ادبیات

انسان: نه فرښته، نه شیطان

حکایت دی، چې یو دروېش چې لامبو یې زده نه وه، دجلې ته ولوېد. یو چا اواز ورباندې وکړ: څوک راوبولم، چې را ودې باسی؟ دروېش ځواب ورکړ: نه. هغه کس وویل: غواړې غرق شې؟ د دروېش ځواب بیا هم ( نه) و. هغه بله پوښتنه وکړه: نو څه غواړې؟ دروېش وویل: زه غوښتنه نه لرم؛ زه بس هغه څه غواړم، چې خدای یې غواړی.
دغه حکایت د هجویری غزنوی ( داتا ګنج بخش) په کشف المحجوب کې، چې د تصوف ډېر معتبر کتاب ګڼل کېږی، راغلی دی. د حکایت منظور دا دی، چې صوفی او عارف په خدای دومره تکیه کړې وی، چې خپلې ارادې او فیصلې ته ضرورت نه وینی.
د ځان د ځپلو او هېڅ ګڼلو په سلسله کې صوفیانو له نفس سره مجاهده ډېره ضروری بلله. د صوفی بزرګانو په نظر د انسان په وجود کې یو داسې شی شته، چې د قهر، کبر او ریا په څېر غیراخلاقی خویونو سرچینه ده او بنیادم حسی لذتونو ته لمسوی. دغه شی نفس نومېږی. په صوفیانه ادب کې نفس له یوې خوا د حسی لذتونو او شهوتونو منبع ده او له بلې خوا د کبر و حسد و بخل په څېر  د اخلاقی عیبونو ځاله ده. موږ په خپلو خبرو کې نفس په همدې منفی معنا استعمالوو. مثلا وایو، د پلانی ډېر لوی نفس دی، یعنې ډېر حریص یا ډېر کلانکار دی. دغه راز ، کله چې وایو، د پلانی نفس په چا نه کښېنی؛ مطلب مو دا وی چې ډېر کلانکار دی. صوفی شاعرانو نفس د شیطان غوندې بده بلا بللی دی. رحمان بابا فرمایی: واړه چارې دی د نفس و شیطان. خو له نفس سره د صوفیانو عملی مبارزه ډېر ځله له ځان سره او له خپل ژوند سره مبارزې او مقابلې ته ورته شوې ده، چې دوې خبرې ورنه ښکاری: یو دا چې، د نفس په باره کې واضح تعریف ورسره نه وو او د نفس  او خپل وجود تر منځ د توپیر پولې ورڅخه  ورکې غوندې وې؛ بل دا چې، د نفس د ځبلو طریقې یې جسمی ، روحی او نفسانی مشکلات  پیدا کول.
د تاریخ مرصع په قول د پښتنو لوی بزرګ شېخ رحمکار خټک به: ( په اوړی مالګه له اوبو سره کړه، په ګرمو اوبو یې ونفس ته ګوشمالی ورکوله.) او د ژمی په شپو کې به شېخ رحمکار له کوره ووت،  سړو اوبو ته  به یې ځان واچاوه. تاریخ مرصع لیکی: ( یخ به د اوبو د ده په مبارکه غاړه کې پرېوت.)
د تاریخ مرصع مولف افضل خان د شېخ رحمکار د سیمې سړی و. شېخ رحمکار د مولف د نیکه ، خوشحال خټک، په زمانه کې اوسېده او د همدې زمانی او مکانی نږېوالی په وجه اټکل کولای شو، چې د شېخ په باره کې د افضل خان رپورټ تر ډېره حده د تاریخی معلوماتو حیثیت لری.  مطلب دا چې، که د کشف المحجوب حکایت خیالی هم وګڼو، ډېر نور داسې معلومات شته، چې له نفس سره د صوفیانو په حیرانوونکې مقابلې شاهدی وایی.
شېخ رحمکار خورا جانانه انسان و. له دې سره یې ډېره دلچسپی وه، چې له څښتنانو څخه غلامان په بیه رانیسی، ازاد یې کړی. ډېر نرم خویه او مهربان بنیادم و. په تاریخ مرصع کې لولو: ( … چې که ماشی به یې په اندام لک شه ، لاس به یې ورو په نرمۍ وروړ، چې دی [ ماشی] به پاڅېده، هاله به یې هغه ځای ومیښ.)
شېخ رحمکار، چې خورا سخی و، یو ځل یې خپل کتابونه نورو ته وبخښل او خپل جومات یې ړنګ کړ؛ د جومات خښتې او لرګی یې  په فقیرانو ووېشل. د پیرسباک زوی، شېخ شهاب الدین، احوال ورواستاوه، چې که کتابونه دې بخښل، خپل دې وو، مګر جومات خو څوک نه بخښی ، هغه خو د چا خپل مال نه وی. شیخ رحمکار ځواب ورکړ: ( ما بې له دې څو کتابونو او بې له دې مسجد بل هسې څیز، چې په هغې مې دلبستګی وی، نه لرله. او په هر څیز، چې په هغې مې دلبستګی وی، هغه مې د خپلې لارې دښمن شماره . په دا سبب مې کتابونه قسمت کړه او مسجد، چې دې ما زړه پورې تړلی  او نمونځ مې پکې ګزاراوه، وې مې چې نه بویه چې دا مسجد چې پرې دلبستګی لرم، نمونځ مې په ده کې بت پرستی شی. ځکه مې دا کار په عمل راوړ، معذور مې شماره.)
له حسی لذتونو ځان لرې ساتل، دنیا په لته وهل او له هر هغه څه ډډه کول، چې د ځان د مهم ګڼلو یا مهم ښودلو سبب شی ، په صوفیانه اخلاقیاتو کې زیات لیدل کېږی.
روښانی شاعرانو نفس نوسک ( نفسک) ، لېوه، ښامار، سپی، توره یږه او دیوث بللی دی. ارزانی خوېشکی وایی:
که دې نوس دیوث هوس کا
وایه کوَرې مه غپېږه

