ادبیات

یودېرشم توری

عشق یو هسې یو دېرشم تورى را زده کړ
چـې په دېرش توری څکوم د قلم کیلې
(خوشال خان خټک)

کوم ډول مینه؟
خوشال بابا ویلی دی، چې په شل کلنۍ کې یې شاعری شروع کړې ده، په دې حساب هغه غزل، چې پکې وایی:
زما عمر په حساب تر شلو زیات دى
د هغوى یوه لومړۍ غزل ده، په دې غزل کې لولو:

زه به هېڅکله له عشقه نه وانه وړم
عقل څه په شهر تل د ګوتو مروړ کا
زه که هر څو خپل پیوند شلوم له عشقه
ولې ما او عشق خداى لا وبله جوړ کا
د بنیادم هغه شوق ته، چې په نورو غوښتنو او منجمله د عقل په تقاضاوو زورور دى، عشق وایی؛ ځکه خو د عقل و عشق په مقابله کې د مینې برلاسی د پام وړ خبره نه ده.
خان بابا وایی، چې له مینې به هېڅکله لاس وا نه خلی او ورپسې سمدستی زیاتوی، غواړی له عشق سره خپل پیوند وشلوی؛ خو نه کېږی.
همدغه تناقض او پاراډاکس د خوشال د عشق په پېژندنه کې راسره مرسته کوی، دى د مینې قدردان دى، چې: خوشال یې په عالم کې سر بلند کړ
او:

جاویدانه خوښی داده په جهان کې
چې دې زړه د عشق په کار کې منبسط شی.
او ان په بېلتانه کې هم کمالونه وینی:

کل عالم د بېلتانه له لاسه زار کا
زه په څو خبرو خوښ یم له بېلتونه
یو یې قدر د وصال راته څرګند کړ
بل یې سهل راښکاره کړل نور غمونه
خو له داسې خبرو سره سره فرمایی:

دا همه چارې دده دی چې راکېږی
یوه خدایه کور دې وران د محبت شی
دا ولې؟ دا ځکه چې دى خپل شخصیت او فردیت ته اهمیت ورکوی، ځان له عشقه نه ځاروی؛ بلکې عشق د ځان لپاره د لذت او روحی کمال ذریعه ګڼی.
شاید ځینې کسان، چې د صوفیانه شاعرۍ زرورور اثر ورباندې پروت دى، دغسې مینه رښتونې ونه بولی؛ خو ځینې نور له واقعی مینې همدا معنا اخلی؛ ځکه له بل سره مینه او بل ته احترام د هغه چا په زړه کې ښه ځایېدلاى شی، چې له ځان سره مینه او ځانته احترام ولری.
دى د اوسنی پراګماټیسټ انسان غوندې یو څه ته هغه وخت د قدر په سترګه ګوری، چې خیر او نېکمرغی ورسره راوړی، دى وایی:

یا دا درې توکه زما له دله واخله
یا یې زر و ماته راکړه لاس په لاس
اول ښه ښکلې محبوبه چې یې ګورم
دویم باز د مهورې، درېیم ښه اس
یعنې که د خوښې شیان په لاس نه راځی بیا خو بهتره ده، چې زړه ورپورې ونه تړل شی.
خان بابا وایی:

کشکې زه درباندې نه واى مَېن شوى
تا نادانې مینه نه زده، نولوې مې
د خوشال بابا مینه او معشوقه، معمولاً قدسی او اسمانی بڼه نه لری، دده معشوقه د واقعی دنیا اوسېدونکې ده، خوبی یې مطلقه نه ده؛ بلکې نسبی ده. خوشال خټک د انتخاپ او غوراوی خبرې کوی:

ښکلی ډېر وو ما تهْ یار کړې
تل د ګلو انتخاب شته
یا:

که هر څو دی د خوشال معشوقې ډېرې
چې ورتېره تر هر چا ده هغه ته یې
دغه راز فرمایی:

په دا شهر کې دې نه وینم څوک سیاله
خبردار نه یم د بل شهر له حاله
خوشال بابا باوری نه؛ بلکې هیله من دى، چې دده معشوقه دې تر نورو نجونو ښکلې وی:

وایی شته په چین ماچین کې ښکلې ډېرې
خدا دې نه کا چې تر تا به وی بهترې
کله ناکله دا معشوقه ده، چې خوشال یې غوره کړى دى:

