نړیوال نظمونه

غزل – احمد فراز

شاعر: احمد فراز
ژباړن: میراحمد یاد

اوس چې بیخی نشته دی د بیا راتلو امکان جانه
نو د وعدو یادول ، ګټه که تاوان جانه ؟

بس د موسم ادا مې ولیده رایاد شولو چې
څومره په زغرده بدلیدلای شی انسان جانه

ژوند ستا ډالۍ وه نو ما ستا د نامې نذر کړله
که هر څه وو؛ خو ما پوره که، ستا احسان جانه

زړګی مې وایی چې کیدای شی ته به هم خفه وې
خو د زړه څوک منی زړګی خو وی نادان جانه

د محبت هغه لومړۍ نشې رایادې خو کړه
بې له نشې به هم ستا مخ و ګلستان جانه

ډیره موده وشوه دا حال دی نه امید نه تمه
زړه همدا یو اواز کوی، وایی چې جان ! جانه

اوس خو محفل کې همیش داسې وی یاران جانه
سر په زنګون ایښی یا ښکته په ګریوان جانه

هر څوک له خپله غږه وویریږی ټوپ ووهی
هر څوک د خپل سیوری له وېرې په لړزان جانه

هر څوک چې ګورې نو زنځیر به یې پښو کې وی پروت
لکه ټول ښار چې وی دننه د زندان جانه

زه هم ساده ومه، ما هم داسې ګڼلې وه چې
دی د دنیا له غمه بیل غم د جانان جانه

ما به خفه څپې پخلا کړې نو حالت دغه و
ما لا لیدلی نه و غم ستا د هجران جانه

چې پوهیدم نو هر څه خاورې وو ذره ذره وو
لکه هوا کې کاغذونه پریشان جانه

اوس به ممکن کله غزل کې ستا نامه هم راشی
اوس بدل شوی دی د غم هر یو عنوان جانه

ستاسو نظر