دا هم د ارزانی وینا ده:
دا نفسک دی توره یږه
دی بندی لره په لوږه

علی محمد مخلص وایی:
د روښان پر لار یې بیایه له شیطانه ګرګ یې پیایه
د نوسک له چاه یې ژغوره بد تاریکه د نوس چاه

د یو بل روښانی شاعر دولت لواڼی دا بیتونه هم ولولئ:
د قدیم تښتن له دره یی مخ واوښت
دل بستی په مال  فرزند که په اورته


نور عالم په کار وبار د دنیا نښلی
د مولا طالبان خلاص له کاروباره

که سړی نه یې حیوان یې
ګرځه زېرمه د اکل کړه
که خدای پېژنې سړی یې
کسب پرېږده توکل کړه

د لوږې، تندې او بې خوبۍ په شمول ځان ته د ډول ډول جزاګانو اکثره صوفیان سخت بې سېکه کړی وو. دوی چې د لوی عزم خاوندان وو، که یې خوب و خوراک سم وای، ممکن دېر خیر به یې رسولی وای. دنیا ته د اهمیت نه ورکولو مفکورې د وګړیو لټی او تنبلی ته اخلاقی جامه ورواغوسته او د ټولنې په وروسته پاتې والی کې یې برخه واخیسته. معزالله مومند وایی:
که پکار دې وی نکاح د حورو هورې
و دنیا ته دلې واچوه طلاق
بیهوده په شپه په ورځ د روزی غم کړې
رسوی به درته رزق خپله رزاق

عبدالقادر خټک وایی:
د دنیا په ودانۍ عبث کوښښ کړې
عمارت په سرای کې نه کار غریبان

دا هم د عبدالقادر استدلال دی:
چې اخر احوال د واړو سره یو دی
څه ناستی په تورو خاورو څه اورنګ