تا پخپله رضا ونیوه په غوره
اوس دې ولې د خوشال له یارۍ ننګ شی
او یو نیم وخت چې د هغه په زړه کې د چا مینه نه وی؛ نو وایی:
ځار تر هغه مخ شم چې به ما په ځان مَېن کا
سحر دى که دم دى که څه نورې فتنې فن کا
عشق تلپاته نه ګڼی:
که تازه یاریه ښې نه دی خوشاله!
څوک په څه خوښوی غوښې د ورغومی
ځکه خو د بېلتانه درد هم تلپاته نه دى:
لکه اور په بوټی ولګی بیا نه وی
یو څو ورځې دى ارمان د جدایی
کله ناکله انتخاب مشکل شی:
زما زړه د ټول دلبرو تر میان ورک شو
نوم د کومې یوې واخلم چې څه نومی
او کله ناکله معشوقه سیالانې لری؛ خو ډېرې نه دی:
ډېرې ښکلې سترګې ما لیدلې دی د ښکلیو
تا غوندې یو یو په بڼو پورې لری سترګې
او کله بیا یواځې یوه غوره ګڼی:
که هر څو دی د خوشال معشوقې ډېرې
چې ورتېره تر هر چا ده هغه ته یې
معشوقه یې د مال و متاع غوندې کم اهمیته هم بللې ده:
د خوشال خټک خو ښکلى مخ پکار دى
که د سوات، که د پکلۍ که د بونېر دى
خان بابا چې د پښتو تر بل هر صاحب دیوان شاعر د خپل زړه د خبرې په کولو کې صادق دى، دا هم راته وایی:
بې په دا چې ښایسته وو وته ګوری
په بل څیز مې له چا نه کېږی کینه
دغه نخښې څرګندوی، چې د خوشال معشوقې ددې دنیا اوسېدونکې دی، هغه له خپلې مړینې یا د معشوقو له مړینې وروسته وخت لپاره هم دغسې ځمکنی خیالونه په زړه کې لری:
پس له مرګه مې یو هسې مکان ګور شواى
چې پرې تل د کښلیو لار واى څه به ښه وو
زه دې ستا په در کې ومرم شانه تراشې
ګوندې هډ مې تورو زلفو ته شانې کړې
که پس له مرګه زړه د خوشال وګورې په ګور کې
هر ګز به د ښه مخ محبت نه وی ځنې تللى
او په یوه څلوریزه کې یې لولو:
که ته په ګور د مهرویو راشې
بېځی(۱) یې واخلې له لحدونو
نور څه به نه مومې د دوى په ګورې
بې تورو خاورو، سپینو هډونو
عشق العذرى:
افلاطون ویلی دی، چې تر زېږېدو دمخه روحونه له بشپړې ښکلا سره یو ځاى وو او چې کله دنیا ته راغله او روحونه مو د جسمونو په قالبونو کې ایسار شو، هجران مو احساس کړ، که څه هم تر زېږېدو دمخه وخت زموږ نه یادېږی؛ خو چې کله په دې دنیا کې ښکلا ووینو، لېوال یې شو او د هېر شوی خوب غوندې یو څه په زړه کې راوګرځی.
د اّیډیالی یا افلاطونی مینې اصطلاح د نوموړی فیلسوف ذکر شوې رایې ته په پام سره جوړه شوې ده. په اسلامی ادب کې دې ډول مینې ته (عشق العذرى) هم وایی. (عذرى) د عربو د یوې قبیلې نوم دى، چې د عاشقانو په کیسو کې یې پاکه، بشپړه او مثالی مینه انځورېږی. د مجنون مینه همدا ډول وه، مجنون که څه هم د عامر قبیلې و؛ خو عشق یې (عذرى) بلل کېږی.
زموږ په ادبیاتو کې د عشق د درېو مرتبو یادونه شوې ده: نفسانی، مجازی او حقیقی. حقیقی مینه له خداى(ج) او مجازی مینه له بنده سره وی؛ مګر پاکه وی.
ویل شوی دی، چې د ظاهری ښکلا ننداره له صوفی سره مرسته کوی، چې غیبی جمال وپېژنی، د ځینو صوفی مفکرانو په نظر مجازی مینه ددې سبب ګرځی، چې عاشق ځانولی (خودپرستی) پرېږدی، ایثار ته مخه کړی، نور هوسونه له نړۍ وباسی او د معشوق حسن ته د خداى(ج) د جمال د نخښې په سترګه وګوری.
عبدالقادر خټک وایی:
خو خبر نه دى وګړى له دې رازه
ګڼه بېل حقیقت نه دى له مجازه
د خوشال بابا په کلام کې تر ډېره حده د نفسانی مینې ذکر شوى او د ژوند د تجربو انعکاس پکې دى، حال دا چې میرزا خان انصاری، رحمان بابا، عبدالقادر خټک او نور کلاسیک استادان اکثره وخت د هغې مینې بیان کوی، چې دوى په کتابونو کې پېژندلې ده.
د شاعرانو پر خلاف د افلاطون څرګندونې مشهورې دی؛ خو ده پخپله تر شاعرانو هم شاعرانه خبرې کړې دی او همدا وجه ده، چې د جمال په باره کې دده نظریې د ګڼو شاعرانو د زړه او خیال پر دنیا سلطنت کړى دى.
مسلمانانو مفکرانو، چې د یونانیانو فلسفې یې په غور لوستې، هڅه وکړه، چې دغو فلسفو ته له خپلو دینی عقیدو سره سمون ورکړی.
صوفیانو به ویل، چې د مینې مقصد له بشپړ جمال یعنې خداى(ج) سره وصال دى او دې موخې ته د رسېدو لپاره د دنیایی مینې تجربې په کارېدلاى نه شی. که انسان پر ښکلا مَېن وی، خداى(ج) ورباندې خوشحالېږی؛ ځکه هغه د ښکلاوو سرچینه ده، جنت تر ټولو لویه خوشحالی ده، هلته بنیادم ځان له خداى(ج) سره یو ځاى یا د هغه په څنګ کې وینی او دوزخ هغه اور دى، چې له خدایه لرې شوى بنده ورکې سوځی.
خوشال بابا فرمایی:
چې په خلکو کې دوزخ دوزخ یادېږی
بل دوزخ په جهان نشته جدایی ده
څرنګه چې له دینی عقیدې سره سم اّدم(ع) اول په جنت کې و؛ نو د افلاطون په دې خبره کې چې موږ یو وخت له بشپړ جمال سره یو ځاى وو نور قوت هم پیدا شو او د ډېرو ښو شعرونو له ویلو سره یې مرسته وکړه، داسې اشعار، چې هم یې له دینی عقیدې سره ټکر نه درلود، هم ورکې جالبه نظریه وه او هم پکې د انسان د نفس غوښتنې یو مخ له پامه نه وې غورځېدلې.
خوشال خټک فرمایی:
عاشقان چې په ښه مخ کا دومره مینه
مګر خداى وینی د ښکلو په جمال
یا:
خداى پخپله په ښه مخ باندې مَېن دى
خداى یې واخله چې له ښکلیو یې پرهېز شی
او یا دا:
د کښلیو د جمال په ننداره کې ما خداى بیاموند
لږ نه دی له مجازه حقیقت ته رسېدلی
شهزاده او ښاپېرۍ:
هغه خبرې، چې له کتابونو یې را اخلو د شعر و ادب په بازار کې ډېر قیمت نه لری؛ مګر هغه څه، چې د خپل ژوند او خپلو تجربو پر اساس یې بیانوو، ممکن نوی اړخونه ولری او ادبی ارزښت یې لوړ وی. د خوشال بابا د عشقی شاعرۍ د لوړ ادبی ارزښت راز په دې کې دى، چې دى ډېر څه له ژونده راته وایی، نه له کتابونو.
