ادبیات

ادبیات او اروايي سوله

هره جګړه دځینو خلکو لپاره حماسه ده، خو دنورو لپاره تراژیدي.

یونانیانو پر ټرای (تراوا) ښار باندې یرغل وکړ، چې ددغه ښار له شاه زوی (پاریس) سره تښتېدلې ملکه (هلن) بېرته راستنه کړي، نو دیونانیانو لپاره دحماسو ګڼې سوژې وزیږیدې، هومر خپل شهکارونه (ایلیاډ او اوډیسې) دهمدې جګړې د اتلانو په ستاینه کې ولیکل، دیونانیانو لپاره د آشیل (ارکیلېس) او اوډیسوس (اوډیسې) پهلوانیو دپیړیو پیړیو لپاره الهام ورکاوه، خو داپوښتنه هم کېده چې دغې جګړې دټرای دخلکو لپاره څه ډول پایله درلوده، هغه ښار چې ټول نارینه یې ووژل شول، ودانۍ یې داور خوراک شوې او یوازې دسلطنتي کورنۍ نازکې مېرمنې او داشرافو ښکلې لوڼې داسیرو مینځو په کتارکې زنځیر تړلې یونان ته یووړل شوې، چې د یوناني سرتیرو دهوس ټټرونه ساړه کړي. یوروپیدس په خپله تراژیدي (دټرای ښځې) کې ددوی کیسه رااخلي،په ادبیاتو کې دجګړې ماهیت دوه ډوله دی؛ لومړی ماهیت یې دګټونکیو له نظره دی او دوهم یې دبایلونکیو، لومړنۍ ډله دحماسې او ویاړنې په سترګه ورته ګوري، خو دوهمه ډله دتراژیدي او غمیزې په نظر.

دهمدې لپاره دجګړې دارواپوهنې ماهرین فکر کوي، چې په نړۍ کې هېڅ سپیڅلې او روا جګړه نشته، ځکه هره روا جګړه دهغې دقربانیانو لپاره ناروا او کرکجنه ده.

موږافغانان چې دټولو جګړو قربانیان یو او هېڅکله موجګړه (په ریښتینې توګه، له سیاسي پلوه)نه ده ګټلې، بلکې هرځل مو چې یو ښکېلاکګر وهلی بل راننوتلی دی، له دې اړخه په بایلونکیو کې یو.

موږ، چې ډیر په اسانه وژل کیږو او وژل کوو، یو لامل یې دادی، چې تاوتریخوالي مو په ارواکې ریښې کړې دي. انسانوژنه اروايي ناروغي ده، چې زموږ په هېواد کې ګڼ شمېر وګړي پرې اخته دي، هغوی چې انسانان وژني ددې ناروغۍ په سخت حالت کې دي، نږدې ده ووایم: په ناروغۍ کې لیونتوب ته نږدې شوي دي. هغوی چې داهرڅه ویني، خو بېتفاوته دي، هم پر دې ناروغۍ اخته دي، چې دایې یوڅه کمزوری حالت دی او هغوی چې دانسانوژنې په وړاندې مخالفت نه کوي هم،ددغې ناروغۍ اغیز منلی  دی.

دمیخاییل شولوخوف نامتو رومان (ارامه دُن) موږ ته ښيي، چې څنګه یوانسان په وژنه روږدی کیږي ؟ درومان اتل (ګریګوري) کله چې دلومړي ځل لپاره ـ دیوه سرتیري په توګه ـ خپل دوښمن په خپل لاس وژني،داپېښه یې پر اروا ژور اغیزکوي، هغه ګوري، چې یو انسان د هغه دتورې تر ټپونو لاندې ریږدي او ساه ورکوي، اتل فکر کوي، کیدای شي زه دده پرځای وم، ولې ؟ آیا دجګړې هدف ددې ارزښت لري، چې دهغه لپاره دا قرباني یا زه دومره درد او تراژیدي وزغمو ؟ ګریګوري ترډیر اغیز لاندې دی، خو جګړه دوام لري او دی باید نور خلک هم ووژني او بالاخره داسې کیږي چې هره ورځ څوکسان وژني، رومان ښيي، چې څنګه یې اتل له وژنو سره روږدی کیږي او نورنو دخپلو سیاسي باورونو لپاره انسانوژنه ورته لویه ستونزه نه پېښوي. داسې فکر کیږي، چې دیوه ټولنیز عمل تکرار ورو وروپه ټولنیز عادت بدلیږي او که مخه یې ونه نیول شي،  داسې معافیت ته رسیږي، چې نورنوپه یوه دود (رواج) بدلیدای شي. (۱)

زموږ په ټولنه کې انسانوژنه دمعافیت تر بریده رسیدلې ده او دا ویره شته چې له یوه ټولنیز عادت څخه په یوه دود واوړي.