د دغو شاعرانو د کړوسیو په وخت څو زره  انګریزانو ټول هندوستان چې د دنیا څلورمه یا پنځمه  برخه نفوس پکې اوسېده، لاندې کړ او لږ وروسته یې  پښتونخوا وځبله .د لویدیځ دغه لاسبری به ډېر سیاسی او نظامی دلایل لری ، خو د صوفیانو، دروېشانو او مرتاضانو د اخلاقی موقف برخه پکې هم د هېرېدو نه ده.
په جسمی لحاظ کمزوری بنیادمان نه ځان ته او نه ټولنې ته هغومره ګټه رسولای شی لکه په جسمی لحاظ پیاوړی کسان. یونانیانو چې د المپیک لوبې کولې او د خپلو اولادونو په ذهنی او جسمی روزنه  کې یې برخه اخیسته، د شرق لویې امپراطوری( هخامنشی امپراطوری) ته سختې ماتې ورکړې.
د ابراهام مزلو Maslow Abraham په نوم امریکایی ارواپوه ( ۱۹۰۸-۱۹۷۰) د انسان اړتیاوې په څو مرحلو وېشلې دی. مزلو د ګېډې مړول او جنسې غوښتنې ( فیزیولوژیکې اړتیاوې) د لومړۍ مرحلې اړتیاوې ګڼی چې په انسان او حیوان کې شریکې دی. د ده په اند په اجتماعی احترام پسې ګرځېدل او لوړ معنوی مقصدونه لرل، د وروستیو پوړونو غوښتنې دی. ده ویلی دی چې که د لومړیو پوړونو اړتیاوې څه نا څه پوره نه شی، د وروستیو مرحلو په اړتیاوو پسې ګرځېدل غیرطبیعی معلومېږی. هغه لاره چې صوفیانو، راهبانو او مرتاضانو د شخصیت د کمال لپاره غوره کړې وه، د ارواپوهنې له نظره ناسمه وه. په غیرطبیعی لاره کې د ماتې او د کعبې په ځای  ترکستان ته د تلو امکان زیات وی. د دغه ډول ماتې یو مثال د پیرروښان د مریدانو دی چې د توی په سیمه کې د فنا په مراقبه بوخت وو، یعنې له خپلو فیزیولوژیکو غوښتنو سره یې مقابله کوله او په دې طریقه یې غوښتل چې روحی عظمت ته ورسی، خو ظاهرا دومره ذهنی فشار ورباندې راغی چې د سوداګرو په یوه قافله یې چې کابل ته روانه وه، په دې وجه حمله وکړه چې د دنیا کاروبار کوی. دغه حمله د حکومت او روښانیانو تر منځ د ډېرو جګړو او قتلونو پیلامه شوه.
له فنا څخه د صوفیانو مقصد دا دی چې خپل ټول هوسونه او تکلونه هېر کړی، ختم یې کړی او د یوې بشپړې ذهنی بې خبری مرحلې ته ورسېږی. د رحمان بابا دا بیت د همداسې روحی تجربې ښکلی مثال دی:
عشق په هسې رنګ مقام باندې قایم کړم
چې وصال دی که بېلتون دی نه پوهېږم