فزیولوژی وایی، چې طبیعت د نسل د بقا لپاره په انسان کې مقابل جنس ته تمایل پیدا کړى دى او ټولنپوهنه وایی، چې د مدنیت پړاو ته تر داخلېدو وروسته ټولنې ددغه تمایل د ارضا لپاره اصول او چوکاټونه جوړ کړی دی. ټولنیزو چوکاټونو او بندیزونو د جنسی تمایل له زیاتېدو او د خیال او عواطفو له پارېدو سره مرسته کړې او مینه یې زېږولې ده. اوس که مینه د فیلسوفانو او مصلحانو له کتابونو راوباسو او د ژوند په کتاب کې یې ولولو؛ نو تر ډېره حده هماغسې ده، چې خوشال بابا یې انځوروی.
د شلمې پېړۍ نامتو اروا پوه کارل ګوستاو یونګ (۱۹۶۱_۱۸۷۵) یوه نظریه لری، چې د بشپړې ښکلا په اړه د افلاطون رایه په یوه بله بڼه تاییدوی.
یونګ وایی: د هر نارینه په لاشعور کې د یوې داسې ښځې انځور شته، چې دده لپاره تر ګردو ښځو منلې ده، هره ښځه هم پخپل لاشعور کې یو اّیډیال لری. یونګ د نارینه د لاشعور ښاپېرۍ انیما Anima او د ښځې د لاشعور شهزاده Animus بولی. یونګ وایی: د یو چا د انیما (یا انیموس) د انځور په جوړولو کې په تېرو سلګونو زرو کلونو کې د هغه د ټولو اسلافو د ژوند تجربې اثر لری.
انیما د نارینه د روح د ښځینه فطرت مظهر او ښووندویه ده او یا په بله ژبه د نارینه موْنث روح ته انیما وایی. انیموس بیا د ښځې د روح نارینه اړخ دى. د یونګ له نظریې سره سم بنیادم ټول عمر د لاشعور په اّیډیال پسې ګرځی او چې پر همداسې چا پېښ شی رښتیانۍ مینه یې ورسره پیدا کېږی.
تېر کال (۱۳۸۳) مې په یوه انګلیسی ورځپاڼه کې ولوستل، چې د جنوبی افریقا یو سوداګر د پخوانۍ یوګوسلاویا په کرویشیا کې یوه ښځه ولیده، ښځه یو نظر ورښکاره شوه، بیا پخپله مخه لاړه؛ خو سوداګر وروسته داسې احساس کړه، چې بې له هغې ورته ژوند کول سخت دی. د سوداګر نه د هغې نوم زده و او نه یې پته ورمعلومه وه، دا یې ښه وګڼله، چې له مطبوعاتو سره مرکه وکړی، د هغې نښې نښانې ووایی، ګوندې په دې ډول یې ومومی.
هغه مطبوعاتو ته وویل، چې د سوداګرۍ د کارونو په لړ کې کرویشیا ته په لنډ سفر راغلى و؛ خو اوس یې له دې ملکه پښې نه ځی، ددې ښځې د لیدلو ارزو ورباندې نورې چارې هېرې کړې دی.
اّیا کولاى شو ووایو، چې سوداګر ځکه په یو نظر مَېن شو، چې د کارل ګوستاو یانګ له نظریې سره سم نوموړې ښځه د سوداګر د لاشعور د نالیدلې لیلا په څېر وه؟ زه نه د اروا پوهنیزو مسایلو د څېړنو صلاحیت لرم او نه مې په دې باره کې بل رپورټ لوستى دى، چې سوداګر ته څه ورپېښ شول؛ خو تر کومه حده، چې په ادبی نقدونو کې د یونګ پر نظریه خبرې شوی او ما لوستې دی د هغو په رڼا کې وایم، چې هم سوداګر او هم بل هر څوک هغه وخت مېنېږی، چې د خپل لاشعور د نالیدلې لیلى په څېر یو څوک ووینی. دغه معشوقه، چې هر څومره د لاشعور کاملې ښکلې ته ورته وی هغومره به مینه اثرناکه او کامله وی.
خوشال بابا ډېرې ښکلې لیدلی او د خپل پیاوړی تخیل په برکت د یو چا د حسن په باره کې اوریدلو خبرو هم د مینې احساس ورکړى دى؛ لکه فرمایی، چې:
ځان و زړه یې هغه لور وته پرواز کا
هغه ځاى چې ښه دلبره شنیده شی
دغه راز:
که په عشق کې زړه د نورو په لیده ځی
زما زړه په اورېده تر لیده ښه ځی
مګر داسې څوک یې په غالب ګومان نه دی لیدلی، چې نورې یې ورپورې هېرې کړې وی.
بیاتریس:
د دنیا د مشهور شاعر دانته Dante (1321_1265) په باره کې ویل شوی، چې هغه د خپل لاشعور کامله ښکلې پخپل ژوند لیدلې وه او د هغې د مینې زور و، چې تلپاتې شاعری یې وکړه.
دانته د ایټالیا د فلورانس ښار اوسېدونکى و، شپږ دېرش کلن و، چې فلورانس د دوى د ډلې مخالفانو ونیو او ده نور تر مرګه پورې پاتې عمر په جلاوطنۍ، شاعرۍ او ناکامو سیاسی هڅو کې تېر کړ.
لکه څنګه، چې مو وویل دورانت د تمدن د تاریخ په څلورم کتاب کې د دانته د خپلو لیکنو پر اساس راوړی دی، دى په نهه کلنۍ کې په یوه جشن کې پر یوې همزولې نجلۍ مَېن شو، چې سرې جامې یې اغوستې وې او ملابند یې ورباندې تړلى و. په را وروسته موده کې دانته هڅه وکړه، چې دغه نجلۍ یو ځل بیا وګوری؛ مګر ونه شوه.
دوى په دوهم ځل نهه کاله وروسته په اتلس کلنۍ کې سره ولیدل. دانته لیکی: “داسې وشول، چې هماغه حیرانوونکې نجلۍ، چې سپینې جامې یې اغوستې وې، له دوو نورو تر دې مشرانو مېرمنو سره په کوڅه کې راڅرګنده شوه او چې تېرېده په ډېر ادب یې سترګې هغه لور ته واړولې، چې زه ولاړ وم، زه بې حده شرمېدم… په دومره سپېڅلی انداز یې سلام راکړ، چې تا به ویل په هماغه شېبه مې د نېکمرغۍ وروستى حد په خپلو سترګو ولید… بیا لکه څوک چې په حال کې نه وی له دغه ځایه لاړم… زه چې د شعر جوړولو په چل پوهېدم، له دې دیدنه وروسته مې وغوښتل، چې غزل ووایم”.
خوشال وایی:
چې تا ووینم تازه غزل انشا کړم
دانته دغه نجلۍ د بیاترس Beatrice په نوم یادوی. بیاترس پر درویشت کلنۍ کې واده شوه. دې پېښې ظاهراً په دانته اثر ونه کړ او د پخوا غوندې یې د هغې په مینه کې شعر ویلو ته ادامه ورکړه. بیاترس له واده یو کال پس مړه شوه.
دانته د هغې له مړینې وروسته لیکلی دی: “تقدیر داسې و، چې یو خورا حیرانوونکى خوب ووینم، په رویا کې مې دا رنګه څه ولیدل، چې زه یې هوډمن کړم، چې څو پورې مې ددې مبارکې نجلۍ د مقام وړ خبرې نه وی کړې، تر هغو به یې نوم په خوله رانه وړم… که څو کاله نور ژوندى و اوسم، هیله من یم ددې په اړه به داسې څه ولیکم، چې تر دې دمخه، هېچا د هېڅ ښځې په باره کې نه وی لیکلی”.
دانته خپله ژمنه هېره نه کړه، د (الهی کمېدی) کتاب یې ولیکه. دغه اثر، چې د دنیا د ادب په څو ګوتشمېرو شهکارونو کې حسابېږئ، د بیاتریس له مړینې څو ویشت کاله وروسته بشپړ شو او د هغې نوم یې تلپاته کړ. په دې اثر کې شاعر له رومی شاعر ویرژیل سره دوزخ او برزخ ته خیالی سفر کوی او د بیاترس په لارښوونه جنت هم ګوری. بیاترس په جنت کې وی.
