نړیوال نظمونه

د ملا او شیطان مکالمه/ د اشرف مفتون یو شعر

شاعر: اشرف مفتون

 

ملا

دا تپوس له تا کومه اې شیطانه جنت څه وي؟

د غیورو خودارانو هلته قدر و قېمت څه وي؟

شیطان

هلته تل ابدي ژوند وي هلته تل خندا خندي وي

هلته بل رنګ شرابونه هلته بل رنګه مستي وي

هلته ګېر چاپېر چې ګورې یو پر کیفه کیفیت دی

ژوند خو هغه ځای کې ژوند دی دلته ژوند خو مصیبت دی

همېشه د شهد و پیو ولې ولې هلته کې بهیږي

مست او یخ ښکلي بادونه هلته شاه مدام چلیږي

هلته خوا اوشا په خرامونو د مرغو ښاییسته چغار

د لښتي سپینو اوبو کې د مزې مزې شرار

د مېوو نه ډکې ونې ښکته ځمکې ته نسکورې

سره پیازي او ژېړ ګلونه د شنو ونو ښکلي سيوري

د طوبی ونې لاندې په چمن کې ناست خاموشه

نوراني ښایسته جلوو کې فکر او خیال دواړه مدهوشه

هلته زړه له درده خلاص وي غم ژړا واویلا نه وي

جوش جوبن تګ د ځوانی ګرځیده په امسا نه وي

هلته هجر د اشنا کې د دې اوښکو باران اوري

د جانان له جور ستمه د چا څیرې ګرېوان نشته

هلته حورو او غلمانو سره ښکلې مشغولا وي

شرنګا شرنګ پیزیب په پښو کې ښه د جوش خروش ګډا وي

هلته ملاسته په کمخوایو د زر بفتو پوشاکونو

ډوب و مییو په نشه کې قسما قسم خوراکونه

هلته دا تورې ورېځې دا ږلۍ او باران نه وي

دا کږې وږې شېبې هم زول او تندر طوفان نه وي

هلته قحط لوږه او تنده نه خواري نه ناداري شته

نه خطر د زلزلې شته نه د سل دق بېماري شته

هلته پوه ما خټی بوختی چلی واوری جړی نه وی

دهاړ جیټ دا تورې خاورې سره غرمه اوسیلی نه وي

هلته ژوند زما په خیال کې یو رنګینه فسانه ده

له زمان د مضراب خلاصه زړه راښکونکې ترانه ده

ملا

بیا تا څه رنګ هغه پاک ژوند، دې ناپاک ژوند نه قربان کړو؟

د حکیم نوم د خوښ نه کړو غوره نوم دې د شیطان کړو

موږ خو صرف خپل قیاس کې د جنت تصویر تیار کړو

د دنیا دا سه روزه ژوند د بهشت په خیال نثار کړو

تا خو هر څه په خپل ژوند کې خپلو سترګو دې لیدلي

د فنکار ښایسته فنون د ګل حواسو دې کتلي

ستا خو ښه عقل پخته فرښتې دې شاګردانې

د ناری درس او تدریس ته ګل نوری جوسی حیرانه

زموږ عقل خو کچه دی زر تر زره مو خطا کړي

زر ګناه رانه سر زد کړي سزاوار مو د سزا کړي

ته خو ښه هوښیار عاقل وې د هر نیک او بد اګاه وې

د خپل ښو خوبو په وجه با عزته په بارګاه وې

شیطان

دا خو درست چې فردوس کې زما لویه مرتبه وه

مرتبې سره تړلې د خودۍ یو دبدبه وه

زه د خپل خودۍ په وجه خدای له خلده رابهر کړم

د خاکي نوري نظر کې دې د بترو نه بتر کړم

که خودي د ژوند د پاره یو لازم ملزوم صفت وي

بیا پکار ده خدای سره هم چه د دې قدر و قیمت وي

د عزت ننګ او ناموسه ما هر شی فوراً نثار کړو

