پام کې  نیولو پرته شونى نه دى.

په همدې لړ کې دپښتنو دملی پانگوالۍ وده اودپښتنو دملی ودې یا ملی قوام نه پراختیاد یوې  داسې مسالې په توگه مطرح کیږی چې په نورو هغو ټولو اغیزه کوی.
نور زیات عوامل لکه: دزړو قبیلوی اوفیودالی مناسباتو موجودیت دصنایعو نه وده دښو اصلاحاتو نه شتون، جغرافیایی فکتورونه، دیوه واحد سیاسی اوفرهنگی مرکز نشتوالی (البته دپښتنو قبایلو اودپاکستان تر کنترول لاندی پښتنو له پاره)  اونه را منځ ته کیدل اووروسته دانگریزی استعمار دلاسبرۍ په شرایطو کې دپښتنو سیمو په ضلعو اوریاستونو اوازادو سیمو باندې ویشل اونه یووالى ټول اوټول ددغه ملی قوام دپروسې په وړانډې غوره خنډونه و چې په فرهنگی سطحه کې هم څرگند شوی اوددې پروسی بشپړتیا دپښتنو  دځینو شاعرانو اوفرهنگیانو په اذهانو کې  دیوه ایدیال اوارمان په توگه انعکاس کړى دى .
همدارنگه دخیبر سیمه له نورو سیاسی ایجنسیو اوسیمو څخه دا امتیاز هم لری چې همدغه سیمه  چې دوه عمده فرهنگی، اقتصادی اوسیاسی مرکزونه یعنی کابل اوپیښور سره وصلوی.  تر هر څه زیاته ان له پخوا دتجارتی پانگوالۍ  دکاروانونو لاره اومرکز و.

(۲)
د وخت  سیاسی او فرهنگی حرکتونه او د حمزه بابا دریځ

استاد حمزه شینوارى په همدغه ډول چاپیریال کې را لوى  شو. څه ناڅه زده کړې یی وکړې اوبیا یی شعر وویلو. طریقت یې کړى دى اوپه فرهنگی غونډو اومحافلو کې یی برخه اخیستې ده خو له هر ډول سېاسی جریانونو څخه یی ځان لیرې ساتلى دى. اجمل خټک په یوه مقاله کې لیکلی دی:

((د باگرام په سیمه دپښتو ادب داسپرلى چې دفخر افغان خان عبدالغفار خان دسیاسی، اجتماعی اواصلاحی  تحریک ((خدایی خدمتگارو)) په شروع کیدلوپیل شو  له دغه  سره سم  یې لویى مشاعرې، په ستیج د پښتو درامو، پښتو مکتبونو اوپښتون  رساله    شروع شو.ماستر کریم، ساقی فدا، استاد شیدا، غنی اودسوونو نور شاعران میدان ته راوتلی وو اوشعر وادب یی دروایتی، زلف وخال دشاعرۍ پر ځاى دقوم اواولس دژوند دمساء لوخواته  راگرځولى و. ولې د پاکستان دجوړیدو سره دپښتنو دصوبې مسلم لیگی حکومت ورباندې دیخې واورې غورزولو کوشش کړى و. داداولسی ادبی جرگې دجوړیدو سره بیا تازه شو. ددې جرگې روح روان دصنوبر حسین کاکاجی، امیر حمزه شینواری اوسکرتر دوست محمد خان کامل و اوملگری یی هغه ټول شاعران ادیبان وو.)) (۱)
محترم اجمل خټک په همدې اړه په یو بل ځاى کې زیاتوی: ((په اولسی ادبی جرگه کې ددرې فکرونو ملگری را جمع کیدل: ۱- قوم پرست ۲- مذهبی تعصب لرونکی ۳- مترقی نظریات…)) (۲)
حمزه بابا له دغو دریو جریانونو څخه د یوه خواته تمایل درلود.
په دې ډول اوس لږ تر لږه موږ کولاى شو دپورتنی تحلیل په رڼا کې دحمزه شینواری په شعر اوهنر کې دهغه په دریځ  وگړیږو:
فکر کوم دې ته به اړه نه وی چې ووایو چې حمزه بابا د پورته ویل شویو درې ډلو کومې ېوې ته زیات تمایل درلود. خو هغه څه چې موږ ته دزیات ارزښت وړ دی. هغه پښتنې فرهنگ ته دحمزه بابا دکمیت اوکیفیت له پلوه دزیاتو شعرونو اوغزلو اونظمونو کلیات دی چې اوس راپاتې دی.
د حمزه بابا د ځوانئ اوزلمیوتب دوران دپاکستان دجوړیدو سره اوبیا د((خدایی خدمتگارو)) دغورځنگ سره په موازاتو کې دى. دحمزه بابا د شعری لیدتوگې اوڅرگندونو څخه داسې جوتیږی چې له دغو سیاسی غورځو پرزو یو څنگ ته پاتى شوى دى. کیداى شی ددې سبب دا هم وی چې هغه یو صوفیمشربه  شاعر دى اوتصوفی افکارکله هم  یو ډول پاسیفیزم اوگوښه توب ته انسان رابولی.هغه په ټولو کلیاتو کې دپاچا خان اوخدایی خدمتگارو یادونه اودهغو په باب اظهارات نه لری. یوازې دپاچا خان په مړینه یو شعر لری چې په کلیاتو کې چاپ شوى دىچې په وروستیو کلونو کې دپاچا خان په مرگ ویل شوى دى.

پاچا خان ته شعر
فخر افغان لاړ
چې داعی و تل دامن اودامان لاړ
یو پیکر دپیرزوینې دانسان لاړ
یا داچې
چې غرور دپیرنگی یې و مات کړى
ددونیا نه نن هغه سپین ږیرى ځوان لاړ…  ((کلیات پنځم ټوک  ۳۲۹۱مخ))

همدارنگه د حمزه بابا په کلیاتو کې دخپل دوران یو بل شخصیت محمد علی جناح ته هم یا د هغه په ستاینه کې یو نظم لری. په دې ډول:

قاید اعظم
که هر څو ته د خپل تن پاتې یې سیورى
خو ستا سیورى د هما په مسلمان لاړ… ((کلیات پنځم ټوک  ۲۴۴۲مخ))

خو ددې په څنگ کې ځینې فرهنگیان باور لری چې دحمزه بابا ارمان او ایدیال دهغه په نوى څپې نومې ناول کې انعکاس کړى دى. دغه ناول ما د ښوونځی په دوران کې یعنې په ۱۹۶۹ – ۷۰ کلونو کې لوستى دى چې محتویات یی اوس په حافظه کې نه دی پاتې. خو په ناول کې دیوې جونگړى دجوړیدو تکل اومفکوره شته. دا هغه څه وو چې دټول پښتون اولس دعامه ذهنیت نماینده گی یی کوله. دجونگړی اوکور جوړول دپښتون اولس دبالفعل اوبالقوه غوښتنه وه اوددې له پاره جدوجهد روان وو.
له بلې خوا کله چې ځاى ځاى دهغه غزلې لولو په هغو کې پښتو اوپښتنواله یوه څرگنده مفکوره ده چې تر پاېه پکې ځلیږی.

