د «انسان» ایجوکېشن څانګې د ۱۳۹۸ کال په پیل کې د فرانسوي ټولنپوهنې د مطالعې او میتودولوژيک پوهاوي په موخه شل ځانګړي بحثونه جوړ کړل چې هره اونۍ د پوهنتون د ګڼو محصلینو په ګډون ترسره شول. دا پروګرامونه د فرانسې د فرهنګي انسټیټوټ په همکارۍ جوړ شول.
د فرانسې د ټولنپوهنیز معرفت د لومړنیو کلونو څخه پیل، د اګوسټ کنټ، پوزیټیویزم، امېل دورکېم، د ټولنپوهنې روشي قواعد، د ځان وژنې ټولنپوهنیز بنسټ د امېل دورکېم د نظریات په زمینه کې، دیني ټولنپېژندنه، د لوبو ټولنپوهنه، فېمنیزم، تاریخي مطالعه او ګڼ نور بحثونه ترسره شول.
دا ټول بحثونه د «انسان» له لوري د ویډیو په بڼه ثبت او خپاره شوي دي چې د «انسان» پر ویبپاڼه، یوټیوب او ټولنیزو رسنیو موندل کېږي.
معرفتي نوښت، د «انسان» یو ځانګړی فرهنګي او ښوونیز ابتکار دی چې د ټولنپوهنې ترڅنګ د فلسفې، تاریخ او فرهنګي مطالعاتو په زمینه کې پراختیا مومي او د تفکر او معرفت په داسې یو ترکیب بدلیږي چې د انتقادي تفکر، ټولنیز پوهاوي، تاریخي زده کړې او فرهنګي تعامل ځانګړتیاوې لري.
په لویه کې د معرفتي نوښت دغه پروګرام څو اړخیزه پراختیايي بڼه لري. له فرانسوي ټولنپوهنې او فلسفې را نیولې، سینما او د ښځو انتقادي تفکر پورې ورځي. او اوسنی پروګرام: د اونۍ یو ځل د «انسان» تعلیمي برخه د فرانسوي فلسفي معرفت په باب د شاوخوا څلوېښتو پوهنتون محصلینو سره خبرې کوي.
د فلسفې او انساني علومو په وده کې د اروپا ونډه کولی شي پر داسې یو منطق را وڅرخي چې د د بېلابېلو ټولنو د وګړو د تړون لامل وګرځي.
«انسان» تمه لري چې دا لړۍ په اغېزناک، د فکري بدلون، د انسان د درناوي، او په ټوله کې د رنځ¬کمېدنې لامل وګرځي.