دانته په شپږ ویشت کلنۍ کې واده وکړ او څو ځله نور هم مَېن شو؛ خو نورې مینې یې برسېرنې وې. ځینو ارواپوهانو بیاترس د دانته انیما بللې ده. دلته وینو، چې عاشق د نورو غوندې مادی ژوند کوی، واده کوی، سیاست کوی او له نورو ښکلو سره تار غځوی؛ خو د روح په تل کې یې یواځې یو کس اوسی، چې شهکارونه ورباندې لیکی.
اّیا د خوشال په ژوند کې د داسې چا څرک لګولاى شو؟
خوشال خټک په (اخلاق نامه) کې، چې د خپل اته اویا کلن ژوند په وروستیو وختونو کې یې لیکلې، د (حسب حال) تر عنوان لاندې وایی، چې کله ماشوم وم؛ نو د پلار به راباندې ډېر ټینګار و، چې سبق ووایم او:
چې مې کال زیاتی تر لس شه
را پیدا د څه هوس شه
یوه جن وه په مکتب کې
شب چراغه وه په شب کې
(پرې زما د زړه) وه مینه
(ګډه مینه مې په) وینه
که مجاز که حقیقت و
عاشقی واړه دولت و
اور چې بل شی تر دېګ لاندې
خو په تاو سره جوش کاندې
چې په دېګ کې څه پراته وی
هم هغه پکې پاخه وی
د استاد مهر دعا وه
که د عشق د درد عطا وه
که د پلار هغه جفا وه
چې یې تل له ما غوغا وه
(په څو) ورځو سواد خوان شوم
(خواننده د) هر دیوان شوم
یادونه:
“پاسنی بیتونه د ښاغلی حبیب الله رفیع په زیار چاپ شوې اخلاقنامې څخه رانقل شول. د بیتونو هغه کلمې، چې په لیندیو کې راغلې هغه ښاغلی رفیع د اټکل له مخې لیکلې دی؛ ځکه د دوى له یادونې سره سم اصلی کلمې په یواځېنۍ قلمی نسخه کې له منځه تللې دی”.
دا نجلۍ به، چې خوشال بابا یې د عمر په وروستیو ورځو شپو کې ذکر کوی، شاید د هغومره عمر وه، چې دانته بیاتریس په اول ځل په جشن کې لیدلې وه. په مکتب (جومات) کې به نجونو ته معمولاً تر نهه، لس کلنۍ پورې د سبق اجازه ورکول کېده. خوشال بابا د دانته غوندې په کم عمر مَېن شوى، همدې مینې شاعرۍ ته مایل کړى او ددې مینې خاطره یې د عمر تر پایه نه ده هېره کړې.
دانته لیکلی دی، چې کله یې بیاتریس په نهه کلنۍ کې په ړومبی ځل ولیده، رېږد واخیست.
خوشال فرمایی:
باد یې لاس په پلو کېږدی سره رېږدی
ویل دورانت لیکی: “زلمکی، چې د بلوغ پولې ته نژدې کېږی، دغسې رېږد و رپېدا کېداى شی. موږ اکثرو دا رنګه حال احساس کړى دى او دغه “سپېڅلې مینه”، چې کله رایاده شوې؛ نو زړه مو سمدستی منلې ده، چې هغه خو د زلما د عمر یوه تر ګردو روحانی پېښه وه. دا د مخالف جنس او ژوند په باب او د هغې ښکلا او نیمګړتیا په هکله، چې موږ هر یو یې لرو: د روح او جسم مرموزه پوهېدا ده… که په داسې حال کې د سړی روح هماغومره حساس وی؛ لکه د دانته او یا په بله ژبه، خیال یې پیاوړى او جذبه یې زوروره وی؛ نو بیا دغسې بلوغ او مکاشفه غالباً د ټول عمر په خوږې خاطرې او انګېزې بدلېږی”.
د لاشعور د چینې په غاړه:
بېرته به انیما ته راشو، د یونګ له نظریې سره سم انیما شاعر ته الهام ورکوی، انیما په لاشعور کې اوسی او یونګ دا هم وایی، چې لوى شاعران ځکه لوى شاعران دی، چې د لاشعور په چینه کې د غوټه وهلو او مرغلرو را اېستلو چل ورځی. د هغو مرغلرو، چې زموږ د ټولو تېرو اسلافو د میراث په توګه زموږ د هر یوه په لاشعور کې پټې دی او چې شاعر یې راوباسی او ورته وګورو؛ نو ممکن په زړه کې راتېره شی: “دغسې یو څه خو زما په زړه کې هم ګرځېدل”.
زما په ګومان د پښتو تر بل هر کلاسیک شاعر خوشال بابا د لاشعور چینې ته ورنژدې شوى او د خوب و خیال په دنیا کې یې د انیما څرک لیدلى دى، دى فرمایی:
ښاپېریه مخ په خوب کې راښکاره کړ
لېونتوب مې ورسره مونده سودا هم
چې په هسې مخ مې کسی برابر شول
زه به نور په بل مخ نه کړم سترګې وا هم
مړېدل به یې بې هسې مخه نه وو
په جهان کې وږې سترګې دی زما هم
که خوشال د یار وصال په دنیا مومی
تمامی دنیا ترې ځار شه مافیها هم
یو بل ځاى فرمایی:
څه خو راښکاره شوه په ځمبل د سترګو لاره
ما وې د اسمان برېښنا ده نه مې پېژندله
خوشال خټک د داسې معشوقې ذکر، چې سمه یې نه پېژنی او په خوب کې ورځی څو ځله نور هم کړى دى.
د رابندرنات ټاګور د ګیتاّنجلۍ شپږ ویشتمه ترانه داسې ده:
“دى راغى، زما څنګ ته کېناست؛ مګر زه ویښه نه سوم. اّه، هغه خوب څه بدمرغه خوب و، خواره دې سم!
دى راغى، هغه وخت، چې شپه ارامه او چپه چوپتیا وه، دده په لاس کې بربط و، چې په خوږو نغمو یې زما خوبونه نازولی دی.
افسوس، زما ټولې شپې وللې داسې ضایع تېرېږی؟
اّه، زه ولې تل د هغه چا دیدار هېروم، چې د هغه په ساه زما خوب خوږ او خوندور دى”.
(د ارواښاد استاد بېنوا ژباړه).
خوشال همدغه مضمون، چې د لاشعور د معشوقې له تصور سره تړاو ورکولاى شو، په یوه بیت کې بیانوی:
یار زما په پالنګ ناست زه لاړ په خوب یم
سراسر زما له لوریه تقصیر دى
یو بل ځاى د ټاګور غوندې له ښځینه لیدلوری وایی:
زه یې ناسته په پالنګ یم
که خوشال له خوبه ویښ شی
یا دا چې:
زه خورې زلفینې ستا په پالنګ راغلم
ته تر اوسه لا اوده یې زما جانه
خوشال بابا ګڼې پښتنې او هندۍ ښکلې لیدلې وې؛ مګر بیا یې هم ویل، چې:
یا زما د بیناییه نظر نشته
یا په دا نژدې ملکونو دلبر نشته
دغه پاسنى بیت هم له دې ګومان سره مرسته کوی، چې هغه د دانته غوندې نه و، چې خپله بیاترس یې په واقعی ژوند کې ولیدله.
د خوشال د عشقی شاعرۍ ځانګړنې:
پخوانو عربو به ویل، چې هر شاعر یوه همځولې پېرۍ لری، چې ده ته د شعر الهام ورکوی او تابعه یې بولی. د زړو یونانیانو له عقیدو سره سم دغه کار د شعر و هنر الهې، موز Muse ته سپارل شوی وو. خوشال، چې د ګڼو کلاسیکو او اوسنو شاعرانو پر خلاف، ډېر څه له کتابونو څخه نه؛ بلکې له خپل ژونده زده کړی دی، د موز او تابعې مرستې ته چندان ضرورت نه وینی؛ بلکې:
یو شان راته ښکاره شو
کار د شعر و د شهوت
که دادى که هغه دى
دواړه غواړی ښه صورت
چې ښه حسن ښکاره شی
شګفته شی طبیعت
دا هم د خان بابا وینا ده:
که د شعر ویل عیب یا هنر دى
د ښه مخ له محبته دى دا حال
محبت د هماى سیوره دى که څه دى
که کېمیا دى زر کوی سنګ و صلصال
