ادبیات

ښکلا او هنر؛ له استاد شپون سره لیکلی بحث

منلی:
غنی خان وایی:
یوه ورځې یو صحرا کې په ښکار وتی وم روان
یو ګلاب مې ولاړ ولید، پړکېده خیشته خندان
زه خپه یې خوا له لاړم، ما وی آه زما په شان
ته هم ګل یې بد نصیبه، ورک له زلفو د جانان

هغه غلی شان موسکی شو، وی خان مه کوه خپګان
زه به دا صحرا ورنه کړم د ایران په ګلستان
دلته زه یو او یکتا یم، هلته زر زما په شان
چار چاپېره سپېرې خاورې، زه یوازې یم روښان

دغه سارایی ګل په خپل یوازېوالی خوښ دی، دا ورته مهمه نه ښکاری چې نه به یې ”د چا نیازبینې ګوتې نرم مخ له یوسی“ او نه به یې ”د یار سرې شونډې ښکل کړی“. دا ګل خپل ښایست ته غره نه دی خو په دې ویاړی چې په هغه ځای کې چې ولاړ دی، څوک ورسره سیالی نه شی کولای.
غنی خان په شعر کې وایی چې دا ګل د ”ګلاب“ دی خو شعر ته یې ”رېدی ګل“ عنوان ورکړی. کېدای شی چې په واقعی دنیا کې به کوم شمشوبی یا لا هم کوم ځوز و چې په دې سارا کې ”پړکېده خیشته خندان“. د غنی خان ګل به ښایسته وی، ټول ګلان ښایسته دی، خو دا یو خدایی ښایست دی، هنری ښایست نه دی. ”دایران د ګلستان“ زر ګلان که څه ښایست لری د مالیارانو د ځیګر له وینو یې رنګ اخیستی، په زرګونو همداسې ښایسته ګلان نور هم د لیدونکو سترګې ځان ته رابولی. د غنی خان، رېدی یې بولې، که شمشوبی، ځوز ورته وایې که ګلاب، د ګلستان د ګلانو په خوا کې که د چا نظر جلب هم کړی دې ته به یې هڅوی چې له دغه ځایه یې وکاږی چې د ګلستان صیقل شوې ښکلا پرې ګډه وډه نه شی.
کېدای شی سړی داسې ووایی چې د سارایی ګل خدایی ښکلا د باغ د ګلانو تر بازاری ښکلا ډېره ارزښتمنه ده، خو داسې څوک به نه وی چې دا ښکلا هنری وبولی.
مونږ د پښتو ادب په ”ګلورینه ورشو“ کې ډېر داسې څه لرو چې سترګې پرې خوږېږی خو که دغه سارایی ګلان (چې د ښایست تږې سترګې یې د نامه پوښتنه هم نه کوی) د نړۍ د ادبیاتو په څنګ کې ودروو او بیا یې هنری حیثیت و ارزوو، نو د یو لاس ګوتې به هم د هغو ادبی هستونو د شمېرلو د پاره ډېرې وی چې سړی پرې و نازېږی.
استاده، د ډېرو کلونو راهیسې ستا له خولې د ”کیوټ“ او ”کنټرایفډ“ مقولې اورو. د اکسفورډ ډیکشنری د Cute په تعریف کې وایی Affectedly attractive (مانا په تصنعی ډول زړه راښکونکی)، او د Contrived په باره کې لیکی Planned so carefully as to seem unnatural, artificial, forced (مانا دومره په دقت طرح شوی چې غیر طبیعی ښکاری).
