ادبیات

فلسفه د جنون او د جانان: ته یوه کتنه

فلسفه د جنون او د جانان: ته یوه کتنه
د کتاب لیکوال: سید عابد جان
د کتاب اساسی  خبرې:
۱٫ لیونى اوفلسفه
۲٫ دلیونی فلسفه
۳٫ لیونى او د فلسفې تاریخ

دا اثر: په څه خبرې کوی؟
فلسفه د جنون او د جانان د ژورې پوهې د خاوند لیکوال سید عابد جان لیکنه ده چې په سلو مخونو کې د غنی خان د فلسفی تفکر او ایدیال په باب کښل شوې ده. په دې رساله کې په درې مهمو موضوعاتو بحث کیږی. دغه مسایل عبارت دې له: لیونى او فلسفه  د لیونی فلسفه او لیونى او د فلسفې تاریخ.
داسې جوتیږی چې لیکوال د هگل د دیالکتیکی میتود یعنې تیز، انتی تیز او سنتیز پر بنسټ خپل بحث ته دوام ورکړى دى.
په لومړی بحث کې لیکوال هڅه کوی چې د غنی خان د فلسفی تفکر بنیاد د پښتنې ټولنیزو – اقتصادی او کلتوری مناسباتو کې وپلټی او د هغو پر بنیاد یې توجیه کړی. نوموړی د هگل په دې خبره استناد کوی چې وایی:
((هیگل په گوته کړې ده چې هره فلسفه د خپل وخت او هغه اولس په کومه کې چې هغه مینځ ته راځی، د ریاستی اوحکومتی شکل، اخلاقیاتو او صلاحیتونو، عادتونو، خواهشاتو، مذهب، ټولنیز ژوند او داخلی او خارجی ژوند همعصر ه وی. دا وینا په خپل ځاى خو په دې کې هم شک نشته چې د فلسفې ځینې مسالې ابدی هم دی. دغه مسالې د زمان او مکان د قید نه ازادې دی. دبیلگې په توگه “دجهان دوحدت مساله عقلی اوحسی مساله اودازادۍ مساله” د هر فلسفیانه فکر هغه موضوعات دی چې په یوه خاصه مانا کې ورته موږ ابدی مسالی وایو)) (۱) ۲۷مخ. فلسفه د جنون او د جانان.
د غنی خان د فلسفی تفکر د پېژندنې له پاره او د بل هر فلسفی د فکری لید توگې د پیژندنې له پاره اړینه ده چې د نوموړی متفکر ټولنیز – فرهنگی چاپیریال او تاریخ څخه خبرتیا تر لاسه شی. متفکر یا فلسفی د همدغه مناسباتو په اډانه کې کلی نتایج تر لاسه کیدلاى شی.