د عطار نیشاپوری  په تذکره اولیا کې راغلی دی چې بایزید بسطامی به له خپل مریده چې تل به ورسره و، هر ځل پوښتنه کوله چې څه نومېږې؟  یوه ورځ مرید ورته وویل: زه خو دا شل کاله کېږی چې یو ځای درسره اوسم، زما نوم دې ولې نه زده کېږی؟ بایزید ورته وویل: ما چې هغه نوم اورېدلی دی، نور نومونه مې په ذهن کې نه ځایېږی.
د دغه لوی صوفی په کیسو کې راغلی دی چې مور ته یې وویل چې د خدای خدمت وکړم که ستا؟ مور یې ورته وویل: د خدای. او دی له کوره ووت، دېرش کله په شاماتو کې مسافر و.
د بایزید دغه دوه حکایتونه د ټولنې نه بلکې د فرد د ژغورنې پیغام راته لری.
هغه کسان چې په توی کې د فنا په مراقبه بوخت وو او د سوداګرو کابل ته تلونکې قافله یې لوټ کړه، د ځان لپاره د ثواب په فکر کې وو خو دا ثواب یې قافلې ته په تاوان رسولو کې، د لارو په ناامن کولو کې او د کابل خلکو ته د بیو په زیاتولو کې لټاوه. که دوی په رښتیا هم ثواب ګټلی وی ، ثواب د دوی خپل شو، نه د ټولنې . د دوی هڅه د ځان د ژغورلو لپاره وه، نه د جهان. د استاد الفت په قول:
ډېر تفاوت دی په انسان کې د معنا په لحاظ
واړه لګیا دی، ځینې ځان ، ځینې جهان جوړوی

