ادبیات

جنت نه انور مقصود ته د (جون ایلیا) لیک

جون ایلیا

ژباړه: میراحمد یاد

انور جانې ستا لیک مې ترلاسه کړ، د پاکستان حالات مې ولوستل؛ خو پرېشان نشوم، ځکه دلته هم همداسې حال دی، شاعران سره خپلو کې اوښتی، دا ځای یې هم تباه کړ. ماته یې ویل چې له خپلو ورونه سره واوسیږه؛ ما ورته وویل زه په ځمکه هم له ورونو سره وم، دلته بېل کور (فلیټ) راکړئ. مصطفی زیدی دا کار وکړ او ماته یې کور راکړ؛ خو ددې کور جوړښت د نثری نظم په څېر دی، انسان پرې پوهیږی خو په یاد نه پاتې کیږی، هره ورځ رانه خپله د خوب کوټه هېره وی. خو پدې کې کور مې یوه ګټه کړې چې د میرتقی میر کور راته مخامخ دی، ۲۵۰ شعرونه یې بې وزنه دی، ما په نښه کړی؛ خو له وېرې ورته ویلی نشم.

د شعر او ادب په کوڅه کې تر ټولو لوی کور د غالب دی، ما میر ته وویل چې ګوره ته د غالب نه لوی شاعر یې نو د غالب د ماڼۍ نه باید ستا کور لوی وی، میر راته وویل، دا کور په اصل کې د غالب د خسرګنۍ دی، چې ده ترې نیولې. د میر کور ته هیڅوک نه راځی، په ټول کال یو ځل ناصر کاظمی راغلی و او هغې هم یوازې د میر کوترې لیدلې. د غالب ماڼۍ له مازیګره وروسته خلاصه وی، چې په لامل یې ته پوه یې:

مجھے کیا بُرا تھا، گر ایک “بار” ہوتا

پدې مصرعه دلته پوه شوم، (بار) پکې انګریزې لغت دی

غالب دوه وارې وروغوښتم؛ خو منیز نیازې مې دلته هم مخه ونیوله. د سوده کور زما له کوره سل قدمه لرې دی، دلته چې راغلم لیدو ته یې لاړم، لیدو سره سم یې راته وویل چې ګرانه ته ماته سودا راوړه! ما هم ورسره ومنل ځکه سوده ته سودا راوړل زما لپاره د فخر خبره وه؛ خو جانی ! سوده چې رانه کله حساب غواړی نو په ما سم قیامت تیریږی؛ د جنت چرګ دې دومره قیمته راوړ، حلوا دې لکه چې د نیاز فتح پوری له دوکانه راوړه؟ ته ټینډې نه پېژنې؟ په هر څه نیوکه. فکر مې وکه په ما شکمن دی چې زه ګنی د سودا په پېسو کې غلا کوم. ۴ ورځې مخکې مې ورته وویل، زه د اردو ادب یوازینی شاعر یم چې اتیا لکه نغدې مې پریښی او دلته راغلی یم، ستا د ټینډیو نه به څه ګټه وکم. تا ستر شاعر ګڼم ځکه درته کار کوم، ستا له شاعرۍ مې هېڅ ډول ګټه نده ترلاسه کړې او نه مې ستا ځمکه نیولې ده. له نن وروسته خپله سودا په فیض احمد فیض راغواړه، چې ستا لږ پور خو پرې کوی، بانجان مې په لاس کې وو ورته مې په لاس کې کېښودل او ورته مې وویل:
بانجان زما له لاسه واخله، چې لاړمه زه.
د شاتو د یوه نهر په غاړه مې احمد فراز ولیده، ورته مې وویل له وروسته راغلی یې ځکه ځان ستر شاعر مه ګڼه، فراز راته وویل، چې مشاعرې ته ندی راغلی. بیا یې کړه چې امراو جان چرته اوسیږی؟ ما ورته وویل، له رسوا کېدو ښه ده، چې خپل کور ته لاړ شې، نه یم خبر چې هغه چرته اوسیږی.
جانی ! یوه حوره هر پنجشنبه ماکره د الوګانو برته راوړی، شاعرۍ سره یې لګی او خپله یې هم لیکی؛ خو جانی ! څومره وخت چې ماسره تېروی ایله پکې د مشتاق احمد یوسفی صفتونه کوی، یوازې همدې سره د لیدو شوق لری. ما ورته وویل یوسفی ته دې خدای اوږد ژوند ورکړی، پاکستان ورته سخته اړتیا لری، که ډېر دې ارمان وی ځمکې ته ورښکته شه او هر رقم شاعری چې دې زړه غواړی کوه یې، هغه دې پخپله پېدا کوی او د مېلې لپاره دې د سمندر غاړې ته وړی. ابن انشاء، سید محمد جعفری، دلاور فګار، فرید جبال پوری او ضمیر جغفری ټول په یوه کور کې اوسیږی. د نومبر په نهمه یې د اقبال د زېږېدنې په مناسب د شپې ډوډۍ کړې وه. اقبال، فیض، قاسمی، صوفی تبسم، فراز او زه په ټاکل شوی وخت ورغلو، په کور کې تیاره وه، او په دروازې یې یوه پرچه راځړولې چې پرې یې لیکلی وو:« مونږ لاړو چې د دوزخۍ مېښې پانچې وخورو، ډوډۍ مو د راروان کال په نهم نومبر کړې ده» په بله ورځ اقبال رسنیز کنفرانس ورکړ او دا ټول یې په ادبی محفلونو بند کړل.
په لیک کې دې د مشتاق خواجه په اړه پوښتنه کړې وه، هغه دلته ځانله اوسیږی، هیڅ چرته نه ځی؛ خو دا حیرانتیا خبره دا ده چې کور ته یې د اردو او فارسی غټ غټ شاعران ځی راځی. ته دلته په راتلو کې تادی مه کوه، ځکه ته چې هلته یې زما درکې ګټه ده، که ته هم دلته راشې نو بیا به ما څوک یادوی؟؟؟
ژوند کوه؛ خو په یوې نیمې مړ کېږه. زه به هم په چا مړ کېدم؛ خو جانی! ژوند دا موکه رانکړه.

ستاسو نظر