(۳)
حمزه بابا او پښتنواله

که یوه پوښتنه مطرح کړو چې حمزه پښتون دى اوکه صوفی اوعارف ؟ نو بیا خبره واضح کیږی. څو پیښې دی چې هغه په څرگنده توگه دحمزه باباد راتلونکی شخصیت په تکوین اوبشپړتابه کی رول لری. په یو ه پښتنې ماحول کې اوسیدل  اوهغه هم دخیبر دره چې په تاریخی لحاظ تل دزورگیرو سره دپښتنو دمبارزو حماسې لری. دایمل خان اودریا خان نه نیولی بیا دسکانو ترماتې اوبیا دانگریز په ضد دغورځو پرزود سنگر په توگه، دا ټول بې اثره نه دی.
حمزه بابا په پیاوړی توگه داوجری اودیرې له موسسى سره سروکار درلود. هغه دخپل وخت دیوه ملک په کور کې پیدا شوې اودننگ اوغیرت شملې اوجرگې، میلمه پالنې اوبدرگې دعزت اوننواتې ټول ارزښتونه دهغه په وجود کې لکه دکاڼې کرښه ځاى لری. ځاى ځاى هغه ددغه ارزښتونو په وسیله پردی ارزښتونه چلنج کوی. ځکه خو کله چې دهغه غزل دپښتنې پیغلی دټکری نه رنگ اخلی اودپښتانه زلمی دشملی ول یې دغزل مطلع گرزی نو خوند اورنگ یې دومره زیاتیږی چې  په پښتو ادب کې دغزل  دځوانیدو حکم کوی خوځان بوډا بولی.
لاندې څو نمونه یې بیتونه رااخلو چې وایې:
اى عشقه سرکوزیه دحد په هورته دى هوس
پښتون یم د غیرت او د پښتو سره راځه
یا داچې:
ستا د بڼو خبرې نیغې وی
داسې وی تل دپښتنو خبرې

ما کوز ورته لیمه کړه زما سر نه ټیټیده
شاید چې په الفت کې هم افغان پاتی کیدم
په پورته بیتونو کې دشاعر عشق اومینه اوالفت کوم تصوفی اوعرفانی هغه نه دی. بلکې دشاعرانه اودونیایې مینې سمبولونه دی. هغه په دغه ډول زیاتو شعرونو کې دپښتنوالی ارزښتونه را ژوند کوی اوهغه روزی اوهغو ته وده ورکوی.
واپس جوړ اوده بخت دپښتنو راغلى دى
دا شوق چې په زلمو کې دپښتو راغلى دى
قربان چې کهکشان ترې نه ښکاریږی دمقصد
دا گرد د هغه تېرو قافلو راغلى دى
د شاعر د تیرو قافلو د گرد داستان د تاریخ تداعی ده صوفی د تاریخ سره کار نه لری.
پښتون زړگیه پام له داسې عشقه شه کنار
منت اوسرکوزی وچه زاری پیدا کوی
اویا داچې:
ښکلیه وار وکړه موده پس دې زما حال وپوښتو
چې مې له غریوه دا په شونډو زلزلې تیرې شی
حمزه اشنا مې نه پښتو کړی نه پښتو پریږدی
بیرته له مانه مرورو شی چې جرگې تیرې شی
تصوفی فرهنگ په حمزه بابا د پښتو او پښتنوالی په استقامت کې اغیزه کړی او په وار وار د خپل پیر اومرشد له خوا دې ته متوجه شوى چې که ته ارتقا مومی نو په پښتو ادب کې به یې مومې. دپښتنو اوجره اودیره هم کود اودودونه هم دهغه په شخصیت کې اغیز لری.کله چې هغه دغه قوانین اودپښتنو موسسات له نورو هغو سره پر تله کوی نوطبعا چې خپل هغه غوره بولی اوبیا همدغه مفاهیم چې په شعر کې اوپه غزل کې ځاى کوی نوخوند یې لا نور هم پسې زیات شی.
دپښتنوالی اوتصوف تر منځ یو تناقض هم شته اودا خبره وخت په وخت ځینې پوهان را پورته کوی ځکه  چې تصوف اوعرفان قوم اوقومیت نه پیژنې. خو کله چې دحمزه بابا شعر اوکلام گورو په دې کې هم ډیر څه میندلاى شو. تصوف، عرفان، فلسفه  اوپښتنواله. دا هیله موږ هم باید ونه کړو چې حمزه بابا دې د تمام عیار صوفی لکه عطار نیشاپوری، ، بایزید بسطامی  نصیر الدین طوسی، ابن عربی، اونورو په څیر وپیژندل شی. دى یو ساده پښتون  دى چې دتصوفی فرهنگ نه هم متاثره و.
غزل  ۶۹۵
راشه چې دواړه سره نن وکړو یو څو خبرې         هغه خبرې چې وی تل دپښتنو خبرې
باڼه دې برند شول چې نظر مې گستاخی وکړه نن         پښتانه بویه چې زغمی دمیلمنو خبرې
میینه ووایه په جهر چې په زړه وی دتا             دا عقل من کله منی دلیونو خبرې
څو چې دزلفو دسودا په زړه هوا را نه شی             نه شی په پوهه کې راتلى دزولنو خبرې
حمزه ته راغلی خو دا څنگه دې را تلل و اشنا         د تا د سترگو ځنې اورمه دتلو خبرې
((لواړگی  ۲۲مارچ ۱۹۷۶))