په دویمه مساله کې چې د لیونی فلسفه نومیږی په پیل کې د گېلگامیش د اسطورې یوه برخه راوړی چې فکر کوم  په دې برخه کې به زیاتی اواضافې بحث وی. لیکوال غواړی د غنی خان د فلسفی لیدتوگې اساسی مسالی په توگه د مرگ او حیات مساله وڅیړی. د مرگ او حیات مساله په اساطیر الاولین کې اساسی هغه ده او د یونگ او میر چا الیاده د لیکنو او څېړنو  په استناد د ادیانو د رامنځ ته کېدو لومړنۍ تهداب دى. یا په بل عبارت دا مساله ددې سبب شوېده چې انسان یا بشریت د ځان د خوندی توب له پاره د ژغورنې فرهنگ ایجاد کړی او یا په دې ډول ځان ارضا کړی چې بیا حیات شته.
ددې اسطورې  په یوه برخه کې داسې راغلی دی:
((د مرگ ویرې را اخیستى او د اب حیات په لټون سرگردانه سر وهلى او بر وهلى گېلگامیش زرگونه کاله وړاندې د خاورو برخه جوړه شوې او تش نوم یی پاتې دى. د نن او گیلگامیش ترمینځ انسان یو اوږود سفر کړى دى په دې اوږده سفر کې بنی ادم په ډېر څه برى موندلى دى او خپل ډېر خواهشات یې سرته رسولی دی. له ډېرو ضرورتونو خلاص شو او د خپل عقل په جادو لگیا دى فطرت مسخر کوی، لکه د مارغانو په هوا الوزی او د سپوږمۍ سیلونه کوی. د سمندر په تل کې ملغلرې لټوی، په زرگونه میله لیرې ناست د یو بل غږ اوری او عکس وینی. د خپل عقل او فکر په زور د خټو گوډاگى انسان ځان د پیریانو او دیوانو نه لوى قدرت وگرځاوه، خو زرگونه کاله تېر شول او زرگونه به نور هم تېر شی او سره د خپل قدرت او طاقت انسان ونه شول کړاى چې مرگ له ماتې ورکړی. او راتلونکى انسان به ونه کړاى شی چې اب حیات تیار کړی او ابدې شی. د انسان عقل د مرگ د دیو په مقابل کې بېوسه او لاچاره دى او لاچاره به وی. دا ومې ژړل ځکه چې اوس به دیو راشی اوتا به وخوری.)) (۲)  ۳۴ مخ. فلسفه د جنون او د جانان
خو لیکوال  ددې تحلیل او شننې په پاى کې دې ته رسیږی او وایی چې د لیونی فلسفی ځواب دې ټولو پوښتنو ته د هغه په جمالیاتی تصوف چې غنی ته د جنون او جانان فلسفه وایی، موندل کیږی چې ورکې غنی موضوعی اومعروضی عینیت له یو بل سره تړی اوځان ابدی کوی.
په دې برخه کې لیکوال د فلسفې په درونی جوړښت یا درونی توانی شخصیت هم ټینگار کوی او د مسایلو ځواب په هغه کې گوری.
لیکوال دگېلگامیش اسطوره مطرح کوی چې دا د انسان لاسبری او د طبعیت په وړاندې د انسان برى څرگندوی همدا مساله  د پرومته او زیوس په  اسطوره کې هم په لږ توپیر سره بیانیږی. خو درونی اسایش او درونی سکون زیاتره د شرقی تصوف یا فسلفې پورې اړوند دى. چې لیکوال یې وروسته مطرح کوی. په دې ډول یو تناقض ته رسیږو  ستونزه پر ځاى پاتې کیږی. په دې مانا چې د ډېرو او بیلابیلو مسایلو طرح موږ نتیجې ته نه رسوی بلکې دا به ښه وائ چې یو وار د انسان او طبعیت  ستونزه بیا د انسان د مرگ  ستونزه او بیا د انسان درونی او د نننی وس او غوښتنې فارمولبندی شوی واى او بیا د غنی خان فلسفیانه اشعارو باندې تکیه شوی وائ.
خو په درېیم پړاو کې چې د سنتیز پړاو دى. لیکوال نتیجه گیری او د طرحې ترکیب ته رسیږی. نوموړى هڅه کوی چې دغه فلسفی تفکرات د لویدیځې فلسفې پر بنیاد حل او وڅیړی. خو په پاى کې د سهروردی او ابن عربی نظریاتو ته راځی. او د هغو په روښنایی او رڼا کې د غنی افکارو ته اشاره کوی. دا سمه ده خو باید ووایو چې ابن عربی د اسلامی تصوف د لویدیځې څانگې سرلارى او مخکښ دى. حال دا چې د تصوف او عرفان یوه لویه زمینه  د هند په  لویه وچه کې ده او له اسلام څخه د مخه افکارو او عقایدو  کې خپلې ریښې لری. لیکوال په پاى کې لیکی:
