پر هندو او سیک وطنوالو د برید په تړاو د تاثر یادښت

 | یادښتونه

|

339

لیدنې

یکشنبه د زمري ۱۰مه د جلال اباد ښار په مخابراتو څلور لارې کې د یو ځانمرګي برید په ترڅ کې دوولس تنه هندو او سیک افغانان ووژل شول. په دې منځ کې ولسي جرګې ته د سیکانو یوازینی احتمالي نوماند او د مشرانو جرګې د پنځلسمې دورې سناتور اوتار سنګ خالصه، د افغانستان د هندو او سیک وګړو د سراسري شورا مرستیال راویل سنګ، او په جلال آباد کې مشهور سیک او مذهبي پېشوا اقبال سنګ هم شامل دي. د سیک او هندو افغانانو د تلف کېدو دا جمعي پېښه زړه بوږنوونکې او کم سارې وه. ګڼ شمېر هندو مشران او تاثیرګزار شخصیتونه چې د سیک او هندو مذهبي اقلیت تنظیم او رهبرۍ نمایندګي او مشري یې کوله، نن د دې څو زره کسیز جمعیت په منځ کې نشته.

د افغانستان تاریخي، اقتصادي او فرهنګي قدامت پرته د سیک او هندو له ذکر او شتون څخه نیمګړی دی. د افغان ولس تاریخي حافظه د هندو او سیک له ونډې او ذکر سره تړلې ده. خو په تېرو څو لسیزو ناخوالو کې د دې هېواد د نورو انسانانو تر څنګ سیک او هندو هم د بل هر یو په شان ځورېدلي او کړېدلي دي. لا هم د سیک او هندو افغانانو لپاره په ښوونځیو کې د زده کړې چانس نشته، په محاکمو، او نورو خدماتي ځایونو کې بې ځایه چلند، د ځمکو غصب، د مقدسو اماکنو او د عبادت ځایونو تخریب، تبعیض، تعصب، په سم او ماناداره ډول د مذهبي او فرهنګي مناسکو نه نمانځل او دې ته ورته پېښې، د افغانستان د کورني جنګ او خشونت څخه وروسته په دوامداره ډول رشد کړی او پراختیا یې موندلې ده.

لا هم رسنۍ او د نورو قومي هویتونو روڼ اندي نه دي توانیدلي چې د هندو او سیکانو لپاره د ټولنیز عدالت مفکوره رامنځته او پلې کړي. په رسنیو او نورو روشنفکره حلقاتو کې د دوی لپاره د زده کړو، روغتیا، دولتي خدماتو، فرهنګي او مذهبي مراسمو، عبادت ځایونو، د غصب شویو ځمکو بېرته ګرځولو او ورته ناخوالو په باب لا هم خاصه پالیسي او دریځ نه شته دی.

رسنیو او د فرهنګ او تفکر ډلو ته بویه چې د دې ستونزو پر وړاندې یوه خوله شي او د هندو او سیک وطنوالو د حقونو لپاره د رسنیزو کارونو ترڅنګ د عامه پوهاوي، ادبیاتو، فرهنګي کار او بنسټیزې همغږۍ پروسه پیل او پياوړې کړي. دا له وېرې لرې نه ده چې په افغانستان کې د روان خشونت او هندو او سیکانو پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض له وجې دا وګړي خپل پلرنی ټاټوبی پرېږدي. د دې وګړو د حقونو او غږ لپاره رسنیزه همغږي رامنځته او د عدالت د تامین لپاره د انسان مجلې ټولې برخې تعهد ښيي او په دې لاره کې د عملي کار وعده کوي.

متاسفانه لا هم د ډېرو رسنیو لپاره په سیاسي معادله کې د شریکو وګړیو د حق، عدالت او تبعیض غږ جذابیت لري، د هندو او سیک وګړیو تر څنګ د افغانستان ډېری کوچني اقلیتونه له ډېرو او بنسټیزو ستونزو، سیستماتیکو تعصباتو او ناخوالو سره مخ دي، چې د رسنیو لپاره د جذابیت وړ نه ګرځي. د بشر د حقونو د مشخصو قواعدو او د ټولنیز عدالت د تامین په برخه کې د افغاني رسنیو او روشنفکرو جریانونو رغنده نقش او ونډه باید ثابته کړي چې دلته د هر انسان ژوند، آزادي، فکر، عقیده او برابري محترمه ده.

د انسان مجلې له لوري له ګڼو رسنیزو بنسټونو او ادارو سره په خصوصي او رسمي مجالسو کې د دې نوښت او طرحې د تطبیق او ملاتړ غوښتنه شوې ده چې باید د افغاني رسنیو تر منځ د فکر، فرهنګ او بشري حقونو په باب خپل‌منځي اجماع رامنځته شي او تر څنګ یې رسنۍ د خپلو چارو، اړتیاو، غوښتنو، لاسته راوړنو او ګواښونو په باب په خپل‌منځي ډول مباحث طرحه او تقویه کړي.

د آزادې، دیموکراتیکې، د عدالت او بشري حقونو په اصولو ولاړې ټولنې د ملاتړ په موخه لازمه ده چې علوم، نوی معرفت او عقلانیت د رسنیو د نشراتو اصلي منځپانګه احتوا کړي. انسان مجله به د خپل همدې پروګرام په دوام د بشري حقونو او د ټولنیز عدالت د ټولو منل شویو قواعدو په اساس د سیک او هندو وګړیو او نورو کوچنیو اقلیتونو د حقونو، آزادۍ، نقش او برابرۍ لپاره مشخصه نشراتي طرحه رامنځته کوي او د خپل هغه پروګرام پر دوام او تطبیق تاکید کوي چې باید د افغاني رسنیو تر منځ د انساني مسایلو په باب د نشراتي سیاست اجماع رامنځته شي.

ژوندۍ دې وي د بیان آزادي

تل پاتې دې وي د بشر حقونه

انسان مجله

مرکزي دفتر – کابل افغانستان

دوشنبه د زمري یولسمه

Recent Posts

دلته یې وپلټئ