ادبیات

نجیب منلی او همدا شېبه

سمندر: منلی صاحب! همدا شېبه په څه لګیا یاست؟
نجیب منلی: همدا شېبه، دقیقاً د همدې جملې په لیکلو لګیا یم. په لومړی نظر، کېدای شی څوک داسې و انګېری، چې ګواکې زما دغه ځواب د ملنډو په ډول دی، خو خبره دومره ساده هم نه ده. د وخت مفهوم که څه هم ظاهراً هر چا ته اشنا ښکاری، خو که لږ ورته ځیر شو د انسان د ستونزو محوری کرښه همدا ده. تېر مهال، چې اوس نه شته، او راتلونکی مهال، چې تر اوسه نه دی شته شوی، هغه څه دی چې موږ یې حساب کولای شو. د نشت حساب. اوس مهال، یا ستاسې په وینا «همدا شېبه» د دوو تشو تر منځ یوه کرښه ده، چې که واقعیت یې و هم منل شی، اندازه کول یې ناشونی دی. په یو فلم کې، ګومان کوم چې روسی فلم و، پوهان داسې یو کمپیوټر جوړوی، چې موجود مالومات په کې ټول ثبت شوی وی او کمپیوټر دا وړتیا هم لری، چې له نوو تجربو څخه نور مالومات هم پیدا کړی. په ډېر لږ وخت کې دا کمپیوټر دومره ځواکمن شی، چې په هېواد کې ټول واک انحصار کړی. د انسانانو تر منځ په اړیکو کې، هغه څه چې د کمپیوټر په منطق برابر نه وی، هغه ته د نه منلو خبره او د سختې جزا وړ عمل ښکاری. هیڅوک د دې ټولواک ماشین د کړنو مخه نه شی نیولای. هغه څه چې د دې ماشین د قدرت سرچینه ده، هغه د ده د منطقی تحلیل قوت دی، چې د هر ممکن عمل وړاندوینه کولای شی. په ټول هېواد کې د کمپیوټر «منطقی دیکتاتوری» حاکمېږی. انسانان چې د کمپیوټر له مطلقیت څخه پوزې ته رسېدلی هڅه کوی، چې دا مطلق العنان واکمن له کاره وغورځوی، خو هره هڅه چې کېږی، سمدلاسه کشفېږی او په شدت سره ځپل کېږی. بالاخره یو پوه د کمپیوټر د ضعف ټکی پیدا کوی: مطلقیت چې ټولواک ماشین یې پر بنسټ خپل ټول نظام جوړ کړی دی، د ده تر ټولو ستره کمزوری هم ده. پوه له کمپیوټر څخه یوه پوښتنه کوی، چې د هغه ټوله انرژی په کار اچوی، او په پای کې د کمپیوټر اجزا ویلې کېږی. دا بې ځوابه پوښتنه څه وه؟ بس همدومره چې «همدا شېبه دقیقاً څه وخت دی؟». د همدې شېبې د زمان له ټاکلو سره سم، همدا شېبه هغه شېبه نه ده چې زمان یې تعیین شوی و.
کوم شاعر ویلی دی:

هر چې کاندې هغه کانده وخت دغه دی
پرون تېر شو، سبا نه شته مهلت نن دی

همدغه راز په زاړه اروپایی تمدن کې رواقیون د «همدې شېبې» سم کارول د خپلې فلسفې د اساس په توګه منی، خو په مقابل کې، مذهب او اخلاق دواړه د پرون کړنې، د سبا د پایلو علت ګڼی: تېر ګناهونه راتلونکی عذاب ته لار جوړوی او نن باید د سبا له پاره توښه برابره شی. زه هم، شاید د رواقیونو پر پله، په دې باور یم، چې انسان خدای خلاق پیدا کړی دی او د خلاقیت یوازینی مظهر په «همدې شېبې» کې داسې څه کول دی، چې د راتلونکې شېبې جهان د تېرې شېبې له جهان څخه بېل کړی.