(۴)
د حمزه بابا  د شعر تصوفی اړخ

حمزه بابا او تصوفی شعر:
کله چې دحمزه بابا کوچنیوالی ته پام کوو. ځینې ترخې پیښې دهغه په راتلونکی شخصیت کې ستره اغیزه لری. دمعاصرې سیکالوژئ له مخې هغه کله چې په لومړی یا دویم ټولگی کې دانسان تصویر کاږی اوښوونکى یې دهغه دا کار غندی. له ده سره دښوونکې دغه چلند دى دعقل څخه دهنر خواته را کشوی. په هغه کې دبغاوت احساس روزل کیږی. گورو چې دژوند په یوه پړاو کې هغه تصوف ته مخه کوی. اوبیا شعر ته اوس که دا درې واړه پیښې سره په یو قطار کې ودروو، . درې واړه حرکتونه یعنې دلومړی انسان تصویر، شعر اوتصوف ددوگماتیزم، یعنې تحجر سره اودکلیشې سره مخالفت دى.دا مخالفت ددې سبب شوى هم دى چې شاعر خپل بغاوت په نورو ډگرونو کې را څر گند کړی.
حمزه بابا  چې په کوچنیوالی کې له کومو روانی خنډونو اوموانعو سره مخامخ شوى دى ۪۪۪ له هغو څخه دژغورنې له پاره یې  مثبته لار ه غوره کړی ده داداسې لاره وه چې نوموړى یې  دپښتو ادب سرتاج وگرزاوه اوهغه دغزل لاره ده . خو دلومړی تصویرکاږل  اوښوونکی ته وړاندې کول   موږ ته دا رازده کوی چې دکوچنیوالی  نه دهغه ذهن په ((انسان)) متمرکز وو. موسیقی یو بل فکتور دى چې شاعر ورسره  په لومړې پړاو کې مخامخ شوى دى. اوان ادعا کیږی چې په پښتو موسیقی کې هم حمزه بابا ډیر ښه پوهیده اورباب غږول یی زده وو. تصوف هم په خپل ذات اوماهیت کې دتحجر اووچو احکامو پر ضد یو سرغړاوى دى. اوشعر بیا هغه میدان دى چې شاعر په کې دسمبولونو اواستعارو په ژبه دخپل زړه بړاس ویستلى شی. اوس به بده نوه وی چې ځینې تصوفی اوعرفانی مفاهیم پخپله دحمزه بابا له قوله ووینو چې هغه یې څرنگه تعریفوی اودتصوف اوعرفان دمنلو شویو مفاهیمو سره څه سرخوری اوکه نه ؟ همدا رنگه دتصوف په برخه کې لومړى دوحدت الوجودی مفکر ابن عربی مفکوره راسپړو چې لوستونکی پخپله کولی شى چې څومره ورسره زموږ مفکر نږدې اوڅومره ترې لیرې دى.
۱- تصوف او وحدت الوجود:
داسلامی نړۍ په عارفانو اوصوفیانو کې شیخ محى الدین ابن عربی چې په شیخ اکبر هم مشهور دى ډیر اوچت مقام لری شیخ اکبر لومړنى صوفی دى چې دوحدت وجود نظریه یی دخپلو زده کړو اولارښوونو بنیاد وگرځوله. دمحى الدین ابن  عربی مکتب دوحدت پر اصل ولاړ دى یعنې دا مفکوره چې وجود یو واحد دى چې حق دى اوهغه څه چې غیر دی نو بل کوم حقیقی اوخپلواک وجود نه لری. حال  دا چې دبایزید اوحلاج طریقه دثنویت پر اصل ولاړه ده یعنې دا چې دوه وجوده  سره مستقل اوجلا دی. چې یو دبل خالق دى یعنې یو لاهوت اوبل ناسوت  دى.لاهوت په ناسوت کې حلول کړى دى. یو لاهوت دناسوت(!) متحد شوى دى.
لاهوت: عالم لاهوت صقع ربوبی درنزد عارفان اشاره به حیات سارى درممکنات است که ناسوت محل ان است. بریان اساس که عالم لاهوت حاکم بر عالم ملکوت وبا واسطه حاکم بر ناسوت وفیض از لاهوت به ناسوت مى رسد.
دابن عربی مکتب داسپینوزا سره ورته دى البته دهغه وینا (اسپینوزا) له ابن عربی سره ډیر توپیر لری. دابن عربی مهم اثار دفتوحات المکیه چې په څلورو ټوکو کې دى په هغه کې دتصوف ټول علوم راغلی دی. بل اثر یی فصوص الحکم دى چې دابن عربی دمکتب لنډیز دى البته دوحدت وجود دعقیدې دقیق اوکامل بیان دى. په فصوص الحکم کې دابن عربی متود دادى چې ایت اوحدیث را اخلی اودهغو تاءویل لیکی اوپه تاءویلی توگه پرې خبرې کوی.
په هر صورت په ابن عربی اولکهارت (۲)  باندې په یوه مفصله اوژوره څیړنه کې دا مساله په هر اړخیزه توگه تر نظر تیریږی. دقاسم کاکای په نوم یو پوه لیکی:
دوحدت الوجود په باب درې عمده ویناوی په دی ډول دی:
۱٫ محض اوخالص وحدت اودخداى اوجهان یووالى اویا دوجود اوموجود یووالى
۲٫ ناورته والى چې دیو ډول اتحاد سره دحلول، اتحاد اوهمدارنگه دوجود وحدت  اودموجودکثرت ترې تعبیر شوى دى.
۳٫ ورته والى چې په عین حال کې ناورته والى دى یا وحدت په عین کثرت کې اوکثرت په عین وحدت کې. د دغه   ویناوو یا ډولونو هر یو یا دیو ډول مخالفت سره مخامخ شوی دی اویا ددین سره دمخالفت له شکلونو اویا دواړه صورتونو کې مخامخ  شوی دی.
په یو بل تعبیر سره ددغه اشکالو نتیجه داده چې دوحدت وجود په یوه څلور لارې کې تم دى چې یا په بې خدایی پاى ته رسیږی اویا په شرک اوپه اتحاد کې حلول اویا په کفر اوالحاد سره اوله دین څخه خروج یا دایدیالیزم اویا دعقل اومنطق سره دمخالفت سبب کیږی.
ابن عربی اولکهارت ددوه عارفانو په توگه چې په وحدت وجود باندې یې باور درلود ددغه ټولو اشکالاتو ااوانتقاداتو سره مخامخ شول. لکه څنگه چې ابن تیمیه چې دابن عربی سره له یوې پیړئ لږه واټن لری لومړنى سړى و چې دابن عربی مکتب ته یې دوحدت وجود وویل ډیر زیات انتقادونه  اونیوکې یې پرې کړی دی. وحدت الوجود یې دتعطیل اوبې خدایې اوهم دالحاد اوزندقه، شرک اوکفر سره ورته بللى دى.
دهغه دوه کتابونه چې ډیر مشهور دی چې یو یې ابطال وحدت وجود اوبل رسالت من ساله عن حقیقت مذهب الاتحادیین اى القایلین بوحدت الوجود دی. لکه څنگه چې څرگنده ده وحدت اولوجود یی یې داحاد سره یوشان بللى دى اوپه  یوبل مورد کې حلول دوحدت الوجود سره یو ډول بولی. وایی: ((یعنې قایلان به وحدت وجود زندیق وملحدین وبه تباین بین مخلوق وخالق نیستند.))۹۹م: ابن عربی ولکهارت

