نړیوال نظمونه

زه د توپان بړبوکۍ شوم

شاعر: جی وی پوار

ژباړه: خان ولی خان بشرمل

څرنګه چې د ساحل شګه اوبه وزبېښی
هم دا رنګه زما ژور درد
تر څو به د شګو په څېر وی
تر څو به ژاړی په دا چې د ژوندی اوسېدلو ارمان یې دې ته نه پرېږدی
په رښتیا خو هغه باید د سیند د راښکونکې چپې په څېر وی
د شا او خوا  پولو ته د چوکاټ په ورکولو ډېر څه تر لاسه کېدای شی
د سیند هم یوه څنډه وی، خو زما د غمونو هېڅ حد نشته
هغه چې له شګو تېل راوباسی
زما له غمه ولې خبر ندی
هوا چې هره ورځ چلیږی
هغه بله ورځ زما تر غوږ تېره شوه
مېرمنې یې بربنډې کړې
په کلی کې تظاهرات دی
خلک یې تر خاورو لاندې کړل
دغې هوا ما ته یو منتر را وښود
یو بل مهد (د غلامونو د یوې ناستې نوم دی) رامنځته کړئ
اوس زما لاسونه پر دېوال د لګېدلیو ټوپکو پر لوری وو
زه سیند یم، زه روانېږم، زه پر غرغره کېږدو یم
زه چې روان شم نو مقبرې رامنځته کېږی
بادونه، توپانونه، اسمانونه، زمکې
اوس دا ټول زما دی
په دا کشمکش کې ټیټ جګ
خو زه مدام کلک ولاړ یم

ستاسو نظر