دغه محبت چې خوشال یې یادوی، له مقابل جسن سره دى. دده په شعرونو کې ما یوازې دوه درې ځایه د هلکانو د مینې ذکر ولید، یو په هغه غزل کې چې مطلع یې ده:
دلربا پسره راشه
اى زېبا پسره راشه
بل هغه ځاى، چې وایی:
هغه تور هندو بچه به چېرته غواړم
چې زما د زړه متاع باندې ګرو ده
په یوه فارسی څلوریزه کې یې هم د (افغان پسر) عبارت وینو. نور نو د هغه په زرګونو بیتونه د مقابل جنس د مینې د بیان په باره کې دی.
د پښتو نور شاعران هم له مقابل جنس سره د مینې په باره کې اشعار لری؛ مګر پر هغوى باندې د خوشال له امتیازونو څخه یو امتیاز دادى، چې دده په شعر کې د دوه اړخیزې مینې مثالونه ډېر دی. د خوشال بابا په شعر کې معشوقه خبرې کوی او فعاله ده:
تا وې ما و تاته ډېر ځله خوله درکړه
د یارۍ په کار کې هم شی حسابونه؟
تا خوشال ته ووې نورې لا تر ما زېبا دی
څوک تر تا زېبا دی اى زېبا نګارې مستې
معشوقه خوشال ته بلنه ورکوی:
په پیغام د بوسې سود نشته خوشاله!
که زما په زړه مَېن یې رانژدې شه
معشوقه د مستو نجونو غوندې په مَېن پورې ټوکې کوی:
له دلبرې نه مې خوله غوښته اما
ډکه خوله یې راته دا ووې له ما؟
په ژړا مې ځنې خواست د سپینې خولې کړ
په خندا یې وې چې څه کا دا سړى
سپینه خوله یې و ما راکړه وې مې موړ شوم
وې یې خواره وږیه دا خو نیمځرى دى
(نیمځرى د مازیګرنۍ په څیر نیمګړو خوړو ته وایی).
وې مې چې په څو رنګه خوشال په تا مَېن دى
وې یې د خټک سړی د مینې څه ثنا کړې
معشوقه کله د عذر غاړه نیسی:
درسته دې له خپلو نمریو واېستم خوشاله!
یو د غاړې هار مې د ګلونو مه شکوه
کله کله خو په دې فکر کې وی، چې د خوشال زړه ته لاره وکړی:
سپینه خوله که بې ریباره ورپېشکش کړم
په خوشال به مې منت وی که به نه وی
د خوشال خټک دپاره چې میخور شی
په مغان مې وښی کېښوول باهو هم لا
همدا د دوه اړخیزې مینې ارزو ده، چې خوشال فرمایی:
یا په ما باندې مَېنه کړې دلبره
یا مې مینه ځنې ماته کړې الهه
ما د پښتو له بل شاعره داسې خبره نه ده اورېدلې:
په دا هومره ډېره مینه
یوه نه لرم مَېنه
خوشال په هغه چا پسې ګرځی، چې دى د هغې انیموس دى:
چې یې بې له ده بل خیال نشته په زړه کې
د خوشال دلبره کومه ده څه نومی؟
همدا له دوه اړخیزې مینې سره دلچسپی ده، چې د خوشال په دیوان کې دا رنګه غزل هم لولو:
نور به مخ په اّیینه برابر نه کړم
نه به دواړې سترګې تورې په رانجه کړم
نه به سپین لاسونه سره کړم په نکریزو
نه به نور په ږمنځې ساز د سر وېښته کړم
نه به ماتې ماتې څڼې په مخ پرېږدم
نه به لاندې باندې لب په پانو سره کړم
چې د مینې یار مې نشته چې مې ګوری
د صورت سینګار و کوم یوه ته وکړم
درست صورت مې سرې لمبې شی شنې ډډوزې
چې د خپل مَېن د مینې راز تر زړه کړم
که ژوندون تر هر چا خوب دى په جهان کې
اوس بې یاره په ما تریخ شو زه یې څه کړم
هغه یار چې چېرته دى خوشحال دې اوسی
دى دې خپله خوشحالی کا غم به زه کړم
د فرانسې نامتو شاعر پیرلوئیس (Pieere Louys) چې د نولسمې پېړۍ په دوهمه او د شلمې په لومړۍ نیمایی کې یې ژوند کړى دى، د بیلتیس سندرې په نوم د شعرونو یو مشهور کتاب لری. سندرې د بیلتیس په نوم یونانۍ شاعرې له خوا، چې څو ویشت پېړۍ پخوا په یونان کې اوسی او ټول عمر یې په محبت کې تېر دى، ویل کېږی. دغه کتاب د Songs of Bilitis په نوم Alvash C. Bessie په انګرېزی ژباړلى دى.
راځئ دلته د بیلتیس د یوې سندرې ژباړه، چې د Songs of Bilitis ولولو او د خوشال خټک له پاسنۍ غزل سره یې پرتله کړو:
یوازېتوب
“اوس نو شونډې چاته سرې کړم؟ د چا لپاره نوکونو ته ځلا ورکړم؟ د چا په خاطر په زلفو عطر وشیندم؟ اوس چې هغه نشته، چې زما تیو ته پسخېده؛ نو په تیو مې ولې سرخی وموښم؟ مړوندونه مې ولې په پیو ووینځم؟ نور خو یې په مړوندونو کې د ټینګولو هیله نه ده راپاتې.
له دې وروسته به څنګه ویدېږم؟ څنګه به کټ ته خېژم؟ نن شپه یې په تاوده لاس پسې زما اسره ناک لاس ټول پالنګ پلټلى دى؛ خو څه یې نه دی موندلی.
نور نو کاله ته، کوټې ته، چې هغه پکې نشته، د تلو جراْت نه کوم، د وره د پرانستلو جراْت نه لرم، د سترګو له غړولو وېرېږم”.
که د مینې، مَېن او معشوقې حال داسې بیان شی، چې د واقعی پېښو ګومان ورباندې وکړو، د بیان دغه طرز ته په ادب کې واقعه ګویی وایی. د خوشال په شعر کې د عشقی شاعرۍ تر بل هر کلاسیک استاد، واقعه ګویی ډېره وینو.
مثالونه:
بخت غوندې ناګاهه زما خوار کره سیده شوې
راغله دې په قصد و که دا راغلې بې نمط
چې سبا بېګا یې لوند لرم په اوښکو
یادګاری راڅخه پاتې رومال ستا دى
ما ساده پښتانه څه زده چې یې وایې
په پارسۍ پارسۍ خبرو مغولګۍ
په فوق العاده مینه کې عاشق د معشوقې له منګولو د راوتلو توان نه لری؛ خو په واقعه ګویی کې کله کله وینو، چې عاشق له معشوقې لاس اخلی، اخطار ورکوی. بد یې وایی او عیبونه یې شماری. له معشوقې څخه دا رنګه مخ اړولو ته په پارسی ادب کې (واسوخت) وایی. د خوشال بابا دا لاندې بیتونه د واسوخت بېلګې بللى شو:
په ښایست کې ښایسته تر ښاپېرۍ یې
ولې دا جهل دې بد دى تر ګواره
پښتنه یې په بد جهل
ستمګره تر مغول یې
چې دا هسې بې نیازی کوې دا ښه کړې
زه به نور یاران پیدا کړم ته به څه کړې؟
حال دې واړه وار په وار راته معلوم شو
ټګه پاره په زړه تریخه په خوله خوږه
رنګ دې ښه دى خوى دې بد دى
زه خوشال یم ما رښتیا زده
خوشال د مینې د روانی اړخونو انځورولو په وخت هم تر نورو پخوانو استادانو حقایقو ته وفادار دى:
په زړه مینه محبت په خوله کنځل کا
څه عجب زېبا د دوو مَېنو جنګ دى
د دلبرو په ماڼې کې هم مزه شته
بېچاره خوشال یې مری له تغافله
هر ساعت سره یو نوى، نوى خیال وی
که زما دپاره بیا راشې ریباره