یو لامل یې دادی، چې موږ عاطفه ورکه کړې ده. زموږ په هېواد کې عاطفه هېره شوې ده او که تاسو دزړه سوي او عاطفې، اخلاقو یا قانون په اړه خبرې وکړئ، نو خلک به درته ووايي: زه وروره دازاړه  شیان په اوسني  سیاست کې ځای نه لري .

په ادبیاتو اوهنرونوکې دحماسې په نو م تشې لاپې، له تورو او ټوپکو سره داتلولیو تړلتیااو دټوپک (ناموس) ګڼل رالوېیدونکي نسلونه له دغو وژونکیو توکیو سره عادت کوي، او ددوی په زړه کې له دغو کرکجنو وسلو سره مینه پیدا کیږي.

پرلپسې محرومیت موږ له ډیرو عقدو څخه ډک کړي یو. پرلپسې تاوتریخوالي مو په لاشعور کې دبدو څېرو، وژونکیو او ظالمانو په وړاندې ډیرې عقدې رامنځته کړې دي، هرکله چې له بل انسان سره مخامخ کیږو، بدبیني، کرکه، بېباوري او عقدې مو، له (هغه) سره برخورد ټاکي، داټول لاشعوري انفعالات او کرکې دعاطفې، مینې او یوپربل باور ځای نیسي. ځکه،خو موږ بې عاطفه شوي یو او کله چې دشپې پر ټلویزیون ګورو چې په لسګونو کسان وژل شوي دي، مړي یې راښيي، وینې ګورو، دغوښو ټوټې ګورو نو هیڅ ټکان نه خورو، ټلویزیون چالانه وي، خو موږبېغمه مړۍ وهو او دبیګاه ډوډۍ ته دوام ورکوو، په خپلو منځونو کې خبرې کوو، خاندو، لکه هېڅ چې  نه وي پېښ شوي.

کومه دي هغه ادبیات چې زموږ دا کړنه وغندي او دا راپه یاد کړي، چې موږ ناروغان یو، اروايي نارغان ؟! کومه ده هغه لیکنه، چې موږ په دې وپوهوي، چې په خپل ملت کې یوه لویه برخه سادیستان لرو ؟ هغوی چې انسانان وژني او یایې ځوروي هغوی سادیستان دي او موږ په خپل ملت کې دداسې سادیستانو ډلې لرو، تنظیمونه یې لرو او ان حکومت کې ترټولو زورور خلک هم همدوی دي، چې انسانان یې وژلي، ځورولي او که اوس یې هم دګټو په وړاندې ودریږي، نو وژني یې یایې ځوروي.

له دې څخه پایله اخلو، چې موږ دسولې ادبیات نه لرو، بلکې دسولې په هکله ادبیات لرو.

زموږ شعر دسولې لپاره شعار ورکوي، زموږ کیسه دجګړې په وړاندې چیغې وهي، مرده باد جنګ!!! زنده باد سوله!!! دادسولې  ادبیات نه دي. شعارونه دي. موږ په شعر کې دسولې مړ او تبجن ارمان انځوروو او له جګړې څخه ژاړو، خو هېڅکله د یو جګړه مار سادیست اروا ته نه شو ننوتلی، چې وګورو هغه ولې ناروغ دی ؟ ولې وحشي شوی دی ؟ موږ دیوه قرباني دسترګو وروستۍ ځلا نه ده انځور کړې، چې پړک یې دقاتل له لاسه چاړه وغورځوي، یایې دې ته اړکړي، چې چاړه په خپله ګېډه ومنډي، زموږ ادبیاتو دومره عاطفي زور نه دی درلودلای،چې قاتل ځانوژنې ته اړکړي، چې سادیست سیاستوال لیونی کړي او دانزوا په مغاره یې ورننباسي.

