Circle Image

د افغانستان د معاصر تاریخ مطالعاتي او زده‌کړو لړۍ

«انسان» په پام کې لري چې د افغانستان د معاصر تاریخ په اړه د تحلیلي بحثونو یوه لړۍ پیل کړي


«انسان» په پام کې لري چې د افغانستان د معاصر تاریخ په اړه د تحلیلي بحثونو یوه لړۍ پیل کړي. په دې بحثونو کې به په افغانستان کې د تاریخ‌لیکني میتودولوژي، د سولې او جګړې تاریخ، د افغانستان معاصر ټولنیز تاریخ او د تاریخ پر فلسفې او دې ته ورته موضوعاتو د تاریخپوهانو او نورو کارپوهانو نظرونه او لیکنې شاملې وي.
د دې لړۍ ځیني ځانګړي موضوعات په لاندې ډول دي:

  1. د افغان ملت – دولت لنډ تاریخ
  2. په افغانستان کې د فکر تاریخ
  3. د افغانستان د جګړې او سولې تاریخ
  4. د تاریخ‌لیکنې او تاریخي تحلیل علمي میتودولوژي
  5. هویتي او ژبني سیاستونه
  6. د افغانستان جیوپولیټیک او له زبر ځواکونو سره د افغان دولتونو پر تعامل ژور بحث
  7. او نور

دا بحثونه به زمینه مساعده کړي چې د افغاني تاریخ‌لیکنې پخوانی او اوسنی حالت وارزول شي. له بلې‌خوا، د تاریخ لړۍ پر دې تمرکز کوي چې د علمي تاریخ د پیاوړي کولو لپاره شته خنډونه وشمېري او په افغانستان کې د تاریخ په اړه د فلسفي لیدلوري رامنځته کولو څرنګوالی وڅېړي.
دا بحثونه د لیکچرونو او مباحثو په شکل کې تنظیمیږي او په پایله کې یې متن، ویډیو او غږ ترې ترلاسه کېږي. دا لړۍ په مجموع کې په پنځو سترو برخو وېشل کېږي او هره برخه په څلورو اختصاصي بحثونو مشتمله ده او په ټولیز ډول شل لیکچرونه او غونډې جوړوي.
د بحثونو دا لړۍ د افغانستان د تاریخ اونۍ په لومړۍ ورځ یانې د جنوري په ۴مه ۲۰۲۰ رسماً اعلان شوه او هر کال به په همدې زمینه کې د تاریخ نورې لړۍ او برخې هم ترتیبیږي.
په دې بحثونو کې د ګډون او اختصاصي سهم په برخه کې په همدې پاڼه کې د ویبپاڼې تڼۍ کېکاږئ او د انسان ټاکس په ویبپاڼه کې د همدې پروګرام لپاره ځانونه ثبت کړئ. تر ګډون وروسته د همدې لړۍ همکاران درسره اړیکه نیسي او د جزییات په تړاو درسره لازمه مفاهمه کوي.

پورته لاړ شئ