لومړی انسان

د فکر، معرفت او فرهنګ د پیل په موخه موږ څه فکر کاوه؟

 | سرمقاله

|

92

لیدنې

مونږ ته د انسان په هکله د مطالعې او څېړنې څخه وروستۍ اخیستنه شاید دا وي، چې انسان یو ناپېژندل شوی موجود دی او د خالق له لوري اشرف المخلوقات ګڼل شوی دی. د انسان په هکله د څېړنو، سپړنو او ستاینو لړۍ له همدې ځایه پیلوو او د انسان د پېژندنې په برخه کې د څېړنیزو او تحلیلي افکارو د خپراوي اساس ږدو.

انسان یوازې مجله نه ده، چې په هرو دریو میاشتو کې به یو ځل چاپېږي، بلکې انسان به د یوې سترې څېړنیزې، خپرنیزي، علمي او فکري اکاډمۍ په را منځ ته کولو سره د پوهانو او استادو ځوانانو د ناستې او علمي بنډار په یوه ستر کمپلکس بدل شي. د یادې لړۍ ټول فعالیتونه به پر مجلې، وېب پاڼې، فکري او علمي ناستو او هنري هڅو، سمبال وي. او په لومړي ځل به د هغو دوستانو پر مخ د خبرو کولو او خبرو خپرولو ور پرانیزي، چې تر اوسه د جبر او سنتي متروکو له وېرې يې نشواى کولای، چې خپلې نوې خبرې او کړي فکرونه ټولنې ته ورسوي.

انسان همدې لومړۍ ګڼې ته په کار کولو او له دوستانو سره د ګډو هلو ځلو په لړ کې وپوهېد، چې د علمي راکړې ورکړې په مرسته په فکري یووالي او فکري محوریت کې څومره لویه ونډه اخیستلای شي، او ثابتولای شي چې د یوې مجلې تر څنګ د فکر د پاللو او فکر کولو د یو ستر او لوی کارځای او فکرځای بنسټ ایښودلای شي.

د انسان په هکله به د یادې ادعا کول ډېره لویه مبالغه نه وي، چې انسان د هېواد د علمي او فکري دور په خورا پېچلي پړاو کې خلق کېږي، او د هر چا له خوا د نوې خبرې کول شاید ډېر لوی لوی پورونه ولري. ولې دا چې انسان تر هر څه مهم دی او د همدې اهمیت او غوره والي لومړیتوب را ته افغان انسان دی، پس فکر کوو، چې د یادې چارې په غوره تر سره کېدا کې خورا مهم او پر ځای ثابتېدای شو.

انسان تر دې دمه د خورا زیاتو سلا او مشورو څخه وروسته تر لومړي چاپه رسېږي. په دې بهیر او تکاملي پړاوونو کې له خورا زیاتو استادانو او دوستانو سره پرې ناست یو او ورسره مو بحث او سلا مشورې کړې دي، چې د اوږد نوملړ پیل او پای په څو نومونو داسې کوو؛ ډېرو ګرانو استادانو نجیب منلي، عبدالغفور لېوال، اسدالله غضنفر، ډاکټر فیض محمد ځلاند، شرف الدین عظیمي، خان ولي خان بشرمل، عبدالودود پښتونځار، آغلې ملالۍ شینوارې، ډاکټر محب الله زغم، انور وفا سمندر او ځوانې او هڅاندې کاري ډلې څخه زیاته مننه کېږي، چې په مشورو، ایډیټ، ډېزاین او بیا کتنه کې خورا ستره مرسته کړې ده.

مونږ په دې تکل د انسان له لوري یوې سترې چارې ته سترګې په لاره یو، تر څو وتوانیږي، چې د افغان انسان پورې تړلي ارزښتونه او واقعیتونه افغان ټولنې او افغان انسان ته ورسوي، او له لارې یې سیمې او نړۍ ته وړاندې کړي او وښیي، چې په دې جغرافیه کې هم پروت انسان خپل اساسات او ارزښتونه لري او د یو سالم ژوند په موخه سولې او ارامۍ ته اړتیا لري.

انسان (مجله) یوه ستره او سپېڅلې موخه ده، چې د هیڅ یوه سیاسي، مذهبي، قومي، ژبني او نورو ورته جریاناتو برخه نه ده او نه به وي. ځکه انسان را ته تر هر څه مهم دی او دا نه باید د ټولو یادو شویو هڅو او چارو یوه برخه وګرځي.