د جنت شان او شوکت مې له دې خپلې خودۍ ځار کړو

د ادم اولاد د پاره دا عظیم زما مثال دی

زه تاجدار د خودارانو شیطان نوم خو خواب و خیال دی

ملا

ته د کردګار له حکمه په جنت کې انکاري شوې

د ادم اولاد له پاره په دنیا کې بدکاري شوې

تا زموږ د بابا هېڅ څه په جنت کې خیال اونه کړو

چې د خدای د کار منکر شوې دا څه تا کمال اونه کړو

شیطان

زه چې څه رنګ له فرمانه هغه ځای کې انکاري شوم

ستا خطا شوم ستا ګناه شوم ستا بدي او بد کاري شوم

داسې رنګ خو ستا ادم هم له فرمانه د خدای ویزار شوم

د غنم دانې له پاره له جنت نه دست بردار شوم

اد نفس حریص د وجې د حاکم زر حکم هېر کړو

ما د ښې خودۍ خاطره هغه جاه و جلال زېر کړو

که زما مقصد دنیا کې شیطاني او شرارت وي

بیا په په کار ده چې په بدو زما ښه محکم قدرت وي

دا په سر پاس له اسمانه ستا لوی تندر ګوزار څوک کړي

شل په لاس پښو دې څوک کړي له کتو دې اوزګار څوک کړي

دا زلزلې ږلۍ اوچلی زول او قحط د چا کار دی

ته اوس خپله سوچ پرې اوکړه که دا جبر او اختیار دی

ملا

دا خو ستا مکر و فریب وو چه ادم خوار دې دوکه کړو

په دغا ریا لالچ دې د قادر مخکې پیکه کړو

پټ په پټه ورته لاړې د شجر هوس دې ورکړو

د خپل بد نیت په منشاء دې له جنته را بهر کړو

شیطان

زه خو هغه وخت نه پسته د جنت پر لوري بند شوم

چه د کښته سرنیوو نه د اوچت سر ارزومند شو

بیا زه څه رنګ د ناظر نه پټ جنت ته یم ختلی

د قادر د خیال خلاف مې ستا ادم دی تېر ایستلی

صد افسوس دی چه زه هسې په خیال کې بد مدام یم

بد چه نفس درسره اوکړي په هغو بدو بدنام یم

که لږ غور او فکر اوکړې زه هم ستا هسې رنګ بنګ یم

ته زما سره په جنګ یې زه تقدیر سره په جنګ یم

زه نارې د اور نه ساز یم زما کار شعله بازي ده

ته خاکي د خاورو ساز یې ستا فطرت کې خاکساري ده

زما ژوند ډک د عمل دی لوی قدرت مې تمنا ده

ستا خو سحر نه تر ماښامه یا درود دی یا دعا ده

زما ټول عمر دنیا کې جدوجهد جستجو ده

ستا مقصد د وهم و خیال دی بې ثمره دې آرزو ده

زما لوی کار دې جهان کې حقیقت پسې تلاش دی

کوم یو راز چه تا نه پټ دی هغه راز هم ما ته فاش دی

ستا مغزو کې خیر ارام دی خطر هر فعل شر دی

زما زړه کې دا شر خیر دی هر یو کار مې دې خطر دی

ستا ماحول په تا حاوي دی ته په خپل ماحول شیدا یې

زه دښمن د حسد ماحول یم ته دښمن د ارتقا یې

ستا اخلاق خود غرضي ده خود بېني تنګ نظري ده

زما ښه نیت ښه اخلاق دي یو ښه ژوند ته تیاري ده

ستا تعلیم د نفس پرستو د کمزورو د بې کارو

زما علم د هوښیارو بهادرو جان نثارو

دا منم چې ستا نظر کې زه مجرم او ګنګهار یم

د قهار صفت د هېر کړو چې بار بار وایې غفار یم