سمندر: کوم مهم دی یا کوم اول دی، تاسو که هغه څه چې ترسره کوئ یې؟
منلی: مهم او اول مترادف مفاهیم نه دی. که زه نه یم زما کړنې نه شته، نو ویلای شو چې زه اول یم. خو په عین حال کې که زه موجود و اوسم او پر خپل چاپېریال هېڅ ډول اغیز و نه لرم، نو زما موجودیت په خپله تر پوښتنې لاندې راځی. له دې امله به دا بې ځایه نه وی که ووایم چې هغه څه چې زه یې کوم زما فیزیکی شتون ته واقعیت ورښندی، نو زما تر شتون زما «عاملیت» یا په بل عبارت زما د تخلیق وړتیا مهمه ده.
که د خلقت کیسې ته ځیر شو، خدای د انسان د هستولو له پاره خپله اراده ملایکو ته څرګندوی. ملایکې د خدای راتلونکی مخلوق په ځمکه کې د فساد سرچینه بولی او وینې تویوونکی یې پېژنی، خو خدای ورته په ځواب کې وایی «په هغه څه چې زه پوهېږم، تاسې نه پوهېږئ». وروسته چې انسان پیدا شی، نو خدای ورته د شیانو نومونه ورزده کوی او همدا پوهه پر ملایکو د انسان  د غوراوی دلیل بلل کېږی. په دې روایت کې څو ټکی زموږ له موضوع سره ارتباط نیسی. خالق، چې مطلقاً قادر او د مشیت خاوند دی، خپلو مخلوقاتو سره مشوره نه کوی، د هغوی خوښه نه پوښتی، خو د انسان تر پیداکولو مخکې هغوی خبروی. د خالق په هکله د اړتیا خبره نه شی مطرح کېدای، چې ګواکې د ملایکو خبرول به کوم ضروری عمل وو. د خدای اراده وه چې انسان پر ځمکه خلیفه کړی، نو هغه ته یې د خپلو صفاتو د یوې برخې د ورکولو قصد وکړ. اوس، د دې له پاره چې دا نوی مخلوق د خالق د خلیفه کېدلو وړتیا پیدا کړی، د هغه د پیدا کولو اراده اعلانېږی. ملایکې دومره پوهېږی، چې دغه نوی مخلوق د چاپېریال د بدلولو وړتیا لری او دا بدلون په «فساد» تعبیروی. دا هغه ناپوهی ده چې خدای ورته اشاره کوی. انسان ته د شیانو نومونه ورزده کول کېږی، یانې انسان ته دا وړتیا وربخښل کېږی، چې د شیانو په اړه د هغوی په غیاب کې هم فکر وکړی. د خلاقیت تعریف پرته له دې بل څه نه دی. هغه مخلوقات چې تر انسان دمخه هست شوی وو، په خپل اصلی هیأت کې د ځان له پاره هدف نه شی ټاکلای: هغوی مجبور دی چې هغه څه وکړی. د هغه په خاطر هست شوی دی. په دوی کې یوازې یو د خالق له امر څخه د بغاوت په مرسته – یا په برکت – یو ډول انفعالی خلاقیت پیدا کوی. دی هم نه پوهېږی، نو ځکه داسې انګېری چې د ده ماهیت (له اور څخه جوړ شوی وجود) ده ته تر دې بل مخلوق (چې له خاورې رغېدلی) لوړ دریځ وربخښی چې دا یوه ستره ناپوهی ده. کله چې دغه باغی مخلوق د انسان د بې لارې کولو نیت کوی، خالق یې مخه نه نیسی، ځکه چې د انسان امتیازی صفت یعنې خلاقیت هغه ته دا وړتیا وربخښی، چې د سمې او ناسمې لارې تفکیک وکړی. د شیطان بغاوت هغه ته همدومره خلاقیت ښندلی چې د انسان د بې لارې کولو هڅه وکړی، خو دا هم یو ډول ناقص خلاقیت دی، ځکه چې انسان که له سمې لارې وځی، نو هم د خپلو کړنو پربنسټ به ناسمې لارې ته اوړی.
د لومړیتوب او اهمیت ټوله معما په همدې کیسه کې نغښتې ده.
