«انسان» د کارزدهکړې یا انټرنشیپ یو داسې پروګرام لري چې پوهنتون محصلین او نوي فارغین کولای شي زموږ له کار ډلو، متخصصینو او څېړونکو سره له نژدې کار وکړي. دا د ټولو لپاره متساوي او ټولشموله پروګرام دی.
د انټرنشیپ په اړه رسمي غوښتنلیک دې برېښنالیک ته ولېږئ
Internship@insan.af
«انسان» وخت ناوخت یو شمېر رسمي کاري فرصتونه اعلانوي او هیله لري چې د ټولو لپاره د یو متساوي او همهشموله فرصت په بنسټ غوره چاپيریال مهیا کړي. که غواړئ زموږ له کاري فرصتونو خبر شئ، اړوند څانګړې برخې ته ورشئ او یا هم لاندې برېښنالیک وکاروئ.
«انسان» څېړنیزو پرمختګونو ته د تلپاتې ژمنتیا په موخه او په افغانستان کې د څېړنو د ملي جوړښتونو په جوړولو کې د ونډې په لړ کې فارغو شویو او تر فراغت مخکې محصلینو ته د خپلو څېړونکو سره د کار زدهکړې پروګرام لري. په دې پروګرام کې چې د څېړنې د میتودولوژۍ، لومړني لاس تحقیقاتي ډېټا، او د نویو مهارتونو زدهکړه شامله ده، د څېړنیزې پرمختیا د پالیسۍ په اډانه کې مطرح کېږي. د دې پروګرام بنسټیزه موخه دا ده چې محصلینو او نویو فارغینو ته د دوی د تحصیل د څانګې سره سم په کاري چاپیریال کې د څېړنیزې کارزدهکړې چانس مهیا شي. د انټرنشيپ په پروګرام کې شامل کسان به د «ارتباطاتو او عامه اړیکو»، «د جګړې مطالعاتو پروګرام»، «د عامه افکار لړ»، «مالي او اداري»، او «د خپرونو او نشراتو» په برخه کې د «انسان» له مشرانو څېړونکو، د څانګو له مسوولینو او نورو متخصصینو سره ګډ کار کوي. د انټرنشيپ په پروګرام کې شامل کسان به د دې فرصت ولري څو د طرزي د څېړنیزو او رسنیزو سرچینو د مرکز په مرسته په څېړنیزو ورکشاپونو کې برخه واخلي، د «انسان» په داخلي ناستو او عامه ناستو کې ګډون وکړي، او په انټرنشيپ کې د شاملو نورو کسانو سره به هم اړیکې لري. «انسان» په کال کې دوه ځلې د انټرنشيپ لپاره غوښتنلیکونه مني، ژمني او ژمني؛ مګر که یو شمېر داسې غوښتنلیکونه د کال په جریان کې ترلاسه کړي چې د «انسان» د معیارونو سره برابر وي، په اړه یې غور او پرېکړه کېږي. د انټرنشيپ ټوله کاري موده به له څلورو تر شپږو میاشتو وي او ځای به یې کابل وي.
«انسان» د ژوند، راتلونکي، پراختیا، حکومتوالی، روغتیا، ښوونې او روزنې، سولې، جګړې، او د سترو او کوچنیو پرېکړو په اړه د افغانانو د نظرونو پر پوهېدا د «عامه افکارو لړ» یا Public Opinion Index جوړوي او په دې برخه کې د نظرونو د راټولولو په موخه د انټرنشيپ لپاره غوښتنلیکونه مني. د ټولنیزو او انساني علومو فارغین او محصلین چې د سروې او ډېټا را ټولولو په برخه کې علاقه لري، کولای شي د دې پروګرام تر چتر لاندې د انټرنشيپ په دې پروګرام کې برخه واخلي.
د انټرنشيپ په دې درې میاشتني (ژمني) پروګرام کې به یاد برخهوال لاندې مسوولیتونه ولري؛
1. د ډېټا او سروې لپاره د ځانګړو سیمو تشخیص او ....
2. د ډېټا راټولولو پرمهال د پوښتنو او متقابل پوهاوی
3. په متواتر ډول په یاده برخه کې کار کول
4. ډيټابېس ته د یادو ارقامو اضافه کول
5. ځینې پیلني تحلیلونه، د ارقامو سنجونه او د نظري نظم تجربه کولو ته چمتوکېدنه
1. د ټولنیزو او انساني علومو نوي فارغین او د وروستیو کلونو محصلین
2. د څېړنو په میتودولوژۍ پوهه او د ډېتا راټولولو سره بلدتیا
3. د ډېټا راټولولو په موخه د ځانګړو اپلیکشیونونو د کارونې مهارت
4. د عامه وګړو او خلکو سره د ښو اړیکو او ارتباطاتو ټینګولو مهارت
5. په پښتو او دري ژبو پوره بلدتیا او د لیکوالۍ مهارت
لطفاً خپله سيوي او د لیکوالۍ یوه نمونه زموږ دې ایمیل ته راولېږئ او د پيغام لېږلو پرمهال د یاد انټرنشيپ عنوان ذکر کړئ.
