له ثریا وروسته؛ د یوې پېړۍ روایت/ د مقالو بلنه

د ښځو له نظره د تېر سل کلن تاریخ بیاځلې‌لوستنه

 | یادښتونه

|

192

لیدنې

ملکه ثریا په ۱۸۹۹کال کې زیږیدلې او په ۱۹۱۳کال یې له شهزاده امان الله خان سره د کابل په شهرارا ماڼۍ کې واده وکړ. دغې ښکلې او زیرکې ښځې په ترکي، فرانسوي او عربي ژبو هم روانې خبرې کولې شوای. شاه امان الله خان د محمود طرزي او ملکه ثریا د افکارو سره سم د سیاسي استقلال له ګټلو وروسته په ټولنیزو تحولاتو کې د ښځو نقش ته پوره توجه وکړه چې د حمایت نسوان په نوم د انجمن تر څنګ یې د نجونو مکتبونه جوړ او یو شمېر نجونې یې د ډاکټرۍ او نرسنګ د زده کړو لپاره ترکیې ته ولېږلې. د ملکې ثریا په هڅو امان الله خان په ولور محدودیتونه ولګول، د ښځو لپاره یې د واده عمر ۱۸او د هلکانو لپاره ۲۲ کاله وټاکه. په ۱۹۲۸کال کې د ملکه ثریا په وړاندیز د «ښځو د ملاتړ انجمن» جوړ شو چې د کابل دولس تنو هوښیارو ښځو یې اداره او د شاه امان الله خان خور کبراجان یې مشري په غاړه واخیسته او د لومړي ځل لپاره ښځې په دولتي چارو کې له نرانو سره شریکې شوې. ملکه ثریا خپله د مستوراتو ښوونځي مشري په غاړه واخیسته او د ارشاد النسوان په نوم مجله یې راوویسته چې د ملکې مور (اسمارسمیه) چلوله او ملکې ثریا به دغې مجلې ته د ښځو د حقونو د ارزښت په اړه مقالې لیکلې. ملکې ثریا یوه محکمه جوړه کړه چې د هغو ښځو شکایت واوریدل شي چې میړونه یې وهي، نفقه نه ورکوي یا يې بې له کوم دلیله طلاقوي.

د ملکې ثریا پورتني ټول ریفورمونه د افغانستان په څېر په یوه نرواکه ټولنه کې مطرح کېدل. نرواکه هغه ټولنه ده چې د قدرت منابع د نارینه‌وو په لاس کې وي. د دې ټولنې یوه مشخصه دا هم ده، مخکې تر دې چې د ټولنې نرواکي بنسټونه ښځې وځپي، د ټولنې بنسټیز تعصبونه دي چې ښځې ځپي. همدا د نرواکې ټولنې خاصیت دی چې ټولنیز جوړښتونه یې کله په ضمني او کله هم صراحتاْ ښځې دویمه درجه مخلوق ګڼي. ثریا هڅه وکړه چې د ټولنې بنسټیز تعصبونه چلینج کړي، د قدرت په منابعو ښځې واک پیدا کړي او په دې لړ کې ښځې چې دویم درجه مخلوق ګڼل کېږي، د ټولنې دا خاصیت له سوال سره مخ کړي. ثریا د همدې تفکر او وجود له مخې د ستاینې او احترام وړ ده چې په شدت نرواکه ټولنه کې یې د یو ځپل شوي او مظلوم انساني قشر د آزادۍ لپاره مبارزه کړې ده.

د اماني دورې یو شمېر محافظه کار منتقدین باور لري چې د ثریا او امان‌الله چټکو ریفورمونو دا هېواد له ګړنګ سره مخ کړ، یانې د هغه وخت اصلاحاتو منفي آزادۍ ته لاره پرانیسته؛ خو دا هېروي چې د فرد اصالت د یوې خپلواکې ټولنې اصلي شاخصه ده. د منفي او مثبتې آزادۍ شتون د یوې ټولنې لازمې غوښتنې دي تر څو فردي استقلال حفظ شي. د هغه ټول اصلاحي پروګرامونه د فردي استقلال په تامین او د یوې انساني ټولنې په تشکیل کې ښکارنده رول لاره.

مثبتې آزادۍ چې معمولاْ د دولت له لوري تامینیږي، محرومې او وروسته پاتې ښځې نشي کولای چې له دې خپلواکۍ څخه ګټه پورته کړي چې لوی لامل یې د فقر او تعلیم نشتون دی او په  پایله کې د دې باعث ګرځي چې د انتخاب محدود حدود ولري.  دا چې دولت مکلفیت لري تر څو دا آزادي تامین کړي، کومه چې تر پایه نه سترګو کېږي؛ نو دویمه لاره د تعاوني بنسټونو او د ملاتړو خوځښتونو رامنځته کول دي چې همدا مسوولیت ومني. ملکې ثریا د ښځو د ښوونې او روزنې، د حمایت نسوان په نوم د مدني انجمن او د ارشاد نسوان په نوم د یوې ځانګړې جریدې جوړول د دې تعهد ښودنه کوي چې د ښځو فردي آزادۍ ته یې درلوده.

ملکه ثریا چې د تېرو سلو کالو د سیاسي عقلانیت یو ډېر مشهور قرایت دی، د عزم او جراات یو ښځینه رول ماډل هم دی. ثریا چې د یو غریب او وروسته پاتې هېواد ملکه وه، د ښځو د ژوند د بدلون په پار یې د سلګونو اصلاحاتو په وړاندې کولو سره، د ښځو ژوند او راتلونکی له یو ډېر هر اړخیز تغیر په محراق کې لیده.

انسان مجله باور لري چې تر دې وروسته به د تېر سل کلن تاریخي روایت په بیا شننه کې د دې تاریخ ښځینه تعبیر ته لاره پرانیزي او حداقل له ثریا وروسته؛ د یوې پېړۍ روایت به د ښځینه دید او تفکر په اساس تحلیل کوي. د سیاست، اقتصاد، فردي آزادۍ، معارف، پراختیا، عامه خدمتونو، بشري حقونو، او اکاډمیکو او بیروکراتیکو بنسټونو ته د ښځو لاسرسۍ له څومره بحثونو او ګواښونو سره مخ دی؟ د ثریا یاد د همدې ډیسکورس د پیل په موخه ټاکل شوی دی.

د مقاله لیکنې لپاره ټکل شوي شرایط به په لاندې ډول وي او تاسو کولای شئ چې د مقالو د عنوانو لېست له همدې ځایه در ښکته کړئ.

  • مقالې باید له ۲۵۰۰-۵۰۰۰ کلمو وي.
  • نوی عنوان د وار له مخکې موافقې په صورت کې ممکن دی.
  • مقالې باید ځانګړې نظري/ تیوریکه مبناء ولري.

اړیکې:

info@inssan.af

+۹۳ (۰) ۷۴۷ ۵۲ ۵۲ ۷۲

یادونه: انسان مجله او د له ثریا وروسته؛ د یوې پېړۍ روایت پروګرام مدیره پلاوی به د امکان په صورت کې د مقالو د لیکلو پر مهال له درنو څېړنکو او لیکوالو سره د سرچینو او اخځلیکونو، ایډیټ او بیاکتنې په برخه کې د مرستې ژمنه کوي.

تبصره پریږده

Recent Posts

دلته یې وپلټئ