سمندر: احساس، فکر، لیک، پنځونه ده، چې د وګړی برخلیک جوړوی، که وګړی (فرد) دی، چې د احساس، فکر، لیک او متن په فزیکی کالب کې «واقعیت» ته راوځی؟
منلی: کله چې د واورې سپین څادر و غوړېږی، لیدلی به مو وی چې انسان (کله کله ګومان کوم چې حیوان هم) پر دې سپینې پردې په ډېر خوند او شوق ګرزی، راګرزی او بیا د خپلو پلونو خاپونو ته ځیر کېږی او یو ډول غرور ورته پیدا کېږی. دا غرور او دا خوند له ګرزېدلو سره نه دی تړلی، ځکه چې دا چاره خو له واورې پرته هم په طبیعی ډول، هره ورځ، هره شېبه له انسان سره تړلې ده. د دې خوند او غرور منشأ د سپینې واورې په بدرنګولو کې ده. په هغه ډول چې تاسې مطرح کړې – احساس، فکر، لیک، پنځونه مو سره یو ځای یاد کړی – ستاسې پوښتنې ته ځواب نه شی ویل کېدای. خو که د دغو بېلابېلو او سره پردیو مفاهیمو ګډ کیفیت په نظر کې ونیول شی، نو ویلای شو چې ستاسې د پوښتنې دواړه برخې د یوې پاڼې دوه مخه دی چې یو له بله نه شی بېلېدلای. پنځول د انسانیت لومړنی اصل دی، خو تر څو چې انسان څه پنځولی نه وی، تر هغو پر خپل شتون نه شی باوری کېدلای.
سمندر: لیدلی، او د لیدلو وړ واقعیت غټ دی، که هغه څه چې د شکل، زمان، مکان او مادی بڼې له پېداکولو د مخه، په نه پېژندلې بڼه شتون لری؟
نجیب منلی: هغه څه چې د شکل، زمان، مکان او مادی بڼې له پېداکولو دمخه، په نه پېژندلې بڼه شتون لری، هغه د خلقت اراده ده چې له خالق سره ده او تر دې بل هېڅ مفهوم ستر نه شی ګڼل کېدلای، خو دا هغه څه دی چې انسان یې له درکه عاجز دی. وړاندې مو د انسان د پیدایښت کیسې ته اشاره وکړه. د انسان د خلاقیت سرچینه د نومونو (د لیدلو وړ واقعیت) پېژندل دی. زه او ته انسانان یو نو زموږ د فکر او درک د ځغل میدان همدا د اسبابو عالم دی، چې په مادی بڼه د زمان او مکان په لمن کې شکل نیسی. ان هغه څه چې «همدا شېبه» نه شته او زه یې شته کوم، د زمان او مکان له ظرفه بهر د تصور وړ نه دی. زموږ په فلسفی او علمی بحثونو کې کله د خلقت له شېبې نه د وړاندې شېبې پوښتنه مطرح کېږی (هغه مهال چې هېڅ هم نه وو، څه وو؟). د دې پوښتنې مطرح کول په خپل ذات کې بې مانا دی. فیزیک پوهان دغه ټکی ته د «عجب» (Singularity) ټکی وایی. د اینشټاین له خوا وړاندې شوې معادله چې د نوی فیزیک بنسټیزه معادله ده کتله (مادی بڼه) له انرژی (خوزښت) او د رڼا له چټکتیا (مکان پر زمان) سره تړی:

E = mc2

په دې معادله کې که کتله (m) صفر شی، یانې مادی بڼه وجود و نه لری خوزښت (E)  هم صفر کېږی، یانې له منځه ځی. چټکتیا هم پر زمان د فاصلې (مکان) تقسیم دی، نو که زمان صفر شی خوزښت لایتناهی (بې پایه) کېږی. هغه شېبه چې مکان، زمان او مادی بڼه درې واړه صفر شی، نو ریاضی د دې معادلې له حل څخه عاجزه ده، ځکه چې په دې شرایطو کې خوزښت هم نه شته، او هم بې پایه دی، چې دا تضاد د حل وړ نه دی.