(۵)
پښتنی ټولنه او تصوف

دیوه انگلیسې پروفیسور په قول چې دسواس په پوهنتون کې یې داسلام اوافغانستان په باب لکچر ورکاوه هغه دا خبره په ډاگه وکړه چې کله اسلام افغانستان ته راغى ټولې له اسلام دمخه مذهبی پدیدې یې له منځه یوړې. یو مثال یې دبودا مجسمه وه چې زموږ دسترگو په وړاندې دطالبانو له خوا ونړول شوه دا ځکه چې د طالبانو اسلام داسلام اوشریعت اوسنت رښتینې کاپی وه.
کله چې په ژور نظر سره پښتنې فرهنگ څیړ په واقعیت کې زموږ په معنوی فرهنگ کې داسلام څخه دمخه فرهنگ ډیر مثالونه شته چې لا تراوسه ژوندی دی اویا یی ځان داسلامی ارزښتونو سره اداپت کړى دى.
په اسلامی دور اوپه تیره دمغلو دلاسبرۍ په دوران کې په پښتونخوا کې دتصوف په فورم کې ستر جنبشونه را پورته شوی دی. چې داهل شریعت له خوا دکفر په تورونو وترټل شول. روښانی غورځنگ یو له دغو صوفیانه عرفانی  ازادی غوښتونکو جنبشونو څخه وو.
دا غورځنگ دتصوف اوعرفان په څنگ کې دخپل اولس دازادئ داستبداد پر ضد دمبارزې اودپښتنو له پاره دسیاسی حاکمیت دجوړولو غوښتونکى هم و. خو پر دې سربیره دې غورځنگ پښتو ژبه هم را ژوندئ کړه اوله پښتنو سره یې دخپل هویت دایجاد پوښتنه هم مطرح کړه. له بایزید روښان څخه وروسته یو ډیر ستر عالم اوفاضل شخصیت اوددیوان خاوند چې دروښان پیر لمسى وو دپښتونخوا په فرهنگ اوپه  تیره دپښتو په شعری ادب باندې ستره اغیزه وکړه. ان تر دې چې ځینې کسان لکه سیف الرحمان  مسعود، رحمان بابا هم ددغه فرقې پیرو بولی. اویا دروښانسی غورځنگ اثر دهغه په اشعارو کې وینی.هغه میرزا خان انصاری دى.
میرزا خان انصاری:
موږ دلته په تفصیل دمیزا خان په اشعارو اوافکارو نه گړیږودبایزید په مذهبی اوصوفیانه تعلیماتو کې دوحدت الوجود نظریه زیات اهمیت لری. دا هغه نظریه ده چې له یوې خوا یې بایزید روښان دسختو مذهبې مشرانو له جدې اعتراض سره مخامخ کړ اوبل خوا دمغولی حکومت دعسکرو اوحملو سره.
اړه ده چې میرزا خان انصاری دوحدت الوجد په نظریه لږڅه وویل شی. دغه نظر هغه وخت ښه را جوت شو کله چې په دین کې دعلم کلام اوفلسفې وده وکړه. دلرغونی هند په فلسفه کې دغه مساله دویدانتا شکل غوره کړ. چې په هغه کې دوحدت، ثنویت اوکثرت په باب افکار بیان شوی دی. دبایزید روښان اودهغه دپیروانو په اثارو کې دوه عبارتونه په اساسی توگه بیان شویدی. دغه عبارتونه د((همه اوست)) اوبل ((همه از اوست)) دهمه اوست نظر دوحدت الوجودی اصالت بیانوی اودهمه ازاوست دوحدت الشهودی نظریه بیانوی. روښان اودهغه پیروانو په حالنامه کې هم په دې اړوند بحث شوى دى. اود((همه اوست)) دنظر پلویان دی.
له دې یادونې څخه هدف دادى چې په پښتنو کې داسې یو عظیم غورځنگ تیر شوى چې له سیاسی اغیز څخه یی فرهنگی هغه زیات اوتلپاتې دى. میرزا خان ددغه غورځنگ ډیر وتلې اونتلىشخصیت دى. دحمزه بابا له قوله چې ځینو دوستانو ته یې په بحثونو کې کړى زیات دمیرزا خان انصاری لیوال دى.
تصوف اوعرفان دحمزه بابا دفکری لیدتوگې یو اړخ دى. ددې لهپاره چې دحمزه بابا دلیدتوگې دغه برخه لږه روښانه شوی وی هغه مفاهیم چې نوموړى یې کاروی اودپورتنی تحلیل سره په پرتلنه کې دهغو سره توپیر په ډاگه کیږی را اخلو.

۱ – حمزه بابا د وحدت الوجود په باب لیکی:
دوحدت الوجود اووحدت الشهود په هکله په صوفیانو کې دوه مدرسې دی. اوپه دغو مسالو چې کوم بحثونه شوی دی زما په خیال کې صرف لفظی جگړه  ده. که حقیقت ته وکتل شی نو هیڅ اصولی اختلاف نشته. ځکه چې د دوحدت الوجود عظیم  مفکر  شیخ محى الدین ابن عربی چې دوحدت ا لوجود کومه نظریه وړاندې کړې ده اوځینو ظاهرینو پرې بد گڼلی دی دا هر څه دغلط فهمۍ وجه ده))  (۳)

استاد حمزه دا تعریف په دې ډول وړاندې کوی:((زموږ په زمانه کې عظیم مفکر علامه اقبال مرحوم سره له دې چې له زړه نه وحدت الوجود ته قایل ښکاری خو په دې وجه چې دانسان انفرادیت اوخودی متاثره نه شی هغوۍ ددې تعریف په معتدل ډول کوی وایی چې دا بیله خبره ده  چې په موجوده حال کې  چې موږ دارتقا په مرحله کې یو چې په هغه  کې دفکر اووجود امتیاز ناگزیر دى. ځکه دانسان هر عمل ددې غوښتنه کوی اوهغه دا حقیقت دى چې ممکنه ده چې دتحقیق نه پس ثابته شی چې په دوو برخو کې تقسیم شی یعنی له یوې خوا نفس مدرکه چې دیو څیز ادراک کوی اوبل خوا په هغه مدرکه څیز کې چې کوم ادراک چې لگیا دى کیږی ۪)) (۴)

شاعر په خپله مقاله کې داقبال دنظر تعبیر اوتفسیر کوی ۪ اوترې جوتیږی چې دا په دې هکله دده خپل نظر هم دى چې  وایی: ((دوحدت الوجود په نظر دافرادو انفرادیت فنا کیږی نه بلکې لا جوت شی. زما په خیال دوجود نه مراد شته کیدل (بودن)  اوپه اردو کې ((هونا) دى.اوس دا بودن اوهونا ایکې یوه خبره ده په دې معنو کې دهر شی وجود دخداى وجود دى  دا نه گوندې چې  هر شى خداى دى ۪)) (۵)