((غنی د انسانی فلسفیانه قدرونو هغه څه را اخیستی دی چې د هغه منطق قبول کړی او د هغه له فکره سره یې سمون خوړلى دى. دغه غنی د خپل فکر په رنگ کې لړلی او له ډېرو نویو اقدارو سره یې د انسان د فکر او فلسفې د تاریخ برخه جوړه کړې ده٠٠٠)) (۳)۹۵ مخ.  فلسفه د جنون او د جانان
♦♦♦
فلسفه دجنون اودجانان په زړه پورې رساله ده. په پښتو ژبه کې د دغه ډول لیکنو ډېر کمى محسوس دى. له بلې خوا لیکوال هم د شاعر او مفکر غنی خان د افکارو ډېرو اساسی او بنیادې مسالو ته پام راړولى دى. دغه رنگه د لویدیځې فلسفې په رڼا کې په زړه پورې مسایلو په بنیاد یې هڅه کړې چې د غنی افکار د پوهېدنې وړ وگرځوی. خو د څو ټکو یادول اړین بریښی:
۱٫ لیکوال هڅه کړې چې مسایل په ډېر کوټلی  ډول وړاندې کړی. دا ددې له پاره چې د غنی افکار د پوهیدنې وړ شی خو نور هم پیچلی شوی او د نه پوهېدنې وړ  شوی. هسې خو هم فلسفی شننه پېچلې وی خو د لویدیځو افکارو له  سیستمونو څخه یو هغه د بنسټ په توگه نه دى ټاکل شوى چې د هغه په اساس یې دغه فلسفی افکار څېړلی وائ. د مثال په توگه که موږ له یوې خوا د هگل یادونه کوو او بیا د کانت او بیا هایدگر ته ځو نو په واقعیت کې دا درې بېلابېل فکری سیستمونه دی او موږ نه شو کولى دا درې واړه سره گډ کړو. البته د لیکوال دا خبره سمه ده چې د فلسفې ځینې پرنسیپونه  عام او پر ځاى دی.
۲٫ په اثر کې سره له دې چې د گېلگامیش اسطوره ډېره اساسی او په زړه پورې ده خو دا د پرومته او زیوس سره نږدیوالی لری  د دغه افکارو لورى د تعقل او تجربې معرفت په لور کې دى. حال داچې غنی خان په خپل اشعارو کې په اشراقیت هم تکیه کوی له بلې خوا زموږ شاعر شرقی هغه دى. موږ په ختیز کې زیات داسې فکری سیستمونه لرو چې د هغو پر بستر د خپل فلسفی شاعر شننه وکړو. مطلب دا چې موږ تر زیاته حده د شرقی فلسفې افکارو او یا هندی – اسلامی تمدن څخه اغېزمن یو، ددې تمدن اصلی زړى معنویت او تصوفی او عرفانی لیدتوگه ده. که په لویدیځ کې د انسان ستونزه فلسفې مطرح کړې  نو په ختیز کې تصوف او عرفان مطرح کړې ده. باید ددې دوه فکری لیدتوگو یو څه توپیر وشی.
۳٫ فلسفه د جنون او د جانان په اثر کې لکه څنگه چې ادعا شوېده، د شاعر ټولنیز او فرهنگی چاپیریال او پېښې نه دی فورمول بندی شوی په دې لړ کې هندی فرهنگ چې د پښتون کرکتر هم په کې څېړل کېداى شی. ازادی غوښتنه، د ملا پر ضد د شاعر کرکه، عمر خیام، شانتی نکیتن او ټاگور او داسې نور زیات مسایلو ته لږه اشاره شویده. دا کېداى شی له دې امله وی چې په فلسفی شننه کې په جزییاتو بحث ناشونى دى. خو لږ څه توضیح اړینه وه. له بلې خوا د لیونی کلمه زیاته تکرار شوېده. دا کلمه  دوه تعبیرونه لرلاى شی؛ یو مثبت او بل یې منفی. سره له دې چې پخپله غنی خان څو څو ځایه په خپلو کلامونو کې د شعری نوم په توگه هم کارولې ده. دا یوه خبره ۔ خو مثبت جهت یې دادى چې په ټولنه کې زیاتره د خارق العاده استعداد خاوندان چې د  نبوغ او عبقریت خاوند وی د لیونی خطاب ورته کېداى شی او غنی خان هم داسې یو وتلی او غیر معمول شخصیت و چې په دې نوم ځانته خطاب کوی. خو په یوه فلسفی لیکنه کې ددې کلمې ډیر تکرار مناسب نه بریښی.

ستاسو نظر