د انسان د خپراوي او نشراتي بهیر د پر مخ وړلو په موخه مو ورته د چارو د غوره تنظیم او ونډې په موخه یوه مناسبه نشراتي تګلاره را منځ ته کړه، چې له مخې یې په انسان پورې اړوند ټول مسایل سمبالیږي او پر مخ وړل کېږي. د یادې تګلارې څو برخې دلته داسې راوړو:

  • انسان د هېواد د اساسي قانون تر څنګ د ټولو نافذه قوانینو رعایتولو ته ژمن دی او له مخې یې خپله نشراتي تګلاره تنظيموي او تطبیقوي. د انسان ټولیزه موخه انسان دی او فکر کوي، چې له هرې ممکنه لارې ورته د فکر کولو او کار کولو په موخه فعالیت کوي او ځان مکلف ګڼي چې د یادې موخې په تر سره کېدا کې به، فکر او کار کوي. انسان د یاد هدف په مرسته د پوهانو سره ګډ کار ستر او اساسي محور ګڼي.
  • انسان هره درې میاشتې وروسته خپرېږي. د چاپ دا ګڼه یې په شپېتو مخونو کې چاپیږي او راتلونکې ګڼه به یې په لویه کچه له یادې هغې زیاته وي.
  • د انسان د هرې ګڼې لپاره د ځانګړو لیکنو په موخه د یادې ګڼې عمومي تحقیقي عنوان د سلاکارې ډلې په مرسته انتخابېږي. سلاکاره ډله یو متخصص او ماهر ټیم دی، چې د انسان د خپریدو تر وروستي پړاو پورې په ټولو مواردو کې ورسره سلا مشورې کېږي.
  • ټول هغه درانه لیکوالان، چې د انسان په لیکواله جرګه کې یې غړیتوب نشته، رالېږلې لیکنه یې د سلاکارې ډلې تر غور او کتنې وروسته د نشر او رد ځانګړتیا خپلوي، نو ټول لیکوال دوستان کولای شي، چې د انسان د نشراتي تګلارې سره سم په معیاري ډول لیکنې وکړي.
  • په انسان کې ټولې انتخاب شوې لیکنې باید د لومړي لاس لیکنې وي، یو ځل خپرې شوې لیکنې بیا نه خپریږي، ولې که یې اړین ضرورت پېښ شي.
  • په انسان کې د خپرېدونکو توکو نشراتي حدود فلسفه، ارواپوهنه او ټولنپوهنه ټاکل شوي دي، هره لیکنه نه باید د یادو علومو له لارې د یو چا د فکر، لارې، شخصیت او نظر سپکاوی وکړي، باید په لیکنه کې یوازې او یوازې د انسان درنښت مهم وي، چې له لارې یې، پر ملت جوړونې، ټولېدنې، علمي او کلتوري پراختیا او ټولنیز تفاهم فکر کوو، چې محوري ټکی یې انسان دی.

د انسان د نشراتي تګلارې د ښه تطبیق په موخه مو د څېړنیزو لیکنو د اصولو او معیارونو  د خپراوي او تطبیق لپاره په انګلستان کې له رسمي بنسټ، د رسنیو او مواصلاتو د څېړنیز ښوونځي سره د ګډ توافق له لارې د دوی له لوري پښتو شوي او ترتیب شوي نړیوال بیلبیوګرافیک سیسټم پېژندنه کوو، چې اوسمهال په ټوله نړۍ کې د څېړنو په موخه ترې ګټه اخیستل کېږي.

د دې سیسټم په مرسته به د انسان لپاره څېړنیزې لیکنې کېږي. زمونږ لویه هڅه همدا ده، چې د انسان په مرسته د څېړنو د کره والي او غوره والي په موخه له ټولو هغو معیارونو او اصولو ګټه واخلو، چې نن د نړۍ په ټولو اکاډمیکو او څېړنیزو بنسټونو کې ترې ګټه اخيستل کېږي. یاده چاره به په لومړي ځل په پښتو ژبه په رسنیز ډګر کې د انسان له لوري تطبیقیږي او په اساس به یې مختلفې څېړنیزې مقالې لیکل کېږي.

د هاروارډ د بیلبیوګرافۍ دا نړیوال سیسټم به په خورا اسانۍ وکولای شي، چې زمونږ له لیکوالو دوستانو سره د دوی په څېړنیزو لیکنو کې مرسته وکړي او په لویه کچه به په پښتو ژبه د څېړنیزو او کره لیکنو اساس ترویج کړي، چې په کې له خورا مهمو اثارو ګټه اخیستل کېږي. د بیلبیوګرافۍ دا سیسټم د انسان او د رسنیو او مواصلاتو د څېړنیز ښوونځي پر انټرنېټي پاڼو پیدا کولای شئ.

Recommended Posts

دلته یې وپلټئ