۲ – عشق:
شاعر اوزموږ دزمانی صوفی په خپلو اشعارو، کلام اودتفکر دڅرگندونو په نورو اشعارو کې دعشق مفهوم هم ډیر ځله کارولى دى.دهغه په نزد عشق دنورو متصوفیونو په نزد عشق ته ورته دى. نوموړى لیکی: ((عشق یو هغه کلی کیفیت دى  چې ټولې ښیگڼې دهغه په  ژورو کې موجودې دی. دمجازی عشق هم دا حال دى چې قیص عامری په اخیر کې دا نعره ووهله انا لیلى  یعنې زه پخپله لیلى یم. په محبوب کې فنا کیدل دمحبوب دذات اوصفات نه درڼا اکتساب دى. دحسین ابن منصور انا لحق ویل هم دعشق نتیجه ده. غرض دا چې عشق هغه نعمت دى چې محبوب ته درسیدو ذریعه ده….)) (۶)

۳ – صفات او ذات:
شاعر ذات وجود بولی اودوجود صفت اوکثرت اواشیا اوموجودات هر څه چې دلمس وړ اوعینیت لری په واقعیت کې دهماغه ذات ظواهر دی. شاعر دغه ډول مراحل په ژوند اویون کې یاد کړی دی. په یوه شعر کې وایی:
ذات عین وجود اووجود عین صفت دى     بس دغه قدرت دى چې ظاهر ترینه کثرت دى
هغه راز نه دتکوین وبې خبره         اصل دممکن یی عدمات کړه مقرره
اصل دممکن که وی عدم نو عجیبه ده     بیا نو دخپل اصل دوصلت څه خطره ده  ؟ (۷)

۴ – عدم او نیستی:
صوفی شاعر عدم اونیستی دهغه هستۍ زیږنده بولی چې په خپله موجودیت لری. خو هغه دکثرت په شکل کې اوداجزاو په تیت پرک شکل کې نه بریښی. هغه موجودات حقیقت بولی چې له هغی نوره هستی زیږی اودنورې موجودې هستۍ شته والى دهماغه نیستۍ په حقیقت اوموجودیت دلالت کوی.
((پټ دا کاینات په هسې رنگ و په نقطه کې
څنگه چې دونې لوى وجود وی په دانه کې
جوړ یی چې قانون کړ بیا شو پټ په کې پخپله
بیا یی ارتقا ته حرکت ورکړ چې ځغله  (۸)

۵ – تضاد او تکامل:
هغه په تصوفی افکاروکې دمولانا په څیر اوان که مبالغه نه وی دهگل په څیر ارتقا اوتکامل دمتضادو عناصرو یادیوې پدیدې داضدادو موجودیت بولی. هغه په دې ډول دتیز انتی تیز اوسنتیز دمراحلو سربیره دنفی نفی قانون هم تشریح کوی. خو ددغه ډول تکاملی بهیر سرچینه په یوه نقطه کې بولی چې هغه بیا هم ذات مطلق اویا دصوفی په قول ددایرې مرکزی نقطه ده وایی:
((بس نو دوه ضدین چې  سره ووهی ډغره     ژوند شی په یو نوې دویم څیز کې را دبره
گوره اکیسجن اوهایدروجن په یو کیدو کې     نه ښکاری اوصاف دهغو دواړو په اوبو کې
جوړ شی دیوه تخم په دانه باندې جنگونه         سر شی په ډغره داضدادو طاقتونه
کار ولی دنفی چې ودان وجود فنا کا         هغه دمثبت ولی چې بهر ته یی نما کا)) (۹)

۶ – انسانی روح:
د شاعر په عقیده د انسان په انسانی روح کې د حقیقت شناخت تجلی کوی چې دا مفکوره د اسپینوزا (دطبعیتونو طبعیت) (nature natures) او یا د هگل د عالمی روح یا روح مطلق ته ورته ده. هغه د خپلې مثنوی په یوه بند کې وایی:
((دى دى چې قدرت د هر یو اړخ نه کامل که     ځکه خو عرفان دکایناتو یی حاصل که
ځکه چې ظهور دکاینات خو دى دده نه         جوړ همه منشور دکاینات خو دى دده نه
بس ددې نکتې نه کاینات شخص اکبر دى         روح یی دى هغه چې دهستۍ لره مصدر دى)) (۱۰)