د غنی خان دا شعر چې ما د بحث په پیل کې راواخیست په خپله هم کیوټ دی او هم کنټرایفډ، یا کم له کمه ما ته دغسې ښکاری، خو که دا سارایی ګل د پښتو ادب له زاویې و ارزوو نو بیا څه شی کیوټ دی او څه شی کنټرایفډ دی؟
شپون:
د کیوټ یو ساده مثال په سرکس کې لېدلای شو، په تېره هغه ټوکمار چې مخ یې په تور او سپین رنګ رنګ کړی وی ، تل داسې ښکاری چې خاندی. په ساده او د سهوو نه ډکو کړو باندې یې دسړی زړه هم سوزی او هم سړی ته خندا ور ولی. دې ته پښتو سم نوم نه لرم خو کا بلیان یې قندولک بولی چې په پښتو کې د خوږ او ګلالی ترمینځ همداسې کوم شی دی.مثلا د هر ژوندیګړی ، د بنیادم وی که د هیلۍ یا شیژګی، ما شوم کیوټ وی او دسړی زړه کیږی چې ځان پورې یې ونښلوی او ناز ور کړی. امکان شته چې په عربۍ کی یې مرغوب و بولی. حتی ځینې لوېشتوکی او سخوټ بنیادمان هم کیوټ دی.نجونو به چې کلیو کې ګوډۍ یا ناوه کۍ جوړولې بس د جارو یو خلی په یې را پرې کړ، په سر کې به یې د ټوټې غوټه ور کړه، سترګې ، پوزه او خو له به یې ورله په تور شین اوسور تار وګنډل ، بل به یې هلک همداسې جوړ کړ، سپینه پګړۍ به یې ور په سر کړه. یوې نجلۍ به ورته په تپیاکو چمبه و هله، بله به ګډېده او دوو به ناوې او شا په لاس کې نیولې ، د اتڼ ناره اچوله او نا نځکې به یې ودولې. هم به نانځکې کیوټ وې او هم دواده مراسم.
مګر کله چې په هنر خبرې کوو هلته بیا ښکلی مطرح دی، نه کیوټ. ( تر کومه حده چې ما ته معلومه ده د ښکلا او ښکلا پېژندنې توری په هنری سطحه کې په اول ځل عبدالرؤف بېنوا کارولی، پخوا تر هغې زېبایی، زېبایی شنا سی کارېده)
چې د ښکلا د تعریف او اوصا فو په بو خته کې و نه نښلو، خبره به په پښتو ادبی هستونو کې د کیوټ او کا نټرایفډ، د زیار خبره ، شتون، کې ایساره کړو.
څه وخت د مخه یاران په کومې رادیو کې زما په ناولونو غږېدل نو ټولود ستاینې په څنګ کې دا خبره هم کوله چې شپون د داستان لیکلو د شرایطو خیال نه ساتی. بیا یې ورسره دا هم زیاتوله چې شپون په دغو ټولو شرایطو پو هېږی خو بیا هم سترګې پرې پټوی.
دوی رښتیا ویل . په پښتو کې د نن او پرون د افسانو تر مینځ زیاتره فرق تر ډېره حده ایډیالوجیکی دی، پخوا دین، جادو، ښاپېرۍ او نور متافزیکی قوتونه زورور وو، اوس وطنی او ملی احسا سات، د غریب او خان تر مینځ دعوا، د ښځو حقوق، دجهاد او جلاوطنۍ شواخون او داسې نور اړخونه غاوره دی، مګردزیا ترو پښتنو لیکوالو هنری معیار لا په کیوټ کې پاتې دی او د ښکلا پړاو ته نه دی را ختلی.د داستان اتلان بې چوخسه ښایسته، بې جوړې باغیرته، وفاداره، پوه، زړه سواندی…… دی او بدما شان یې د خدای په نالت لړلی چې نه یې صورت د سړی دی نه سیرت.