په کاته، کاته مې سترګې په خاته شی
چې خبر دې د راتلو راباندې وشی
یا:
دا طالع زما څه اوس نه دی ځایی دی
چې په چا باندې مَېن شم دماغی شی
چې ترې مینه پټوم هومره ایلی کا
چې پرې مینه ښکاروم هومره یاغی شی
د اکثرو کلاسکو شاعرانو معشوقه له شاعره ډېر لرې، په داسې ځاى کې چې د لوستونکی سترګو ته نه درېږی، اوسی. البته، یو نیم ځل د معشوقې کوڅې ته اشاره کېږئ؛ خو هغه د پخوانۍ شاعرۍ د پیروی په لړ کې وی، د شاعر د خپل خیال او خپلې تجربې نخښه پکې دومره نه وینو؛ مګر د خوشال معشوقه د وصال و بېلتون په حالت کې، د کور دننه او بهر، په خوب، خیال او واقعیت کې، په بېلوبېلو ځایونو او حالتونو کې انځورېږی او انځور یې د بل هر صاحب دیوان شاعر تر معشوقې روښانه دى. دلته راځئ د خوشال بابا څو بیتونه سره ولولو او وګورو، چې هغه معشوقه له کوره بهر څنګه راښیی:
هم ځان راته ښکاره کا هم مې ورک شی زر له سترګو
په دا کلی کې واړه پری څېر دی ښایسته
زه ورپسې درومم د یوه نظر په طمع
بیارته نظر نه کا هسې درومی مخ په وړاندې
سرې لمبې یې بلې د خوشال خټک په زړه کړې
سرې ختې اغوستې په دا لارې تېرېدله
چې مې ولیده پخپل انګړ ولاړه
ما په ټېکې سترګې بیامونده، بیا لاړه
خوشال په کاری ژوند کې په سخته مبارزه بوخت و، له مغولو سره مبارزه، د قام د ویښولو مبارزه او د خپلې ژبې د پرمختګ لپاره مبارزه. په تفریحی ژوند کې یې ډېر وخت په ښکار تېر کړى دى. دا دواړه ډراماتیک حالتونه دی، د خوشال په مینه کې هم خطر، کشمکش او غورځو پرځو ته تمایل وینو:
څو جفا کار زه خوشحال یم
یار دې هرکله بدخوى وی
دى د یار د ګوزار کولو ارمان کوی:
وایی زه به په تا وکړم ځینې چارې
زه ددې چارې ارمان لرم ډېر ځنډ دى
دغه راز:
لاس یې مه پرېږده له لاسه خوله یې واخله
پرېوتلى په یاغی راجا قلنګ دى
چې مړوند څکوې له مانه زما څه شی
په څکول څکول به مات کړې خپل وشی
خوله یې پټه خوره خوشاله!
باز د ښکار غوښې په غلا خوری
خوشال بابا پخپله ټوله شاعرۍ او منجمله عشقی شاعرۍ کې د خپل وخت او خپل ژوند له واقعیتونو الهام اخلی او د انځورونو په اېستلو کې یې دا بخت په نصیب شوى دى، چې خپل نژدې چاپېریال هېر نه کړی.
خوشال بابا فرمایی:
یو د ښکار، بل د کتاب، بل د دلبرو
په جهان کې نورې نه شوې دا درې مینې
دى د ښکار انځورونه د مینې له انځورونو سره یو ځاى کوی او له دغه ترکیبه د ډېر نوی، ښایسته خیال انځورونه جوړوی.
په لیدلو دې خوښۍ درسره راوړې
لکه تللى یاغی باز، راغلې بیا یې
هر چېرته چې ته یې هغه لور ته مې نظر دى
هر چېرته چې زاڼې شاهین هورې لری سترګې
چې یې ونیسم په غېږ کې راته ګوری
لکه مست د مور په پیو کې کبلى
خوى دې درست د ترهېدلی غرڅه واخیست
وړاندې ځې تر شا کتنه کوې ښه
زه خوشال د اّهو چشمې مینې سر کړم
د غرڅه غوندې په هسې ګړنګونه
که نیولې زرکه باز پرېږدی له چنګه
زه به هم له لاسه پرېږدم شوخ و شنګه
غواړې چې احصال د فراقجنو درمعلوم شی
ګوره هغه زاڼې چې جدا ځی له کتاره
وګوره و ماته د شهسوارو روش دادى
نخښې ته نظر کړی بیا له پسه نخښه ولی
د بڼو څوکې یې نېغې ځی تر زړونو
چې تېره تېره کاته کا له بازې
ګوندې وی چې بیا مې راشی په منګول کې
لکه باز د زرکې تویې کا بڼې
اروا پوهانو ویلی دی، چې په مینه کې معمولاً نارینه د تصرف او نیولو لپاره یرغل کوی او ښځه د دلبرۍ لپاره په شا ځی. د خوشال په شاعرۍ کې زموږ د ګڼو نورو شاعرانو پرعکس، د علم النفس دغه حقیقت ته ډېر پام شوى دى.
خوشال بابا د خانۍ او مینې له ترکیبه هم نوی خیالونه پیدا کړی دی:
نه یې ملک، نه یې لښکر، نه یې ګنجونه
تر خانانو دماغی دی ښکلې جونه
که خانان په زر، په زور، په توره ناز کا
کښلی مخ لری، ښېوې، غمزې، غنجونه
د خانۍ د تورې ځاى نشته په عشق کې
معشوقې وته مریى اوسه خوشاله!
دا هم د وخت د سیاسی تجربې انعکاس دى:
مګر تا څخه سامان د سلطنت دى
چې په هوډ مې سپینه خوله غواړې خټکه!
خوشال خټک له قبایلی ژونده، له هغه کلچره، چې مېړنتوب پکې تر ګردو لوى ارزښت دى، د بزګرو او مالدارو د کار له تجربو او ډېرو نورو هغو واقعیتونو، چې ده لیدلی دی، د مینې د شعرونو په ویلو کې استفاده کړې ده.
خان بابا اته اویا کاله عمر وکړ، ده تر بل هر کلاسیک استاد د پاخه عمر د مینې ګڼ او کامیاب انځورونه ایستلی دی.
ده که څه هم ویلی وو، چې:
اوس د جونو هوس مه کوه خوشاله!
پښتنې جونه ترهېږی له دوه مویه
مګر مینې خپل بل مخ ورښکاره کړ:
د خوشال خټک په کار پورې حیران یم
مینه لا ورباندې زور شوه څو زړېږی
عشق تر ځوانه نه زوړ لا کا ژر نسکور
په پخه ونه لا ښه لګېږی اور
د مینې له زیاتوالی سره سره معشوقې بوډا مَېن ته زړه نه ښه کوی:
په هر چا د سپینې ږیرې حرمت ډېر دى
خو په نجونو قدر نشته د سپین ږیری
دا بې وخته سپین وېښته نه وو بلا وو
چې د کښلیو زړه یې تور کړ له خوشاله!
په دې منځ کې یو بل خنډ هم راپیدا کېږی:
زه وایم که تل د ښایسته وو ننداره کړم
شرم د پیریه تر دا منځ راته خلل شی
او چې کله شاعر د خپل عمر وروستۍ لسیزې ته داخل شو، راته ویې ویل:
که خوشال په عمر لاړ تر اویا تېر شو
لا په زړه کې یې د ښکلیو اشنایی ده
زوړ خوشال چې د دلبرو دیدن غواړی
د دلبرو په وصال کې روڼایی ده
د نورو شاعرانو په شعرونو کې مینه یوه خصوصی چار ده او شاعر خیر په دې کې وینی، چې بېلتون یې په وصال بدل شی. نور شاعران که له نفسانی مینې غږېږی، یا حقیقی مینې؛ خو د ځان ژغورلو په غم کې دی، د خوشال په شاعرۍ کې داسې غزل هم شته:
ناقرار زړونه قرار شواى
د زړه غم یې تار په تار شواى
د هجران غمونه لاړاى
بیا د وصل دندوکار شواى
هغه لاس چې بې حنا دى
بیا حنا سره نګار شواى
شانه ورغلاى تر زلفو
رانجه سترګو سره یار شواى
د پایلو د څړیه
