د تاریخ اونۍ کلنی، اکاډمیک او د خبرو اترو پروګرام دی چې د «انسان» له لوري جوړیږي.
یاد پروګرام چې روان ۲۰۲۰ کال پيل شو، هر کال به د جنوري له ۴مې د جنوري تر ۹مې د ۷ورځو په موخه ترسره کېږي.
د ۲۰۲۰ کال د پروګرام لپاره د «انسان» له لوري د بحث او خبرو په موخه یو آزاد مجلس جوړ شو او په هغه کې د تاریخ اونۍ طرحه باندې خبرې او ډيالوګ ترسره شو او له ګڼو ځوانانو او متخصصینو سره یاده موضوع شریکه شوه.
د ۲۰۲۰ کال د تاریخ اونۍ عمومي پروګرام
- شنبه ورځ د دې اونۍ رسمي پيل دی چې د تاریخ د مطالعاتو او زدهکړو یوه شل لیکچریزه لړۍ اعلانیږي او تر څنګ یې د تاریخ اونۍ ګالري هم پرانیستل کېږي. دا ګالري چې هم د ځانګړو انځورونو او هم د افغانستان د تاریخي دولتجوړونې انځوریز کتاب هم په کې شامل دی، د لیدونکو مشاهدې ته اېښودل کېږي.
یاده ګالري به د معاصر افغانستان د تاریخ په تړاو ګڼ شمېر اختصاصي کتابونه هم د مطالعې او مشاهدې لپاره له ځانه سره ولري.
- یکشنبه
د ډاکتر محمد حسن کاکړ درېیم تلین چې په مناسبت به یې د لاندې موضوعاتو په زمینه کې بحث او خبرې وشي؛
- د تاریخ لیکوالو تر منځ د کاکړ ځای
- د افغانستان سیاسي او ډيپلوماټیک تاریخ
- ډاکټر حسن کاکړ او انسانګرایانه تاریخ لیکنه
- سه شنبه د تاریخ یو علمي سیر دی چې د تاریخي اسنادو درېیو ډېرو مهمو سرچینو ته د «انسان» غړي او بېروني مېلمانه به هم برخه ولري، په عملي توګه د تاریخ په تړاو د لیدنې او خبرو یوه زمینه مساعده کړي
په دې لړ کې پتییل شوې چې د تاریخي مطالعاتو د دوام په موخه به د یادو سرچینو له موادو د ګټې اخیستنې پر څرنګوالي هم بحث او خبرې وشي.
- چارشنبه د افغانستان د معاصر تاریخلیکنې په تړاو د تاریخ د څېړونکو، تاریخ د لوستونکو، او د تاریخ د لیکوالانو ترمنځ د میتودولوژۍ، څرنګوالي او محتوا په زمینه کې بحث او خبرې کوي. د پالیسۍ دا مجلس چې تر دې وړاندې هم د «انسان» له لوري ترتیب شوي دي د ExpertsSpeak په نوم یادیږي
- پنجشنبه د فیض محمد کاتب هزاره د نوییم تلین په مناسبت ځانګړې غونډه او خبرې او اترې