ادبیات

اویدیپوس

تبصره:
د اویدیپوس برخلیک د پخوانی یونان په ادبیاتو کې ډېر خاص ځای لری . ګڼو پخوانیو لیکوالو دا تراژېدی په یوه یا بل ډول په خپلو اثارو کې یاده کړې ده او د غرب په معاصر ادب کې هم ورته ډېر ځله اشارې کېږی. ستر اروا پوه ”زیګموند فروید“ چې د جنسی غریزو پر بنسټ د انسانانو د ټولنیزو کړو وړو د تشریح او تفسیر هڅه پیل کړه نو د خپلې تیورۍ یوې خورا مهمې برخې ته یې د ”اویدیپوس“ د غوټې نوم ورکړ.
په فلسفی لیکنو کې اویدیپوس د انسان د ازادۍ او د مسئولیت د احساس خورا مهمه بېلګه ګڼل کېږی. همدا راز د حقوقو په ډګر کې د اویدیپوس د لور انتیګونې دا وینا چې یو لړ داسې نا لیکلی قانونونه شته چې د خدای له لوری انسان ته ورکړل شوی او هېڅ انسانی قانون تر هغو پورته نه شی ګڼل کېدای په نړیوالو حقوقو کې د بشری کرامت د درناوی بنسټیز اصل ګڼل کېږی.
د اویدیپوس د برخلیک دغه لنډیز د یونانی لیکوال ”سوفوکلېس“ د دریو تراژېدیو (اویدیپوس پاچا، اویدیپوس په کولون کې، انتیګونې) د فرانسوی ژباړې او په فرانسوی ژبه د یونانی اسطورو په اړه د ګڼو نورو لیکنو پر بنسټ برابر شوی دی.
ایرانیانو چې د یونان زاړه ادبیات په فارسی ژباړلی اکثره یې له فرانسوی سرچینو څخه ګټه اخیستې او د څېرو نومونه یې په فرانسوی بڼه راخیستی دی. د هند په نیمه قاره کې چې همدغه ادبیات یاد شوی نو د انګرېزی ژبې نه یې استفاده کړې او نومونه یې هم په انګلیسی بڼه اخیستی دی.
په پښتو ژبه د یونانی ادبیاتو د پېژندلو په لار کې دغه لومړنۍ هڅه ده. ما په خپله له فرانسوی سرچینو څخه مرسته غوښتې خو بیا مې د خلکو او ځایونو د نومونو له پاره اصل یونانی متن ته مخ اړولی او د پښتو د غږ پېژندنې د اصولو سره سم مې په پښتو لیکدود را اړولی دی.
__________________________________________

د یونان د کورینتوس شاهزاده ”اویدیپوس“ چې زلمکی شو نو یوه همزولی د پېغور په انداز کې د فرزندی زوی په نامه یاد کړ. اویدیپوس له مور او پلاره د خپلو زېږېدو په هکله معلومات وغوښتل خو د هغوی په ځوابونو یې د زړه تسل و نه شو کاهن ته ورغی چې له غیبو ځان خبر کړی. کاهن هم ورته د اصل او نسب خبره نا معلومه پرېښوده خو د کاهنانو په مرموزه ژبه یې ورته وویل چې خپل پلار به وژنی او د خپلې مور سره به واده کوی.
اویدیپوس، چې د مور او پلار مینه یې کلکه په زړه کې ناسته وه، نه غوښتل چې د کاهن خبره ریښتیا شی نو قصد یې وکړ چې ځان ورک کړی او د پلار له پاچاهۍ ډېر لېرې و تښتی.
د اوسنی مصر پرځای په هغه وخت کې د ”تېبېس “ باچاهی وه. اویدیپوس هلته ولاړ. یوه ورځ په لاره روان و چې د یو مغرور او سرزوره سړی سره مخ شو چې د څو تنو نوکرانو سره په ګاډۍ کې سپور و، خبره یې سره تاو کړه او چې کیسه کوتک ته ورسېده نو اویدیپوس خپل مخالف او له یوه تن پرته د هغه نوکران ووژل. دا سړی د تېبېس پاچا ”لایوس“ و خو اویدیپوس خبر نه شو چې د چا سره یې لاس لګولی و.