له ځان جوړوونکو څخه د الفت صاحب منظور هغه کسان دی چې مادی امکانات یوازې ځان ته غواړی، حال دا چې صوفیان، راهبان او مرتاضان په معنوی امتیاز پسې ګرځی. د دغو دوو ډلو تر منځ تفاوت دی، مګر په دې کې سره ورته دی چې دواړه ډلې د ځان په غم کې دی.
د صوفیانو، ملنګانو، راهبانو او مرتاضانو مخالفان وایی چې دوی ټولنې ته په غیرمستقیم ډول تاوان رسوی، ځکه له یوې خوا په کار او تولید کې برخه نه اخلی او له بلې خوا په ځان دومره فشار اچوی چې کله نا کله د توی د سیمې د صوفیانو غوندې له کنټروله ووځی او د ګټې په نیت تاوان پېښ کړی.
خو هغه کسان چې د صوفیانو برعکس د ځان په پړسولو بوخت دی او د الفت صاحب په قول ځانونه جوړوی، ټولنې ته نېغ په نېغه ضرر پېښوی. ځان ته په حیثیت  قایل کېدل، د دنیا له نعمتونو خوند اخیستل او په ټولنه او تاریخ کې ځای پیدا کول، د بنیادم معقولې غوښتنې دی. د دا رنګه غوښتنو څښتن باید له هغه چا بېل وګڼو چې د نورو په ځبلو کې خپله ګټه وینی.
بې رحمه دیکتاتوران د ځان پړسوونکو اعلی مثالونه او مجسم شیطانان دی. لکه عادی انسان چې د خپلې ګټې لپاره په بې غمه زړه غنم رېبی، بې رحمه زورور د قدرت د ټینګولو لپاره، بې تشویشه، د بنیادمانو سرونه رېبی.
بهاوالدین مجروح په خپل مشهور اثر ( د ځانځانۍ ښامار) کې دغه ډول کسان د یوه سمبولیک داستان په منځ کې تر بل هر چا ښه  معرفی کړی دی.
د دغو کسانو یو اصلی خصوصیت دا وی چې که څه هم په ظاهره خلکو ته او بهرنی واقعیت ته اهمیت ورکوی، خو په  اصل کې په ځان کې لاهو وی او له بهرنۍ دنیا سره د واقعی رابطې د ټینګولو فرصت نه مومی. دوی سم قضاوت نه شی کولای، ځکه هر شی ته له خپلو عینکو ګوری. دا خبره ځکه سمه ده چې د ده خبره ده. دا پلانی قوم ځکه بد دی چې یو وخت ورنه ده ترخه خاطره لرلې وه. دغه لباس ځکه ښه دی چې د ده خوښېږی. دغه کور ځکه ښه دی چې دی پکې اوسی. د دوی دودونه په دې دلیل ښه دی چې دوی خو بد دودونه لرلای نه شی.
بې رحمه دیکتاتوران که خلکو ته معقول ښکاری، وجه یې دا ده چې زور ورسره دی او خلک د دوی په احمقانه خبرو کې هم فلسفې لټوی. دغه راز، دوی د خپل قدرت په مټ ډېر ځله ناشونې چارې شونې کړی او حماقت یې پټ پاتې شی. جوزوف ستالین بې شمېره کسان تر تېغ تېر کړل، یا یې  له لوږې ووژل خو خپل هوډ یې پوره کړ او سوسیالستی ټولنه یې ورغوله. قذافی د خپل ملک په میلیاردونو ډالر په داسې پروژو ولګول چې دی یې د لوی هوډ څښتن معرفی کړ، مګر د ګټې درک یې ونه لګېد.
ځان پړسوونکی چې ورو ورو یې له چاپېریال سره واقعی رابطه شلېږی، په خیال کې ژوند کوی. قذافی تر اخره پورې ګومان کاوه چې په خلکو ډېر ګران دی. په هغه وخت کې چې ټولې دنیا د هیتلر ماتې حتمی ګڼله، هغه د بری په فکر کې و. د دغسې کسانو انانیت دومره زیات وی چې د ځان په باره کې منفی تصور ورته د منلو نه وی .که مرګ او زړبودن نه وای، دغسې کسانو به د فرعون غوندې د خدایی دعوه کړې وای. فراعنه وو ځانونو ته لویې مقبرې جوړولې او په مقبرو کې یې خواړه او د ژوند نور لوازم زېرمه کول چې په هغې دنیا کې هم تر نورو بر واوسی. ستالین یا هیتلر چې د هغې دنیا ژوند ته یې تمه نه وه، له مرګ او زړبودن سره د مقابلې لپاره ځانونه داسې ساتل چې همېشه ځوانان او په یوه حال معلوم شی. د ستالین او هیتلر د ځوانۍ او زړبودن په عکسونو کې خاص توپیر نه وینو. دیکتاتوران اکثره وخت د خپلې ناروغی خبرونه پټ ساتی.