د جګړې مطالعاتو پروګرام د «انسان» له لوري د یو اوږدمهال مطالعاتي او څېړنیز پروګرام په توګه تېر کال پيل شو. د دې پروګرام آره موخه د جګړې په اړه پوهاوی، د نړیوال تروریزم پر وړاندې د افغانانو د قربانۍ او د ارقامو پر مټ د دې ستر جنګ ګڼ او پټ اړخونه راسپړل دي.
«انسان» غواړي په دې نوي پروګرام کې فعال او ځانګړي کسان د انټرنشیپ په توګه ومني، په دې درې میاشتني پروګرام کې د لاندې مسوولیتونو لپاره محصلین منو؛
1. د افغانستان د جګړې د تاریخ په اړه د څېړنو ترسراوی
2. د افغانستان د جګړې په اړه د ارقامو را ټولول
3. د جګړې د مطالعاتو د زدهکړې په اړه د پروګرام له مشر او همکارانو سره د کریکولم په جوړولو کې مرسته
4. د ډېټا او ارقامو خوندي کول او ساتل
5. په دې برخه کې د غونډو او ایونټونو په تنظیم کې مرسته
6. له اړوند متخصصینو او بنسټونو سره د اړیکو په برخه کې مرسته
1. د ټولنیزو او انساني علومو تازه فارغین او د وروستي کلونو محصلین
2. په پښتو، دري او انګلیسي ژبو پوره بلدتیا
3. د څېړنو له میتودلوژۍ سره بلدتیا
4. د ډېټا او ارقامو له راټولولو سره بلدتیا
5. د اړیکو او ارتباطاتو ځانګړي مهارتونهپه پښتو او دري ژبو پوره بلدتیا او د لیکوالۍ مهارت
لطفاً خپله سيوي او د لیکوالۍ یوه نمونه زموږ دې ایمیل ته راولېږئ او د پيغام لېږلو پرمهال د یاد انټرنشيپ عنوان ذکر کړئ.
«انسان» د یو څېړنیز ناتړلی، غیر سیاسي، او غیر انتفاعي بنسټ په توګه غواړي له عامو خلکو، متخصصینو، بنسټونو او نړۍ سره ښې او عامه فهمه اړیکې ولري. د دې څانګې پالیسۍ او طرزالعملونو ایجابوي چې د ارتباطاتو له متنوع ډولونو ګټه واخیستل. «انسان» د انټرنشیپ په دې ژمني پروګرام کې غواړي د یادې څانګې لپاره نوي کسان ومني.
د دې درې میاشتني ژمني پروګرام لپاره غوښتنلیکونه په لاندې مسوولیتونو منو؛
1. د غونډو او مجلسونو په تنظیم کې مرسته او همکاري
2. په ټولنیزو رسنیو، ایمیلونو، او کتبي توګه له خلکو سره د ارتباط نیولو کې مرسته او همکاري
3. د اړیکو پراخ ډېټابیس متواتر نوی کول
4. د څانګې له مشر سره د نویو پالیسو او طرزالعملونو په جوړولو کې مرسته
5. د متواتر اړیکو په ساتلو کې د څانګې د لارښونو مطابق ونډه اخیستل
6. د اړوند کارونو په برخه کې له نورو برخو سره کار او همغږي
1. ژورنالیزم او ارتباطاتو د پوهنځي فارغین او محصلین
2. د ټولنیزو شبکو د کارونې سره آشنايي
3. پر یو مهال د څو کارونو د کولو وړتیا
4. د نوې مېډیا له اصولو او پرنسیپونو سره آشنايي
5. د ارتباطاتو او عامه اړیکو په ستراتيژیو پوهاوی او آشنایي
لطفاً خپله سيوي او د لیکوالۍ یوه نمونه زموږ دې ایمیل ته راولېږئ او د پيغام لېږلو پرمهال د یاد انټرنشيپ عنوان ذکر کړئ.
«انسان» د ملټيوېب پالیسي لري. مانا دا چې د خپلو یو شمېر پراخو فعالیتونو او پروګرامونو لپاره ځانګړې ویبپاڼې لري. په دې برخه کې د ژمني انټرنشيپ په پروګرام کې د کمپیوټر ساینس او ویبپاڼې د انکشاف د څانګو فارغینو ته د غوښتنلیکونو د سپارلو فرصت مهیا کوي ترڅو په دې درې میاشتني پروګرام کې زموږ د Web Development and ICT Solutions له څانګې سره کار وکړي.