په هر لوری شرنګهار شواى
په ګونګو دې زېړ پړونى
په څووه سره خالدار شواى
وار د غم د ژړا لاړاى
وار د بوس و د کنار شواى
چې عذار د مهوشانو
بیا کبود، کبود رخسار شواى
چې خوشال ورپسې مرینه
ورښکاره هغه دیدار شواى
دلته وصال د ټولنیزې ژغورنې په سمبول بدل شوى دى، چې د شلمې پېړۍ تر شاعرۍ دمخه له مینې، وصال او بېلتونه دغسې معنا اخیستل بېخی نادره خبره ده.
د خوشال د مینې شاعری ولې د نورو غوندې نه ده؟
په تېرو پېړیو کې، په کلی، کوڅه او بازار کې یواځې نارینه وو له یو بل سره لیدل، د اّزادو ښځو مخونه معمولاً پټ یا نیم پټ وو، وینځې هم په حرامسرایونو کې اوسېدې.
خوشال بابا فرمایی:
چې پلو له مخه واخلې زه دعا کړم
هر چا زده چې دعا ښه ده په سحر
چې له مخه دې پلو واخیست لمبه شوې
بېچاره خوشال دې درست سره کباب کړ
که یې لرې له جماله نه جلباب شی
حبطه به یې تر مخ پورې اّفتاب شی
(جلباب یو ډول لوى پړونى دى).
ددغسې بیتونو په اساس اټکل کولاى شو، چې د خان بابا په چاپېریال کې د ښځو مخونه پټ یا نیم پټ وو. خان بابا په یو غزل کې:
که په حسن د کشمیر خوبان اوڅار دی
یا د چین و د ماچین، یا د تاتار دی
چې پښتنې نجونه له نورو نجونو سره پرتله کوی، وایی، پښتنې ښایسته دی او خوى یې تر ښکلا هم زیات دى، مشکو او ګلابو ته یې ځکه حاجت نشته، چې:
په پینځه وخته لمانځه عطر عطار دی
د دوى د تورو زلفو ښکلا، د ټیک، کټمالې (په ټټر پورې ځوړند یو ډول زېور) او نورو پسولونو اهمیت کم کړى دى. سپین پړونى (چې منظور غالباً ساده او بې نقش و نګاره پړونى دى) یې تر هغو ټیکریو ځار شه، چې زردوزی شوې وی.
دغه راز:
کل روزګار یې سر تر پایه پرده پوښ دى
نه ګرېوان تر نامه څیرې په بازار دی
(چې په دواړو مصرعو کې شاعرانه مبالغه ده او اصلی منظور یواځې دادى، چې پښتنې د نورو قامونو تر نجونو د پردې ډېر خیال ساتی) او په ورپسې مصرع کې لولو:
له حجابه پورته غټ کتلى نه شی
حجاب دلته د شرم په معنا دى، یعنې پښتنې چاته نېغ نه ګوری، د حجاب کلمه اوس معمولاً د پردې په معنا استعمالېږی؛ خو د شرم معنا هم ورکوی؛ لکه د صائب اصفهانی په دې بیت کې:
از حجاب عشق صائب بود جانم زیر تیغ
ګر چه بر من سایه اّن ابرو کمان افګنده بود
دغه بیتونه د نجونو د جامې او هغې فاصلې په باره کې، چې له نامحرمو نارینه وو یې لرله، یو تصور راکولاى شی؛ مګر له دې سره سره د خوشال شاعری له ښځو سره د مینې دومره ګڼ او دقیق انځورونه وړاندې کړی دی، چې د نورو کلاسیکو شاعرانو په عشقی شاعرۍ کې یې مثال نه شو موندلاى. دا ولې؟ زما په نظر دغه توپیر څه وجهې لری:
لوى شاعران معمولاً هڅه کوی داسې شعر ووایی، چې د لوستونکی زړه ته پرېوځی، یعنې لوستونکى ګومان وکړی، چې همداسې به وو؛ همداسې معشوقه به وه او همدا واقعه به پېښه شوې وی. خوشال تر بل هر کلاسیک شاعر په دې هنر کې کامیاب دى، چې په لوستونکی دا ومنی، چې په رښتیا پېښې شوې خبرې اوری.
د مثال لپاره په دا لاندې غزلې کې د معشوقې د حسن د بیان لپاره د هغو زړو انځورونو تر څنګ، چې ممکن هر کلاسیک شاعر ورڅخه استفاده وکړی، د خوشال هغو هڅو ته پام وکړئ، چې خپله معشوقه په یو خاص کس بدلوی: (غزل پوره رانقلوو)
چې په درست تومن اوڅاره
نن هغه ده زما یاره
لا جنوټې، سرکونډیه
چې حجاب نه کا له پلاره
یو سورکى پېزوان په پوزه
وربلوټى یو څو تاره
مخ نسرینه، مه جبینه
سنبل مویه، پری واره
شکر لبه، پُر طربه
اّهو چشمه، ګل رخساره
قد عرعره، مو کمره
سر تر پایه قلمکاره
په زړه سنګه، شوخه شنګه
جفا خویه، زړه اّزاره
زه یې قتل په دیدن کړم
دا لا نه ده پروا داره
چې مې نوم ورته څوک اخلی
و ښکنځلو ته تیاره
څه کړم؟ کوم فکر علاج کړم؟
دم واهه نه شی له ډاره
ددې خوى خصلت دا هسې
زما ده مینه بسیاره
دا یو څه علامت وشو
په ما خوار د خداى دپاره
که پټ نیاز ورځنې غواړم
په نیاز نه ده خبرداره
که خپل زور باندې ښکاره کړم
خېلخانه لری خونخواره
که یې وغواړم په زرو
زر هم ډېر غواړی بې شماره
نه په زور شی، نه په زر شی
په جهان دی دا دوه کاره
د خوشال تکیه په خداى ده
یا په تا ده شیخ رحمکاره
دلته په لومړیو درېو بیتونو کې د نجلۍ د شهرت د اندازې (چې په ټوله سیمه کې مشهوره ده)، د هغې د عمر، له پلار سره د مناسباتو (چې لا ترې نه شرمېږی) او سینګار په اړه خبرې اورو. دغه بیتونه لوستونکی ته دا ګومان پیدا کوی، چې د یوې مشخصې نجلۍ په باره کې یې ځنې خبرې اورېدلې دی. په ورپسې څلورو بیتونو کې د کلاسیکې شاعرۍ مشترک او مکرر تصویرونه وینو؛ خو له هغه وروسته شاعر د نجلۍ د خوى خصلت او د کورنۍ د ځانګړنو په بیانولو سره د وصال د لارې خاص خنډونه راشمېری او کله چې شاعر په مقطع کې د خداى له مرستې وروسته د شیخ رحمکار د مرستې هیله څرګندوی؛ نو عاشق هم په یو خاص کس بدلېږی؛ ځکه شیخ رحمکار د خاص مکان و زمان سړى دى او د هغه په یادولو سره د لوستونکی دا شک زیاتېږی، چې خوشال راته د مینې د یوې عامې نه؛ بلکې خپلې یوې خاصې تجربې په باره کې غږېدلى دى. دغسې شک او ګومان د شعر اغېز ډېروی.
ب: د شخصیت ځانګړنې:
خوشال رښتین دى، زړور دى او په ځان باور لری، کله چې په اخلاقی مسایلو غږېږی په رښتیا ویلو ډېر ټینګار کوی، دى وایی:
په رښتیا ویل غوړېږی د زړه غوټه
دا هم دده وینا ده:
دروغجن سړى د عفوې لایق نه دى
په رښتینو باندې عفوه ده روا
رښتین کسان به ډېر پیدا شی؛ خو چې پر ځان او خپل فکر باور ولری، د داسې کسانو شمېر کم دى.
خوشال هغه نابغه دى، چې له خپل نبوغه ښه خبر دى؛ ځکه نو د چاپېریال د معیارونو تر اغېز لاندې نه راځی، وایی:
توکلت على الله وینا یوه ده
د خوشال له زمانې سره ساز نشته