زموږ له پاره یوازې او یوازې هغه څه مفهوم دی، چې مادی بڼه ولری او د زمان او مکان په قید کې وی.
سمندر: که چېرې د فزیکی حواسو او ذهنی وړتیا له دریځه ګورو نو برخلیک مو دغه دی، خو که خپل نه پېژندلى، یا درونی حواس راویښ کړو، او له مادی-زمانی واقعیت څخه د آزاد خیال په لور، د زړه سترګه ورخلاصه کړو، په څه به اوړو، دا د خوبونو له واقعیت څخه آزادې تجربې، د شعر تازه او ژوندۍ موسیقی… او د مخامخ او د زمان له حجم څخه آزاد فردی درک او فهم «جوهر» څه شی دی، وګړی په خپلې کومې وجودی برخې کې راویښېږی، او څرنګه دغه بې جنسه مرغلرې راوړی؟ (هیله من یم چې پوښتنې زما فردی حس له ځان سره ولېږدول شی، ځکه ژبه راته سخته فزیکی برېښی.)
منلی: د زړه سترګه یې بولې، که شپږم یا اووم او اتم حس یې بولې، که د جوګیانو په اصطلاح دریمه سترګه ورته وایې او که بل هر نوم پرې ږدې، د انسان غیر حسی ادراک بیا هم د اسبابو له عالم سره تړلی دی. انسان یو مادی موجود دی، په هېڅ وجه نه شی کولای چې ځان د مادې، زمان او مکان له قیده ازاد کړی. ستاسې په قول «د شعر تازه او ژوندۍ موسیقی» بیا هم له حواسو ګړېږی او جوهر (Essence) هم په لومړۍ مانا د بوټو هغه برخه ده چې د درندو عناصرو (ایرو او سکرو) له لېرې کولو وروسته د ګاز په شکل پاتې کېږی او په ځینو مایعاتو کې د حل وړ ده. تر دې ډېر به بل څه شی مادی وبولو؟ کله چې موږ د «روح» خبره کوو، د نوم تر شا نومول شوی واقعیت بیا هم د «باد» یا «هوا» ښکارندویی کوی، چې د پښتو «سا» هم په همدې مانا ده. هرې خوا ته یې چې واړوې، زما او ستا دنیا بیا هم د مادیاتو او اسبابو له تنګ سپم څخه لویه نه ده. هغه د کب او چونګښ کیسه رایاده شوه: د سېلاو څپو کب له سیند څخه یو کوچنی ډنډ ته یوړ. هلته پر چونګښ واووښت. کله به چې کب د سیند د پراختیا خبرې کولې، چونګښ به ورته د خپل ډنډ یوه برخه په مثال کې یادوله خو دا د چونګښ له درکه وتلې خبره وه، چې تر ډنډ پراخه څه دې هم وجود ولری. زموږ د ادراک ډګر دومره کوچنی دی، چې کله چې موږ د خپل خالق په اړه هم فکر کوو، نو د خپلو حواسو او خپل بدن په محدوده کې یې رانغاړو. لویو پوهانو همدومره کړی، چې د خالق لیدل، اورېدل او کول یې «بلاکیفه» بللی دی. تاسې چې کله د «وجودی برخې» او «بې جنسه مرغلرې» یادونه کوﺉ، نو په خپله هغه هڅه نفې کوﺉ چې له وجود او جنس وراخوا د یو بل واقعیت لټون دی.