لایوس اولاد نه درلود نو خلکو واک د هغه د کونډې ”یوکاستې“ ورور ”کرېوون“ ته وسپاره.
په دغه زمانه کې پر تېبېس داسې یوه بلا لګېدلې وه چې سر او تنه یې د ښځې وو، له ملا ښکته زمری و او وزرونه یې د مرغه وو. دې بلا ته یونانیان ”سفینکس“ وایی او ختیځوال یې ”ابوالهول“ بولی. ابوالهول ته به چې هر څوک په مخه ورغی نو یوه پوښتنه به یې ترې کوله او چې چا به سم ځواب ورنه کړ نو هغه به یې خوړ. تر دې وخته داسې څوک نه و پیدا شوی چې د ابوالهول پوښتنو ته دی سم ځواب ووایی نو ځکه خو ټول اولس په وېره او ترهه کې ژوند کاوه. کرېوون د خپل واک په هماغه شرو کې اعلان و کړ چې هرڅوک چې ابوالهول ووژنی د لایوس کونډه یوکاستې به ورته په نکاح کړی او د پاچاهۍ واګی به وروسپاری.
ابوالهول چې اویدیپوس سره مخ شو نو پوښتنه یې ترې وکړه:
– هغه څه شی دی چې سهار په څلورو پښو ګرزی، ماسپښین په دوو شی او مازدیګر په دریو پښو ګرزی؟
اویدیپوس ځواب ورکړ چې دا انسان دی چې په ماشومتوب کې په څلوربولو خاپوړې کوی، په ځوانۍ کې په دوو پښو ګرزی او چې زوړ شی نو بیا د امسا مرستې ته اړ شی.
ابوالهول چې د خپلې پوښتنې سم ځواب واورېد ځای په ځای مړ شو. کرېوون د خپلې ژمنې سره سم یوکاستې اویدیپوس ته واده کړه او پاچاهی یې وروسپارله. اویدیپوس د کرېوون او یوکاستې په مرسته د هېواد کارونه په ډېره ښه توګه پرمخ بیول. تېبېس چې لا د لایوس په وخت کې ښه اباد ملک و د اویدیپوس تر مشرۍ لاندې نور هم پسې و غوړېد. د اویدیپوس کورنی ژوند هم ښه په خوشالۍ تېرېده او په څو کلو کې یوکاستې دوه زامن ”اېتیوکلېس“ او ”پولینیکی“ او دوه لوڼې ”اېسمېنه“ او ”انتیګونې“ و زېږول.
یو وخت په تېبېس باندې وبا راغله چې ډېر خلک یې تبا کړل او په کلو کلو اوږده شوه. د وبا سربېره په ملک باندې سخته وچکالی هم راغله چې همداسې پسې اوږدېده. د اولس خلک پاچا ته راغلل، د خپلو ستونزو چاره یې ترې وغوښته.
په هغه زمانه کې د ”دېلفی“په ښار کې د ښکلا، رڼا او هنر د خدای ”اپولو“ یو معبد و چې د ”پېتو“ په نامه یوې استازې یې په کې په مرموزو الفاظو کې د زیارت کوونکو پوښتنو ته ځوابونه ویل. کله به چې چا ته داسې ستونزه پیدا شوه چې له حل نه به یې عاجز و نو د دېلفی په زیارت کې به یې له پېتو څخه مرسته غوښتله. اویدیپوس هم سړی ورواستاوه پېتو د اویدیپوس استازی ته وویل چې په تېبېس کې د لایوس د قاتل پر اوسېدو خدایان قهرېدلی دی او تر څو چې هغه د خیرنو لاسونو خاوند له ملکه شړل شوی نه وی نو تر هغې به ملک نه له وبا څخه خلاص شی او نه به په کې وچکالی ختمه شی.