کله چې رښتین بنیادم په ځان باور ولری ذهن یې د نویو فکرونو په قیمتی خزانه بدلېږی، دغه نوی فکرونه ممکن هغه په ټولنه کې یواځې کړی؛ لکه خوشال چې ان د یارانو په منځ کې یواځېتوب احساساوه:
چا وته ویل کړم ترجمان نشته په منځ کې
زه سمرقندی یم یاران واړه ملتانی دی
خو دى بې زړه نه دى، چې نوی فکرونه او تاند خیالونه ګور ته ورسره یوسی، زړور دى، خپلې خبرې په لوړ اواز کوی.
د ډېرې ښې شاعرۍ او لیکوالۍ لپاره صادق اوسېدل، په ځان باور کول او جراْت لرل ضروری توکونه دی. هغه څوک، چې وېرېږی، چې بیا به خلک راته څه وایی، که د ډېر ښه استعداد خاوند هم وی، د لوى هنر په رامنځته کولو کې نه کامیابېږی. د ادب د ډګر بې زړه لوبغاړی د سیالیو اصلی بایلونکی دی.
خوشال د جراْت، صداقت او پر ځان باور کولو په مټ د مینې په باره کې تر بل هر کلاسیک استاد نوې او خوږې خبرې وکړې.
ج: اخلاقی فلسفه:
زموږ اکثره کلاسیک استادان، د اخلاقی نظریې په لحاظ د رواقی افکارو پلویان دی. رواقی فکر وایی، چې د دنیا خوندونو ته اهمیت مه  ورکوه او نفس ته لته ورکړه، چې روحی اّزادی تر لاسه کړې؛ مګر خوشال تر ډېره حده دخوند اخیستلو او خوشحاله اوسېدلو پلوی دى. دى دغسې خبرې کوی:
په وخت د ښو ګلونو، په خلوت دننه ناست یې
راووځه ننداره کړه، ناسوتی شېخه بدبخته
دا رنګه اخلاقی نظریې هم دده عشقی شاعری له نورو بېله کړې ده.
د: خانی او شتمنی:
رحمان بابا فرمایی:
د دلبرو صدقې لره یې غواړم
هسې نه چې په دنیا پسې زهیر یم
خو خوشال فرمایلی دی:
نوره دنیا نشته چې څه وه راڅخه خلکه
وار په وار مې واړه په دلبرو وښندله
خانی او پولداری د خوشال د مینې پر تجربې اثر لرلى دى. خوشال پخپلو شعرونو کې د مقابل جنس په خپلولو کې د پیسو اهمیت ته څو ځایه اشاره کړې ده، مثلاً وایی:
سپینه ږیره نه ده غم ده
ډېره مه کړه لټونه
چې نه زر وی، نه ځوانی وی
عاشقی ده دروغجنه
په دا هومره ډېره مینه
یوه نه لرم مَېنه
هـ: د زمانې روح:
ویل شوی دی، چې سلطان یمین الدوله محمود به له خپلو مداحانو غوښتل، چې د ایاز د حسن ستاینه وکړی. په هغه زمانه کې له نارینه سره د نارینه مینه بده نه ګڼل کېده. معلومه نه ده، چې دغه ډول مینه به له کله دود وه؛ مګر د غزنوی محمود په دوران کې چې ګڼ ښکلی زلمکی د شتمنو او زورورو غلامان وو او محمودی پوځیان به د جنګی عملیاتو په وخت په میاشتو میاشتو له کورونو لرې اوسېدل، بچه بازۍ ته لاره په اسانه پرانستل کېدله؛ خو د بابر شاه د اولاد، چې په هندوستان یې حکومت کاوه او هماغلته دېره وو، ښځو ته توجه وه. د جهانګیر او د هغه د زوى شاه جهان د مینې کیسې مشهورې دی.
شاه جهان د خپلې معشوقې له مړینې وروسته د هغې په یاد تاج محل جوړ کړ، د سپینو مرمرو هغه مشهوره ودانۍ، چې یوه انګرېز لیکوال “مرمرینه مرثیه” بللې او رابندرنات ټاګور “د زمان پر بارخو اوښکه” نومولې ده. که د زمانې روحیه بل ډول واى، نه به محمود خپله مینه ښکاروله او نه شاه جهان. شاه جهان، چې پاچا کېده، خوشال پینځلس کلن زلمکى و، شاه جهان له دېرش_ یو دېرش کاله پاچاهۍ وروسته د خپل زوى اورنګزېب له خوا له تخته کوز شو. اورنګزېب د پلار له بندی کولو او د خپلو ټولو وروڼو له وژلو وروسته د چارو واګې په لاس کې واخیستې. د موْر خانو په نظر هغه یو تکړه جنرال و؛ خو تکړه سیاستوال نه و. د هغه سیاستونو په هندوستان کې د مسلمانانو د قدرت د زوال لاره اواره کړه. د خوشال خټک په قول د اورنګزېب په وخت کې د بابر د وخت بندونه مات شول.
ده د جزیې پخوانى دود را ژوندى کړ، کله چې په زرګونو هندوانو په ډیلی کې د جزیې پر خلاف لاریون وکاوه، ده ګڼ لاریونی د هاتیانو تر پښو لاندې چخڼی کړل. محتسبان یې وټاکل، قمار، کفر ویل او شراب څښل یې منع وګرځول؛ مګر تریاک یې اّزاد پرېښودل.
(خوشال خټک فرمایی:
دور د اورنګ دى د ریا زاهدان ډېر دی
پټه په لستوڼی د شرابو ډک مینا وړه).
له درباره یې سازیان وشړل. د نوروز د جشن په نمانځلو یې بندیز ولګاوه، امر یې وکاوه، چې فاحشې او نڅاګرې دې یا مېړونه وکړی یا دې له ملکه ووځی. اورنګزېب په ۱۶۶۵ کال کې ګمرکی محصول د مسلمانانو لپاره دوه نیم فیصده؛ خو د هندوانو لپاره پینځه فیصده وټاکه، ځینو موْرخانو اورنګزېب یو متعصب سنی پاچا بللى دى، چې له خپلو نامسلمانو رعایاوو سره یې توپیری چلند کاوه. اورنګزېب چې د خپل سلطنت د قلمرو د پراخېدو فکر ورسره و، پښتنو ته هم ډېرې ستونزې جوړې کړې او ګڼ شمېر یې ووژل.
د اورنګزېب احکام موږ ته د هغه د پلار او نیکونو د وخت د هند او افغانستان د حالاتو یو تصور راکولاى شی.
خوشال خټک، چې د شاه جهان د سلطنت په وروستی کال پینځه څلوېښت کلن و، تر بل هر شاعر د نوروز ډېره ستاینه کړې ده. دده په اشعارو کې له غیر اهل دینو سره د دښمنۍ کولو تمایل نشته. د متعصبو سنیانو د فکر پر خلاف یې د دولس ګونو امامانو ډېره ستاینه کړې ده او د ساز و موسیقۍ لېوال ښکاری، وایی:
د مجلس ښایست په څه دى
په نغمه او په شراب
له شرابو مې توبه ده
زه ماهی یم نغمه اّب
په یوه قصیده کې چې د ځوانۍ د ورځو ذکر کوی، دا هم وایی:
چې به ما لیدل په سترګو هغه ولاړل
مخ یې نه په تصور وینم په خیال
د هغو دلبرو پښې شوې تورې خاورې
چې په پښو یې شرنګېدل راته خلخال
د څړیو به یې ږغ لکه رباب و
په اواز به یې زما و وجد و حال
په دیدن به یې له درده رغېدل وو
جداییه لکه درد وه د اسهال
د ځوانیه په وخت ښه سره جوړېږی
ډېرې جونه یو زلمى سره همسال
په نوبت نوبت مې ولیدې دلبرې
یا د تورو وېښتو عشق و یا د خال
دا د هغې زمانې ذکر دى، چې اورنګزېب لا نه و پاچا شوى او احکام یې نه وو صادر کړی. اّیا که خوشال پنځوس کاله وروسته دنیا ته راغلى واى، بیا به یې هم د مینې د شاعرۍ موضوعات همدا وو؟

ستاسو نظر