ادبیات

د ساینس عمر او د ادب عمر

مونږ بقراط ، ابن سینا یا جالینوس ته د بشر د تاریخ خورا لوی طبیبان وایو خو که ناروغان شو، د هغوی کتابونو او نسخو ته تمه نه لرو بلکې د کوڅې د سر ډاکتر ته ورځو. که دغه ډاکتر تر ابن سینا لوی طبیب وی نو ولې یې هغه د چا خبره د ابن سینا د پښو له خاورو سره نه برابروو او که ابن سینا تر اوسنو ټولو لوی طبیب تېر شوی وی، ولې یې په خبرو باندې عمل نه کوو؟
د دې پوښتنې څرګند ځواب دا دی چې ابن سینا یا د هغه غوندې بل څوک ځکه د بشر د تاریخ لوی طبیبان دی چې په خپل وخت کې یې دې علم ته انکشاف ورکړ. مثلا که تر جالینوسه پورې طب لس میله مزل کړی و، ابن سینا دغه علم یو بل میل هم پر مخ بوت. د تاریخ د لویو طبپوهانو کمال دا دی چې علم ته یې انکشاف ورکړی دی مګر زموږ د کوڅې د سر ډاکتر په دې انکشاف کې برخه نه ده اخیستې بلکې د نورو کشف کړی حقایق یې څه نا څه زده کړی دی. که د جالینوس په وخت کې طب لس میله مزل کړی و، تر اوسنۍ زمانې پورې په دې برخه کې څو سوه میله مزل شوی دی. اوسنی ډاکتر له ډېرو هغو حقایقو خبر دی چې جالینوس یا ابن سینا ورڅخه خبر نه وو. دی د لا ډېرې پوهې په زمانه کې اوسی او همدا وجه ده چې مونږ ده ته ورځو.
ساینس مخ په وړاندې روان دی او چې هر څومره وروستۍ موندنې وی، هغومره ورباندې زیاته تکیه کوو.
ایا ادبیات مخ په وړاندې روان نه دی چې کلاسیک آثار اوس هم په خوند لولو او بلکې ډېر کسان ادعا کوی چې پخوانی دیوانونه یې تر اوسنو ټولګو خوښېږی؟
دا چې هره ورځ د ادبیاتو نوی کتابونه چاپېږی، معنا یې دا ده چې ادبیات هم مخ په وړاندې روان دی مګر په ادبی اثر کې ځینې داسې ځانګړنې شته چې عمر یې ور سره اوږدېږی.
ادبی اثر تر ډېره حده د بشر د فطرت په باره کې خبرې کوی. د پنځه زره کاله پخوا انسان هم د اوسنی انسان غوندې مینه، کرکه، قهر، وېره او حسد احساسول. د بشر فطرت په اسانه تغییر نه کوی خو وسایل یې، ټکنالوژی یې، اقتصاد یې او معلومات یې په سرعت سره بدلېږی.
ادبی اثر په غیرمستقیمه ، سیمبولیکه او استعاری ژبه غږېږی. دغسې ژبه د خبرې د مختلفو تعبیرونو امکان پیدا کوی، حال دا چې علمی ژبه له کلمو او جملو څخه ایکې یوه معنا اخلی. د مختلفو تعبیرونو امکان د اثر عمر اوږدوی او په مختلفو زمانو کې د اثر د لوستلو فرصت برابروی. ساینسی حقیقت د فولاد غوندې دی چې ډېر کلک دی خو تر حد زیات فشار یې کږوی نه بلکې ماتوی یې او ادبی شهکار د طلا غوندې دی چې د فشار په نتیجه کې یې ملا کوپېږی مګر ماتېږی نه.
یو وخت مې له پلار مرحوم سره د رحمان بابا په دې بیت باندې خبرې کولې چې فرمایی:
ته ویده ورباندې ناست یې
آس دې درومی بې جلبه