سمندر:که اوس تاسو ته هغه شیبه عکس شی، چې کلی کې ملا ته ناست وئ، یا د لومړی ټولګی، په لومړۍ ورځ لومړنی معلم ته ناست وئ، څومره به ځان په کې ومومئ- دغه ځان یا هویت چې دم شېبه یاست؟
منلی: هغه څوک چې د دې جملې تصور یې کړی و اوس نشته، هغه څوک چې دا شېبه د کمپیوټر تڼۍ کښېکاږی، د دې جملې د پیل کولو پر مهال نه و. هغه څه چې موږ یې خپل «هویت» بولو په حقیقت کې یو فرضی موجود دی، چې د شوو تجربو محصول دی. شوې تجربې هم یوازې د فرد له ژوند سره نه دی تړلې، بلکې د خلقت له شېبې راهیسې د کایناتو ټول تاریخ په کې نغښتی دی. هغه څه چې موږ یې خپل انفرادیت بولو یانې هغه څه چې زه یې زه کړی یم او ته یې ته کړی یې په حقیقت کې زموږ د ادراک محدودیت دی. ته هم د کایناتو د ټولو تجربو محصول یې او زه هم خو د دغو تجربو هغه برخه چې زما د ادراک په ساحه کې دی، ستا د ادراک له ساحې وتلی دی او هغه څه چې ستا د ادراک په ساحه کې دی، زما د ادراک له ساحې وتلی دی. په بل عبارت ته زما ناپوهی یې او زه ستا ناپوهی یم!
سمندر: دلته د مدونو متنونو او اندونو سره په توپیر کې د وګړی «فردیت» او ځانی خپلواکی او داشان فردی مسوولیت نه په ډاګه کېږی، آیا له دې خبرو دې پاېلو ته نه رسېږو، چې «زه» یعنی زما د فکر او عمل مجسمه بڼه؟
منلی : یا همدې ته ورته یوڅه : «زه» یعنې د یو فرد د فکر او عمل هغه بڼه چې «ستا» فکر یې ځان ته مجسموی! فرد له ټولنې بهر مانا نه لری: فردیت هغه څه دی چې د ټولنې غړی یو له بله بېلوی یانې د همدې ټولنې نورو غړو ته یې د پېژندلو وړ ګرزوی.

منلی: اوس چې ستاسې پوښتنې ته راشم، هغه څوک چې زه یې «زه» بولم خو په تېر مهال کې یې وینم یوازې همدومره هغه چا سره ورته والی لری، چې زه یې بیا هم «زه» بولم او د «همدې شېبې» شاوخوا په نسبتاً لنډ زمانی واټڼ کې یې تصورکوم، چې پخوانی «زه» د خپل خلاقیت په مرسته اټکل کړی و. موږ عموماً «هویت» یا په زېږنیز چوکاټ کې وینو (زه له کومې انسانی ډلې – کورنۍ، کلی، قام، ملت، … سره تړلی یم؟) او یا یې د چاپېریال بدلولو د وړتیا په چوکاټ کې وسنو (زه له کومې انسانی ډلې – مسلک، ټولنیز فعالیت، اقتصادی فعالیت،… – سره تړلی یم، چې خپل چاپېریال په داسې ډول بدلوی، چې زه یې په ورته ډول بدلوم).
د ځان موندل په حقیقت کې ځان د نورو په هېنداره کې لیدل دی، نو زما هویت هغه څه دی چې ته فکر کوې، چې زه یم او کېدای شی، چې زه د خپل دغه هویت منلو ته تیار هم و نه اوسم.
سمندر: که ټوله هستی په یوه لنډ کلام، یوازې په یوه جمله یا کلمه کې راټوله کړئ، هغه به څه وی؟
نجیب منلی: که له هستۍ څخه مو مقصد د انسان ژوند وی، نو: «د پرون او سبا تر منځ د ورکې لارې لټون» به یې وبولم او که له هستۍ څخه مو مقصد د خدای پراخه خدایی وی، نو کېدای شی چې «له عدمه تر عدمه یو له درکه وتلی میدان» یې وبولو.
سمندر: څه فکر کوئ، د وګړی ازلی برخلیک دادی، چې په ذهنی-حسی تلو کې د هستۍ د نه ځاېدلو او نه پېژندلو پر دریځ ودرېږی او اګاهی همدلته وچه او پای ته ورسېږی، او که نه وګړی د «حقیقت نښه» ده، چې باید په ځانخبری ډول بېرته خپلې بې زمانه او ژوندۍ شېبې کې راویښ شی؟
منلی: زما د خبرو محوری ټکی د «بې زمانه او ژوندۍ شېبې» نفې ده.