زموږ د کلی ملک دې خدای و بخښی چې به چا ته په غوسه و نو په جو مات کې به یې ور پورې ویل ،«بېغیرته، کنجوس، بیلمازه مخنته» او په آخر کې به یې زیاته کړه،«غل ». نو وروسته هر وخت به چې ده د چا پسې بد ویل، چې خبره به یې ختمه کړه ،موږ هلکا نو به یو بل ته کتل او ورو به مو ورسره زیاتوله،« غل». نو دلیکوالو بد ماش هم بر سېره په نورو بدیو«غل» هم دی او اتل نو تیاره پرښته ده. دغه اشخاص او کرکټرونه زموږ په نیمګړې دینا کې شتون نه لری او صحنه چې دی یې لوستونکو ته ښیی ، کیوټ لا هم نه دی ښکلا خو یې لا پرېږده. او همدلته په هغه بل انګریزی توری ، کنټرایفډ هم ور سره تبی کړو. نوم به یې نه اخلم ،ځکه یو نه، دوه نه ، د خره تر مرګه زیات ، یا د پېښوریانو په وینا «بلا ډېر» داستانو نه دی چې د هغو صحنې د کلی د ماشومو نجونو نانځکلو بو ته ورته دی چې پاس مې یادې کړې خومهمه داوه چې د دواړو ګوډیو د سترګو غاټی نه و ،دا ځکه چې مشرانو ، دملایانو په ټونګ، د سترګو له جوړولو منع کړی وو. پخوامې د ایډیالوجۍ خبره و کړه، مقصد مې هغه انګیرنې دی چې پخوا تر پخوا مو منلې دی او ددې عینکو نه بغیر یا د هغو د عدسیې نه بهر شی نه شو لېدلای. نجیب جانه ، زړه مې ډېر ورته تخنېږی خو نوم یې نه یادوم ، همداسې یو ناول مې ولوست چې هلته لیکوال، یو خوار بزګر د مځکې د ظالم مالک په وړاندې بغاوت ته هڅوی. لیکوال هم د وطن یو نومیالی ادیب او شا عر دی، خو چې د خدای وسې کوی بزګر بغاوت ته نشی اړایستلای. د مجبورې ورځې په هغه باندې د مارکس او لینن خبرې کوی چې مځکه د هغه ده چې کری یې، فیوډالان په کلی کې یو یا دوه دی او بزګر ډېری اود خلکو زور( د لته لیکوال له ویرې هغه وایی چې عقییده نه پر لری) د خدای زور دی. یوه ورځ مې یوه همداسې ادیب ملګری ته په ټو کو وویل، ښه دې چې سعید افغانی او ملا عبدالعزیز خو لرﺉ چې ستا سو د خوښې مسلې درته را باسی.
دغه صحنې ټولې کنټرایفډ او په لوی لاس جوړې شوې دی چې، نور یې په توپه وله، مقصد چې د لیکوال ایډیا لوجی پلې کړی. نود رحمان با با خبره، تاروګی په پتنګانو حساب نه دی. کیوټ او کنټرایفډ ( له بدې ورځې او ستا د بحث په اړه دا دوه انګریزی توری کاروم) د داستان په هنر کې یا ګرد سره نه راځی یا یې ځای ، د خو ګیاڼو په وینا بره چرګۍ نه، د سپی چرګۍ دی.
منلی:
زه به بېرته د غنی خان ”رېدی-ګلاب-شمشوبی-ځوز“ پسې راواخلم. تا وویل چې پښتو ادب لا تر اوسه د کیوټ له پړاوه د ښکلا پړاو ته نه دی ختلی. زه شاید تر دې هم لږ څه کم خوشبینه یم، په دې مانا چې هغه کیوټ مو هم د سارایی ګلانو په څېر په ټول راغه کې یو، نیم چېرته تر سترګو کېږی. د کنټرایفډ تله بیا تر حد پورته درنه ښکاری.
د حمزه بابا دې جنتونه په نصیب شی، په غزل کې یې هندی سبک بېرته راژوندی کړ او زمونږ ګڼو شاعرانو بیا دا و ګڼله چې شعری انځور چې هر څومره له تضاده ډک وی هماغومره ښه ښکاری، داستان لیکونکی مو په وچ زور داسې صحنې جوړوی چې هندی فلمونه ورته باچایان دی، رسامان مو هم د عکس له مخې رسم کوی او بیا داسې انګېری چې د ولس ټول احساسات یې په کې رانغښتی دی او، دا یې تر ټولو بده، نن مو معماران هم هماغه پاکستانۍ نقشې په شنو او سرو ښیښو کې رانغاړی.
