انسان ټاکس څه شی دی؟ و
انسان ټاکس د «انسان» د بحثونو او خبرو یو ځانګړی پلاټفارم دی.

کورپاڼه
د انسان ټاکس د رسمی ویبسایت څخه لیدنه وکړئ
رسمي ویبسایت
ډیالوګ او بحثونه د بشر په ټولنه کې لوی تاریخ لري. لوی مثال یې د اتلسمې پېړۍ فرانسه ده. مخکې له دې چې هلته په ۱۷۸۹ کال کې انقلاب وشي، د پاریس ښار د داسې سلګونو ډلګیو کوربه و. هر ځای به لس او شل کسه روښاندي سره ناست ول چې هره ډله به د جلا فکر خاوندان ول او په دې به یې بحث کولو چې څه راز نظام باید وي؟ څه راز انساني ټولنه باید رامنځته شي؟ دوی سره له دې چې هیڅ زور یې نه درلود او کله چې تاریخي او ټاکونکې شېبې راغلې همدا خلک وو چې مخکې له مخکې یې د نوې ټولنې په رامنځته کولو سره کلونه کلونه بحثونه کړي وو او دا بحث ورته نااشنا نه و.
په تېره یوه پېړۍ کې د ډول ډول پراخو پروګرامونو د نه تطبیقېدو ستونزه د جګړې له ذات سره ځانګړې اړیکې لري. دغه ټولنه یوه پېړۍ وخت تر بل هر وخته د نړۍ د وسلوجوړوونکیو شبکو د وسلو د آزمایلو ډګر ګرځېدلی. دلته اېډیولوژیو د ټوپک په خوله خبرې کړې دي؛ دلته د برداشتونو تر منځ واټنونو پرېکړې کړې دي؛ د جګړې له وجې اړخونو ځانونه لرې او نژدې احساس کړي دي. ورو ورو داسې فضا ته ټولنه رسېدلې چې د جګړې په هکله یې پوهه ورته ځواب نه ورکوي؛ ورسره څنګ کې د سولې خبرې کېږي او لا هم بمونه او ټوپکونه له جګړې¬والو سره دي.
انساني ټولنې تل له لوړ او ځوړ سره مخ دي. اما دا د روښاندو دنده ده چې دا لوړې او ځوړې څنګه د پرګنو په ګټه کاروي.

انسان ټاکس د «انسان» د بحثونو او خبرو یو ځانګړی پلاټفارم دی. د نویو ځوانانو، او د فکر او نظریې د خلکو ترمنځ د افکارو تبادل او مباحثه د دې ترکیب برخې دي.
په افغانستان کې د بحثونو او ډیالوګونو د شتون ډېره واضحه مطالعه نه شته. د داسې یو منظم پلاټفارم د رامنځته کولو لومړنی کار دا و چې په نوي ډول د خبرو لپاره یو دقیق میکانیزم او اساس رامنځته شي. د افکارو تنوع او تکثر یو مهم اصل دی. د همدې اصل په تعقیب تصور دا دی چې ساینسي نظریو، بشرپال ذهن، او آزادو بحثونو په زمینه کې خپل پراختیايي کارونو ته ادامه ورکړل شي.
د انسان ټاکس باور دا دی چې د خبرو، نظریاتو او افکارو پر سر د انسان ځوورول او له منځه وړل باید پای ته ورسیږي. موږ مکلف یو چې د یو بل خبرې واورو، نظر ورکړو او مباحثه رامنځته کړو.
افغانان څلوېښت کاله «بې پولې جګړه» زغمي. دې جګړې ټولې پولې نړولي، پر ماشومانو، ښځو، ښوونځیو، جوماتونو، روغتونونو او ټولو هغه انساني بنسټونو بریدونه د دې جګړې بارزې نښې دي. که چېرې دا جګړه پای ته رسېږي او ټول ښکېل لوري پر یوې باثباته او پایداره راتلونکي موافقې ته رسیږي، د همدې جغرافیې انسانان باید له یو بل سره متقابلې اړیکې څنګه جوړوي او د خبرو او بدلون لپاره به بنسټ او زمینه څنګه تعریف کړي؟
انسان ټاکس د ډیالوګ او خبرو د یو جریان په توګه ځانګړې موخه نه تعقیبوي، مګر پایلې له ځانه سره لري او دا پایله د هغو کسانو لپاره چې د دې ډیالوګ او خبرو په جریان کې واقع دي، نوی درک او فهم رامنځته کوي.
له یو اړخه که د ګډونوالو له لوري ترلاسه شوی معرفت له یو بل سره شریکیږي، مګر بل مهم اړخ دا دی چې په ګډه د مشترک معرفت او پوهې د خلق هڅه وشي.
زموږ یو باور دا هم دی چې دوه یا څو انسانان که په خپلو کې خبرې وکړي، د دې اړیکې په ترڅ کې چې کوم متقابل عملونو ترسره کېږي، له دوی داسې انسانان جوړوي چې تر دې وړاندې نه وو، مګر په دې شرط چې دوی په دې ډیالوګ او خبرو کې «پرته له ځانه» بله موخه تعقیب نه کړي.
دا شاید یو څه ناشونی وبرېښي چې د ګډونوالو له شخصي افکارو، نظریاتو او عقایدو پرته دې خبرې وشي؛ مګر دا ممکنه ده چې ګډونوال دې د یو مشترک هدف لپاره وغږیږي.
انسان ټاکس همدا دی؛

ساینسي نظریې به د هرې مباحثې اساس وي

بشرپال ذهن چې موخه یوازې بشري ښېګڼې او خوشبختي وي

آزاد ډیالوګ د یو نوي او مشترک معرفت د خلق کولو لپاره