سمندر: د لیک او تحقیق رسالت د واقعیت په ژبه د حقیقت ژباړل دی، که د واقعیت تشریح او که نه په لیک او تخلیق سره وګړی او لیکوال غواړی، هستی بشپړه کړی؟
منلی: مخکې مې دې ټکی ته اشاره وکړه، هر خلاق موجود د واورې پر سپینه پاڼه د خپلو پلونو خاپ جوړوی، چې ځان په خپل شته والی باوری کړی. نه یې « د واقعیت په ژبه د حقیقت ژباړل» بللای شم او نه د هستۍ د بشپړولو هڅه. انسان ځان تل تر هغه څه ډېر ستر بولی چې دی. پر واورې د پلونو خاپونه جوړول، که د چاپېریال د بڼې د بدلون په موخه عمدی عمل وی، هنر او تخلیق یې بولو او که بې ارادې حرکت وی، طبیعت ورته وایو. د هنر رسالت یوازې همدومره دی چې انسان له انسانیت سره په یو ډول اشنا کړی.
سمندر: ګورو، چې فکرونه، اندونه، باورونه، اخلاق، انګېرنې، تمدنونه، رواجونه…انسانی تالیفات دی، او هماسې د انسان نور مادی-ذهنی تالیف زړېږی، له موډه لوېږی او ساه ورکوی، څه فکر کوئ، چې د وګړی ډېره ښکلې پاېله به څه وی؟
نجیب منلی: هر څه فانی دی، فرد او د هغه تخلیق او تالیف له دې اصل نه مستثنی نه دی. انسان ابدیت ته پسخېږی، خو که موږ د بشریت تاریخ ته وګورو، نو هغه انسان چې په همدې بڼه د ځمکې پرمخ له دوو یا دریو ملیونو کالو راهیسې د ابدیت په لټه دی، داسې څه یې نه دی پرې ایښی چې درې څلور زرو کالو واوړی. ځکه خو زما په اند د ابدیت په لټه کې انسان، هم د فرد په مفهوم او هم د نوعی په مفهوم، خپل ځان غولوی. د یو فرد له پاره تر ټولو ښکلې راتلونکې همدا ده، چې کله چې له دې دنیا نه سترګې پټوی، په دې ډاډه واوسی چې خپل ځان ته، خپل انسانیت ته ژمن پاتې شوی دی.
سمندر: څه فکر کوئ، نه لیدلې شته؟ او که وی، نو انسان به د «علم» په راټولو کړو معلوماتو، که د «هنر» په خیالی لارو ور درومی؟ آیا وګړی یوازې همدا غوښن ماشین دی، که د خپل بل هویت پر سر پروت مادی-زمانی فصل؟ هنر چې د ذهنی اخلاقو له زرینو قفسونو آزاد برېښی، کولای شی، موږ ته د خپلې نا آشنا برخې هنداره شی؟
منلی: انسان یو خورا محدود موجود دی. پرته له شکه د واقعی دنیا بې شمېره بعدونه د انسانی درک په کوچنوتی ډنډوکی کې نه ځایېږی. نالیدلی شته، زموږ علمی څېړنې د دغو نالیدلو ځینې کوچنۍ ښانګې لیدلای شی، خو «اصل» ته د رسېدو وس نه لرو. هنر، یا بله هره انسانی پدیده نه شی کولای، چې انسان د انسانیت له چوکاټه بهر بل څه کړی. هنر یوازې کولای شی چې د اسبابو په عالم کې، د مادې، زمان او مکان په محدوده کې انسان ته د انسانیت تر پړاوه په اوږده تیاره لار کې پېلوځی ولګوی. پېلوځی دومره رڼا نه لری، چې ته په کې له لارې وراخوا غرونه او رغونه ووینې، همدومره هم ډېره ده چې په لار کې کندې در ته په نخښه کړی. مولانا وایی «آنچه اندر وهم ناید آن شوم» مګر دغه آن «نه شی تعریفولای ځکه چې د ده په وهم کې نه ځایېږی. له هنر څخه دا تمه درلودل، چې انسان به د انسانیت له تنګ چوکاټه وباسی، بې ځایه ده.¸مګر هنر انسان ته د خپل انسانیت د تکمیلولو لارې جارې ور زده کولای شی.