اوس د دې د پاره عملی لاره کومه ده چې ، بې له دې چې کیوټ مو ډوب کړی، د ښکلا تر ټکه لار وباسو؟
زه چې له ځانه سره سوچ وکړم نو زمونږ د کیوټ او کنټرایفډ جرړې په دې کې دی چې زمونږ سارا لا تر اوسه، د خوشال بابا خبره، ”هغسې بکره پرته ده“. زمونږ هنرمن د خپل هنر د تللو دپاره مقیاس نه لری، په خپله زر او په خپله زرګر دی.
که چېرې مونږ د غنی خان د ګل په څېر خپله سارا د ایران تر ګلستانه ښه وبولو او ووایو چې ”همدا بس دی“ نو بیا به مو د پرمختګ ور په خپله مخه تړلی وی.
د دې له پاره چې د کیوټ له سطحې د ښکلا تر پولې ور جګ شو، باید اول د خپلو کارونو ارزول زده کړو. نو چې په خپل تول او ارزښت پوه شو باید یا ځان د بل چا سره پر تله کړو (یانې لومړی نور و پېژنو) او یا داسې کوم ”میزان“ ولرو چې د ډیجیټال تلو په څېر نېغ په نېغه راته خپل وزن وښیی (یانی تیوریکی څېړنې وکړو). په عمل کې دا دواړه کاره د کولو دی.
د جنګ په کلونو کې افغانی هنر د انزوا له حالته ووت، هنرمنو مو د نړۍ د هنر ډګر ته لار ومونده، او که له حقه تېر نه شو، په دې څو کالو کې مو ډېر څه زده کړل. هم مو دا ولیدل چې نور څه کوی او هم د هنر له تیوریو سره بلد شو. خو اوس د دې خطر پیدا شو چې زمونږ هنری اثار به هم، دکابل د نوو شیشه یی کورونو په څېر، د پردیو نقشو کاپی وی او یا به مو ځوانان خپل وخت د ”موډرن او پسا موډرن“ په وچو بحثونو تېروی، او هنر به مو ماشینی کېږی.
زه ګومان کوم چې له دې پاڼ او پړانګ څخه د ژغورل کېدو لار دا ده چې مونږ له یوې خوا له نورو سره ځان اشنا کړو خو دا هڅه و نه کړو چې د هغوی پېښې وکړو، او له بلې خوا د نورو هنری تیورۍ زده کړو خو مخکې له دې چې د پردیو ساز ته لستوڼی رابډوهو، هڅه وکړو چې د هغوی د تجربې په رڼا کې خپله ادبی تیوری ولرو.
شپون:
منلی صیب، د هندی فلمو نو د داستان خبره چې تا یاده کړه د کنټرایفډ ( په لوی لاس جوړې شوې ، یا تصنعې صحنې) ډېر ښه مثال و. ، د هند او پاکستان فلمی صحنې او داستانونه خو بالکل همدا ټاپه لری. همداسې هم په تعمیرونو کې د هندو بویه ګنبدی ( ګومبزی) نقشو او هندویی رنګونو روا جېدل یې بله بېلګه ده. خو را ځه چې لږ تر کیوټ او کنټرایفد نه آ خوا واوړو.