ځکه نو زه وایم، چې موږ دسولې ادبیات نه لرو. باید رامنځ ته یې کړو.

په امریکایي ادبیاتو  کې یو نامتو رومان شته چې (دتوم اکا جونګړه) Uncle Tom’s Cabin    نو میږي او په کال  ۱۸۵۲کې خپور شوی دی، لیکواله یې  (هریت بېچر ستو) نومېده، (۲)  چې دامریکایي ادبیاتو یوه خورا نوموتې څېره یې ګڼلای شو، دغه لیکواله دخپل دې رومان لپاره دډیرو خلکو له مینې همداراز دګڼو خلکو له کرکې سره مخامخ شوه، ځکه یو شمېر خلکو فکر کاوه چې په امریکا کې دکورنۍ جګړې دپېلیدو یو لامل دهغې همدغه ناول و، چې د مرییتوب پر وړاندې یې خلک ودرول او خبره جګړې ته ووته، ان تردې چې دجګړې په تاوده بهیر کې ولسمشر ابراهام لېنکلن  دغه لیکواله ومنله او په لومړنۍ کتنه کې یې ورته وویل: ((ښه نو، ته هماغه کوچنۍ مېرمن یې،چې یوه لویه (کورنۍ) جګړه دې پیل کړه ؟!))

که  یو ادبي اثر یوه لویه جګړه پیلولای شي،ایا په سلګونو ادبي اثار سوله نه شي راوستلای ؟

که اثار ریښتیني ادبي اثار وي او اغیز یې هماغومره وي، لکه دپورتنۍ بېلګې چې و، خامخا به ویده عواطف راویښ کړای شي او ناروغ سادیست روانونه به د سالمو سوله خوښیو روانونو په وړاندې په شا وتنبوي.

سادیسم  یوه رواني  ساري او ارثي ټولنیزه ناروغي ده، چې که عواطف یې پروړاندې راویښ نه کړای شي، په چټکۍ سره خوریږي، همدا اوس زموږ په هېوادکې د سیاسي ګټو او ایډیولوژیکو لاملونو لپاره یوه لویه برخه خلک پر دې ناروغۍ اخته دي، یو شمېريې انسانان په خپلو لاسونو وژني یایې ځوروي او نوره برخه یې داهرڅه ویني، خوچوپ دي. ادبیات او هنرونه همدلته باید خپله دنده ترسره کړي او دسادیستو، بېرحمه ناروغو وژونکیو اروا ته ننوځي او خلک په دې خبر کړي، چې وژونکي نه یوازې دا چې  دخپلو کړنو لپاره مشروعیت نه لري، بلکې ناروغه ارواوې لري او دوی غیرنارمل او ګواښمن شخصیتونه ګڼل کیدای شي، په دې توګه به وګورو، چې  وژونکي ځانته متوجې شي او دخلکو له کرکې سره به ځان مخامخ وویني، سوله له همدې ځایه پیلیږي، کله چې ناروغه ارواوې په دې وپوهیږي،چې ناروغه دي، هره سوله باید د انسانانو په روان کې وکرله شي، ترهغو چې په ارواوو کې سوله رانه شي، په سیاستونو کې نه شي راتللای او په ارواوو کې سوله ادبیات ـ  هنرونه، اخلاق، عاطفه، قوانین او عقاید راوستلای شي. موږ باید په ټولنه کې وروستي څلور ازښتونه بیرته راژوندي کړو (اخلاق، عواطف، قوانین او عقاید) څلور سره ارزښتونه چې نیک له بدو بیلوي او انساني خصلتونه ټاکي،دلته مړه شوي دي، کمزوري شوي دي، هرکله چې ادبیاتو او هنرونو دغه انساني ارزښتونه راژوندي کړل، بیا نو ویلای شو، چې موږ هم دسولې ادبیات لرو.

سرچینې:

۱-  میخاییل  شولوخوف، دن آرام، ترجمه م. به آذین،انتشارات فردوس،تهران

 ۱۳۴۶هـ ش

۲- هریت الیزابېت بېچر ستو، کلبه عمو تم،ترجمه  ابراهیم رمضاني، تهران،۱۳۱۵ هـ ش

ستاسو نظر