خط │ کتابتون د جنګ اختصاصي پاڼه

ولې جګړه؟

انسان مجله د انسان وېب سايټ له لارې په دې هڅه کې ده چې یو شمېر لیکنې، ژباړې او سترې مقالې د پي ډي ایف په بڼه خپرې کړي.

د دې کار لوی دلیل دا دی چې هڅه کوو، درنو لوستونکو ته د یادو مقالو او لیکنو لوستل آسانه وي.

ټول هغه متنونه چې به د همدې لړۍ – خط انټرنیټي نشرات – تر سرلیک لاندې خپریږي د بیا خپرېدو ټول شرایط له انسان وېبپاڼې سره خوندي دي.

ولې جګړه؟ د زېګموند فروید او البرټ انشټاین تر منځ دوه تبادله شوې لیکونه دي چې په ۱۹۳۲ کې یې یو بل ته استولي و. د دې لیکونو اصلي موضوع د جګړې په اروايي تحلیلونو ولاړه ده.

دا لیکونه پښتو ته ژباړل شوي دي او د انسان مجلې په درېیمه ګڼه کې نشر شوي وو.

“البرت انشټاین په ۱۹۳۲ کې په پاریس د معنوي همکاریو نړیوال انسټیټوټ د رییس په بلنه چې ورته یې له یوه پېژندل شوي عالم سره د نظر د تبادلې ویلي وو، فروید ته لیک ولېږه. انشټاین چې ارواپوهنې ته یې چندان اعتقاد هم نه درلود، په لیک کې یې له فروید څخه وغوښتل  چې د ارواپوهنې له نظره د جنګ په مخنیوي وغږيږي. که څه هم فروید له هغه سره تر مکاتبې له مخه یو ځل لیدلي وو او د اروا شننې په اړه یې په نظریاتو پوی و. هغه د انشټاین په اړه ویلي: “د اروا شننې په اړه د انشټاین په نظریاتو پوهېږم. څو کاله وړاندې یو فرصت برابر شو چې ورسره خبرې اترې ولرم او پوهېدم لکه څومره چې زه په ریاضیاتو پوهېږم په هماغه کچه د ده په اروا شننې سر خلاص دی. حتی کولای شم ووایم چې د اروا شننې په اړه د انشټاین تر شناخته د ریاضیاتو په اړه زما شناخت زیات دی.”

انشټاین دا لیک فروید ته د جولايي په ۳۰ په ۱۹۳۲ کې ولیکه.”

د ولې جګړې؟ پي‌ډي‌‌ایف بڼه له همدې ځایه ښکته کړئ!

ستاسو نظر