همداسې هم د داسې ساده حکمونونه چې پلانکی دا «چټی» دا ستان یا نظم لیکلی او پلانکی ددوستۍ ، خپلوﺉ یا کنداریت، ننګزاریت یا پکتیا والې په خا طر خپور کړی دی ، پورې غاړې ته تېر شو، او نه د لیکوال په ورکوټو ګرامری یا املایی غلطیو لګیا شو، بلکې د مو ضوع زړه ته ننوزو، چې هغه د هنر هستو نه ده. هسې خو دغره کاڼی او د آسمان ورېځو کې هم بالقوه قسم قسم انځورونه شته، خو داسې نر غواړی چې له کا ڼی یې را وباسی او له آسمانه یې راکوز کړی او دا نر، هنر من دی. په ورېځو کې خو هر سړی اوښان او د بنیادما نو او پرښتو څېرې وینی خو چې ورته وایې چې ما ته یې هم راو ښیه، نو ګو ته ورته لکه کړی ، « وینې، سر یې هغه دی، ږیره یې هغه کوزه چې ښکاری هغه ده ……» په همدې همدې کې د ورېځو انځور ویلې شی او چې ورته ګورې مازې یوه خړه پرده پاتې وی. یره که کوم نقاش هنرمن هلته وای دغه صحنه یې ویلې کیدو ته نه پرېښوده.
د ساده نه به یې پیل کړو او ورو ورو به پاس ځو.
هنر مهارت دی. د ترکاڼ او پښ مهارت ته به ددې بحث د پاره فن ووایو، ماهر ترکاڼ، ماهر پښ، ماهر معمار. دې ته به ، بیا هم په دې بحث کې ګټور هنر او یا د ضروری اړتیاوو مهارت ووایو. دا هم، هنر یې بولې که فن که… مهارت خو دی خو ښکلی هنر یې نه شو بللای او ددې بحث په اړه چې هنر وایو مقصد مو همدا ښکلی هنرونه دی لکه نقاشی، مجسمه جوړونه، شعر، داستان ، ډرامه اونورې داسې پدیدې دی
نوهنر زما عاجز په نظر په دوو بنیادی ستنو ولاړ دی. یو تخلیق یا هستونه ده: د ورېځو او کا ڼو قدرتی انځورونه هنر نه بلکه د طبیعت یو تصادف دی، دا هله هنرکېدای شی چې د بنیادم لاس پرې ولګېږی. ګو یا نیشتون شتون شی. د باری جهانی دا کیسه مې پخوا هم چېرته یاده کړې چې په کندهار کې د یوه سړی د خپل ورور سره بدی وه. کله چې ورورمړ شو نو سړی د هغه اته زامن کتار و درول او یو یو یې په اوبو کې مانډه چې سا به یې ور کړه. یو ماشوم، چې ستړی شوی و، تره ته وویل « کا کا زما نوبت کله راځی؟» نو جهانی له ما و غوښتل چې دا کیسه ولیکم. ما ورته وویل،دا پېښه شوې کیسه ده، پخپله تیاره جوړه ده، که یې ولیکې بې خونده شی به ترې جوړ شی. ګو یا ویل مې چې په دې کې هستونه یا تخلیق نشته. د هستونې یوه سکنۍ خاصه ابتکار دی، ما نا چې بل چا هستولی نه وی . همدلته به یې بله ستنه یاده کړم چې هغه تخیل دی: دا د خیال پلو نه فرق لری. خیال پلو خو د مړې ګېډې پاړسو ده.ماشومتابه کې چې به ما ته خوب نه را ته ، مور به مې ویل چې کټ کې پرېوزه، اووه ژرندې یادې کړه بس وېده یې. یا دپښتو لنډۍ چې: په تصور مې ځان با چا کړ، چې سر مې……. دا غیر فعال خیال دی. تخیل د حا فظې ګوټ ګوټ لټوی او هرې برخې ته یې امر ورکوی چې د ده ټولو تجربو ته سر دننه کړی، مهمې ترې را وباسی ، یوه له بلې سره و جنګوی، چې یوه، نیمه دانه غمی په کې بیامومی، که لیکوا ل وی د ژبې او که نقاش وی د رنګ او شکل دمهارت په نوسی یې د شعور میدان ته را وباسی او په مهارت یې په مرغلین تار کې و پېی، ایله د هنر هار ترې جوړ شی. چې ادب ته یې محدوده کړو، لیکوال ته بر سېره په ابتکار او تخیل،د ژبې په ارکا نو باندې حا کمیت او دهغې سره یارانه هم دومره مهمه ده لکه ،دنقاش او رنګ ،د ربابی او رباب. تقریبی توری کافی نه دی بلکه یواځینی توری. چې بېدو هما غه احساس یا صحنه یا کرکټربیان کړی چې لیکوال د تخیل په قوت هست کړی دی. او نجیب ګله، که داسې څوک لیکوال وینې چې په دې شرایطوبرابر قلم چلوی نو د با با خبره ورته تکرار کړه چې: زه خوشال خټک ضا من یم، که خطا دې شو یو تیر.
