پالیسی بورډونه

«انسان» د یو متنوع، مسلکي او هر اړخیز مدیریتي نظام د بنسټیز کولو په موخه چې په اوږده‌مهال کې د تحرک قابلیت ولري، د کورني سیستم جوړونې او پراختیا په خاطر ځانګړي پالیسي بورډونه ایجاد کړي دي. دا شپږ بورډونه د «انسان» له اجراييوي مشرتابه سره په ګډه د پالیسۍ په کچه ارزونې کوي او سلامشورې ورکوي

یادښت

په یادو بورډونو کې د «انسان» مېلمانه غړي غړیتوب لري. دوی د خپلو تخصصي زده‌کړو او مسلکي تجربو پر مټ د یو کارا، مسلکي او پرمختللي سیستم د رامنځته کولو لپاره ژمنه لري
د «انسان» کورني پالیسي بورډونه

موخه: د «انسان» داخلي پالیسی بورډونه د مشرتابه پلاوي له لوري د یو مسلکي مشورتي جوړښت په توګه رامنځته کېږي څو ټول اړوند اداري او مدیریتي مسایل و ارزوي.
• د «انسان» د کورني پالیسي بورډونو جوړښت او څرنګوالی د مشرتابه پلاوي له لوري ټاکل کېږي؛
• هر پالیسي بورډ له درېیو تر شپږو مېلمنو غړو څخه جوړ شوی دی؛
• هر بورډ حداکثر په کال کې دوولس غونډې کوي؛
• د بورډ اجنډاء، د اجرااتو راپور او د اړوندو چارو مخته‌وړنه له وړاندې چمتو او په بورډ کې پرې بحث کېږي؛
• د بورډ د سپارښتنو، وړاندیزونو، او نظریاتو څرنګوالی په خپله د بورډ، اړوند څانګې او مشرتابه له لوري تعینیږي؛
• هر بورډ په کال کې یو ځل د خپل کاري طرزالعمل او فعالیتونو بیاکتنه کوي؛
• د هر بورډ غړي یوازې د یو کال لپاره ټاکل کېږي او کېدلای شي هر کال یې غړیتوب تمدید او یا هم لغوه شي؛
• مشرتابه پلاوی د کال په جریان کې هم کولای شي د بورډ د غړیو عضویت محدود او یا هم پای ته ورسوي؛
• ټول شپږ بورډونه د مشرتابه پلاوي تر لارښوونو لاندې خپلې کړنې او فعالیتونه پر مخ وړي.

د کورنۍ او ځایي ادارې‌ بورډ

دا بورډ د «انسان» د کاري، مدیریتي، او اداري چاپیریال د لوړتیا په موخه رامنځته شوی دی څو د خپلو ارزونو، وړاندیزونو او نظریاتو په رڼا کې د یو داسې چاپيریال په ایجاد کې ونډه واخلي چېرې چې ټول لوري وکولای شي د یو اوږده‌مهال لپاره د کارونو، پلانونو، او بدلون یو ځانګړی بستر تعریف کړای شي.
د «انسان» اداري او مدیریتي زېربېنا او جوړښت پیاوړي کول او د معاصرو مدیریتي او اداري مخکړنو په اساس د اړتیا وړ بدلونونه وړاندیز کول، د دې بورډ اصلي ماموریت دی. دا بورډ به دنده ولري څو ټول هغه اسناد او پالیسۍ و اروزي کومې چې له خلکو سره د «انسان» د یو بنسټ او ادارې په توګه د ارتباط او همغږۍ اسانتیا رامنځته کولای شي.
ماموریت: د یو داسې مدیریتي جوړښت په رامنځته کولو کې ونډه اخیستل چې ټول اداري فعالیتونه پراخ تولیدي اړخ ولري او وکولای شي بنسټیزه همغږي، لارښوونې او نظارت وساتي
یاد بورډ هره میاشت عادي غونډې کوي

د سوداګریزې پراختیا بورډ:

یاد بورډ به «انسان» ته د اقتصادي ودې او ټیکاو په رامنځته کولو سلامشورې او وړاندیزونه ورکوي. له حکومتي ادارو، نړیوالو سازمانونو، کورنیو اقتصادي بنسټونو او ورته نهادونو سره د اقتصادي ملاتړ په موخه خبرې اترې، سیاستونه، زمینې او چارچوکاټ ترتیب او تعریف د دې بورډ اصلي دنده ټاکل شوې. دا بورډ به د خپلو تجربو په مرسته د سوداګریزو سیاستونو، د بازارموندنې طرزالعملونو او د نورو زمینو په مرسته د اوږده‌مهال فرصت او اوسمهال ضرورت په رڼا کې حل‌لارې وړاندې کوي. همدا شان به یاد بورډ دنده ولري څو د داسې زمینو په تشخیص کې برخه واخلي چې د «انسان» د پالیسۍ، نشراتي سیاست او د اوږدمهال ماموریت د ساتلو ترڅنګ اقتصادي او مالي ټیکاو ته لاره خلاصه کړي.
ماموریت: د «انسان» د بقاء‌، بریا او پراختیا ملاتړ کول
یاد بورډ هره میاشت عادي غونډې کوي