قاصد چې اویدیپوس ته د پېتو ځواب ورساوه نو هغه سمدلاسه د هېواد مخور سره راټول کړل او د لایوس د وژل کېدو په هکله یې و پوښتل. مشرانو ورته وویل چې لایوس د څو تنو نوکرانو سره په سفرو تلی و په لار کې په داړه مارو اووښتی وو او له یوه تن پرته نور ټول وژل شوی وو. د پاچا هغه نوکر چې ژوندی راغلی و کرېوون ته د داړه مارانو د ډلې نخښې نښانې و یلې وې او هغه هم پلټونکی هر لور ته استولی وو خو د قاتلانو پل یې نه و میندلی. اویدیپوس د لایوس وژونکی ته سخته ښېرا وکړه، د خدایانو قهر یې پر هغه او د هغه پر اولاد و ننګاوه او کلکه لوړه یې وکړه چې قاتلان به پیدا کوی او په سزا به یې رسوی.
د کرېوون په مشوره اویدیپوس د تېبېس تر ټولو ښه کاهن ړوند” تېرېسیاس“ راوغوښت. تېرېسیاس که د سر په سترګو څه نه شول لیدای نو د زړه په سترګو ډېر پټ رازونه ورته راڼه ښکارېدل. کله چې د پاچا دربار ته راغی او د هغه پوښتنې یې واورېدې نو له ځواب ویلو یې معذرت و غوښت خو د پاچا د ډېر اسرار په ځواب کې یې په ناروښانه ژبه داسې څه وویل چې پر پاچا د تورلګولو بوی ترې خوت. اویدیپوس تېرېسیاس په ډېره بده توګه له درباره وشاړه او پر کرېوون یې تور ولګاوه چې دا یې د هغه د لېرې کولو دپاره دسیسه جوړه کړې وه.
وروسته یې د خپلې مېرمنې یوکاستې سره خبره یاده کړه او د لایوس د کړو وړو په هکله یې و پوښتله. هغې چې ورته د خپل لومړی خاوند نخښې وویلې نو د اویدیپوس زړه ته د شک چینجی لار وکړه او نور نو د تېرېسیاس خبرې ورته دومره پوچې او بې اساسه نه برېښېدې لکه په لومړی سر کې یې چې انګېرلې وه. یوکاستې یې پر خپلو شکونو خبره کړه. یوکاستې د خپل خاوند د روح د ارامولو په خاطر ورته وویل چې کاهنان کله کله تېروزی هم او د خبرې د ثبوت د پاره یې ورته د لایوس کیسه وکړه چې کاهن ورته ویلی وو چې مرګ به یې د خپل زوی له لاسه وی نو کله چې د یوکاستې زوی پیدا شو پلار خپل یو اتباری خدمتګار ته ورکړ چې په غره کې یې ووژنی او اخر په خپله هم په وچه بېدیا کې د داړه مارانو له لاسه مړ شو.
اویدیپوس پوښتنه وکړه چې هغه نوکر چې ژوندی بېرته راغلی و اوس چېرې دې؟ یوکاستې ورته وویل:
– په هغو شپو کې چې تا ابوالهول وواژه او ښار ته راغلې نو هغه له ما څخه غوښتنه وکړه چې له ښاره لېرې یې کوم کلی ته د شپنۍ د پاره واستوم. اوس هم هملته پروت دی.
اویدیپوس سړی واستاوه چې هغه نوکر ورته راولی.
یوکاستې او اویدیپوس سره لا خواله کول چې له کورینتوس څخه یو استازی راورسېد او خبر یې راوړ چې د هغه هېواد خلکو د خپل پاچا ”پولیبوس “او د خپلې ملکې تر مړینې وروسته اویدیپوس په پاچاهۍ منلی.