۷ – انسان:
((څنگه چې دانه دتخم وی په حرکت کې     ځان ظاهروی دیوې ونې په صورت کې
دلته ختم شوى گویا قوس نزولی دى     اوس یی شروع شوى دویم قوس صعودی دى
تیر له جماداتو نباتاتو له حیوان شو     قوس نزولی یی مکمل شو چې انسان شو)) (۱۱)
اودشرق نامتو متصوف اوعارف مولانا هم وایی:
((از جمادى مردم ونامى شدم            ازنما مردم زحیوان سرزدم
مردم از حیوانى وادم شدم                  پس چه ترسم کى زمردن کم شدم
جمله مى دیگر بمیرم از بشر              تا برارم ازملایک بال وپر
باردیگر ازملک پران شوم                 انچه اندروهم ناید ان شوم))
♦♦♦
دلته که موږ وغواړو تصوفی جریان اودهغه درسالت په باب څه ووایو اودافلاطون دمثل یا ((مثل افلاطونی)) له نظریی تېر شو چې مثل یا صور هغه د((ذات فى نفسه)) مظهر بولی.نو باید ووایو چې  په منځنیو پیړیو کې ټول تصوفی  جریانونه دمسیحیت په پرده کې رابرسیره کیږی. ددغه دوران فلسفی طرز تفکر هم سکولاستیک نومیږی. منځنۍ  پیړۍ دملوک الطوایفی دوران دى هر امیر اوخان دیو شمیر رعیت لرونکى دى. ددغه دوران عرفان اوتصوف هم  په اگوستین اوهم په نیو پلاتونیزم یا فلوطین پوری اړه لری.دغه مکتب دپانتا ییزم عقاید دتثلیث له نظریی سره چې… مسیح دین اوروح القدس سره واحد بلل دکلیسا له تعالیمو سره مخالف وو.
دا نظریه زموږ له پاره له دې امله هم اهمیت لری چې په ختیزه نړۍ کې هم دموجودو شرایطو پر ضد سرغړاوى په وحدت ا لوجودباندې  په  اعتقاد سره پیل کیږی.
د څیړنو له مخې په دریمه هجری پیړۍ کې ددغه ډول یادو شویو افکارو منځ ته راتلل مشخص اقتصادی ټولنیز عوامل لری:لکه دینې خرافات، دمالیاتو زیاتوالى دعمومی امنیت نشتوالى لوږه، فقر، جنگ اوجگړى دیوه کوچنې حاکم اقلیت عیاشی اودپراخو پرگنو بدمرغی اونور عوامل ددې سبب و چې عرفان اوایدیالیست اصول په خپله په مایوسو اوناهیلو خلکو کې رواج پیدا کړی.هغه پرگنې چې تر  سخت فشار لاندې وى په اسلامی نړۍ کې له اسلام نه وروسته دارسطو اوافلاطون اثارپه  عربی ژبه ژباړل شوی وو دځینو کسانو په باور:((اسلامی عرفان اودهغومادی علت دهغو عقایدو سره مخالفت و چې غوښتل یی انسان اوماورالطبیعیت دپنډدیوال په وسیله جلا کړی. وحدت الوجود داسې عقیده وه چې دا یی څرگندوله چې ټول شیان له خپل صانع سره یو وجود دى. حلول اودصانع دحلول عقیده په اشخاصو کې وه اووحدت دانسان اوصانع دوحدت عقیده وه.)) (۱۲)
څرگنده ده چې جنید، شبلی، منصور حلاج او نورد دغه ډول عقاید و پیشوایان وو. منصورحلاج دانا الحق په ویلو په دارشو. دهغه هدف دخدایی دعوه نه وه بلکې دوخت دموجوده نظام پر ضد سرغړاوى و له هغه نورو وروستو کسانو چې دمقابلی متره یی نه درلوده غلی کښیناستل اوداستبداد له ویرې یی چوپه خوله غوره کړه. شیخ محى الدین عربی القشیری الاندلسی (۵۹۰ – ۶۲۸) داسلامی عرفان ددویمې دورې له مهمو کسانو څخه دى چې دلومړی ځل له پاره یی  دعرفان علم دفلسفی پوهې په څیر تدوین کړ. په شرق کې مولوی فریدالدین عطار اونورو ددغه لاری په خپرولو کې ستر رول ولوباوه اوله هغه وروسته نورو سترو متفکرانو اوشاعرانو لکه حافظ، سعدی او نورو.
په پښتونخو اکې هم دغه ډول عرفانی اوتصوفی جریان هم داسیایی ډوله استبدادپر ضد دعصیان اوسرغړاوی جنډه پورته کړی ده.ددې جریان مشهور مشر بایزید روښان و چې یوازې په ریاضت بوخت نه بلکې دسیمې دمغولی مستبدینو پر ضد اودمذهبی خرافاتو پر ضد اودناوړه ټولنیز استبداد اوستم پر ضد راپاڅید اوتر مرگه پورې یی وسله واله مبارزه وکړه اوپه فرهنگی برخه کې یی هم ستر ادبی ښوونځى پریښود.
دغه راز په معاصر دوران کې یوبل پیاوړى صوفی  اوعارف  چې دسیاسی ازادۍ دحصول په خاطر یی ان خانقاه وتړله اوټوپک ته یی لاس کړ فقیر ایپی مرحوم میرزا علی خان و چې په عین وخت اوزمان کې یی دانگریزانو پر ضد مبارزه وکړه اوله مبارزې وروسته  یې بیا دتصوف اوعرفان لاره ونیوله اودخداى په عبادت اوریاضت مشغول شو.
خو حمزه بابا چې په پښتو ادب اوفرهنگ کې خپل ځانگړى ځاى اومقام لری. دخپل وخت په هیڅ سیاسى غورځنگ کې نه دى شامل شوى
بل ټکې چې دیادونې وړ دى اوځینې خلک دشاعر په تصوف باندی نیوکه کوی دا مساله رامنځ ته کوی چې وایی دى تمام عیار صوفی نه دى. ځکه چې شاعر دقوم اوژبې یادونه کوی اوپه تصوف کې دژبې اوقوم له پاره ځاى نشته. دا خبره لږ څه دتامل وړ ده. دا ځکه چې په پښتنو کې ټول صوفیان اودپښتنو تصوف  دیو ډول عکس العمل بڼه درلوده. دغزل بابا هم په شعوری اولا شعوری توگه دپښتنو په یوه مرکز دراغونډولو غږ کوی. اویا دا چې جنت  ته هم له پښتو سره ځی. دشاعر تصوف هم دشیخ اکبر په څیر ناب اومجرد تصوف نه دى. بلکې دوخت اړتیاوی اوغوښتنې اوخپل چاپیر یال په نوموړی هم اغیز کوی اوځاى ځاى دپښتنوالې غږ راپورته کوی.
په دې ډول دهمدغه تحلیل له مخې اودړومبنیو تعریفونو له مخې کله چې موږ دصوفی  شاعر اودپښتو غزل بول  حمزه شینواری افکار اوارمان راسپړو اوبیا له هغه  زاویی دشاعر په پیغام خبرې کوو. ویلى شو چې زموږ شاعر هم دنورو متصوفو شاعرانو په لاره تللى دى. هغه په شلمه پیړئ کې دحافظ په څیر غزل دخپلو افکارو دبیان له پاره وسیله کړى دى. دوحدت الوجود تصوفی مکتب یی په خپلو غزلو اوشعرونو اومثنوی(ژوند اویون)  کې څرگند کړی دی .  دحافظ دافکارو په باب داخبره صدقکوی چې  لیکی:
((دهغه احتجاج هنری بڼه لری یعنې دتشبیه ، استعاراتو اوهنری صورو پر اساس خپل افکار بیانوی. لارې، دښتې اواسمانونه، لمر، ونې اوگیاوی خزانې اوکنډوالى، ساقیان اولولیان اودستورو ډک اسمان دشرابو جام، اسمانی غیبی اوازونه، پرښتې اوانسانان، خرابات اوجومات اوصوفی اومحتسب… دا دی هغه څه چې حافظ دهنر په وسیله خپله مفکوره بیانوی.)) (۱۳)
څیړونکى  په یوه بله برخه کې هم زیاتوی: ((حافظ وکړاى شول دعشق اووحدت الوجود دفلسفې له پاره ډیره نازکه اسمانی ژبه اوډیره له راز نه ډکه ژبه پیداکړی. دهغه دفلسفی اوهنر په منځ کې ډیره لوړه هماهنگه نقطه شته چې دهغه په نبوغ دلالت کوی.))(۱۴)
زموږ دزمانې صوفی  شاعر هم دخپل فرهنگ ټول ښکلی اوښایسته کلمات اواستعارات، تشبیهات  اوان غزل دپښتو اوپښتونولۍ سره په څنگ کې خپل عقیدت اوارمان ته وقف کړى دى.
زموږ شاعر هم په خپلو صوفیانه شعرونو کې  هر څه اوهر ځاى دخپل معشوق څرگندونه اومظهر بولی. هغه عقیده لری چې دغه معشوق هر چاته مخ نه ښایی. دشاعر په فکر هر څه ټول ((کثرت)) د((مینې))رنگ دى اود((الفت طرح))ده، مینه اوعشق ابدی بولی. دشاعر په نظر عشق دوصال پټه اوله رازه ډکه کیسه ده. هغه په وینا وو اوخبرو نه شو بیانولى. دعشق منزل ته رسیدل دلومړی مبدا په غوښتنه تسلیمیدل دی اوددې له پاره چې دعشق حریم ته داخل شو باید کړاو وگالو، موجوده پوهه ددې وس نه لری چې دعشق مشکل حل کړی ځکه چې مطلب له اسرارو ډک دى. شاعر وایی:
((ماته نن سبا رامخ کې شوى نوى راز دى         کوم اواز چې واورمه هغه زما اواز دى
هر څیز په عالم کې دکثرت یوه پرده ده         ژوند یوه نغمه ده کاینات ورلره ساز دى)) (۱۵)
او شاعر بل ځاى وایی:
((زه چې له کثرت نه حمزه راغلمه وحدت ته     دلته پاتې شوی نه زنار اونه تسپې دی
پاس دشش جهت نه مې پرواز مالومیده         لا هم دالفت را ته اغاز مالومیده
برنه نظر دى  نن چې راته ساز مالومیده         ماته هر انداز دیو انداز مالومیده
راز له پاره کوز چې شوم باطن ته وکوم ځیر         بیا یې نو ظاهر راته یو راز مالویده
پورته چې پرده شوه دنسبت زما او تا         پوه شوم زما ناز وو چې یونیاز مالومیده
زه په ننداره کې دتصویر دیوه اړخ ووم         هغه هم حقیقت وو چې مجاز مالومیده
دا خو ماته ستا دنزدیکت وه لنډه لاره         ستا چې ډیر له مانه احتراز مالومیده.)) (۱۶)
له پورتنیو شعرونو موږ داپته لگولى شو چې زموږ صوفی  شاعرهم خپل رنگین اوخوږ شعر دخپل اعتقاد څرگندولو اواظهارولو ته گومارلى دى. صوفی شاعر ته دنړۍ ټول موجودات، شیان څیزونه اوهر څه د((کثرت پرده)) وه چې هره یوه یی ځان پر یوه((فې نفسه ذات)) ټاپه لری اویا ددې حقیقت څرگندول دی چې هغه دمطلق خیر مثالونه دی.
د نوې ساه پوهنې له څیړنو جوتیږی چې په لرغونو زمانو کې صوفیانو د((دانسانی روان)) اوروحی ارامۍ زیاتې تجربې کړی دی. صوفی په فکری اوروانی تجربې سره له کثرت نه ځان وحدت ته رسولى اوان که په شپږم فلک کې و یا شپږم پړاو کې وی خو دهغه شعور په الفت باندې خبرتیا لری اوهغه ته ځان رسول غواړی. اویا داچې شاعر وایی:
پورته چې پرده شوه دنسبت زما اوتا      پوه شوم زما ناز و چې نیاز مالومیده
اوپه دې ډول زموږ دزمان غزلسرا صوفی شاعر پخپلو روانی تجربو کې دغه پردى شکولی اوخپلو مشخصو نتیجو ته رسیدلی دى. خو باید ووایو چې دهغه تجربې دخپل چاپیریال دحالاتو څخه پردى نه بلکې دهغه دایدیالونو دایدیالی تجسم په توگه را برسیره شوی دی.
اوس نو که صوفیانه کلام یوې خواته کړو حمزه بابا همدغه مفاهیم چې په تصوف اوعرفان کې مشخصه مانا لری په نورو عادی متونو کې هم کارولی دی. لکه دمخه په یو ځاى کې ورته اشاره شوی ده له دغه کارونې یو ډول فکری تناقض اودمفاهیمو دوه گونى استعمال لیدلى شو.