د هنری تخلیق له پاره زه پر دریو ژمنتیاوو ټینګار کوم: هنرمن باید ځان ته ژمن واوسی، د خپل هنر وسیلې ته ژمن واوسی او خپل مخاطب ته ژمن واوسی. ځان ته ژمنتیا – یانې د خپلو ریښتینو احساساتو ریښتینی بیان – د هنرمن له پاره، او په ټوله کې د هر انسان له پاره، تر ټولو ستر نصب العین دی.
سمندر: او، منلی صاحب، لومړی کار راڅخه هېر شو، له دې خبرو چې لږ لر او بر ولاړ شو، څه وخت، چېرې او د چا کره مو نړۍ ته سترګې را پرانستې؟
منلی: د ۱۳۳۷ کال د غبرګولی په نهمه مې د مولوی زین الله منلی کره، د کابل په شاه شهید کې لومړۍ چیغه کړې ده.
سمندر: زده کړې مو له کومه را پېل او تر کومه ځایه مو د اکاډمیک زمان قدمې ووهلې؟
منلی: د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ د کان په کلیوالی ښوونځی کې مې د رسمی زده کړو بهیر پیل کړی او تر ننه لا د شاګردۍ له حالته نه یم وتلی. په ځمکپوهنه او کمپیوټر کې دوه ماسټرۍ لرم، د ارواپوهنې درسونه مې د ماسټرۍ تر کچې لوستی خو دیپلوم مې نه دی اخیستی، په ادبیاتو کې د دکتورا د اخیستلو هڅه مې لا روانه ده.
سمندر: دومره وخت چېرې په څه چارو بوخت وئ؟
منلی: زده کړه او د ډوډۍ ګټل زما دوه ګونې بوختیاوې – لا که ووایم «بوختې» – دی. نور د هېڅ ښې نه یم.
سمندر: نو لیک او تخلیق مو په کومه زمانه کې او له څه شی را جوړاوه؟
منلی: زه د رسامۍ له استعداده بېخی بې برخې یم، نو د شعر ژبه د خپلو مشاهدو د انځورولو له پاره کاروم. سیاسی، څېړنیزې او نظریاتی لیکنې مې له ژوند او ټولنې سره تړلې دی. د څه لیکلو هڅې مې په ماشومتوب کې پیل کړې دی او لا تر اوسه د هڅې له پړاوه نه یم وتلی.
سمندر: څه فکر کوئ، تاسو مشر یاست که لیک او تخلیق مو؟
منلی: انګار، زما مشر زوی، را ته یوه ورځ وویل : «که ته نه وای، زه به د چا زوی وم، یا به نه وم، خو که زه نه وای، ته نه شوې پلار کېدلای!» دا یوه ډېره دقیقه خبره ده. هغه وخت لا زه، «زه» شوی نه وم، چې دې «بالقوه زه» زما مور ته د مور کېدلو او زما پلار ته د پلار کېدلو احساس ورکړ. دا هم یو ډول تخلیق دی، چې سړی د چا په ذهن کې یو تصور وپنځوی.
د لیک خبره بیا لږ څه توپیر لری. دا د تخلیق یو ځانګړی شکل دی چې ریاضت غواړی، نو پرته له شکه چې ما لومړی د «زه والی» ګڼ پړاوونه وهلی او بیا مې په څه لیکلو پیل کړی دی.
سمندر: څه فکر کوئ، لیک او تخلیق به مو ستاسو پوره ننداره راباندې وکړلای شی؟
منلی: هنرمن ځان په خپل هنر کې نه څرګندوی، بلکې لا یې پسې پټوی. زه هم هڅه کوم، چې د امکان تر حده ځان په خپل لیک کې ښکاره نه کړم.
سمندر: ښه نو انتظار به شو! خو څه چې تر اوسه تاسو پر قلم جوړ کړی، نومونه یې واخلئ، همدا یې ځای دی.
منلی: انتظار به شو.

ستاسو نظر