او پاتې شوه د خپلې ( ملی) ادبی تیورۍ خبره چې ته یې ضرورت وینې، زما سر پرې خلاص نه شو. منم چې افغان لیکوال دې هم لکه هندی، پاکستانی، ایرانی او یا روسی لیکوال په شان د خپل چاپېریال غم ښادۍ را وسپړی، خو دا د عمل خبره ده، د لید ده، او د کومې نوې ادبی تیورۍ را مینځ ته کېدلو ته احتیاج نه لری ، که لری یې؟
منلی:
د ابتکار او تخیل پر مفهومونو که لږه نوره رڼا هم واچوو. د بشریت نیمایی برخه یا تر نیمایی لږه زیاته برخه ښځې دی چې هرې یوې یو نه یو وار په خپل ژوند کې موسلی. نو د ښځې موسکا څه نوی شی نه دی او نه یې په یو چا پورې تړلای شو چې پلانی پیدا کړې ده. خو که لیوناردو داوینچی د ټوټې پرمخ، درنګونو له یو ترکیبه داسې څه جوړ کړی چې د ښځې موسکا ته ورته وی بیا ترې”مونالیزا“ یا ”د ژوکوند موسکا“ جوړه شی او په میلیونو انسانان یې لیدلو ته تر پاریسه ځان رسوی. همدا راز د کورنیو ترمنځ دښمنی ډېر ځله دوه مین دې ته اړباسی چې چې ”د پښتو زنځیر شلوی یار ته ورځینه“ نو بیا ولې که زه د خپل کلی د پلانی او پلانۍ د مینې کیسه کوم هغه هسې یوه خاطره ده او که همدغه خبره شکسپیر وکړی ”رومېو او جولیېت“ ترې جوړ شی او د نړۍ وال ادب شهکار یې بولو. هغه کوم عنصر دی چې زما د ترلې په موسکا او زما د کلېوالو په مینه کې نه شته خو ” د ژوکوند موسکا“ او ”رومیو او جولیېت“ یې تلپاتې کړی دی؟
تا په خپلو خبرو کې هم ورته اشاره وکړه، د دې له پاره چې په طبیعت یا په ټولنیز ژوند کې پټه ښکلا د هنر درجې ته ورسی د انسان لاس ورته په کار دی. خو دا شرط هم کافی نه برېښی: د لرګی په یوه کونده کې هم د کټ پښه شته او هم په کې د د غرڅنیو ښکروره جوړه. که زمو نږ د کلی حسن خېل استاکار د لرګی کونده راواخیسته او د کټ پښه یې ترې جوړه کړه، ښه یا بده، د چا بستره خو به له ځمکې پورته کړی خو هنر به نه وی. که کوم بل تن له هماغې کوندې،یا د هغې له خورلڼې څخه د غرڅنیو جوړه را وایسته بیا هنری مجسمه شوه، او که زه (زما زامن وایی ”پلار دوه کیڼ لاسونه لری“)، ترښځ راوخلم او په هغه کونده کار وکړم داسې یو څه به ترې جوړ شی چې نه به ښکلی وی نه به د چا په ښه راشی.