۸ – شاعر او د هغه شعری مفاهیم:
دمنځنیو پیړیو دترور اواختناق شرقی استبدادی شرایطو ((انکیزیسیون)) اومطلق العنانۍ دشرایطو شاعرانو هم د((ساقی))، ((میخانې))، ((پیمانه))، ((یارانه)) ((عشق))، ((پروانه)) اوشمع))، ((ترانه))، ۰۰((معشوق)) ((خط وخال)) ((زلفې)) اونورو داسې مفاهیمو دپردې لاندې دخپل چاپیریال واقعیتونه ترسیم کړی دی اوهم یی ترې کار اخیستى دى.
زموږ دزمانې شاعر هم له دغه الفاظو څخه دخپل قومیت دمفکورې داظهار له پاره کار اخیستى  اوهم یې دخپل تصوفی اوعرفانی هدف دڅرگندولو له پاره کار اخیستى دى.
متصوف شاعر په خپل کلام اوپه تیره غزل کې ددې وس درلود ه چې دعشق او وحدت الوجود د فلسفې له پاره ډیره نازکه ژبه پیدا کړی. نوموړی غزل ددوه هدفونو له پاره کارولى دى. عرفان اوپښتنواله اودهغه عرفان اوپښتنواله  زموږ په زمانه کې دشاعر په فکر دیوې داسې سکې دوه مخه دی چې په موازاتو سره یو بل بشپړوی.
د صوفیانه کلام څو نمونې:
ساقی خردمندان له میخانى نه پیدا کیږی
عرفان دهستۍ ستا له پیمانې نه پیدا کیږی
وحدت که په کثرت کې هم څرگند وی خو وحدت دى
دانه که شی بیا ونه د دانې نه پیدا کیږی
دا واړه مرتبې دلوی شعور دی چې یی وینې
حالات چې د روانې زمانې نه پیدا کیږی
ریبار کړه غیر پټ چې اشنایی د ما سواکړی
غیبت له ځانه هم دیارانې نه پیدا کیږی
روداد دبی داد چا دسوی زړه چې په سحر کې
یو غر یو چې شمعې ستا دپروانې نه پیدا کیږی
دا څرنگه پند دى دعالم په هر یو څیز کې
دا ژوند دچا دغږ دترانې نه پیدا کیږی
حمزه دا انگازه چې دروښانې شمعې اورې
غوغا ده دخاموشې پروانې نه پیدا کیږی (۱۷)

خبر نه ووم نارسابې عقله ستا په ابتدا کې
مینه نه ده مطمینه په مفهوم دابتدا کې
انفصال دخپل وجود نه په هیڅ ډول ممکن نه دى
دا هم زه گڼم چې ورک یم دپى مخیو په ښکلا کې
محبت څه وو اجزا دخپل وجود راغونډول وو
ستا دوصل ارمانونه جوړ تعمیر وه  په خلا کې
اویا داچې:
خالق په حقیقت کې دمکان اوزمان زه یم
نقطې راته برېښنا کوی لمحات راته مسکی دی
پیکر مې دجمود دمحبت په تاو کړو ویلې
فطرت مې چا کوی کوی حالات راته مسکی دی
لښکر مې دکثرت راته تسلیم شو چې زه زه شوم
توحید چې ځلا وکړه اضافات راته مسکې دی. (۱۸)