ارواپوهان هغه چا ته نارسیسیست وایی چې ځان ته په اهمیت ورکولو کې مبالغه کوی. بې رحمه دیکتاتوران چې د ځان په پړسولو کې کمساری دی، تر ټولو څرګند نارسیسیست بللای شو. که چېرې د اخلاقو روح د ژوند خدمت وبولو نو ویلای شو چې بې رحمه دیکتاتوران او دوی ته ورته کسان تر ټولو بد اخلاقه کسان دی. هغوی چې قدرت ته په رسېدو کې او د قدرت په ټینګولو کې رحم ته اهمیت نه ورکوی، نور کسان ورته د کاڼو، بوټو په څېر وسایل ښکارٍی. روغ انسانان کاڼی ماتوی چې سړکونه ورغوی یا بوټی سوځوی چې ډوډۍ ورباندې پخه کړی. د قدرت بد اخلاقه لېوال انسانانو ته هم د کاڼو، بوټو په سترګه ګوری. دلته دې یو کله منار جوړ شی چې خلک له پلانی صاحبه ووېرېږی. هلته دې یوه چاودنه وشی چې خلک پوه شی چې زه لا کمزوری نه یم.
په معقول حد کې نارسیسیزم خو هرانسان ته پکار دی، ځکه له ځان سره مینه او ځان ته په درنه سترګه کتل د شخصیت د ودې او خیر سبب ګرځی خو کله چې انسان د ځان د غټولو لپاره په نورو تیری شروع کړی، عادتونه یې غیر اخلاقی شی. یو سندرغاړی له دې سره مینه لری چې تر هر چا ښې سندرې ووایی او مشهور شی. دا هم ځان غوښتنه ده خو په اخلاقی حدودو کې ده او په نورو باندې تېری پکې نشته. یو بل څوک به په ثروت کې خپل عزت وینی، شپه ورځ به کار کوی چې ډېرې پیسې ولری. دی چې د بل چا د شتمنی د تروړلو له لارې ثروت نه پیدا کوی، په سمه لار روان دی خو که یې د نورو د ملکیت غصبولو ته مټې راونغښتې، تیریګر یې بولو. تیریګر انسان چې په غیراخلاقی لاره کې ډېر وړاندې لاړ شی، داسې پړاو ته ورسېږی چې نه یوازې د خلکو په ملکیت او په حیثیت تیری کوی، بلکې د خلکو په ژوند باندې تجاوز هم ورته بد نه ښکاری. دوی د ځان غوښتنې په انتها کې غواړی چې ان ژوند په خپل کنټرول کې راولی، تسلیم شوی انسانان د فابریکې د تولیداتو غوندې د خپلې خوښې په قالبونو کې واچوی او هغوی چې سر غړوی، سر یې ورغوڅ کړی.
دا یوازې دیکتاتوران نه دی چې غیراخلاقی فطرت لری؛ په ټولنه کې نور ځانماری، ځانپالی او ځانغواړی هم وی خو څرنګه چې د ستالین یا هیتلر غوندې قدرت نه لری نو ورباندې نه یو خبر.
هغه ټولنه چې خپل خیر غواړی هڅه یې دا وی چې غړی یې د ژوند غلیمان نه بلکې د ژوند دوستان شی. مادی او معنوی فقر له ژوند او ژوندیو سره بدبینی زیاتوی. په هغو ټولنو کې  چې خلک د بېګاه ډوډۍ نه لری، چې ښوونځی پکې نه وی، چې د خوند او خوشحالۍ امکانات پکې نه وی، چې خشونت، وهل ټکول او وېرول پکې عام وی، هلته د بې رحمو کسانو شمېر زیاتېږی او د ژوند مخالفو فکرونو لمن خپرېږی. دا د ټولنې د مصلحانو، منورینو او خیرمنو کسانو دنده ده چې د ژوند پالو اخلاقو د خپراوی لپاره د لیکنو، ویناوو او لا مهمه دا چې د خپلو عملونو له لارې کار وکړی. د یوه کلاسیک استاد په قول، محبت له محبته پیدا کېږی. که په یوه کلی کې ان د یوه کس په زړه کې د مینې، رحم او لورېینې ډیوه بله وی، دا ډیوه به ورو ورو نورې ډیوې بلې کړی او ټولنه به د انسانیت په رڼا روښانه شی.
د اروپوهانو په قول د بنیادم د شخصیت بنیادونه تر پنځه کلنۍ پورې ایښودل کېږی. تجربو ثابته کړې ده چې که په دې موده کې ماشوم  ونه ځورول شی او ونه وېرول شی، ډېر امکان شته چې په لوینې نېک انسان شی. اوس سوال دا دی چې زمونږ په هېواد کې  له دا هومره ښوونځیو، پوهنتونونو، راډیوګانو، تلویزیونونو او تبلیغاتو سره د ماشوم د سمې روزنې په برخه کې ټولنې ته څومره معلومات ورکړه شوی دی؟
مونږ که لمانځغونډې جوړوو، اکثره وخت د هغو کسانو په ویاړ وی چې تورې یې چلولې دی، که څلورلارې نوموو، ډېر ځله د هغو کسانو په نوم وی چې جنګونه یې کړې دی او که تاریخ لیکو، لوی مقصد مو د خپلو ستاینه او د پردو غندنه وی.
هغه ماشوم چې د جبر او تشدد په کور کې دنیا ته راشی او په داسې چاپیریال کې لوی شی چې منډې او لمانځغونډې یې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د تشدد او تېری کلتور خپروی، مرګ او تخریب ته په اسانه تمایل پیدا کوی.
راځئ په خپلو زړونو کې د مینې زړی وکرو او په خپلو لاسونو د ژوند خدمت وکړو.

یاده لیکنه په لومړی ځل د انسان مجلې په لومړۍ ګڼه کې خپره شوې ده،

ستاسو نظر