زما د هستول شوی شیګنکی په اړه قضاوت اسانه دی: مخکې له دې چې لرګی په ترښځ ووهم زه نه پوهېدم چې په پای کې به څه ترې جوړېږی، نو که تصادفاَ دغه شیګنکی د چا سترګې و هم منی، ”کیوټ“ به وی خو ښکلی نه دی او نه به داسې څوک پیدا شی چې ورته هنری هستونه ووایی. کتابونو په دې اړه ښه پوخ دلیل راوړی: ”انمالاعمال بالنیات“.
خو حسن خېل استاکار د کټ پښه او هغه بل تن د غرڅنیو جوړه مخکې له دې چې له لرګی یې راوباسی په خپل مغز کې ترسیم کړې وه. دواړو یو څه مهارت هم درلود چې دغه دوه بېل بېل شیان له هماغې یوې کوندې څخه راوباسی. نو اوس چې د کټ پښې ته صنعت وایو او د غرڅنیو جوړې ته هنر، دلیل یې څه دی؟ که د حسن خېل کار د دې په خاطر چې مفید دی هنری و نه ګڼل شی نو که هغه د غرڅنیو والا څلور داسې مجسمې و تراشی چې لوړوالی یې سره برابر وی، د پاسه پرې یوه تخته کېږدی او خپله بستره پرې وغوړوی نو بیا څه؟
کېدای شی د استاکار او مجسمه تراش د کار توپیر په دې کې وی چې استاکار د کټ د پښې یو معین ماډل زده کړی او هر وخت هماغه ماډل په میخانیکی توګه تکراروی په داسې حال کې چې مجسمه ساز هر وار نوې مجسمه جوړوی. که زه، د خپلو دوو کیڼو لاسونو سره د حسن خېل شاګردی وکړم کېدای شی چې په یو څه شواخون د ترښځې او څولی کارول او بلاخره د کټ د پښو جوړول ترې زده کړم، خو د مجسمو په جوړولو کې به ستونزه ډېره وی. استاد به را ته د لرګی کنل او تراشل را زده کړی مګر د مجسمې خیال زما په مغزو کې نه شی ایښودلای.
د حسن خېل کار ته ابتکار ځکه نه وایو چې د هغه په لاس جوړې شوې د کټ پښې د یو لړ تخنیکی عملیو میخانیکی تکرار دی، که همدغه مهارتونه یوې کمپیوټری دستګاه کې پروګرام کړو نو بیا هم د لرګی له کوندې د کټ پښې را ایستل کېږی، خو دا هنر نه دی.
تا د هنر ارکان ابتکار او تخیل و بلل خو په څنګ کې دې مهارت هم ورسره تبی کړ. عبیدالله محک د ارواښاد استاد رشاد له قوله تخییل (د تحلیل پر وزن) هم د هنر د یو رکن په توګه یاد کړی دی. مانا چې هنرمن نه یوازې یو شی په خپل خیال کې ترسیموی، بیا وروسته هغه ایجادوی، بلکې د دې ترڅنګه د خپل هنر د تماشبین په مغزو کې هم همدې ته ورته یو خیال را پنځوی.
ګومان نه کوم چې تخیل او تخییل دې څوک له استاده زده کړای شی، خو د هنر بل رکن چې تا یاد کړ، مهارت، په کار او شواخون لاس ته را وړل کېدای شی. خوشال بابا دغه کار او شواخون د ”مښود“ په کلمه کې راټول کړی. د ملایانو خبره متاخرین دغه ”مښود“ ته د هنرمن ریاضت وایی. مانا دا چې هنری استعداد به خدایی ورکړه وی، خو بریالی هنرمن هغه دی چې په خپل زیار او ”د زړه په وینو“ خدای ورکړی استعداد مهار کړی او ویې روزی.