د حمزه لیدتوگه د نورو په نظر:
د حمزه دشعری پیغام په باب ځینې ډیر بدبینانه نظر لری وایی: دحمزه شعر اوهنر دچا خبره د ((هنر له پاره هنر دى.)) ځینې وایی هغه یوازې ښکلا ستایلې ده. ځینې وایی پښتو اوپښتنواله یی هم ستایلې ده. اوځینې بیا په ټولنیز لحاظ افراطی اپتمیستیک نظر لری وایی چې دهغه شعر فلسفه ده، ارمان دى، هدف دى، پښتنواله ده…په دې اړوند دځینو پوهانو نظریات رانقلوو.
دمثال په توگه یو نظر داسې دى چې:
((دحمزه پیغام زما په خیال یووالى اونږدیوالى دى. زیاتوی:
لښتی سر په سندرو ورو ورو رسی ولو ته
ولې چې یو له بله گډون وکاندی دریاب شی (۱۹).
اوبل لیکی: یو وخت ما له شاعر نه دده دپیغام په اړوند پوښتنه وکړه هغه را ته دا اشعار واورول چې لاندې درې بیتونه یی دلته را نقلوم:
((څو چې را غونډ په یو مرکز یی نه کړم              هرې تپۍ ته له جرگو سره ځم
حمزه سفر که دحجاز وی نو هم                             زه دپښتون له قافلو سره ځم
وایی اغیار چې ددوزخ ژبه ده                              زه به جنت له دپښتو سره ځم. (۲۰)

اوبل پوه په یوه لنډه یادونه کې لیکی:
((زموږ عصر)) دوحدت الوجود تر څنگ دوجود پوښتنه هم راولاړه کړې ده، چې دموضوع دڅټې یا تنې په توگه تبارز کو ی.)) (۲۱)
قلندر مومند لیکی: ((دتصوف له اثر نه پس چې کوم څیز دحمزه صیب په شاعرۍ کې جوت دى هغه کلک، پوخ اوساهو قومی شعور دى ولې هر کله چې دپښتنو قومی شعور لامخ په  ترقۍ دى  اوله ډیرې مودې قبیلوی ژوند نه پس دپیرنگی غوندې طاقتور دښمن دمقابلې له پاره پښتون په خپل تاریخ کې په اول ځل د قومی ژوند نه راوتى و اوبیا دپیرنگی دتلو نه پس ته عهد سره چې دوى تمناگانې  غوټه کړې وى دهغو دفى الحال دنه پوره کیدو په سبب پښتون  قام داسې صورت حال ته…. څیلمه شو چې دپښتنو شاعرانو اودانشورانو دغه وړاندې ذکر شوى تحریک نه هم ډیر ژور اوډیر همه گیر اثر وکړ.)) (۲۲)
او محمد اعظم اعظم هم زیاتوی:
((دحمزه ژوند اوفن یوه لویه برخه دتصوف په رنگ کې خو شته ښکاری اونه یوازې دتصوف علمی اوفلسفیانه غاړه را ښوولی ده. هغه ددې بهیر په عملی اوالهامی موجونو کې هم غوپې وهلی دی. .. حمزه په دغه ډگر باندې هم انفرادیت سالم ساتلى دى. هغه دفن په سمندر کې دخپل ذات اوخپلې انا  فطری شان قایم ساتلى دى….)) (۲۳)
په یوه بله برخه کې زیاتوی:
((تصوف دحمزه دتغزل اوروایتی ډول دشاعرۍ یو خصوصی رنگ دى….دغزل دروایتونو په صحیفه کې دحمزه پیغام یو ژوندى پیغام دى. هغه دزمانو جوړ شوى شعور له(ته) د خپل وخت لهجه اودخپل اولس اواز ورکړى دى…..))(۲۴)

دا وې دحمزه دشعر اوهنر اودهغه دهنری پیغام په باب دنورو محقیقینو دنظریاتو مهم ټکی. موږ په دغه نظریاتو مشخص څه ویل نه غواړو بلکې په کلی توگه دپورتنیو تحلیلونو اوڅیړنو څخه چې کومو نتیجو ته رسیږو دهغو یادونه کوو. په ډیره لنډه توگه.

د پاى خبرې:
اوس که خپلې خبرې سره راغونډې کړو دحمزه صیب له اثارو دا جوتیږی چې هغه په روانې لحاظ یو داسې شخصیت دى چې دعواملو اوشرایطو له مخې دهغه په شعور کې دښکلا اوجمال، دانسانیت اوهیومانیزم په لور یو قوی تمایل شته. هغه هیڅکله ددوگماتیزم اوتحجر سره پخلاکیدونکى نه دى. ځکه خو پر هغه دتصوف اوعرفان پیاوړى اغیز شته. له هر څه زیات هغه یو پښتون اودپښتنولى مجذوب دى. هغه هر څه په پښتنواله کې گوری. خو هغه  په دې لار کې خپله هیله اوارزو دشعرڅپو ته اچوی. هغه نوى نسل ته دپښتنوالی درس ورکوی اودپښتنو دیوه مرکز دجوړیدو لیوال دى.

ماخذونه:
۱٫ عبدالرحمان لوگى کاکا خیل – زه اوحمزه داجمل خټک مقاله .دپیښور چاپ  ۸۴مخ
۲٫ همدغه اثر ۸۶مخ
۳٫ طاهر کلاچوی، دمینې غیږ سریزه دحمزه په قلم، پیښور منظور عام پریس ۱۹۸۰ کال ۲۶-۲۷ مخونه
۴٫ همدغه اثر ۲۷ مخ
۵٫ همدغه اثر ۲۷ مخ
۶٫ همدغه اثر ۲۷ مخ
۷٫ حمزه شینوارى ژوند اویون، منظور عام پریس  ۱۹۷۷ – ۱۴ مخ
۸٫ همدغه اثر ۱۵ مخ ۸
۹٫ همدغه اثر ۱۵ مخ
۱۰٫ همدغه اثر ۱۵ مخ
۱۱٫ همدغه اثر ۱۵ مخ
۱۲٫ د ت. ارانی. عرفان واصول مادی ، نشرات ح، ت ایران ۶۴مخ
۱۳٫ احسان طبری، برخى بررسی ها وجنبش هاى اجتماعی درایران چاپ ح، ت، ایران ۳۶۱مخ
۱۴٫ همدغه اثر ۳۶۱ مخ
۱۵٫ حمزه شینوارى، بهیر، جدون پریس، ۱۹۸۳ کال ۲۶۳مخ
۱۶٫ زرین انځور دغزل په اننگو کې (دحمزه دغزلو منتخبات)  ۱۳۶۴ کال ۲۱مخ
۱۷٫ حمزه شینوارى، بهیر جدون پریس، پیښور ۱۹۸۳ کال ۱۳۷ مخ
۱۸٫ همدغه اثر ۱۴۳ مخ
۱۹٫ زه او حمزه
۲۰٫ همدغه اثر
۲۱٫ همدغه اثر
۲۲٫ دقلند مومند مقاله  یادداشتونه
۲۳٫ دمحمد اعظم اعظم مقاله
۲۴٫ همدغه مقاله

ستاسو نظر