نړیوال نظمونه

نڅاګره مینځه

شاعر: مرحوم حبیب جالب
ترجمه: جلال الرحمن شرر

ناڅه ناڅه ، جنۍ ناڅه
اې د غرو غرڅنۍ ناڅه
که په پښو دې هتکړۍ وی – او لاسو کې دی رسۍ وی
په هر حال کې به نڅیږې – په محفل کی به ګډیږې
دا دستور د غلامۍ دی – دا قانون د بندګۍ دی
خبردار! ځان کړه اګاه – ستا هیڅ هم نه ده ګناه
نن غوښتنه د قاتل ده – په وهلـــو رقصوی دی
چی مستی یې یو په دوه سی – پر وژلوبه ګډوی دی
ښه نڅا د مړو دلته – نندارې ته وړاندی کیږی
د وحشت او ظلم ونه – په دې چاره خړوبیږی
ناڅه ناڅه ، جنۍ ناڅه
ای د غرو غرڅنۍ ناڅه
ګوره ونه کړې فریاد – او نه سر و چاته کوز کړې
پښو ته واچوه پازیب دې – سم وژل به په رموز کړې
چی سبا څه رواجیږی – سر له ننه هغه کار کړه
دا یاغی طبیعت پرېږده – هله زلفی دې تار تار کړه
چې خپل ځان باندې ازاد کړی – داسی سمه ورخصېږه
استعمار کړه ټول وګړی – ښه په مینه و نڅېږه
په نڅا کی دې ځان مړ که – دا سبب د نیکمرغۍ دی
او په مینه کی چی مړ سې – مرګ یې پیل د ازادۍ دی
ناڅه ناڅه ، جنۍ ناڅه
ای د غرو غرڅنۍ ناڅه

ستاسو نظر