اوس نو د اویدیپوس زړه بیخی په قرار شو او د کاهنانو پر تېروتنه یې پوره باور راغی. د یوکاستې او استازی په مخ کې یې هغه د کورېنتوس د کاهن کیسه تېره کړه چې ورته یې ویلی وو چې پلار به وژنی او مور سره به واده کوی او دی همدې خبرې له خپله ملکه وتلو ته اړ کړی و. استازی په حسرت سره ورته وویل:
– کاشکې چې ملک دې نه وای پرې ایښی! هسې خو هم ته د پولیبوس او ”مېروپې“ زوی نه وې!
بیا یې ورته کیسه وکړه چې څرنګه یې د ”کیتایرون“ په غرونو کې د تېبېس له یوه شپانه څخه یو نوی زېږېدلی هلک چې پښې پې په کلک مزی تړلې وې واخیست او پولیبوس ته یې ورکړ. په مزی د تړل کېدو له امله د ماشوم پښې پړسېدلې وې نو ځکه پرې د اویدیپوس نوم کښېښودل شو چې مانا یې ده ” پړسېدلې پښې“.په دې وخت کې د لایوس هغه نوکر هم راغی ، د کورینتوس د شپانه د خبرو پخلی یې وکړ او ښکاره یې کړه چې د تېبېس پاچا لایوس ورته یو نوی زېږېدلی ماشوم چې پښې یې کلکې تړلې وې ورکړ او ورته یې وویل چې د کېتایرون په غرونو کې یې چیرته وغورزوی چې مرغان یې و خوری خو د هغه پر ماشوم زړه سوی و او د بل ملک یوه شپانه ته یې ژوندی ورسپارلی و.
یوکاستې چې کیسه واورېده په منډه د ماڼۍ منځ ته ولاړه او لږه شېبه وروسته غوغا شوه چې ملکې ځان ځوړند کړی. اویدیپوس هم په خپلو دواړو سترګو چاړه و منډله ، ځان یې ړوند کړ او له کرېوون څخه یې و غوښتل چې له هېواده یې و شړی.
اویدیپوس ”کولون“ ته پنا یوړه . هلته به خپلې کشرې لور انتیګونې له لاسه نیولی و، کلی په کلی به ګرزېده، خلکو ته به د خپل له عبرته ډک ژوند کیسی کولې تر څو چې یې توبه و منل شوه او په معجزه یی شکل د ځمکې له مخه الونیا شو.
هلته د اویدیپوس زامنو په خپل منځ کې تړون وکړ چې دواړه به وار په وار یو یو کال پاچاهی کوی خو د لومړی کال په پای کې مشر وروو ”پولینیکې“ د تخت پرېښودلو ته زړه ښه نه کړ، کشر ورور بغاوت وکړ او په جنګ کې یې مشر وروو وواژه. د دې له پاره چې د تخت په سر جنګونه عام نه شی د تېبېس مخورو پرېکړه وکړه چې اېتیوکلېس باغی و بلی. کرېوون چې یو وار بیا پاچا شوې و پولینیکې په درناوی سره خاورو ته وسپاره او امر یې وکړ چې د اېتیوکلېس مړی دې همداسې بې کفنه پرېښودل شی چې مرغان یې وخوری او د هغې دنیا له ارامۍ څخه بې برخې شی. ویل شوی وو چې که څوک له دې پرېکړې څخه سرغړونه وکړی نو ژوندی به ښخېږی.
انتیګونې دا فیصله عادلانه و نه ګڼله او له ابدی ارامۍ څخه د خپل ورور محرومول ورته د الهی قانون خلاف کار ښکاره شو، او هغه یې په خپلو لاسو خاورو ته وسپاره. کله چې کرېوون ترې پوښتنه وکړه چې ولې یې د پاچا نا فرمانی کړې ده؟ نو هغې ورته وویل چې ځینې داسې لوړ قوانین شته چې هېڅ انسانی قانون ترې پورته نه شی ګڼل کېدای. بیا هم د ټولنیز امن د ساتلو په خاطر کرېوون انتیګونې په مرګ محکومه کړه خو کله چې د هغې د ښخولو د پار ځای جوړېده، خور یې ایسمېنې لا له هغه وړاندې په هغه ځای کې پټه شوې وه.

ستاسو نظر