رحمان بابا د نفس او ژوند آس یادوی چې په پټو سترګو او خوبولی حالت کې مزل ورباندې کوو. پلار مرحوم مې راته وویل چې ډېره موده پخوا یې د ځوانۍ په کلونو کې په یوه واورینه شپه کې له کندز څخه امام صاحب ته په آس باندې په کله ویش، کله ویده حالت کې سفر کړی و او د رحمان بابا دغه بیت چې واوری، هغه خاطره وریاده شی او یو بېل خوند ورنه واخلی.
د ادبی آثارو غیرمستقیمه ژبه د دې سبب شوې ده چې په مختلفو وختونو کې یې متفاوت تعبیرونه اسان شی او هر څوک د خپلو خاطرو او تجربو په رڼا کې په نوی نظر ورته وګوری. د ساینس مستقیمه او دقیقه ژبه دغه امتیاز نه لری.
پخوانی ادبی اثار د تاریخونو غوندې په تېر ژوند کې د شریکېدلو چانس راکوی او دا د بنیادم شوق دی چې تېر شوی ژوند احساس کړی. دغه شی هم د پخوانو ادبی اثارو د عمر له اوږدېدو سره مرسته کړې ده.
ښکلا له عادت سره بې تعلقه نه ده. مونږ ته لونګۍ ، عرب ته چلتار او پرنګی ته شپو خولۍ ښکلې ښکاری. مونږ د تورو سترګو او تورو زلفو په ستاینو نه مړېږو او اروپایان بیا نور معیارونه لری. هغه ادب چې په پېړیو پېړیو راپاتې دی، اوس ورسره عادت یو او د رحمان بابا په قول: علت لاړ شی له سړی نه عادت نه ځی.
اکثره وخت یو مشهور هنرمن یا د سینما اداکاره د نوی طرز یو لباس واغوندی او بیا هغه لباس مود شی. خلک په ذوقی مسایلو کې د اغیزمنو کسانو تر اثر لاندې وی. اکاډیمیک مرکزونه په پخوانی ادب باندې څېړنې کوی او د ملی احساس د پیاوړتیا سیاستونه د ملت د پخوانو شاعرانو د یاد له تازه ساتلو سره مرسته کوی. دغه عوامل هم د پخوانی ادب د عمر په اوږدولو کې برخه لری.
خو له دې سره سره په ژبه کې تغییر راځی، تمدن بدلېږی او ذوقونه فرق کوی چې په نتیجه کې ان د شهکارونو په مخ باندې د زمانې دوړې کښېنی او د پخوانو شهکارونو د لوستونکو شمېر ورو ورو کمېږی. البته، د ساینس برعکس، داسې هم شوې دی چې له یاده وتلی ادبی اثر له مودو وروسته ښکلی ښکاره شوی دی او زړونه یې وړی دی. پخوانو ادبپوهانو د لنډیو ښکلا ته اشاره نه ده کړې خو اوسنی یې په تعریف نه مړېږی. حکیم عمر خیام پخوا د ساینسپوه او عالم په حیث ډېر مشهور و خو په شلمه پېړۍ کې یې شاعری دومره مشهوره شوه چې خلکو یې نور کمالونه ورپورې هېر کړل.
ادبی شهکار تر ساینسی شهکار اوږد عمر کوی او داسې هم کېږی چې د زمانو په دوړو کې پټ شوی ادبی اثر یو ځل بیا د بریښنا غوندې رڼا وکړی او زړونه یوسی، حال دا چې د ابن سینا طبی شهکار( قانون) به بیا هیڅ وخت د معالج ډاکتر په مېز باندې ونه لیدل شی.
که څه هم ادبی شهکار د ساینسی شهکار په نسبت په ځلونو زیات عمر کوی خو په ټوله کې د دغه اټکل ردول اسانه نه دی چې لکه د ساینس پخوانی کتابونه چې اوس یې یوازې د علم مورخان لولی دغسې به د ادب د اوسنو شهکارونو مطالعه یوازې د ادب مورخانو ته ورپاتې وی.
په ښوونځیو او پوهنځیو کې اکثره زده کوونکی له اکثرو پخوانو ادبی متنونو چې په پخوانۍ ژبه او پخوانو مثالونو یې پخوانی ژوند او فکر بیان کړی دی، په تنګ دی او خوند نه ورنه اخلی خو ادبپوهان ټینګار کوی چې خوند او ښکلا پکې شته. د جرمنی د شلمې پېړۍ نامتو شاعر برتولت برښت ویلی وو چې پرته له هغه باده چې د کوڅو په منځ کې تېرېږی، نور هیڅ نه پاتېږی.

ستاسو نظر