د ارتباطاتو او عامه اړیکو بورډ:

دا بورډ د «انسان» د ستراتېژیکو او عملیاتي ارتباطاتو د ملاتړي جوړښت په توګه رامنځته شوی دی. د دې بورډ یوه اصلي دنده د عامه اړیکو، پېژند او د ارتباطاتي کانالونو د پراختیا او مدیریت تنظیم دی. د بورډ غړي چې د ستراتېژیکو ارتباطاتو، عامه اړیکو، ټولنیزو رسنیو، نشراتو، رسنیز مدیریت، تولید، د ویبپاڼې، ګرافیک، انځور او ویډیو متخصصین دي، د یو متحرک ارتباطاتي سیاست په تدوین او څار کې اصلي برخه اخلي.
ماموریت: د «انسان» په اړه د نوښتیزو، نویو او ځانګړو توکو وړاندې کول چې ارتباطاتي سیاست ژوندی وساتي
یاد بورډ هره میاشت عادي غونډې کوي

د څېړنې او ښوونې و روزنې بورډ:

د «انسان» د څېړنې او ښوونې و روزنې بورډ چې د څېړنیزې اجنډاء، څېړنیز فرهنګ، له څېړونکو او متخصصینو سره د اړیکو، د پالیسیو او نظرونو په تنظیم او د څېړنیز سیاست په تدوین کې ونډه لري، د «انسان» څېړنیزه ډله او مشران یې غړي دي. د دې بورډ اصلي دنده د څېړنیزې اجنډاء ټاکل، څېړنیزې پروژې ارزول، د څېړنیزو تولیداتو په اړه وړاندیزونه او نظریات او دې ته ورته د څېړونکو د کار او فعالیت پورې تړلي مسایل ارزوي.
ماموریت: د باکیفیته څېړنو، د څېړونکو ترمنځ اړیکو، او د ژوند، حکومتولۍ، سیاست او پراختیا په اړه د «انسان» له لوري د څېړنیزې اجنډاء په تدوین کې برخه اخیستل
یاد بورډ هره میاشت عادي غونډې کوي

د ټیکنالوژۍ او نوښتونو بورډ:

د «انسان» د ټيکنالوژۍ او نوښتونو بورډ له ټیکنالوژیکو نوښتونو څخه په ستراتيژیک، مدیریتي، عملیاتي او نورو ډولونو کې د کار اخیستلو او د انټرنیټ د ښې کارونې د سیاست د پلي کولو په موخه جوړ شوی دی. دا بورډ به د ویبپاڼو او په ځانګړي ډول د ملټي‌وېب سیاست، سایبري امنیت، د ډېټا خونديتابه، مدیریتي او او اداري سهولتونو، له عامه خلکو سره د ارتباطات، پيغام رسونې، ډېټابېسونو، انلاین سروې‌ګانو او څېړنو او ډېرو نورو ټیکنالوژیکو کارونو په اړه د سلامشورو، وړاندیزونو او پالیسي نظریاتو د تدوین او له انټرنیت څخه د ښې ګټې اخیستنې د پالیسۍ په تطبیق کې مرسته کوي.
ماموریت: د انټرنیټ د ښې کارونې، پراختیا او ټیکنالوژیک سیستم په رامنځته کولو کې برخه اخیستل
یاد بورډ هره میاشت عادي غونډې کوي

د محتوا او خپرونو بورډ:

له «انسان» څخه د ټولې خپرېدونکې محتوا او نشراتو د کیفیت ساتل او ارزول د دې بورډ یوه اصلي او ځانګړې دنده ده. د «انسان» له متخصصینو، څېړونکو، لیکوالانو، ګډونوالو او تحلیلګرانو سره له نژدې کار او د ټولو نشراتي ډولونو، لکه کتابونو، څېړنو، پالیسيانو، راپورونو او کلنيو خپرونو کتنه، محتوايي ارزونه او د خپرېدو لپاره چمتو کولو په برخه کې هر ډول نظرونه، وړاندیزونه او سلامشورې د دې بورډ په مسوولیتونو کې دي.
ماموریت: پر ټولو نشراتو او محتوا پر کیفیت څارنه چې د «انسان» له لوري خپریږي
یاد بورډ هره میاشت عادي غونډې کوي

پورته لاړ شئ