د یادو غوښتنلیکونو لپاره لاندې مسوولیتونه ټاکل شوي دي؛
1. د «انسان» د مرکزي ویبپاڼې او نورو ویبپاڼو متواتره پراختیا
2. په ویبپاڼو کې د نویو او پرمختللیو ظرفیتونو څخه کار اخیستل
3. د SEO په برخه کې مرسته او همکاري
4. د رسمي برېښنالیکونو جوړول، تنظیم او مراقبت
5. د انټرنیټي امنیت په برخه کې مرسته او همکاري
1. د کمپیوټر ساینس له پوهنځي فارغ وي
2. د Web Development له اساسي اصولو او ډولونو سره بلد وي
3. په SEO وپوهیږي
4. له نویو او معاصرو ټیکنالوژيکي اصولو سره بلد وي
5. په انټرنیټي امنیت وپوهیږي
6. په پښتو او دري ژبه وپوهیږي
لطفاً خپله سيوي او د لیکوالۍ یوه نمونه زموږ دې ایمیل ته راولېږئ او د پيغام لېږلو پرمهال د یاد انټرنشيپ عنوان ذکر کړئ.
«انسان» د داسې انټرنشيپ لپاره غوښتنلیک مني چې د مالي ملاتړ په موخه د پراختیايي مدیر سره په ګډه کار وکړي. «انسان» چې یو غیر انتفاعي، غیر سیاسي او ناتړلی څېړنیز بنسټ دی، د خپلې څېړنیزې اجنډاء لپاره د مالي امکاناتو د موندلو په موخه د همکارۍ لپاره د انټرنشيپ درې میاشتنۍ دورې غوښتنه اعلانوي او په دې بنسټ غواړي فعال او په ځانګړو مهارتونو سمبال محصلینو او نويو فارغینو سره د کارزدهکړې لړۍ پیل کړي.
دا انټرن چې د «انسان» د پراختيايي څانګې تر سرپرستۍ لاندې به کار کوي، لاندې مسوولیتونه به لري
1. د بالقوه ډونرانو تشخیص او د دوی د ستراتيژيو پېژندل
2. په متواتر ډول د پراختیايي ډيټابېس نوی کول
3. د پراختیا لپاره د ارتباطاتي اسنادو په جوړولو کې مرسته
4. د پراختیا له څانګې سره مرسته او همکاري
1. د ارتباطاتو، ټولنیزو علومو له پوهنځي فارغ یا د وروستیو کلونو محصل
2. په افغانستان کې د غیر انتفاعي بنسټونو سره د ډونرانو د مرستې پوهاوی
3. د لیکلو او څېړنې وړتیا او مهارتونه
4. اداري مهارتونه او د څو کارونو پر یو مهال کولو وړتیا
5. په ډېټابېس کې د کار کولو وړتیا
6. د مایکروسافټ آفیس د کارونې وړتیا
لطفاً خپله سيوي او د لیکوالۍ یوه نمونه زموږ دې ایمیل ته راولېږئ او د پيغام لېږلو پرمهال د یاد انټرنشيپ عنوان ذکر کړئ.
د اقتصادي مطالعاتو پروګرام د «¬¬انسان» له لوري د یو اوږد مهاله مطالعاتي او څېړنیز پروګرام په توګه سږ کال پیل کېږي. له دې پروګرام څخه موخه د اقتصاد په اړه مطالعات، د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان د اقتصاد مطالعه، د افغانستان اقتصادي فرصتونو او ستونزو ته کتنه او د هیواد په روان وضعیت کې د اقتصاد د رول سپړل دي.
«انسان» غواړي په دې نوي پروګرام کې فعال او وړ کسان د انټرنشیپ (کار زده کړې) پروګرام کې ومني. یاد پروګرام له څلور تر شپږو میاشتو دوام مومي او اړوندو کسانو ته لاندې مسؤلیتونه ورسپارل کیږي:
1. د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان د اقتصاد په اړه څیړنه؛
2. د فقر او بیکارۍ د ارقامو راټول او د لاملونو په اړه یې وضاحت؛
3. د ډېټا او ارقامو خوندي کول او ساتل؛
4. په دې برخه کې د غونډو او مجلسونو په تنظیم کې مرسته؛
5. له اړوند متخصصینو او بنسټونو سره د اړیکو په برخه کې مرسته؛
6. د میاشتني او کلني پلان مطابق د څېړنې د برخې د کړنو تعقیب او له څېړونکي، او د څيړنې د برخې د پراختیا له مسؤل سره مرسته.
1. د اقتصاد، اداراې او تجارت او یا هم عامه ادارې او پالیسۍ د وروستي کلونو محصلین او یا تازه فارغین؛
2. په پښتو، دري او انګلیسي ژبو پوره بلدتیا؛
3. د څېړنو له میتودلوژۍ سره بلدتیا؛
4. د ډېټا او ارقامو له راټولولو سره بلدتیا؛
5. د اړیکو او ارتباطاتو ځانګړي مهارتونه؛
6. په پښتو او دري ژبو پوره بلدتیا او د لیکوالۍ مهارت.
لطفاً خپله سيوي او د لیکوالۍ یوه نمونه زموږ دې ایمیل ته راولېږئ او د پيغام لېږلو پرمهال د یاد انټرنشيپ عنوان ذکر کړئ.