چې خپل بحث د کیسو په هنر پورې محدود کړو، نو که دا فرض هم کړو چې یو تن به د کیسې د هستولو د پاره د ابتکار او تخیل توکی په خپل ځان کې و لری خو د کیسې د بیانولو او د لوستونکی په ذهن کې د هغې د نڅولو د پاره یو لړ تخنیکی وسایل ورته په کار دی، چې په خوارۍ به یې تر ګوتو کوی.
په لومړی سر کې تا د ”د ژبې پر ارکانو حاکمیت او د هغې سره یارانه“ یاده کړه. دا یارانه څنګه جوړېږی او څنګه پالل کېږی؟ ډېر خلک په دې اند دی چې هرڅوک په خپله ژبه پوهېږی او حاکمیت پرې لری. ښاغلی جهانی د خپل ناول ”قوماندان“ په هکله په یوه مرکه کې ویل چې په هغه ژبه یې لیکلی دی چې دی پرې خبرې کوی. ستا له خولې مې هم دې ته ورته خبره لکه چې اورېدلې وی. ایا دا خبره همداسې ساده ده؟ زه ګومان نه کوم چې داسې په اسانه دې فیصله شی.
زه ستا له دې بلې خبرې سره ډېر موافقت لرم چې په یوه مرکه کې دې ویلی وو ”ژبه داسې واړوه راواړه چې په لاس کې دې د موم په شان پسته شی، بیا چې یې هر لوری ته بیایې در سره ځی“ دا به ستا خپل ټکی نه وی، زه یې له یادو وایم خو مطلب همداسې څه وو. د یو ملا نه چا پوښتنه وکړه چې دا اغزی خدای پاک یو په یو تېره کړی که څنګه، ملا ورته ویل چې خدای ورته ووایی چی ”تېره!“ نو بیا تېره وی. اوس که زه هر څومره ژبې ته وایم چې ”موم! “ هغه نه موم کېږی. په ژبه حاکمیت څنګه حاصلېدای شی؟
شپون:
مها رت له دوو لارو حاصلولای شو: له نورو ژوندیګړو یا لیکنو. دریمه لار د زیار ده چې هر ګوره د دین دنیا تاوان دی او ځان ساته ترې طا لبه چې بیا به لاسونه مروړې او د ولس د ژبې سره به یارانه نشې کولای. ویی، غونډل…. به کاروی او کلیوال به درته اریان شی چې دا به لا کوم ځناور ښیی.
له نورو ژوندی ګړو نه یې زده کړه. چې پښتون مو مې ورته غوږ غوږ شه او حتی که یې تلفظ نا سم درته ښکاره شو هم یې با بیزه مه ګڼه، ما غزو ته دې یې ور ګوزار کړه. د «نیا یی» مثال مې بل چېر ته هم ور کړی چې یوه همکار وویل،« نیا یی مې مړ شو» او د امریکا غږ ټولو پنډتا نو ور پورې پیچموغزې ( چې زموږ کلی کې ملنډو ته وایی) ووهلې . چا کم اکل لا دا نا پړیته هم ور شتۍ کړه چې ،« خیر دی بل نایی به بازار کې پیدا کړې». عجبه لا دا چې تعلیمیافته مومند د تعلیمیافته خوګیاڼی په ژبه پوه نشو چې هلته د «ډم» او «ما ما» توری بېل دی.
د نورو د آثارو له لو ستو یې زده کړه. که پټه خزانه نه منې پرېما نه نور کتا بونه هم په لرې او برې پښتونخوا کې شته.
که یې توان در کې وی پکتیا ، کندهار، ننګرهار، وزیرو مسودو، خټکو ته سفر و کړه ، توری یې را ټول کړه، اوس خو شکر دی پښتو کمپیو ټری شوې ده ، هلته یې خو ندی کړه. بیا یې کاروه .
بیا نو خوشال بابا ضمانت کوی ، که خطا دې شو یو تیر
نو منلی صیب، دغه یې لارې دی، ما ته نور چل نه راځی

ستاسو نظر